25.11.2018

عبدالوکیل سوله مل

کرګر او پښتو لنډه کېسه*

څه موده وړاندې مې د اسیر منګل د پښتو افسانې سل کلن بهیر کتاب راونیو او د دې ترمخه مې د پښتو لنډې کېسې د پیاوړي لیکوال زرین انځور« د پښتو معاصر داستاني ادبیات» ولوستل. په دغو دواړو کتابونو کې د پښتو داستاني ادبیاتو پیل له پیړۍ نه اوړي که تاسو هر یو د پښتو کېسې په باب دې ورته لیکلي اثار،ځانګړې مقالې او یا هم په پښتو کېسو د ځانګړو ناستو مواد وګورئ وبه وینئ چې پښتو کېسه نه یواځې د څومره والي له پلوه  د سیمې د کېسې سیاله نه ده او بین المللی اعتبار یې په ټیټ پاټکې کې دی، د څرنګوالي له پلوه هم په ښه حالت کې نده. د دې تر ټولو غټ علت دا دی چې پښتو کېسه د معاصر نړیوال کېسه ایز ژانر سره موازی خپل حرکت او یون نه پیلوی. د پښتو کېسې لومړنیو لیکوالو: راحت زاخیلی «شلیدلي پڼه» عبدالحی حبیبی «پښتنه پیغله»، نورمحمد تره کي «موچي» او نورو... په ګډون په ټوله کې  د نړیوالې کېسې د ډیر پخواني فورم او سبک: ساده ټولنیز او یا سوسیالیستي ریالیزم په بڼه خپلی کېسه ایزې تجربې وړاندې کړې. او دا هغه مکتبونه وو چې د پښتو کیسې د پیل په دوران کې  یې خپل ګرانښت او منښت له لاسه ورکړی وو. په دغو کلونو او عصر کې د کافکا او جیمز جویس په څیر پیچلی فلسفی  او اروایې لیکوال دنړیوال ادب په ډګر کې رامنځته شول.له بده مرغه نه یواځی د پښتو کېسی پیل ددغه له موده ولویدلی ژانر:( ریالیزم) په بڼه و بلکې پښتو کېسه او دهغی پنځونکې ترډیری اوږدی مودی دنړیوالی  معاصر کېسی له بهیرشاته روان وو او تراوسه یې لا ډیره لویه برخه پنځونکې دنورو ادبی مکتبونو او فورمونو سره بلد نه دی. او اوس هم په هماغه بڼه خپلی داستانی تجربی کوی.

اکبر کرګر یو له هغو ګوتو په شمار لیکوالو دی چې په خپلی دوهمی داستانی مجموعې «سینده ځه سینده بهیږه» کې یې په پښتو داستانی بهیر کې نوی نړیوالی تجربی پیلوي او په نورو پاتی داستانی ټولګو کې یې تردې دمه پالی.له دی ښکاری چې کرګر نه یوازې دمعاصرو ادبیاتو دوتلو استاذو دداستانی پنځونو او معاصرو ادبی مکتبونو سره پوره اشنا دی،په معاصره ارواپوهنه او فلسفه هم پوره لاسبری دی.

فلسفه هغه مضمون دی چې کرګر پکې لوړی زده کړی او ارواپوهنه ،عرفان او تصوف ېې دځاني زده کړی اساسی برخه او شوق ګرځیدلی دی .په دی برخه کې ېې ګڼې څیړنی دکار او هڅو یو عمده لوری دی .ښه بیلګه ېې ((دمیرزاخان انصاري فلسفي او عرفاني نړۍ لید))څیړنیزاثردی.

تاریخ دهغه لوستل او کېسه کول دلیکوال بل شوق دی چې په خورا لیوالتیا یې تر دی ګړۍ په مینه پالي.په دی بنسټ که د کرګر کېسی وڅیړو وینو چې له لاندینیو عناصرو ترکېبیږی :

فلسفه ،تصوف،ارواه پوهنه ،او تاریخ. اوداهغه عناصر دی  چې داوسنیو ادبیاتو ټولی عالی نمونی جوړوی،هغه که د تولستوی سوله او جګړه ده،که د داستایفسکی  دکارامازوف ورونه ،که دګویته فاوست،که دکافکا مسخ، که دالبرت کامو پردی، که داونسکو دچوکۍ ننداره ،که دګارسیامارکز سل کاله یوازېتوب.... ټول  دا کلاسیک داستانی شهکارونه  په دغو عناصرو ولاړ دي.

کرګر که څه هم په پیل کې خپلی داستانی تجربی په ساده موضوعاتو او مسایلو پیلوی خو له هماغه پیله له هغو استاذانو سره اړیکې ټینګوی چې څیړنیز او تخلیقي پنځونې ېې فلسفی رنګ لری. یو له هغواستاذانو هم سید بهاوالدین مجروح دی چې کرګر یې ((دجبر او اختیار دیالکتیک)) او ((ځانځانی ښامار)) اغیزمن کېږی او دهغه لارښوونې ېې په راتلونکو فلسفی او عرفانی پنځونو سمدلاسه راڅرګندیږي.

کرګر نه یواځی دسیمی دادبیاتو دوتلو استاذ وو لکه رابرنات ټاګور،نجیب محفوظ ،توفیق الحکیم، اورهان پاموک،صادق هدایت سره پوره بلد دی بلکه کم داسی نړیوال ادبی شهکارونه به ومومی چې کرګردې نه وی لوستی. ده نه یواځی دا شهکارونه لوستی ،په دغو اثارو شننه یې هم په ګڼو مقالو کې دپښتو مینه والو ته وړاندی کړی ده ـاو پدی توګه یې ددغو اثارو په باب خپل پوهاوی او درک له نورو پښتنو سره هم شریک کړیدی.« ادبیات او دانسان دننی نړۍ» او «کېسه ،اسطوره او ناخود اګاه ضمیر» اثار یې ښه بیلګې دی. زما له نظره به هیڅ بل پښتون لیکوال دده هومره معاصر نړیوال ادبیات پښتنو ته نه وی ورپیژندلی او نه به یې دد ه هومره په خپلو داستانی تجربو کې معاصرې داستانی تجربی او فورمونه کارولی وی. که دکرګر شخصی کتابتون وګوری هلته به نه یواځی دسیمی او نړی دوتلو لیکوالو داستانی پنځونې او ادبی څیړنیز نایاب اثار ومومی بلکه هلته به دمارسل پروست (( د ورک شوی وخت په لټه ))او دولت ابادی د ((کلیدر)) په څیر دګڼو پرله پسی ټوکو خورا اوږده رومانونه په نظر درشی او په کرګر به خامخا شاباس ووایې، چې داسی پیړ او څو ټوکېزه اثار یې څنګه لوستی او بیا یې ددغو کتابونو او ناولونو خپله اخیستنه اوپوهاوی له مونږ سره هم شریک کړیدی .

که ریښتیا ووایم خبره دداسی پیړو او پیچلو اثارو په لوست کې نده .دداسی اثارو دلوست او مطالعی خبره او حوصله ددی اثارو یو اړخ دی خو په داسی اثارو پوهیدل او درک د هغو بل او اساسی اړخ دی او داد کرګر هومره پوهه او حوصله غواړی.  که لیکوال ددې حوصیلی او پوهی بی برخی وای نن به یې هیڅکله مونږ ته د کافکا دذهن پیچلې نړۍ او یا د کامو دژوند دپوچوالی او دسارتر وجودی فلسفه نه وای راپیژندلی.

 څه موده وړاندی دغه پرکار ،هڅاند ،نوښتګر لیکوال اوڅیړونکې هیله رانه وکړه  چې په ګردو چاپی کېسو چې اوس پدی کتاب کې راټولی دی او شمیر یې (   ) ته رسیږی څه ولیکم او پرهغو خپل پوهاوی او درک له ده او دد دکېسو له مینه والو سره شریک کړم .که ریښتیا ووایم دده په کېسو لیکل، تبصره ،کره کتنه او شننه اسان کارندی .ځکه هغه دده په څیر په فلسفی،عرفان،تصوف،اروا پوهنه او تاریخ پوره پوهیدنه او دمعاصرو داستانی ادبیاتو له تاریخ سره پوره بلدتیا غواړی .دوهمه خبره هم په پښتو کېسه ایز ادب کې دهغه دځای او دمقام ټاکلو مسله ده .له دی کبله دپښتو کېسی دبشپړتیایې بهیر له ګڼو استازو او ددوی داثارو سره  اشنایې هم اړینه ده .او زه په دی ټولو برخو کې ځان خورا کمزوری ګڼم خو بیا هم هڅه کوم چې تاسو درنو لوستونکو ته کرګر او دا کېسی په خپل اند دروپیژنم ترڅو تاسو درانه لوستونکې او دپښتو کېسی مینوال او څیړونکې ېې په پښتو کېسه کې ځآی او مقام وټاکئ.

