04.10.2018

م۔الف کرګر

پانته ييزم، وحدت وجود او هندې فلسفه

الف: پانته ييزم (وحدت وجود)

هند يو هغه لرغونی مدنيت دى چې وحدت وجودي افکار په کې له ډېرو پخوا زمانو موجود و. له بلې خوا يې د پانته ييزم اصلي ټاټوبى بولي. ځينې څېړونکي وايي چې په ختيځ کې ډېر فلسفي پانته ييزم هندې متفکرانو ايجاد کړى دى.

همدارنگه په هند کې د وحدت الوجود په باب دوه بېلابېل اظهارات مطرح دي چې يو ايجابي تقرير او بل سلبي تقرير بولي.

»د ايجابي تقرير مانا دا ده چې خداى ټول هغه څه دي چې دي. له خدايه پرته د قدرت بله منبع نشته. موږ او د جهان نور موجودات يوازې د هغه ظهور پړاوونه يو او هېڅ آني موجود له هغه جلا نه دى. خداى او جهان بايد يو وبولو.« (۱: ۱۲۲)

د حسين زرين کوب په نظر: د هر دين په چاپيريال کې عرفان هم د هماغه دين رنګ لري. لکه چې د هند عرفان د هندوانو د اديانو په څېر تل په دې فکر کې دې چې انسان څرنګه کولي شي خپل جزيي او محدود تن په کل وجود کې فاني کړي او له دې روبنا څخه لکه هندي اديان .چې د معرفت، رياضت او فنا په مفکوره ولاړ دي.

هندي عرفان چې د «يوګا» په نوم هم تعبيرېږي. د برهمنانو فلسفه او په حقيقت کې يو ډول هندي اشرافي خصلته تعقل دى. د دې افکارو عمده مخزن د اوپانيشادونو عمده ټولګه ده يا د ودانتا حکمت دى. برهما چې د ټول عالم مبدا ده د هر څه او د کايناتو اصل او حقيقت دى، لکه څنګه چې د سمندر ځګ او د سمندر څپه له سمندر سره هېڅ توپير نه لري نو د جهان او برهما تر منځ هم هېڅ توپير نشته(۲: ۱۷).

د اوپانيشادونو په سوتاسواتارا کې راغلي دي: «ته هماغه اور يې، ته هماغه لمر يې، ته هماغه هوايي، ته هماغه اسمان يې، ته هماغه له ستورو ډک څرخ يې، ته هماغه د ټول جهان اوبه يې، ته اى د ټولو هستونکيه! ته مېرمن يې ته مېړه يې، ته هماغه مېړنی يې، ته پېغله يې، ته يې چې څېره دې هر ځاى شته، ته هماغه تور رنگه پتنگ يې. ته هما غه د شنو وزرو او سرو سترگو طوطي يې، ته هماغه تالنده او برېښنا يي، څلور فصلونه، دريابونه، نه پيل کېدل ستا له زمان نه ليرې او له مکان نه ليرې.» (۱:۱۱ ۱۲۳)

دويم تقرير د وحدت وجود سلبي تقرير دى· د دې نظريي له مخې له خدايه پرته هر څه پناه کېدوني دي. نړۍ په ټوله تنوع او کثرت کې له خيال او توهم پرته بل څه نه دي.

دا حکمىت دوه بنسټونه لري: برهمن او آتمن (نفس). د هندو توحيد انگېرني له مخې په ډېر افراطي بڼه کې لکه څنگه چې شانکارا يې بيانوي، د هر انسان نفس د برهمن سره يو دى او د شيانو محسوس جهان د خيال (مايا) په توگه کثرت وربخښي. په اوپانيشادونو کې لولو: نفس هماغه برهمن دى... هغه نفس چې په ټولو شيانو کې يې حلول کړى دى، هماغه برهمن دى... هغه چى په نفس کې له تا سره ساه باسي، ستا نفس دى چې په ټولو شيانو کې حرکت لري... د ځمکې پر مخ هېڅ کثرت نشته. هغه څوک چې د دې جهان په ظاهري کثرت کې بند شي، په هلاک کې هلاک دى. يوازې بايد د يو «وحدت په نوم» هغه ابدي وجود چې غير قابل ظهور دى يوه.

