رسیدن به آسمایی: 10.02.2010 ؛ نشر در آسمایی: 27.02.2010

 


اسدالله زمری

ګاونډي

ستا له ښایست ،له شهامت او له صفا مننه
چې دې په ما باندې پیرزو کړه او انسان دی کړمه
له خپل جنت نه دې يو ه ښکلې ټوټه بیله کړله
زما ټاټوبی دی کړ هغه او افغان دې کړمه
تا د غیرت د نورو برخه هم زما نصیب کړه
د ننګ ټوټه ،د پت څښتن د غرور کان دې کړمه
دا دوه پیړی شویې چې یې نه شمه څواب موندلی
نا چار ،مجبور ،حیران ،محتاج او په خپل څان دی کړمه
دومره سیالانو کې دې راکړل ګاوندیان ناولي
په خپلو ښو او تیرو راکړه پښیمان دې کړمه
زما خوښۍ او خنداګانې دې هم ورکړې بل ته
د ماتم تاج مې دې په سر د غم سلطان دې کړمه
دمرګ لښکر دې اړولي دي کلونه دلته
د زوی او ورور ،پلار او اولاد په مرګ بریان دې کړمه