کرګر دافغانستان او په ځانګړی توګه دپښتو کېسه ایز ادب هغه استازی دی چې په پښتو کېسه لیکنه کې ځانته ځانګړی لار لری او په خپلو ټولو داستانی پنځونو کې خپل انفرادیت ساتی او پالی .هغه نه یواځی په دی له نورو پښتنو لیکوالو بیل دی چې کېسی ېې خپل ځآنګړی مضامین لری بلکه په پښتو ادب کې دروان کېسه ایز فورم او سبک چې د نولسمی پیړی له نړیوال کېسه ایز ادب نه اغیزمن دی هم ځآن لری ساتی او تل په رایجو نړیوالو فورمونو کې خپلی کېسی پنځوی ،ځکه خو یې کېسی لکه  د نورو پښتو کېسه لیکوالو تود بازار او مارکېټ ندی موندلی.

دایوازې کرګر ندی چې نوښت یې دلوستونکو شمیر محدود او کېسه یې ارزانه پلورل کېږی،دلته دوتلو او مخکښو شاعرانو هم همدا حال وبولئ. ځکه خو د ننګیال،کاروان،باقر،پیکار،بیکسیار او نورو اشعار هم د بابرزی ،روغ لیونی ،پرهیز شګیوال، اړم..... هومره مینه وال نلری او که څوک اوس د پښتو شاعرۍ سروی په افغانستان کې وکړی او وپوښتل شی چې ترټولو ډیر لوستل شوی او اوریدل شوی شاعر څوک دی؟ هیڅوک به له مطیع الله تراب دبل چا نوم درته وانخلی.

په هغه ټولنه کې چې د سینمادخوښې فلمونه او دهغه ستوری ېې داراسنګ ، پریم چوپړه،درمندر،بدرمنیر،اصف خان .....وي څنګه به هغه ټولنه او وګړي د نړیوالې سینما داسې نوابغ لکه البرت هیچکاک ،اندري تارکوفسکي  ... وپیژني   او که په افغانستان کې اوس هم  د هندي سینما له پخو مینه والو وپوښتئ  چې ساتیا جیت رای  او شام بنیګال  څوک دي؟ د هغه له خندا او حیرانتیا پرته به  به بل هیڅ غبرګون  ونه مومی . خو د هند دبازاري سینما  فلمونه  او د هغو ستوري به درته په زیرو زور دروپیژني.

 کرګر په کېسو کې په فورم ډیر زور نه راوړی ،دده کېسی دژوند ژور مفاهیم او فلسفه تفسیروی او دانسان روان ته ننوځی .دهغه له اندیښنو او بیرونی نړۍ ته مو دهغه دبیړنی غبرګونه خبروی ، دا هغه څه دی چې دده دزده کړو ،باور او فکره سرچېنه اخلی .
ده دکېسه لیکنی په ځآنګړی توګه دده د دوهمی ټولګلی  له پیله تر دی دمه نه یواځې په کېسو کې نوی مضامین ځای کړل بلکه په هغه معیارونو یې هم برابری کېسې نورې ونه لیکلې چې یو وخت پری دنړۍ نورو لیکوالو لکه انتون چخوف، ادګارالن پوه،موپاسان، جک لندن، ګوګل......... کېسی ارزول کېدی .دی له هماغه وخته نه د واحد تاثیر په کېسه کې شو،نه په تلوسه پسی وګرځید او نه یې هم اوج او ټکر ته اندیښنه وکړه ،بلکې دده کېسی فلسفه، تصویرونه او دانسان دننۍ نړۍ جوړه کړه .ځکه خو ورته په لومړی ټولګه کې دهیواد وتلی څیړونکې ارواښاد صدیق روهی ولیکل:

(دکرګر داستانونه کله کله په تخنیکې ډول دبحث وړ دي ،خو د بدیعی خصوصیاتو په تیره داحساساتود انتقال په برخه کې ډ ډیرو ښو داستانونو په قطار کې دریدلی شی)

وروسته دروهی خبره  دهیواد بله لیکواله او ژباړنه شریفه شریف هم تصدیق او راغبرګوې:

(دکرګر کېسو ته ددې قاعدو او تعریفونو په سترګه نه ګورم چې دانسانی اندیښنو او یادونو دڅپو استعارې په سترګه ېې ګورم چې دا دادبي ښکلا خوښیدنې تنده د شاعرانه استعاري سمبولیک او دقیق او ځیرو انځورونو سره ماتوی . او دداستان او کېسی روحیه دافسانوی،تاریخی،تخیلی، او ریالستیکه عکاسۍ ګډ او اوډلې زمینی او فضا سره ژوند کوی.)

دا چې کرګر پیچلی فلسفی او روانی کېسی لیکې او دکېسو فورمونه یې هم نوی او په پښتو داستانی بهیر کې نا اشنا دی دکېسو دمینه والو شمیر یې تړلی او محدوددی. ،داسی نده چې دی دی دخپلو کېسو او پنځونو له داسی یو غبرګون سره بلد نه وی ،هغه له هرچا پدی ښه پوهیږی چې کېسی یې ښه بازار او ډیر لوستونکې نه لری.خو هغه پدی باور دی چې هغه پخپلو کېسو کې باید دځان اقناع او رضا هم له پامه ونه غورځوی .دهغه هر تخلیق له لوستونکې دمخه باید دده ادبی او هنری تنده خړوبه کړی .هغه کېسی د اوس او بازار لپاره نه لیکي بلکې غواړی خپل تخلیق ته ابدیت ورکړی او دهغه سبا تضمین کړی. او همداسی چې دی دخپل ایجاد په باب ژور فکر کوی له نورو هم غواړی چې دهستونې  او تخلیق په باب یې د فکر نیلی وغزوی .هغه په دی پوهیږی چې دهر نوی ادبی فورم،سبک،مکتب او نوښت په وړاندې په لومړیو کې دده دعصر او زمان د ګڼو کره کتونکو منفي غبرګونونه راپاریدلی دی.

ښه بیلګه یې د اوژن یونسکواود سامو یل بکت ننداری دی .دغو لیکوالو که څه هم وروسته خپل مینه وال ومیندل او اثارو یې ملی او بین المللی اعتبار وګاټه خود کافکا په څیر یو لیکوال دخپلو اثارو دهرکلی ارمان ګور ته دځانه سره یوړ.

کرګر دخلقت په پیچلتیا باوری دی او هغه اثر چې په اسانې پری څوک پوهیدای او رسیدلی شی دده ذوق نه خړوبوی .ځکه خو دجیم جویس په څیرله  خپلو اثارو دشننی تیریږی ،او دلوستونکو رنګارنګ غبرګونونو ته سترګی په لار دی .

کرګر که هڅاند او نوښتګر پنځونکې او څیړونکې دی ،پدی هم دخپلو همزولو لیکوالو ډیر دمخه دی ،چې هیڅوک یې دنوښتی څیړنو او هستونو جوګه اوسیال نه دی،او ګرده ورځ او شپه په نوو څیړنو او هستونو ځآن بوخت ساتی .هغه په یو وخت کې هم تخلیق کوی او هم تحقیق ،دده کېسی دڅو لورو دپاملرنی او شننی وړ او جوګه دی :

لومړی: دکېسو دایجاد دپړاونو له مخې

دوهم :دکېسو دمتفاوتو او متنوعو فورمونو له مخې

دریم : دمضامینو او او فلسفی افکارو د تنوع له مخې

څلورم :دتاریخی پیښو او تاریخی اتلانو دتصویرونو له مخې

پنځم: دپښتنې فرهنګ او ټولنیزو مناسباتو له مخې

شپږم : دروان ناورین ، لوبې او دهغو دلوبغاړو له مخې

دکېسو ایجاد او بشپړتیا بهیر یې له څو مرحلو تیریږی ،لومړی یې دکېسه لیکنی دپیل پړاو دی .

په دی پړاو کې چې دی په خپل هیواد کې دی .دوی ټولګی خپروي. ۱ـشیبې ،۲ـ سینده ځه سینده بهیږه . شیبې دده  دکېسو ترټولو لومړنۍ او ابتدایې تجربه ده ، او که له ده هم خپله وپوښتئ درته به ووایې چې دکېسی دفورم او مضمون دواړو له پلوه ېې دا کیسې بشپړی نه دي .په دی برسیره یې په کېسو دسیاست  او ایدیالوژۍ سیوری هم پروت دی.او ددغې مجموعی دکېسو لویې برخی ته یې شعاری بڼه وربخښلی ده .که څه هم زه په دی باور نه یم چې سیاست هنر بدرنګ او پنځونه له خپل جوهره باسی ،خو که په سیاسی پنځونکې دده له ارادی پرته دده دایډیالوژۍ او ګوندی تبلیغ او فرمایش وتپل شی .پنځونه یې خامخا شعاری ګرځی .داخبره دهیواد دوتلی شاعر سلیمان لایق په ځنو شعرونو هم صدق کوی.په دغه ټولګه کې په ګڼو داسی کېسو برسیره ځنی داسی بیلګی هم شته چې لیکوال د طرحو نوم ورکړی دی. لکه...

کرګر که څه هم دافغانستان دخلق دیموکراتیک ګوند وروسته د وطن ګوند فعال کدر او ددغه حاکمیت لوړپوړی چارواکې وو خو دده د همزولواو له ده مشرانو ډیری لیکوالو لکه امین افغانپور، شامحمود حصین،محمد عیان عیان، ببرک ارغند،اسدالله حبیب ....

په پرتله ډیرژر په خپله پنځونه کې دګوند او ایدیالوژۍ له دایری راوځی او په نوي ډول خپل احساسات او عواطف  څرګندوی او دژوند ، روانو پیښو اوتاریخ په هنری انعکاس کې له هر ډول ایډیالوژیک باره ځان لیری ساتی او دا لړۍ تراوسه پالي.