د خيال قوه دا ټول جهان چې له برهمن نه تجلي کوي او په خيال سره يو په بل کې محدود وي اوس بايد پوه شو چې عالم خيال دى او قادر خداى د خيال جوړوونکي دى.» (۱: ۱۲۳)

پورتني نړۍ ليد او يا د افکارو او تاملاتو ټولګه يوازې په هندي قلمرو کې پاتي نه شوه ؛ بلکي نوره هم پراخه شوه. شاوخوا فرهنګونو او مدنيتونو کې جذب شوه . افغانستان يا لرغوني اريانا چې له هندي فرهنګ سره يې د فرهنګي او مدنيتي جلا والي په باب هېڅ دليل نشته، په قوي توګه نفوذ او اغېز لري . هندي طرز فکر او يا د پانته ييزم په څېر داسې افکار زموږ د فرهنګ هم جز ګرځېدلي دي.

په مسلمانو صوفيانو باندې د هندې افکارو اغېز ډېر ځله ويل شوى دى. يو شمېر کسانو هڅه کړې چې د بايزيد بسطامي افکار په هندي افکارو او ودانتا سره رابطه ورکړي. يوې ډلې هڅه کړې د حلاج اناالحق د ودانتا گرايانو د تعاليمو سره مربوط وگڼي.

يو شمېر جغرافيايي قرابت د ايران د شرقي سيمو يعنې افغانستان او ماراءلنهر له هند سره د اوليه صوفيانو په افکارو او د هند د مرتاضانو اغېز بولي، خو هماغه ډول چې ځينې څېړونکي يادونه کوي:

«په دې دوران کې لع هندوييزم سره د مسلمانانو مخامخ کېدل او تماس د يو ناڅيزه دين په عنوان ناڅيزه او داغماض وړ وو.» (۱: ۱۲۵)

خو د مسالي د لا روښانتيا لپاره اړه ده چې لږ و ډېر په ويدانتا متمرکز شو.

ب: ويدانت

لکه چې دمخه مو ورته اشاره وکړه، د هند لرغونى مدنيت په نړۍ کې له هره پلوه بې سارى دى. له فکري او فلسفي پلوه هندي متفکر د زياتو مسايلو ځواب ويونکي وو. دا ساده نه ده او نه وه چې د امريکا ستر مورخ او فيلسوف ويل دورانت خپل يو اثر د «هند د تمدن زانګو» په نوم يادوي. مشهور ارواپوه کارل ګوستاويونګ او همدارنګه مشهور اسطوره پېژندونکي مير چا الياده هم په هندوستان کې په څېړنو تکيه کوي. يو هغه فلسفي تفکر چې په نړيواله سطحه د متفکرينو د پام وړ و او دى هغه د ويدانتا هغه ده.

ويدانت څه ته وايي؟ ويدانت د وروستي په مانا يا د بيد په مقصد (ويد) دى او د اوپانيشادونو د تعليماتو د ځينو برخو پر اساس د وحدت وجود په باره کې بحث کوي. دا ښوونځی هڅه کوي ثابته کړي چې د اوپانيشادونو ټول عبارات که سم تفسير اوتاويل شي ټول د وحدت وجود يو اصل توجيه کوي. دا مکتب د هند د فلسفي شپږ گونو ښونځيو څخه يو مهم هغه دى.

