20.05.2018

 ودان روښان

 د دوو زمانو ټکر

 

د رپوټونو له مخې د خوست موسی خیلو ولسوالۍ قومي مشرانو پرېکړه کړې چې ټولې کورنۍ باید خپلې لوڼې او خویندې ښوونځیو ته ولېږي او که څوک له دې پرېکړې سر وغړوي او خپله لور یا خور له ښوونځي منع کړي، پنځه زره افغانۍ به جریمه شي. موسی خیل د منګلو ستر او مېړني قوم یو پښه ده چې ولسوالۍ هم د دوی په نوم یادېږي. په لومړي سر کې خو دا عادي خبره ښکاري چې خلک زده کړو ته لیواله شوي او غواړي پر خپلو لوڼو او خویندو زده کړې وکړي خو که وکتل شي دا عادی خبره نه ده باید په دې اړه ژور فکر وشي چې د خوست په شان دودپاله ټولنه کې خلک څه شي اړ کړي چې د نجونو زده کړو ته دومره ارزښت ورکړي چې که څوک پر نجونو زده کړې نه کوي نو جریمه کېږي؟ دا د خلکو یوې سترې ډلې یا یو قوم پرېکړه ده چې د زده کړو اړتیا یې احساس کړې او همدا د مطلب جوهر او د منځ ټکی جوړوي. مخکې تر دې چې د دې پرېکړې پر اړتیا خبرې وکړو اړینه ده چې خپله خوست ته لنډه کتنه ولرو. خوست د افغانستان په سویل ختیځ کې د ډېورنډ کرښې ته پروت ولایت دی چې له بل هر ځایه د ترهګري سترو مرکزونو لکه د حقاني شبکه، القاعده شبکه  او د ای اس ای دوزخي سازمان ګولۍ په اسانۍ ورته رارسېدلی شي خو بیا هم د خوست مېړنیو قومونو د خپلې هوښیارۍ او وطنپالنې احساس په خوست کې داسې چاپیریال رامنځته کړی چې له یوې خوا یې د دوښمن هېلې پر ناهیلۍ بدلې او له بله پلوه یې په خپلو سیمو کې امن او کراري ساتلې چې ورسره یې کار وبار، بیارغاونې، پوهنې او نورو ټولنیزو چارو ته زمینه هم برابره کړې ده. د خوست اوسنۍ څېره له څوکاله مخکې سره له سره د پرتلې نه ده ځکه اوسنی خوست او د څو کاله مخکې خوست له یو بل سره نه پېژندل کېږي. خودا خبره بیا ډېره مهمه ده چې خوست مېړنیو خوستوالو ساتلې، ودان کړی او غوړولی دی، خوستوالو نه د نشه یي توکو بوټي کرلي، نه یې د نشه یي توکو قاچاق کړي، نه یې دولتي بنسټونه او د خلکو ملکیتونه لوټ او چور کړي، نه یې د بهرنیانو تړونونه اخیستي، نه یې ونډونه وهلي او نه بل کوم ناقانونه عمل بلکې په خپله حلاله مزدوري هغه هم ډېره لرې په عربي نړۍ کې تر سره لمر لاندې یې پیسې ګټلي، خپل کور، کلی او ښار یې پرې ودان کړي.

د یادونې ده چې د خوست موقعیت ته په کتو که د هغه پر ځای کومه بله سیمه وی نو اوس به نه یوازې خپله بلکې ګاونډي ولایتونه یې هم د اور په لمبو کې سوځېدلي وای.

اوس راځو د خوست موسی خیلو ولسوالۍ قومي پرېکړې ته چې د خوست له ارامي او پرمختګ سره هم نیغ په نیغه تړاو لري! خو په دغه ځای کې په زړه پورې بیا د دوو زمانو(وختونو) ټکر هم له ورایه ښکاري او هغه دا چې د موسی خیلو له دې پرېکړې سره (پر نجونو زده کړې جبري دي) ما ته زموږ د هغه خپلوان کیسه رایاده شوه چې د ظاهر خان په واکمني کې د پوځ لوړ رتبه افسر و او د ټول قوم څه چې د ولایت په کچه ډېر منلی سړی و خو دغه منصب او درنښت ته د هغه رسېدل بیا ځانګړې او زړه راښکونکې کیسه ده او هغه داسې پېښه شوې چې د ظاهر خان د واکمني په لومړیو کلونو کې څوک په اساني نه چمتو کېدل چې خپل زامن ښوونځي ته ولیږي نو ځکه خو به حکومت ښوونځي ته برابر هلکان په زور نیول. زموږ دغه خپلوان بیا حکومت په زور ښوونځي ته نه و نیولی بلکې د بل هغه هلک پرځای د پیسو په بدل کې  ښوونځي ته لېږل شوی و. ده به خپله ویل: « زه خپل پلار په زر افغانی پلورلی یم» خو دا پلور نه بلکې پلار یې له یو سړي زر افغانۍ اخیستې وې او په بدل کې یې د هغه د زوی پر ځای خپل زوی ښوونځي ته لېږلی و، عجیبه خو دا ده چې د پیسو په بدل کې له ښوونځي راګرځول شوی کس په ځواني او ان زاړه عمر کې د دغه افسر په کورکې په نس مزدور و.

هغه مهال خلکو خپل زامن د پیسو په زور له ښوونځي راګرځول خو نن د همغې سیمې خلک د قومي تړې له مخې یو بل اړ باسي چې پر خپلو خویندو او لوڼو زده کړې وکړي چې همدې ته د دوو زمانو(وختونو) ټکر وایي خو دغه ټکر یو نه چې څو نور لاملونه هم لري چې په لنډه توګه یې یادونه اړینه بولم.  

- د خلکو د شعور لوړېدل او خپلو لوڼو او خویندو ته د زده کړو پر حق قایلېدل: خلک پر دې پوهېدلي چې پر لوڼو او خویندو زده کړې نه یوازې اړینې بلکې دا د دوی حق دی.

- د خلکو اقتصادي حالت ښه کېدل: هغه چې وایي:«زیربنا د روبنا ټاکونکې ده» یانې د اقتصادي حالت ښه کېدل د ټولنې مانیز حالت بدلوي.

- له بهر سره راکړه ورکړه او تګ راتګ: اوس له بهرنۍ نړۍ سره د خلکو اړیکې پراخې شوي، تګ راتګ زیات شوی دوی په ښکاره ګوري چې لوستو ښځو او نجونو تر کومه بریده د نورو ټولنو په پرمختګ رول لوبولی یا یې لوبوي!

- د وخت غوښتنه: دغه خلک د سر پر سترګو ویني چې نور خلک پر خپلو اولادونو زده کړې کوي، په دولتي او غیر دولتي بنسټونو کې پراخه ونډه لري، نو ځکه خو دوی هم غواړي له نورو وروسته پاتې نه شي چې دا په خپله مهمه مسله ده.

اوس اړینه ده چې په خپلو سیمو کې نه یوازې د نجونو د زده کړو په هکله بلکې د امن په ټینګښت، عامه شتمنیو لکه کانونو، ځنګلونو، پلونو، سرکونو، ښوونځیو، روغتونونو او نورو ټولګټو بنسټونو په ساتنه کې قومونه باید ټیک د موسی خیلو په شان عمل وکړي او په دې سره په خپلو سیمو کې د امن ټینګښت له لارې اقتصادي، ټولنیز، کلتوري او د ژوند نورو برخو کې پرمختګ ته لار اواره کړي.