په  «سینده ځه سینده بهیږه» کې لیکوال یوسل او اتیا درجې بدلون مومی په دغه مجموعه کې هغه نه یواځی دکېسه لیکنی نوی تجربې او فورم ازمایې ،په کېسو یې ایډیالوژیک بار هم نه ترسترګو کېږی .په دی کېسو کې نه دګوند نوم اخلی . نه انقلاب ستایی. او نه  دکوم انقلابی کرکترله خولې او ستوني انقلابي شعارونه راباسي . له همدی شیبی هغه له نورو ډیرو ګوندی او انقلابی لیکوالوجدا دپنځونی په خپله لار سفر پیلوی . که په لنډو ووایم کرګر د «سینده ځه سینده بهیږه» له چاپه وروسته نه یوازې دکېسی له کلاسیک فورم سره دتل لپاره مخښه کوی ،اود کېسه لیکنې معاصر  فورمونه تجربه کوی او په نوی بڼه یې پنځوی ،دکېسو مضامین یې هم بدلون مومی.

 په ورستیو پنځونو کې لیکوال دګوندی او ریالیستیک لیکواله په یوه داسی لیکوال بدلیږی چې کېسی یې دانسان روان ته لار مومی او دژوند په باب فلسفی افکار یې دکېسو برخه ګرځی او هره ټولګه یې دګڼو تاریخی پیښو او تاریخی څیرو او اتلانو هنری تصویرونه او حکایتونه جوړوی .

که دکرګر کېسی په زمانی لحاظ دپیل ،منځ او پخیدو پړاونه وهی او په دی دریو مرحلو کې بشپړیږی.دده په ژوند کې دده مکانی او جفرافیوی بدلون هم دده په کېسو بشپړ اغیز لرلی دی .دبیلګی په ډول کله چې د ډاکتر نجیب الله پرځای په هیواد تنظیم واکې حاکمه شی او کورنۍ جګړه یوه بله بڼه او تراژیکه ډرامه خپله کړی نوکرګر هم پاکستان ته په کډه کولو محکوم او مجبور شی .هلته ده ((چې ماشومان سندره ووایې)) په څیر کېسی ولیکي چې کوچنیان څنګه په اګاهانه ډول دهغه هیواد ترانه وایې او ستایې چې همدی هیوادېې دده په هیواد کې اور بل کړیدی ،او یا هم کله چې لندن ته راځی «زما تربور» په څیر کېسو کې ېې د لندن ماشینی او مصنوعی  ژوند څومره په عذاب بدلیږی .او په دردونه او کړاونه کې پردیتوب او دخپل هیواده او مینې لری والی ورته څومره درد او کړاو جوړوی .

 کرګر که هرچېری او په هر هیواد کې اوسیدلای په کېسو کې یې دهغه ټولنی او هیواد ټولنیز مناسبات،کلتوري توپیرونه اونور واقعیتونه انځور کړیدی او دهغه ځآی نااشنا او حیرانونکو پیښوېې په احساساتو او عواطفو غلبه کړې ده او په یوه نه یوه بڼه یې دخپل هیواد دواقعیتونو سره تړلی دی اوتل یې خپل خلک ددوی درد، ارمان او هیلی په ذهن کې ژوندی حضورلری. یو څه چې کرګر دنورو پښتنو لیکوالو بیلوی اوده ته دده په کېسو کې خپل انفرادیت وربخښی دده دکېسو متفاوت فورمونه دی .فکر کوم دده ددوهمی ټولګې ((سینده ځه سینده بهیږه)) وروسته به لیکوال داوسنی معاصری کېسی هیڅ ډول نه وی پریښی چې نوموړی په کیسه کې  نه وی کارولی. لکه دده داکېسی :سینده ځه سینده بهیږه ،حلاجی ،لکه غڼه په خپل جال کې ،یوسیوری یو تصویر ،بړبوکۍ،ترهه په تنونو کې ،ګرځون، زمونږ برګ سپی،دجامو رنګ ،خفه ارواوې، مینه او خیالونه ،دیادونو پر بستر، له تورتمه روایت دی .... چې ګڼی سوریالیستیک فورم او دپست مدرنیزم  په بڼه راغلی دی. په دی برسیره یې د جادویې ریالیزم په فورم کې هم ځینی کېسی لکه ((یادونه او نکلونه)) کښلی دی .که څه هم دی په ریالیستیک فورم کې کېسی نه خوښوی له دې سره ېې هم  دګڼو کېسو فورم ریالیزم دی ،خو هغه که پدی فورم کې کومی کېسی لیکلی هم دي تل یې هڅه کړیده چې په داسی کېسوېې هم سوریالیستیک عنصر غالب او ورزیات شی او هغه دواقعیت تشه او ساده انځورګری ونه اوسی. دده کېسو بله عمده ځانګړنه دده دکېسو فلشبکونه جوړوی .زما دمطالعی او مشاهدی له مخی نه یواځی به بل پښتون بلکه ان دری ژبي لیکوال هم دده هومره په خپلو کېسو کې په دې اندازه فلشبکونه کارولی اوسی .

دکېسو بل امتیاز یې دځنو کیسو شاعرانه نثر دی. کله چې ېې ځینی کېسی لولی نه یواځی ېې له کېسو خوند وړې دکېسو شاعرانه نثر مو داسی تر اغیز لاندی راولی فکر کوئ لکه کوم ازاد شعر او ترانه چې لولی .لکه سینده ځه سینده بهیږه کېسه او له دی هم ډیره ترټولو شاعرانه کېسه «زه همزولی د زمان او ته سنګر دژوبلورو» .

وګورئ ددی کېسی د یوې برخی شاعرانه نثرته چې څومره زړه راښکونکې دی:

دپیړیو له درشله  ،دپیریانو دوطنه رابهیږم ،زه په دغه کږو لارو زه په دی زیږو خوړونو ،ژورو او پلندیو ګرداونو ورسمیږم او تیریږم  داغاز انجام کېسه می یاد کې نده ،خو زمان زما  همزولی او زما سیال دی

 یا ددی کېسی بله برخه :

دبادونو طوفانونو مخه نیسم

 دسیندونو دریابونو اواز اورم

،خو له دوی ټولو اوچت زما اواز دی، چې یې اورم د زړګو ټولی درزا نه ،دغرونو له عظمته ،هیبتونو له هیبته او دراوی دروایته

دده په کېسو کې متفاوت فلسفی افکار او دانسان دروان سپړنه دده دکېسو بله ځانګړتیا ده چې په پښتو داستانی بهیر کې ېې ده ته ځانګړی ځای او مقام ورکړی دی.زما له نظره دده دکېسو دابرخه او ځانګړنه دده دکېسو یو عمده باب دی. لکه څنګه چې می دمخه وویل په فلسفه کې زده کړې او دفلسفی دلوست شوق چې تردی دمه یې نه قضا کوی خامخا دده په کېسو کې مختلف بنسټی فکرونه او مکتبونه رانغاړی لکه دده په ((جهنم دی هر انسان دبل انسان کې .)):

خپلی نمجنی کوټی ته ورننوتم .... تریو او ناولی بوی می تر سپږمو شو ....فکر می وکړ چې دا بوی زما دتنه او زما دجامو راځی. فکر واخیستم چې ځان می بوی کوی او تن می خولی کړیدی .دتن بوی دکوټی د نم او څڅوبی سره په ټوله کوټه کې غبرګیده ...

لیکوال دکېسی پیل دنیچه په دی باور او فلسفی پیلوی چې انسان دچټلیو ډیران دی او دسارتر په وجودی فلسفه یې په اثبات رسوی چې انسان پخپله دخپلې بدمرغۍ او تراژیدۍ مولود دی او دخپل برخلیک ټاکونکې پخپله انسان دی .دانسان دکړاو او ذلت ځنځیر دهغه په خپل لاس کې دی او هر انسان دبل انسان لیوه او دوزخ دی .دافلسفی مفکوره او عقیده دخپل استاذ مجروح چې دکېسی کرکتر یې هم دی دیو شعر

له لارې رالیږدوي:

..
دا ژوند څه دی یو مرموزه سمندر دی

خو ددی سمندر غاړې پورې لار شته

او ددی لاری ړومبی پړاو دوزخ دی

او جهنم نه چرته لری چرته پټ پدی جهان کې

او جهنم دهرانسان دی هر انسان ته په خپل ځان کې

((لکه غڼه په خپل جال کې )) کې لیکوال دا فلسفی مفکوره له یو بل اړخ او زاویې تشریح کوی .

دهغه انسان داستان اوبرخلیک بیانوی  چې څنګه نور اسیر او زندان ته ننباسی خو په پای کې پخپله دهغه زندان میلمه او اسیر ګرځی ،چې په خپله یې دنورو داسارت او زورونې لپاره جوړ او اباد کړیدی . لیکوال پدی کېسه کې هغه انسان تصویروی چې څنګه دځان او بل دښمن ګرځی او پخپله څنګه دنورو او دځان دتباهۍ په وسیله بدلیږی داد ژونداو تاریخ،تجربه او واقیعت دی .په کیسه کې ګڼ امپراطوران، دیکتاتوران یوپه بل پسی قطاریږی چې څنګه دخپل هوس او دبدبی قربانیږی .