٬٬سوترهاى ويدانت Badaayana Vedant Sutras په نوم يو شخص ته منسوب دى؛ هغه خپل تاليفات په دوه علمي برخو چې د گيا کند (Janana-Kanda) او عملي کرم کند (Karam -Kanda) باندې وېشي او دا په ډاګه کوي چې د ويدانت فلسفي مکتب په هر يو کې خپل دوه ډوله يعني پوروا ميمانسا او اوتر ميمانسا يا ويدانت سره د هند له مذهب سره نژدي اړيکي لري. «ن: ۸۱»

همدارنګه په اوپانيشادونو يا سر اکبر کې په دې باب پوره تفصيل موجود دى:

«پورا ميمانسا - چې په خپله برخه کې شرح شوى-  د کرم کانده (Karamkanda) يا په بيدونو کې ټاکلي تکاليفو او دندو په باب بحث کوي او ترميمانسا (Uttara Mimansa) چې په خاص ډول ويدانت Vedanta بلل کېږي او د هغه بنسټ اېښودونکى باداراين (Badarayana) و چې د ۵۰۰ نه تر ۲۰۰ کاله له ميلاد نه تر مخه يې ژوند کاوه. دا مکتب په اوپانيشادونو کې مذهبي او فلسفي مطالب تفسير او تحليلوي او د هغو پيروي کوي. په واقعيت کې دا دواړه ښوونځي يو له بله د بيدونو د الهى کلام منظم بحث دى؛ د ويدانت سوترا(Vedanta Sutra) د ويدانت په باره کې يا د بيد ونو غايي هدف دى. دا کتاب (برهم سوترا (Brahma Sutra) بولي دا ځکه چې د برهمني آيين په باب کښل شوى دى له بلې خوا په دې کتاب کې د غير مقيد مطلق روح په باب بحث کوي، نو شاريک سوترا (Sariraka Sutra) يې هم بولي. په ۵۰۵ د دې کتاب سوترا کې هڅه شوې ده چې د اوپانيشادونو تعليمات تنظيم کړي. خو دا سترايان چې هر يو يې غالبا د دوو درې کليمو نه ترکيب دى چې له تفسير او شرح پرته د پوهيدنې وړ نه دى، له دې امله مختلفو مفسرينو د خپل درک او عقيدې له مخې سنجولى او هغه ېى تاويل او تفسير کړى دى.» (۸۲)

د يادو سوترا يانو مشهور مفسران عبارت دي له: شنکر Sankara  ـ رامانوج Ramanuja- مدهوا Madhuva

البته موږ دلته دا بحث نه اوږدوو يوازې د شنکر اچار په نظرياتو غور کوو.

ج: شنکر اچار

چې په شنکر اچار مشهور دى، داراشکوه هم په سر اکبر کې د «مندک اوپانيشاد» د ژباړې په لړ کې د هغه يادونه کوي، د ويدانت د ښوونځي ستر ښوونکى او متفکر ګڼل شوى دى. نوموړي په پانته ييزم ټينګه عقيده درلوده او د ثنويت سخت مخالف و.

شنکر اچار له ۷۸۸ نه تر ۸۲۰ ميلادي کال تر حدودو پورې ژوندى و. د هغه عقايد د «گود پادکاريکا Gaudapada Karika) په نوم چې د اوپانيشاد د مندک په باب يې ليکلي؛ روښانه کېږي. شنکر اچار د خلاقه فکر لرونکى وو او داسى وايي چې يوازې يې د بيدونو (Vedanta) مطالب تشريح کړي دي. په هغه سريزه کې چې په ويدانت سوترا ليکل شوي ده پوښتنه کوي چې ايا د تجربو او ازمايښت په دونيا کې داسې څه شته چې وکړاى شو هغه اصل بنسټ وبولو؟

هغه د همدې پوښتني ځواب په دې ډول ورکوي او وايي:

کېداى شي زموږ حواس موږ تېر باسي، دا ځکه چې حافظه جايز الخطا ده، د نړۍ صور يا اشکال کېداى شي د وهم او خيال پرته بل څه نه وي او د علم موضوع امکان لري چې د شک او ترديد سبب شي، خو پخپله ترديد کوونکي د ترديد وړ نه دى. د علم د حصول ټول وسايل يوازې د شخصي تجربو پورې اړه لري او څرنگه چې داسې تجربه پخپله يو دليل دى نو د شخصي وجود لپاره دليل نه پاتي کېږي او دا مساله د اثبات وړ نه ده. دا ځکه چې هغه پخپله د ټولو ثبوتونو بنسټ او تهداب دى. شنکر ټينګار او استدلال کوي چې شخص په خپل شخصيت سره ثابت دى او د ټولو غير سره که جسمي دي او که فکري توپير لري، دا ځکه چې مدرک له مستدرک څخه جلا او پردى دى.

هغه په ځان کې او د ځان لپاره موجود دى. هغه د ادراک قوه يا نه ويشل کيدونکي شعور دى او ان هغه وخت چې بدن په خاورو بدل شي او دفاع فاني شي، له بدن پرته باقي پاتي کېږي. شخص (آتمن) وجود، علم او سرور دى، کيهاني او لايتناهي دى. مادي عالم خپلواک نه دى دا ځکه چې د تغيير په حال کې دى، خو يوازې د فکر اوخيال زېږنده نه دى. موږ په شيانو پوهېږو خو د هغو اشکال نه اختراع کوو، په هماغه اندازه چې فرد د واقعيت مدرک لري نو مستدرک عالم هم واقعيت لري.

شنکر اچارج د بودايي ايدياليستانو (خيال پرستو) عقيدو ته چې باور لري چې هر څه په مدرک پورې اړه لري ردوي او عقيده لري: «نړۍ خو نه شتون دى او نه تشه يا خلا نو وايي چې دا نړۍ نهايي واقعيت نه دى. زموږ جهل له هغه ځايه سرچينه اخلي چې اعلى مستقل شخصيت (آتمن) په تجربي وجود سره (ان آتمن an-atman) اشتباه کړو؛ کله چې موضوع له کيهاني پلوه تر غور لاندي نيسو وينو چې مقيد جهان په زمان، مکان او علت پوري مقيد دى خو دا مستقل قيود نفس ته ورته نه دى هغوی داسې څه راښيي چې بدلون نه مومي او مطلق دي او په ټولو مظاهرو سره بې بدلونه باقي پاتي کېږي. «۸۳»

برهمن د ټولو تجاربو بنسټ دى. برهمن نه خو له هغه نړۍ سره ورته والى لري ا ونه ورسره اختلاف او نه هم هېڅ توپير لري دا ځکه چې دا ټول تشابهات او توپيرونه، تجربې تشخيصات دي. غير تجربي برهمن بې استدراک او په بشپړه توگه يو بل څه دي خو نشتون نه دى. هغه ډېر لوړ وجود دى. د شنکر په نظر «آتمن» او «برهمن» يو دى. زموږ د وجود جوهر د جهان د وجود له جوهر سره واحد دی.

مادي جهان نه شي کولي پر ځان قايم وي او ټول په برهمن پورې تړلى دى. د نړى تجربې بدلونونه د برهمن په تماميت کې تاثير نه لري. نړۍ برهمن پورې اړه لري خو برهمن په څه پورې اړه نه لري. جهل زموږ په تجربې وجود کې اغېزمن دى او په واقعيت کې جهل د محدوديت لپاره يو بل نوم دى. د جهل د له منځه وړلو لپاره بايد حقيقت وپېژنو. موږ هغه مهال پوهي ته رسېږو چې اشتباه مو له منځه وړي وي. په عين حال کې چې مطلق حقيقت برهمن دى. تجربه حقيقت هم ناسم نه دى. دم طلق وجود ډېر لوړ استازى چې د منطق له لارې پرې پوه شو، «ايشوارا - Isvara» يعنې هستوونکي او د جهان خداى دى. کله چې برهمن دمنطق په چوکاټ کې راشي اشوارا يا سکن برهمن (Sugana Brahman) نو برهمن د صفاتو لرونکي يا مشخص برهمن دى.