پدی کېسه کې راوی په یوه  مچ او وروسته بیا پخپله په  یوه غڼه اوړی .مچ چې دچټلۍ سمبول او دغڼی ښکار دی.راوي پدی برخه کې په ځان ننوځی او ځان غږوی :

... مچان پرما ناست دی ،زما دځان خیری کشوی .دسر ویښتانو ،پښو،کالیو،لاسونو او زیات می په خوله راټول دی لکه چې همدلته یې څه پیدا کړی وی .

دلته انسان دمچ په بڼه څنګه د غڼی په وړاندی کمزوری او مظلوم دی خو بل ځای چې داانسان څنګه په غڼه بدلیږی او دمچانو ښکاری جوړیږی .

... اوس زه هم دا احساس کوم دخپلو لاړو په اثر ځانته ځاله جوړم زه هم په غڼه بدل شوی یم .ځان ته کور جوړوم ،دغڼی دځالی په څیر په اوږده بوده او تنسته کې .... په تروه او ترخه فضا کې ، لکه دذهرو ګوټ چې کوم لکه خوب ،او وراسته شراب چې زما له ستونی تیریږی .خوسترګی پټوم او څښم یې ... خو زه منم چې پخپله ځاله کې راګیر یم ،په خپلو تارونو کې ښکېل یم .دخپله لاسه ځنځیرونو کې تړلی یم .پخپله په یوه غڼه بدل شوی یم او دی ته سترګی په لار یم چې یوه کوچنی حشره رابرابره زما وینه وڅښی او ساه ورکړم .

او بیا زما کالیو زما داوږدو پنجو او کوچنی جسامت سره پخپلو تارونو کې همداسی وزانګی کېدای شی لمر راختلی وی .

دخټو کوټنی په کېسه کې لیکوال د سیزف افسانی ته ورته کېسه پنځوی.پدی کېسه کې هم د کامو دپردی ناول په څیر ژوند یو بی معنی او عبث واقعیت ښکاري .یو عذاب او کړاو دی چې له هغه د خلاصون او تیښتی لار هیڅ وجود نلری .خو لیکوال دا کېسه دتقلید په بڼه نه بلکه دتخلیق په خپله بڼه کاږی .

لیکوال چې څومره دژوند دلوړو او ژورو اوړی او دژوند ترخه شراب له ستونی تیروی او دانسانی عذاب او کړاو نوی بڼی ګوری دژوند بی خوندۍ او بی معناوالی په فلسفه یې باور نور هم زیاتیږی .

((دردونه او کړاونه)) دده داسی کېسه ده چې له وطنه او خپل پلرنی ټاټوبی له لیری والی او بیلتون داغ یې په زړه اور بلوی .او ددغه اور او درد د اغیز لاندی  داکېسه کاږي .داکېسه هم دوفا سمندر په خبره د تناسخ په فلسفی ولاړه ده .

هغه پدی کېسه کې دژوند پوچوالی او یوازېتوب انځوروی :

زه یواځی وم. په ریښتنی دنیا وم .نور نه پوهیږم خو دومره پوهیږم چې زه یواځی یم لکه کور چې یوازې دی لکه هر یوچې یواځی دی ،خو دانه منی چې یواځی دی خو زه ځکه دیوازېوالی وا یم چې زه اوس یواځی یم.

 داکېسه چې په پردی هیواد کې دده دیوازی والی دعذاب تصویر دی له ژونده  دده بیزاری او کرکه خپل اوج ته رسوی او دا کرکه دومره ژوره ده چې راوی په یوبی معنی کالبوت او مړی اړوی .ځکه خو تصادفی نده چې راوی یا دکېسی کرکتر په ځان دمسافر خان نوم ږدی او دمرګ نیټه یې هغه ده چې کله له خپل پلرنی ټاتوبی په تیښته بریالی کېږی .

ـــ ددی مرحوم یا خدای بخښلی نوم څه دی ؟

...... مسافر خان ښه نوم دی .مونږ ټول پدی فانی نړۍ کې مسافر یو ... ده کله خپل کلی پریښی دی ؟

یو چا ورته وویل : وړم کال ،ملا ویل بس نو دمړینی نیټه به یې هم له هماغه نیټی وکاږو.

((د شګو کوټنۍ)) په کېسه کې هم لیکوال دده د دخټو کوټنی په څیر دژوند دعذاب د تراژیدۍ انځور کاږی او د ژوند دښکلا او نیکمرغۍ په لورد هغه ټولې هڅې او ټوپونه عبث،بی ګټی او بی پایلی بولی .په ((انځورونه که هنداره » کې دلیکوال مخاطب پخپله دی دی ،له خپل سیوری او روح سره مخامخ او په خبرو دی .ځآن غږوی او پوښتی، له  وجدان سره مخامخ دی دخپلو هیلو او نه پلی شویو ارمانونو چې دده داوس او هیواد دنیکمرغۍ دهڅو بی ګټی ثمره ده . هغه دی تراژیدۍ او غمیزې ته خوابده ده . ځان ملامت ګڼی چې پدی لار کې یې هڅی پوچې او بی ثمره دی ،هغه پدی مبارزه او مجاهده کې خپل ژوند او نیکمرغی لټوله خو اوس چې دده دهیواد دنیکمرغۍ ګل رژیدلی او دهیلو باغ یې خزان دی ځان او داولس غمیزه یې روح وړی او دی یې په ورو دمرګ خواته په سفرروان کړی دی .

دافغانسان روانه غمیزه چې دلیکوال له ځوانۍ سره پیلیږي او اوس یې چې په سر کې سپین لږیدلی دی لا هم روانه ده دده دکېسو بل مضمون دی .زمونږ دتاریخ ددغه زړه بوګنونکې او ورانونکې پړاو لیکوال نه یواځی شاهد او ګواه پاتی شوی دی پخپله هم ددې غمیزی یو قربانی دی. په ځوانه ځوانی کې بندی شوی او دنورو سیاسی بندیانو په څیر یې ګنی شکنجی او ربړی لیدلی او زغملی ی : ((دغوایې هډوکې ناول ))ېی دزندان او شکنجو ډیر کامیاب تصویر دی .

لیکوال روانه غمیزه په دوومختلفو بڼو راخلی .

لومړی : ساده ریالسیتیک تصویر او روایت

دوهم :سمبولیک ،سوریالیستیک او فلسفی روایت :

لومړی ټولګه «شیبی» ګردی کېسی یی ساده ریالیستیک روایت دی .پدی کېسو کې روایت ساده ریالیزم دی او کېسی یې ترډیره حده شعاری بڼه لری .لکه دده(( تریو تندی)) چې دیوګوندی شهادت بیانوی.یاهم دهغه ګوندی کېسه «،نیمګړی کېسه ))ده چې په جګړه کې مری اوکوژدنه ېې له واده محرومیږی .«شیبی» یې په زندان کې دهغه ګوندی کېسه ده چې اعدام او کوچنی زوی ترې یتیم پاتی کېږی .

«یواځینۍ نښه » مو دهغه ګوندی له غمیزې خبروی چې کونډه میرمن دژوند او روزګار کړاونو ته یواځی پریږدی .

په « وروستی نښه » کې دهغه سرتیری حال بیانوی چې په ټانګ کې ځان الوزوی .حماسه زیږوی او اتلولی ګټی .

دده لومړنۍ  ټولګه که له یوی خوا دده دکېسو لومړنی تجربه ده له بلی خوا دده دسیاسی او شعاری کېسو جونګ هم دی .خوله دی ټولګی وروسته لیکوال دکېسو دفورم او مضمون په بدلون سره کېسو ته نوی روح وربخښی او دهیواد اوسنی غمیزه په نوو فورمونو او موضوعاتو کې رانغاړی .

پدی کېسو کې هم روایت په دوه ډوله دی :

لومړی : ساده روایت

دوهم :سوریالیستی او فلسفی روایت

په ساده روایت کې داکېسی راغلی دی :

((توری جامی))،دا دداسی یوچا کېسه ده چې په زلمیتوب کې کلی ته ستنیږی خو په کلی او چاپیریال کې دکلیوالو هغه شورنه وینی او ښځی او نجونی په تورو جامو کې دی .ځکه ځوانان ګرد په جکړه کې دی،شهیدان شویدی او هدیری هم د پخوا په پرتله څوچنده پلنی شویدی .لکه ټول کلی چې هدیره ګرځیدلی وی .

((خونړی شپه)) یې هم دداسی کېسو له قطاره ده .پدی کېسه کې  لیکوال دتنظیم واکۍ او دکورنی جګړی دیوې بلې مرحلې انځور کاږی چې څنګه ټوپکېان دخلکو دکورورنو په لوټلو بوخت دی. په کېسه کې دهغه بانډ کېسه ده چې یوه کور ته په غلاپسی ورځی خو هلته دکتابونو پرته بل هیڅ شی نه مومی .پدی کېسه کې لیکوال نه یوازې دپیښی شاهد دی ځان هم کېسه کوی او خپل حال بیانوی.

 «یه لارویه » دراوی دسوکاله او هوسا ژوند دهوس او خاطرو انځور دی .
«ترهه او ککره» له جګړی دراتښتیدلی کس کېسه کوی چې دتیښتی په لار کې ټوپکېان دچاپری شوی لاس ورښایې او سپرلی ګواښی که یې برخه ورنکړی په همدی برخلیک به اوړی .

«دلیک پای» دهغه محکوم او زندانی کېسه ده چې داعدام ترمخه دبل زندانی له لاری خپلی مور ته لیک استوی .

«ور که لار» له جګړی د د راتښتیدلی داسی یو افسر نکل دی چې میرمن یې په راکټ لګیدلی او دی اوس دخپلو کوچنیانو سره  له ښاره په تیښته دی خو دکرایې پیسی هم نلری .

کرګر د کورنی جګړی نورې ډیری خاطری او مشاهدی هم لری.چې څه یې په ځان تجربه کړی او څه یې اوریدلی او لیدلی دی .هغه مونږ نه یواځی ددی ناورین دقربانیانو له ترخو کېسو خبروی .او دده په څیر مو له  سترګولپی لپی اوښکې تویوی بلکه هغه زمونږ دمیړنی ولس دځینو استازو دحماسو او اتلولیو هنری انځورونه هم په مونږ وینی .

((هغه پانسی(په دار شو)) .دداسی یو سرتیری کېسه ده چې دبل ملګری سرتیری مرمۍغواړی ،او بیا په هغو مرمیو دوخت یو یرغلګر افسر وژنی ،او په ویاړ یې اعدام ته غاړه ږدی .

((یوه د راز خبره))هم دی ته ورته کېسه ده ،چې څنګه یو قومندان یو ډګروال په جګړه کې دخپل هغه سرتیری چې روسی افسریې وژنی ،غچ اخلی.

زه فکر کوم دافغانستان دجګړی داسی واقعیتونه به بل هیڅ لیکوال نه وی روایت کړی ،دداسی پیښو کېسه کول نه یواځی زمونږ دادبیاتو ددی اړخ دمطالعی لپاره اړین دی ،بلکه دهغو لپاره چې په افغانستان دروسانو دیرغل تاریخ لیکې ،هم خورا ګټور دی .دجګړی دوحشت دداسی انځورونو ترڅنګ دکرګر دجګړی سوریالیستیک او فلسفی روایتونه ډیر په زړه پوری او هنری دی .په دا ډول کېسو کې تاریخ،فلسفه او دلیکوال عواطف او احساسات غاړه غړۍ دی.او دده کېسو ته یې بیل رنګ او خوند ورکړی دی چې ما دکورنی جګړی داسی یو ترکېب دبل لیکوال په کېسو کې ډیر کم لیدلی دی :

حلاجی ،یوسیوری یو تصویر،له تورتمه روایت دی ،ګرځون،دښاره تیښته ،یادونه او نکلونه....

.... او ډیری نوری کېسی دکورنی جګړی د وحشت ،دهغه لوبغاړو اسبابو،او پدی جکړی د اغیز لرونکو عناصرو کامیاب تصویرونه دی .

((حلاجی )) داد ایدیا لوژۍ سمبول دی .ایدیالوژی ده چې څنګه خونړی انقلابونه او طوفانونه زیږوي او څنګه دکورنیو او نړیوالو جګړو اوربلوي.دا له تاریخ او سیاسته دلیکوال له درک او پوهی سرچېنه اخلی ،چې څنګه د اروپا نشنلیزم ،وروسته بلشویزم ،فاشیزم او صهونیزم په کورنیو او نړیوالوجګړوکې په زرګونه انسانان ووژل او څومره ودانۍ ونړیدې. 

لیکوال دنورو روښانفکرانو په څیر د ایدیا لوژۍ بستر په ښارونو کې ګوری .هغه په ښار کې مظاهری وینی ،دا او هغه سیاسی ایدیالوژیکې کتابونه لولی ،او په سیاسی مباحثو کې ګډون کوی او په همدغه ځایونو او وختونو کې له معینی ایډیالوژۍ سره اشنا کېږی او بیا دایدیا لوژۍ بری ته رسول خپل هدف  ټاکې،اوپه  تقدس او شوق یې بدلیږی .اوپرته له دی چې دهغی په ورانونکې او ویجاړونکې ماهیت یې سر خلاص شی ،دهغه پلی کېدو ته مټی رانغاړی، خو وروسته پوهیږی چې څه لویه خطا او تیروتنه یې کړیده او له نورو سره یو ځای یې پخپله ځان او نورو ته هیواد دوزخ ګرځولی دی:

....ماشین لویږی .پراخیږی.فکر کوم انسانان هم راکاږی .بازار هم رانغاړی .ښار هم راکاږی .

ودانۍ هم پکې د پیازو په څیر الوتیږی ،سرکونه هم راکاږی . غرونه هم ... او لکه چې زما ترپښو لاندی سرک هم ...ماهم راکاږی .

لیکوال دتاریخ او دخپلی کورنی جګړی تجارب ټول مخی ته ږدی اودخپلو نورو ملګرو په څیر دپردۍ ایډیالوژۍ په منلو ځانته دملامتیا ګوته نیسی او په خپله تیروتنه داسی اعتراف کوی :

... کاشکې می د غوښو دحلاجی په باب هیڅ فکر نه وای کړی او کاشکې می نه وای لیدلی ... کاشکې ..و..

(یوسیوری او یو تصویر) دکورنۍ جګړې دیو لوبغاړی ،دیو لوی پیژندل شوي قومندان تصویر دی .هغه چې داوږدې خونړۍ جګړې وروسته یې لښکرو کابل ښار فتحه کړی دی .خوښار له  وګړو خالی او تش دی .ودانی نړیدلی او لوټ شویدی .هغوی چې پاتی دی هم له ښاره په تیښته دی .د روغو ودانیو دنړیدو او لویدلو ویره هم په ځآی پاتی ده .او دښار دچور تالان نور غله هم لا په لار دی .خو داانسانی فاجعه ،دښار ویرجن حالت او انسانی ناورین په فاتح قومندان هیڅ اثر نه غورځوی .



 


 

 

هغه په زرکېنو سترګو دښار چوپتیا او سکون تماشا کوله ،ماتم او غم ته یې فکر نه کاوه ،نوموړی داسی احساس کاوه چې ګوندی عقاب دی ،شاهین دی، دښار په کنډوالو الوزی او ټول ښار دهغه مړي او  ارواګانی  دښار ټولې خځلې او خاشاک،لوړې او ژورې،دیوالونه، ستنی،ټول او ټول دهغه دقدرت او عظمت ننداره کوی.

فکریې کاوه چې هغه امپراطوردی، یو امیر دی، یو داسی قومندان دی چې په امر یې غرونه دځانه حرکت کوی او سیندونه دریږی.

په کېسه کې لیکوال لکه یو مورخ او فیلسوف په ډیر مهارت دتاریخ د تکرار خبره کوی او دتناسخ په فلسفه تمرکز کوی.

...دا مهال هغه ځآن یو فاتح ګاڼه ،یوسلطان،...او یاهغه امیر چې دهغه له داړی درویشت زره نه سوه پنځه نوی ورځی  دمخه دهمدی ښارپه څلور لاری کې خپه او په یوه دړه وځړیده خو دا وار دنوموړی خپه شوی امیر روح په معقوله(!) او پر حق ډول په سالم تن کې حلول کړی.

په کېسه کې بیا دسارتر وجودی فلسفې ته اشاره شوې چې څنګه یو انسان دخپلی لویۍ او برترۍ په وجه بل انسان ته دوزخ جوړی :

خو کله چې به دښار په کنډوالو ورسم شو او پری ګرځیده به نوبیا به یې دځان ځآنی ښامار په تن کې داسی ټوپونه وهل چې په هر سیوری دیوال په هره کنډواله ،په هر دوکان او پلورنځی،هره ودانۍ کې دیوپیاوړی اتل او نابغه اویو فاتح او یا داوسنی دوران دیو ناپیلون تصویر لیده.

داعبارات سړي ته دتنطیم واکۍ دلومړیو کلونو او دهغو لویو تصویرونو او شعارونو یاد تداعی کوی چې پری کښل شوی وو:

او تاسو له ناپیلون هم ستریاست ځکه تاسو هغو ته ماته ورکړیده چا چې هغه ته ماته ورکړه.

«ترهه په تنونو کې »د ټولنی سوریالیستیک تصویر دی چې درواغ او یو بل غولونه په کې خپل اوج ته رسیدلی وی او ریښتیا او سپیڅلتیا تری پوره کډه کړی وی او په یو بل نه باور ژوره ویره خپره کړی وی.

په «ګرځون» کې هم وګړی یو له بله په ویره کې دی او هرڅه تردې اندازې بی خونده او بدرنکه دی چې بیرته راګرځول کیږي.داپه ټولنه کې د چورتالان،درواغو،فساد،یودبل دتیرایستنې او دارزښتونو دبحران اوج ښايي.

((خاورې ،دوړې او ګردونه ))زموږدهیواد دتاریخ دیوې اوږدې غمیزې دپیل او تداوم بیان دی:

-         (سهار له خوبه په راپا څیدو سره باد خپلې څپیړې زما مخ ته هم ونیولې .دیخوا او اخوا یی وشړکولم ،مخ یی راته سور کړ. باد د یرغل او د مخ سوروالی د هیواد د ورانۍ او د اولس د تبا هۍ سمبولونه دی چې دا د سمبولونو په دقیق انتخاب کې د ده وړتیا او پوهه را ښا یی . د کیسې پا ی د روان ناورین تداوم او په کوټه کې د روای اسارت او بندیدل دده د اولس د بې وسۍ  او اسارت روایت کوي.