برهمن چې په مطلق صورت کې د «نرگن Nirguna» له صفاتو خالي بلل کېږي د ظاهري جهان بنسټ دى چې ايشوارا پرې حکومت کوي. په دغه تجربي جهان کې خداى (ايشوارا) او فردي روح (شخصيت) او جهان دى. فردي نفس د فعاليت عامل دي. د همدغه کيهاني شخصيت (آتمن) څخه دى چې د فرديت په قيد او ادراک کې راغلي دي او د «بودهي – Budhi» يا فهم او ادراک پورې مربوط دى او دا ارتباط تر نهايي نجات پوري ټينگ دى.

د اخلاقي فضيلت د اعمال په اثر او د ايمان او پوهي څخه په پيروۍ موږ نهايي مقصد ته چې د ذات معرفت (مکشا Muksa) څخه عبارت دى رسېږو. مکشا (ذات معرفت يا ازادي) هغه څه دي چې له وسيلي پرته ازلي حقيقت ته ورسېږو. دغه مقام ته په رسېدو سره په دې نړۍ کې هېځ بدلون نه تر لاسه کېږي يوازې موږ هغه ديو بل نظر څخه مشاهده کوو. له مکشا څخه هدف د نړۍ انحلال نه دى بلکې مقصود يې دى چې د «بديا» سم ليدل يې د باصرې (ابديا Vidya) خطا ځاى نيسي.

شنکر اچار د ويدانت ډېر ستر ښوونکى گڼل کېږي او د هغه د دې مکتب جوهر گڼل کېږي.

په ويدانت سوترا باندې د شنکر آچار شرح او تفسير دومره زيات اهميت لري چې بادراين وينا هغه تر شعاع لاندې راولي. شنکر اچار په برهد اوپانيشاد ونو باندې د پام وړ تفسيرونه،آرينک او چهاندوگ اوايش اوکين اومندک اوماندوک اوپرشنه واتير يه او تيتريه وکت ليکلي دي او دا اثار د هندو د مذهبي او فلسفي ادب ډېر مشهور اثارو په نوم پېژندل شوي دي.  

د: نادوه گوني يا (عدم ثنويت) ته مقيد رامانوج

رامانوج يا رامانوج آچارج چې په يوولسمه يا دولسمه ميلادي پيړيو کې يې ژوند کاوه خپله پاملرنه نړۍ، شخص او خداى باندې متمرکزه کړه. د هغه په نظر دا درې واړه واقعيت لري خو نړۍ او اشخاص په خداى پوري اړه لري. رامانوج عقيده لري چې فردي نفس د خلا صون او نجات نه وروسته د فردي شخصيت په ساتلو سره باقي پاتي کېږي. «برهمن» د تل لپاره له نقص او عيب نه خلاص دى خو ماده شعور نه لري او شخصيه نفوس له ازادۍ وروسته په جهل او ناپوهۍ کې پاتې کېږي.

خداى شخصيه نفوس او د واحدي نړۍ جوړوي چې ماده او په هغه کې نفوس د برهمن دبدن په توگه موجود دى. برهمن د بدن حاکمه قوت او روح دى چې د جهان او شخصيه نفوس څخه عبارت دى. له برهمن پرته دا ټول هېڅ دي. شخص نفس او بې روحه ماده کاملا له خداى سره توپير لري خو له هغه پرته هيڅ ډول وجود او مقصد نه لري. په دې ترتيب رامانوج د دوه گونۍ (ثنويت) سره مخالف دى. په دې اختلاف چې پر برهمن عقيده لري چې د دوه صورتونو يعنې شخصيه نفوس او مادي لرونکي دى.

رامانوج دا عقيده چې نړى يوازې يوې پديدې نه بل څه نه دي ردوي او شخصيه نفوس خپلواک بولي او په دې عقيده لري، چې اعلاى برهمن د شخصيت لرونکي دى. د هغه په نظر برهمن د تميز او توصيف نه لري دا ځکه چې پوهه همېشه د شخص شيانو په کې شامله ده.