-         ((له ښاره تیښته ))کیسه هم زموږ د اولس د تراژیک برخلیک ننداره ده . دلته سپی د لویو قدرتونو سمبول دی چې هریو پخپل وار زموږ اولس لوټي او داړي. ددوی په یرغلونو له کورنو خوښي کډه کوي او ټول اولس او چآ پیریال د غم او ویر پر ټغر کښیني او که یو تللی بل لا هم پخپل موجودیت زموږ اولس په خوله کې نیولی او خپل غا ښونه پرې تیروي.

نا پا یه شیبه دده بله فلسفی کیسه ده چې د ژوند په فلسفه تمرکز لري . په دې کیسه کې هغه موټر د انسان او ژوند سره تشبیه کوی چې کله له کاره ولیږی ژوند پا ی مومي او لکه انسان چې له مرګه ورسته څه وخت د یادونو جوګه وی یو وخت داسې هم راشي چې د تل لپاره تیر او هیر شي .

((له تورتمه روایت دئ ))دده ددې ټولګې یوه بله په زړه پورې سوریالستیکه کیسه ده. دا د لیکوال د اولس او هیواد د تراژیدۍ او تیاره برخلیک فلسفی او اروایی روایت دئ. هلته چې اخلاق او ارزښتونه مسخ شوی او ټول وګړي او اوسیدونکی یی په رنځ اخته دي . د لته هر څه تیاره او پیکه ښکاري : آسمان ، ځمکه او ټوله فضا چې چې دده د حواسو هنداره جوړوي . د بیرون فضا دده درون هم نیولي ، دا په ټولنه کې د موجودوظعیت اغیز دی چې دده په روان یی کړي او همدا دده ذهن دی چې بیا ترې  ټولنه اغیزمنه کیږی. دواړه یو له بله اغیزمن او متا قبلې اړیکې یی محصول ګرځي.

زه درته دنن سهار کیسه کوم ، د همدا نن سهار کیسه هغه مهال چې ډیر وختي له کوره راووتلم ـ تورتم لا خپل ځای رڼا ته نه وو پريښی ان د تورتم په زړه کې د رڼا کومه څړیکه

هم نه وه لګیدلې.

دده د کیسې پیل او سرلیک د کاروان له ما ښا مه تر ما ښامه د شعر انځورد سړی ته مخته ورولي.

دی  په خپله کیسه کې د ۱۹۹۲کلونو کورنۍ جګړه چې تنظیمونو زموږ په اولس وتپله انځوروي. د چا راتګ چې ډیرو د سولې ، ثبا ت او خپلواکۍ سره تړلی وو خو دغو واکدارانو شپه او تیاره لا نوره هم وغزوله چې لا هم واکمنه او روانه ده. د تراژیدۍ اوج هلته دی کله چې نوی واکداران هدیرې چې د تاریخ سمبول دی هم بازار ته را وبا سي او د مړو په پلورلو بنا وشړي او دا جریان نه یوازې د ژوندیو بلکې د مړو حوصله هم سرته راولي او له زغمه یی ووځي.

-         له حاله ما ضي او له یوه مکا ني حا لت بل ته تګ  او ستنیدل د کرګر د کیسو بله ځا نګړنه ده چې زما له نظره په پښتو کیسه کې  دده په پرتله بل چانه ده تجربه کړې . دده هره ستنیدنه دده دژور درد ،آرمان او نهیلیو غبرګون او ناره جوړوي. لکه دده په لومړۍ کیسه :زما د کلي له آسما نه لیرې، کې  چې لومړی د وطن او کلي تصویر کاږي او بیا په خپل لیری والي څنګه افسوس کوي:

-         خو زه چې له اوږد ه مزله وروسته سرې ترافيکي اشارې ته دريږم ۔ پلي لاروي دپاخه سړک له يو لورې بل ته اوړي ۔کوچنې ماشوم سترگي را اړوي هغه يې مور  له لاسه نيولي  اوماته دخدای پامانۍ لاس خوځوی ۔اودماشوم دلاس په خوځيدو مې  دکلي  ياد ،لويدلي سپوږمۍ ،نوي ځليدونکي ستوري اوداوبو پارچا و له ذهنه الوزي اوخپله لاره نيسم ۔خواوشا ته گورم  خپلو کاليو ته گورم ۔دموټرو بيروبار سړک ته گورم . پوهيږم چې د خپل کلې له اسمانه ډېر ليرې  يم  .

((یادونه او نکلونه))چې له پښتو فلکوریکو کیسوسرچینه اخلي حال له ما ضي سره تړي. په دې جادويي کیسه کې زمان متحرک دی او دپیښو له جغرافیی موقیعتونوسره شاته او مخکې ځي.خو دا مخکې او شاته تګ دلیکوال تصادفي غوراوی نه دی بلکې دپیښوله تړون سره په یوه وخت کې ،دهغو وختونو او دنن د اتلانود ورته برخلیک دبیا بیا تکراریدو ننداره راباندې ګوري. داننداره په یوه بله بڼه دتاریخ د تکرار له فلسفې خړوبیږي:

(دا موده دڅو ورځواو څو ساعتونو څه چې د څو شیبو په څیر تیره شوه. زموږ دنسل توربریت او تور ویښتان په کې سپین شول چې شاته مخ اړونو اوس یوه پراخه هدیره پرته ده.....اوس زموږ همزولي نجونې دویالې په سر د لمر خاته په لوراوربل نه ږمنځوي. دا ځکه چې وايي: کونډې با ید سینګار ونه کړي.)

که څه هم اوس دکیسې دا افسانوی اتلان وجود نه لري او نه هغه پیښې خو لیکوال لکه یو جادوګرپه اوس کې او په روانه تراژیدۍ کې موږ ته بیرته هماغه کرکترونه له سره راژوندي کوي او له موږ سره ېې مخامخوي چې دزړه خواله ورسره وکړو.او دا ځکه چې موږ له ما ضي هیڅکله نشو بیلیدلی:

(له دروازې څخه په وتلو سره دمومن خان مور داوداسه دکوزې یوه ډکه کوزه اوبه دهغه پسې وشیندلې اوبیا ېې د جوارو سوکړک ورپسې ټولکړ. دکابل نه واوښتاو دشمال په لار د جنګل باغ په سیمه کې څو تنو ټوبک والاو ودرولو. په بډه ېې څلرو سپینې روپۍ وې. ترې راویي ویستلې او ترې وایی خیستلې.

خو چې کله تا شقرغان ته ورسید نو یو پهلوان پخپله ولاړوو. جیبونه ېې ورته وپلټل. یوازې یوه سړه چنډه سوکړک ورسره و. له هغې ېې هم نیمایی لا له مخه د اوبو او ایلني سره خوړلې وو. پهلوان په

مرګ وواهه.... یوازې دومره ېې ورته وویل: په دې لار بیا بې پیسو رانشې.)

 کیسه دلته نه یوازې دتاریخ د اتلانو او حماسو خبره تکراروی . په کیسه کې موجود اتلان په سمبولونو اوړي او ځانته یو کلی واقیعت غوره کوی. هیواد ،خپلواکي ، یرغلګر، هیواد پلورنکی ،مامله کونکي ...دې ته ورته مفاهیم دکرکترونوپه څیروکې راڅرګندیږي:

(....دلۍ ورته په موسکوشونډو وویل: مه خفه کیږه که زه چا نه وای تړلی نو ستا له سره به ټکری نه و لویدلی.

شهۍ ویل ستا ژوند مې په کار دی.

دلی وویل: مه خفه کیږه زما مور ډیر آرموني زیږولی دي ولد ېې زما دپلارکښلی خو خدای خبر د چا اولاددی. تا به هم کوم چاته په نکاح کړي.

شهۍ وویل : سودا مه کوه .

هغه وویل: زه پوهیږم که زه ژوندی نه وم ستا سوداګرپلاربه تا په کوم حرامي وپلوري.

هغې ویل زه هم په دې خفه یم خو داېې ورسره زیاته کړه چې د موزیانو په کولمو به هم که خدای کول اوبه تودې نه شي.

دتاریخ دمشهوروڅیرواو پیښوهنری انځورد معاصرو ادبیاتو او هنر دنوروبرخوځلانده با ب جوړوي. خو تاریخ چې وګړي ېې د خوند او درس دواړولپاره په مینه لولي،کیسه کول خورا ګران کار دی. ځکه که څوک غواړي تاریخ کیسه ،په زړه پورې ،هنري او خیالي کړي هرومروبه د ځنو داسې خبرواو پیښوجوړول ورسره تړي چې تاریخي واقیعیت به ېې څه پوښتنې او شکونه راولاړوي. همدغه حقیقت دی چې نن د ترکیې نا متو سریال (( د سلطان حرم ))،د الیور استون ((مقدونی سکندر)) او د ګیبسن ((دمیسح عذابونه ))فلمونه د ګڼو نیوکو او پوښتنو لاندې راغلي دي. او ديری وختونه ېې لوی جنجالونه زیږولي دي. لیکوال دا واقیعت په پام کې نیولی او د تاریخي  پيښو او تاریخي څیرو په کیسه کولو کې تر ډیرې اندازې هڅه کړې چې د کیسې د اتل اود پيښې تاریخي واقیعت د پوښتنې او شک لاندې رانه ولي.

دکرګر د تاریخ هنري کول ساده ریالیستیک تصویر نه دی بلکې هغه پخپل تخيل او انځور لوستونکی په ژورفکرکې بیایی. دده دهرې تاریخي کیسې تر شاه یو لوی تاریخی درس او فلسفه موجوده ده. لکه ((د زمانو سندره)) کې چې یولوي امپراتورد یوساده ملنګ د منطق تراغیزلاندې راځي او مغلوبیږي:

(دانړۍ په یوه شیبه اندیښنه نه ارزي

زما د ملنګۍ کالي په میو وپلوره چې له دې زیات ارزښت نه لري.

امیرورنږدې شو،ترې وې پوښتل :

نوم دې څه دی؟

ځواب ېې ورکړ؟

ـدولت

امیرمسته خندا وکړه. د هغه دخندا څپې په ټوله دښته کې پلنې شوې . د وختونو په سینه کې ېې د خپلو لښکرو په څیرلار پیداکړه. بیا ېې خپله خبره غبرګه کړه:

ـ دولت نو ړوند دی؟

ـ که ړوند نه وای نو یو ګوډ به ېې نه خاوند کیده.

امیر تیمور د زرو سکه د ړانده ربابي په رباب کیښوده ، پرهغه رباب چې امپراتور ېې ایل کړ. هغه امپراتور چې ملکونه ېې د آسونو دپښولاندې کول. هغه دبوډا درناوی وکړ. د بوډاربابي ترمخ ېې ځان کمزوری ولید او خواشینی ستون شو:

په ((بې کچکوله ګدا)) کې هم دداسې یوه عارف او صوفي کیسه راغلې چې د اکبر پاچا له امره سرغړونه او تمردکوي او په خپل بغاوت مرګ ته هرکلی وای.دا کیسه او د صوفی تمرد له دې عقیدې خړوبیږي چې ريښتینی مینه او تقوا هیڅ زور او قدرت ته نشي مغلوبولی او د هغې خاوند هیڅ زورور نشی ماتولی.

په (( امیر او برهمن )) کې ګوډ تیمور بیا له یو برهمن سره مخا مخ دی او د ړانده ربابی په څیرېې د هغه یوه خبره په منځ دوه ځایه اره کوي:

(.....دبرهمن خبرو دیوتناو یوې هستۍ په څیر د هغه په تن او روان راج چلولو. د امیر دتن ذره دره ېې ژور فکرکولو ته راوبلله .........په هماغه شپه امیر دوه تنه شو.

امیر د ملکونوفاتح دتاجونو ما لک ،دتختونو صا حب یو وار بیا د خپل ویشل شوي تن او شخصیت سره د سمرقند په لور راستون شو.......پریکړه ېې وکړه چې د خپل قبر کلنګ پخپله پر ځمکه ووهي.او څنګ ته ېې جا مع جومات جوړ کړي.

په دې کیسو کې ملنګان لکه لوی فیلسوفان راڅرګندیږي او لوی ټولواکان او امپراتوران په ګونډوکوي او ځان او جهان ته په لیدلو ېې په زورو فکرونوکې ډوبوي.

((جهان ارابیګم))دداسې یوې شهزادګۍ د سوزونکې مینې داستان دی چې په خپل نوکر اوسپاهی زړه با یلی او د هغه د مینې لپاره لوړې بیې د ژوند جوارۍ ته چمتو کیږي. کیسه له دې فکر او عقبدی الهام اخلي چې مینه د زور او زرتابع نه ده.

کرګرداسې نورې ډیرې کیسې لکه :ما ته دحسنک کیسه وکړه،اهریمن د ورځې هم لیدل کیږي،

تړلې مټې ،سورسات...هم لری. فکر کوم د دده په لږوداستانی ټولګو کې به تاریخی کیسه نه وی راغلي .

دده هره ټولګه خامخا دوه درې داسې کیسې لری چې له تاریخ سره تړلي وي. په دې ډول هغه غواړي له دې پيښو او تاریخه خپله اخیستنه له موږ سره هم شریکه کړي.

په پښتو لنډه کیسه کې به دده هومره هیچا تاریخ نه وی کیسه کړی. هغه که سده د تاریخي پیښو په بڼه او که د روان ناورین د فلسفی اڼځورونو په بڼه او یا هم دتاریخ دعام بیان په تصویرولو لکه دده : سینده ځه سینده بهیږه ، او یا زه همزولی د زمان ته سنګر دژوبلورو.

کلی ،کلیوال مناسبات او دکلیوال ژوندانه د ادارې کودونه چې په پښتنې نرخونو کې ېې انعکاس پروت دی د کرګر دکیسو بله خو غښتلې برخه ده. هغه که موږ ته کلی راپیژني ددې توان لري چې موږ کټ مټ هغه ته ورولي .په هوجرو او دیرو کې مو کینوي ، پیتاوی ته مو په لمر ډډې تودې کړي. شنه فصلونه راباندې وویني. د چنارونو لاندې رابادندې د مرغانو اوازونه او نغمې واوري. دسیندونواو ویالو د اوبو شور او زوږ ننداره راباندې وګوري او پخپلو تصویرونوزموږ دکلي تصویر بیرته زموږ په یاد او زهن کې راژوندی کړي لکه دده د((مینه او خیالونه )) د کیسې دا برخه:

-         ... خو لاروی  په خپلو سوچونو اوانديښنو کې له لوی ورخ نه ټوپ کوي ۔ دانځرانو دونو لښتې په لاس کې نيسي ۔ دخپل مخ نه يې بچ کوي ۔ اوپه پنډه پوله روانيږي ۔ په چابکو گامونو دمخامخ کلا ددوه پوړ بام پر سر ديوه سره کميس خاونده پيغله بړستن پر سر را بر سيره کيږي ۔ بام ته راخيژي ۔ هلته دقبلې په لور  لمر سترگه په وريځو کې خپل مخ پټوي  دوريځو رنگ سور اوړي ۔ دکميس رنگ دوريځو له رنگ سره يو کيږي ۔ دلمر سترگه لږ ځان را ښکاره کړي اوکله هم پټه شي  پيغله اخوا دې خوا وگوري ۔ بړستن په کټ کې واچوي بيرته مخ واړوي اوله بام نه په کوزيدو شي ۔ لمر سترگه هم په وريځو کې غوپه شي  اوپه ورکيدو شي ۔ خو دسره کميس خاونده له سترگو پناه شي  دلمر سترگه هم په وريځو کې پټه شي  دورځي دمازديگر مهال وروستۍ شيبې دي ۔

-         او یا هم دده په ( د ارواحو په دهلیزونو کې) دننه خټینه کلا چې کټ مټ موږ هر یو ته خپل کلیوال کور او په هغه کې دننه د انسا نانو او څارویو د ژوند او مکان انځور مخې ته دروي:

-         دتورتم کوټې په مخ کې دالان لکه يو لوی څپر داسې ولاړ وو ۔ کږو وږو لرگو چت ته شاه کړې وه ،اسمان يې  له سترگو پناه کړې و ۔ دبشونو اوډاگو ترمنځ ښه غټه اوپراخه واټن موجود وو ۔ دقلبې کرکيلي ښايسته زيات وسايل په هغو کې ځاييدل ۔ بش ته ولاړه  ستنه کې دوه پيړ پيړ ميخونه وهل شوي دي ۔دستنې په يو پيړ اوزنگ وهلي ميخ کې به هر وخت يو زوړ ميراثي ټوپک چي خاوند ته يې له پلاره پاتې وو اوپه همدې ټوپک يې مشر زوې دخپل پلارکسات اخيستی وو ،ځوړند وو ۔  دا اوږود اودتيرو زمانو اوکلونو تير داستان مړي  ته دناستې ميرمنې په ذهن کې گرځي ۔ دهغې مرگ ورته ان له اوله تر اوسه پورې  داوږده سفر په څو شيبو کې ترسره کيږي ۔ اوبيا دهمدې پيښې نه وروسته دکوټې ددالان پر سر يولوی درب دهغې ذهن بلې خواته اړوي ۔

-          کرګر نه یوازې کلیوالي انځور په خورا دقت کاږي بلکې کټ مټ  دې هما غه ځای او هما غه وخت ته بیا یی او د کلیوال ژوندانه هیر یادونه دې بیا په زړه دروروي ، کله کله یی نثر شا عرانه او خورا ډیر هنری شي . لکه زما د کلی له آسما نه لیرې کیسه کې دده دا شا عرانه تصویر :

-         دکلا له لويې دروازې بهر له يوې څنډې مې داسمان په مورگو چې زما دکلي دغره په څوکو يې رکوع کړې ده ، سترگې گنډم۔ دماښام سپوږمۍ دسرو وريځوله پاسه يا په بله ژبه دبوډۍ دتناره له پاسه کښته گوري ۔ ددوبي دماښام توده وږمه دراپورته شويو اوتسکوره شويو جوارو په څڼو باندې خپله  له نازه ډک  لاس راکاږي ۔دويالي اوبه په شړک بهيږي له جگ پارچاوه لاندې را لويږي اواز اوموزيک جوړوي ۔ ته به وايي چې سندره وايي ۔ اوبيا کښته درومي ۔ دکيرړيو اونورو خځنده وو اواز دپارچاو له اواز سره ورگډيږي، سمفوني يې نور هم خوند پيدا کوي ۔ 