سره له دې د شنکر آچار مقصد د علمي زده کړو پوهه نه ده خو پيروان يې زياتره داسې زده کړي نصب العين بولي خو رامانوج تر زياته حده په ايمان شور او اخلاص (بهکتي) ته اهميت ورکوي. د هغه په نظر نجات د نفس فنا نه ده بلکې له قيودو خلاصون او ازادي ده موږ محدودوي نفس نه شي کولي په خداى کې منحل شي هېڅ جوهر نه شي کولي په بل جوهر کې منحل شي. انسان هر مقام ته چې ورسېږي که هر څومره پورته وي، بيا هم خداى له هغه پورته دى نو په هر حال د خداى درناوى وکي اودبنده گۍ عبادت وکي، هغه نفس چې ازادي ته رسېدلي وي تل خداى مشاهده کوي او د هغه نفس چې ازادي ته رسېدلي وي تل خدای مشاهده کوي او د هغه واقعي فطرت چې د جهل او شهوت په اثر په قيد کې اوسي له دې قيوداتو نه ازادي مقام ته رسېږي.

شنکر آچار ليکي:

«برهمن نه کلي دى او نه هم جزيي، نه لنډ اونه جگ، نه لوند دى او نه وچ، نه سيورى دى او نه تورتم، نه هوا ده اونه آکاش (آسمان). د لمس وړ نه دى څه شى ورپوري تړلي نه دي، بوى نه لري، سترگې او غوږونه نه لري.» د ويدانت په مکتب کې د ذات په نسبت ارواح لکه څپې په سمندر کې او لمبې په اور کې دي. نفس له بدنه او حواسو مجرد، جلا او د خودي او انانيت له غلبى په قيد کې را غلي نو هرو مرو هغه ته د نفس اطلاق کېږي.» نفس درې حالته لري:

۱. د بيدارۍ حالت چې هغه ته اوستا جاگرت (Avasta Jagrat) وايي په دې حالت کې د جسماني غوښتنو لکه خوراک، څښاک نه لذت وړي او د هغو له نشتون نه رنځ (صوفيان دې حالت ته د ناسوت عالم وايي).

۲.د خوب حالت يا اوستا سپين چې په دې حالت کې مطلوب ته درسېدو ته په خوب کې خوښ او نه رسېدو نه غمگين کېږي (اسلامي عارفان دې حالت ته د ملکوت حالت وايي).

۳. د خوب يا ارام حالت يا اوستا سوپن چې دې حالت کې شخص له مطلوب سره له وصل او نشتوالي نه خوشالي او خپگان نه لري (عارفان دې حالت ته د جبروت عالم وايي).

عالي تر او پورته له درې حالتونو ډېر ستر حالت يا اوستا تر يا دى (د صوفيه وو په ژبه کې دا حالت، د لاهوت عالم نومېږي). داسې حالت لکه يو څه چې په خوب کې ويني، د بيدارۍ په حالت کې حالت او معدوم گڼل کېږي، پوهه کسان بيداري هم خيال گڼي او په هغه عالم کې چې فنا کېدوني دى پام نه ساتي. «۸۹ مخ»

*

د مقالی لمړی برخه:

م۔الف کرګر :د تصوف ريښه او بنسټونه

*

يادښتونه:

۱. قاسم کاکايي. وحدت وجود به روايت ابن عربي و مايستراکهارت. انتشارات هرمس. چاپ سوم. ۱۳۸۵: تهران ايران.

۲. داکتر عبدالحسين زرين کوب. ارزش ميراث صوفيه.

۳. اوپانيشاد. جلد اول. ترجمه محمد داراشکوه فرزند شاه جهان. از متن سانسکريت. اهتمام و حواشي. دکتر تاراچند و دکتر جلال نايني. چاپ سوم. محمد علي علمي. ۱۳۶۸