-         د کلیوالي تصویر ترڅنګ لیکوال د ښار آو د اروپا یی ژوند او کلتور په انځورولو کې هم ځا نګړی مهارت لري. لکه د مینه او خیالونه په کیسه کې دا انځور:

-         دترن ستيشن له خلکو ډک وو۔ گڼه گوڼه بيخي زياته وه ۔ خلک اولاروي اوتر اوتر له يوې خوا بلې خوا ته ځغلیدل ۔ په ستيشن کې ډېر  شور ماشور وو ۔ جوړ محشروو۔ خو دخلکو دلارو نه گوښې  دوه تنه ځوانان  په سپين ميدان ولاړ ول ۔ يوه نجلی اوهلک وو  دواړه دشلو اوپنځه ويشتو کلونومالوميدل ۔نجلۍډېره ښکلې وه،هلک هم بد نه وو ۔ دزلميتوب په مستيو کې غرق وو ۔ يو دبل په شونډو  يې شونډې ايښې وي ۔ نجلۍ چې اوږدې زلفې يې نيمايي ملا ته رسيدلې  نوره هم جذابه اوښکلې بريښيده کله به يې مخ دخلکو مخ ته را ستون  اوکله به يې شاه شوه ۔ دمچکو په توده جگړه کې ترې لاسې بکس په ځمکه ولويده ۔ خو دهغې پروا يې ونه کړه ۔  هلک ورپسې کړوپ شو هغه يې را پورته کړ۔  دنجلۍ په ولي کې يې واچاوه اوبيا په هماغه شان بوخت شول ۔

-          له حاله ما ضي او له یوه مکا ني حا لت بل ته تګ  او ستنیدل د کرګر د کیسو بله ځا نګړنه ده چې زما له نظره په پښتو کیسه کې  دده په پرتله بل چانه ده تجربه کړې . دده هره ستنیدنه دده دژور درد ،آرمان او نهیلیو غبرګون او ناره جوړوي. لکه دده په لومړۍ کیسه :زما د کلي له آسما نه لیرې، کې  چې لومړی د وطن او کلي تصویر کاږي او بیا په خپل لیری والي څنګه افسوس کوي:

-         خو زه چې له اوږد ه مزله وروسته سرې ترافيکي اشارې ته دريږم ۔ پلي لاروي دپاخه سړک له يو لورې بل ته اوړي ۔کوچنې ماشوم سترگي را اړوي هغه يې مور  له لاسه نيولي  اوماته دخدای پامانۍ لاس خوځوی ۔اودماشوم دلاس په خوځيدو مې  دکلي  ياد ،لويدلي سپوږمۍ ،نوي ځليدونکي ستوري اوداوبو پارچا و له ذهنه الوزي اوخپله لاره نيسم ۔خواوشا ته گورم  خپلو کاليو ته گورم ۔دموټرو بيروبار سړک ته گورم . پوهيږم چې د خپل کلې له اسمانه ډېر ليرې  يم  .

-         کرګرنه یوازې دکلي د طبیعي اومکاني انځورونوماهر انځورګردی اودده دکوچنیوالی او ځوانۍ د وخت د پښتني کورنیو د غربت او بدمرغه ژوندښه حال بیانوي بلکې ګڼې کیسې ېې د کلیوالي مناسباتو اونرخونو(:بدل ،تربګني،پیغور،تربور،بدی، جرګه، مرکه، فرار،شرم.........)صفا هنداره هم ده. لکه دده دا کیسې: پورمې کړ،ټوپک،دارواحوپه دهلیزونوکې،دژوندپاڼه،سپکاوی،له نښتې وروسته،سرې منګولې، دشوتلوبوی،دڅیړیو په ځنګله کې.....

-         په دې هره کیسه کې لیکوال په څرګندډول پښتني نرخونه راپيژني او ددغو مناسباتو په معرفۍ دپښتانه دتراژیدۍ داستان راوروي چې هم حیرانونکی او هم زړه بوږنونکی دی.

-         په (پورمې پرې کړ) کې لیکوال داسې یو څوک کیسه کوي چې پلار ېې په کوچنیوالی کې څوک وژني خو چې کله ژڼی او ځوان شي لومړی کار ېې د پلار بدل او د قاتل وژنه وګرځي. دا کیسه دپښتې نرخ یوه ښه معرفي ده او راښايي چې د غچ اور په پښتنې ټولنه کې څومره توداوسړول ېې څومره فرض او وجیبه ده.

د((دارواحوپه دهلیزنوکې)) کې هم د ددوو کورنیو د اوږدې د ښمنۍ اوتربګنۍ او په غرونو او رغونو کې د غیبیدو او ورکیدو دعذاب تریخ داستان دی. اوداحال راکوي چې په پښتنې چا پیریال او ټولنه کې ددښمنۍ پالل بدیدارته څومره له عذابه دروند پیټی غاړې ته اچوي. ددوو بنوموجودیت په دې کیسه کې ددې کیسې بله په زړه پورې برخه ده. دا زموږ په ټولنه کې دښځې د بدمرغیو یو ښه انځور راکوي.

-         ((سرې منګولې)) په افغاني ټولنه او په ټوله کې دسندرغاړی په ځانګړې توګه د ښځې د سندرغاړې کیدلو اغزنه لار راښايي.

-         ((د څیړیو په ځنګله کې ))هم د هغه چا  غمیزه وینوچې بدۍ او تربګنۍ ېې ځواني وړې او اوس ېې چې تور ویښتان سپین دی لا هم ددښمن له ویرې له مودو وروسته له غرونو په تور شپه کې کورته د خپلې کورنۍ لیدوته په ویره او غلا راځي:

-         (دکنډوسرته د هغه په راختوسره سم ېې دا ټپه تر غوږو شوه چې په جګ آواز ېې وویل:

-         په غم پیدا په غم کې لوی شوم

-         ورکوټې مړوای چې مې نه لیدای غمونه

-         په ((سپکاوی))کې لیکوال ددوو مینانو د مینې کلاسیک داستان بیانوي چې بیه ېې دواړو ته ددوي په بې رحمانه وژنه پریوزي . تردې چې کلونه وروسته ېې هم د قاتل په وړاندې سندرغاړی دسوزنده او سپیڅلې مینې له سندرې هم په زور راګرځول کیږي.

-         دا او دې ته ورته ډیرې کیسې په یوه نه یوه بڼه دپښتنې ټولنې ځانګړي منا سبات او وراسته ارزښتونه بیانوي. په دې برخه کې هم لیکوال له ډیرو وړاندې او کامیاب ګڼل کیږي. زما په اند دده دا ډول کیسې د ټولنیزتاریخ او پښتني ټولنې د پیژندنې یوه ښه سرچینه او ما خذ ګرځیدای شي. دا سې کیسې نه یوازې د کیسه ایز ژانر د مینه والو هنری تنده ما توي .دهغوی لپاره هم ښه مواد په لاس ورکوي چې له تاریخ او اتنوګرافۍ سره سروکار لري.

-         دکرګرکیسې پخپله دی دی .دده کلی دی، پښتني نرخونه او د هغې قربانیان دي. دی هم یو له هغو دی چې په تنکۍ ځوانۍ کې ېې  په یوه دښمنۍ کې پلار په شهادت رسیدلی دی. دده احسا سات او عواطف دی. دژوند او پيښو په وړاندې دده غبرګون او فلسفه ده. په یوه نه یوه بڼه دده دژوند د لوړو ژوروهنري پيژندلیک دی. دده دعلاقې وړفکرونه او فلسفه ده. دده دسیاسي ژوند یوه ګوښه او دده دکړاوه ډک ژوند یوه تا بلو ده.

-         په دې کیسو کې کلی دی. ښار دي .خپل هیواد ېې دي. کلیواله او بازاري مینه ده.تاریخ دی . زموږ دروانې غمیزې او دهغو د لوبغاړو ننداره ده. دا کیسې که دیرغل کیسې کوي نو دمیړنو او اتلانو حماسې ېې هم ملې دي. د بیلو کلتوري ارزښتونو بیا ن هم دي.                                                                  

لنډه دا چې په دې کیسو کې په یونه یوه بڼه کرګر لکه یو ښوونکی ،لکه یو فیلسوف او لکه یو انځورګرراڅرګندیږي. او موږ ته نه یوازې زموږ د هیواد او اولس د درد ،ماتې ،بری هیلې او ناامیدۍ کیسې روایتوي بلکې موږ ته پخپلو کیسو کې لوي درسونه هم راکوي اولکه یو فیلسوف او متفکر مو د ژوند په با ب فکر کولو ته رابولي :

قلم ېې تا ند او د تخلیق چینه ېې خوټیدلې

لندن ـــ انګلستان

د۲۰۱۸میلادی کال د سپتمبراتمه  

+

* پورتنی مطلب په اصلی بڼه او بی له املایی سمون خپور شوی دی