رسیدن:  13.04.2013 ؛ نشر :  14.04.2013

عبدالوکیل سوله مل

ړندونکی درمل


له ډیر کوچنیوالی مې دا عادت و هغوی چې په مخ او دبدن په کوم بل ځای به یی داغ او یا دانه وه لاس نه ورکاوه او نه به ورسره په یو دسترخوان ډودۍ ته کښیناستم .په دی عادت که ښه یی بولئ او که بد څو ځلې پلار او نورو مشرا نو وهلی او ترټلی هم یم . خو ما کلونه کلونه دا عادت ورک نه کړ او هما غسې سر تمبه له هغو کسا نو لیرې ګر ځیدم چې په وجود یی د پو ټکی د کومې بدرنګه نارو غۍ نښې نښنا نې لیدل کیدې.

زما نه یوازې له هغوی بد را تلل چې د پوټکي په کومې ناوړه ناروغیوبه ککړ ول بلکې له هغو نارینوو مې هم بد را تلل چې په لاسونو یی ګوتې په ګوته کولې او یا یی په غاړه کې د ځنځیرونود ګرځولو شوق کاوه .ان له هغو نجونو مې لا بد راتلل چې د ښا یست له پاره به یی په خپلو لاسونو نکریزی ایښودې .
له دې ویرې او احسا سه مې میرمن په لاسونو لا تر ننه نکریزی نه دی ایښی او سپين سرې مور مې هم د سر ویښتان په نکریزو کله نه دی رنګ کړی . خو کلونه وړاندی چې په وطن کې په لاسونو د نکریزو او په ګوتو د رنګینو او قیمتی ګوتو په ګوته کولو او په لاسونو او غاړوکې د ځنځیرونو دود عام شو له ما هیله وشوه چې وطن ته وګرځم او بیا دتیر په څیر په حکومت کې دنده واخلم او د تل لپاره په خپل هیواد کې هستو ګنه غوره کړم . که رښتیا ووایم دا ما ته یو ښه زیری او چا نس و ځکه د کډوالۍ او له هیواده د کلونو لیری والی خورا ستړی او ځورولم او داسې یوی شیبې ته می ورځې او شپې شمیرلې .خو خورا ویریدم نه چې د پوستکې په دی نا روغیوزه وانه وړم او په رښتیا را باندې په ګوتو د ګوتو ایښدو او په لاسو او غاړه کې د ځنځیرونود را ځړولو شوق غالب شی .

څو پرله پسې دوستا ن او خپلوان را پسې شول چې هیواد ته وګرځم او دنده اشغال کړم . خو ما به تل دوی ته دا اندیښنه څرګندوله او دوی به تل ځواب را کاوه :

ـ دا نارو غی ساری نه ده او دا شوق هم ستا په ارادې او توان پورې تړلی دی که ځا ن باینلې او ونه غولیږی نه به ناروغ شی او نه به دا شوق در کې پیدا شی .

له دی ټولو اندیښنو او ویرې سره سره وطن ته له اوږده ماسفرته ور وګرځیدم .دنده مې وا خیسته .لومړی د پو هنتون ساده ښوو نکی شوم خو وروسته ورو ورو لوړو څوکیو ته پورته شوم .که رښتیا در ته ووایم چې تر څو په پو هنتون کې وم له ټولو هغو عادتونو لیرې او په څنګ وم چې ما ترې ویره لرله او کرکه مې ترې کیده خو همدا چې له پو هنتونه را بیل او لیری کیدم دا شوفونه هم یو یو راباندې غا لیبیده :
اول مې د ګوتو شوق پیدا او ښه دسرو ګوته مې په لاس کړه، وروسته مې د ګوتې تر خوا په لاس کې ځننځیری کړۍ واچوله

او چې ددوی خوند مې خوله خوږه کړه دسرو یو قیمتی ځنځنیر مې هم په غاړه کړ . دا شوقونه او س یواځې په ما نه و غا لب شوی بلکې زما په څیر د ډیرو لوړ پوړو چارواکو په عادت بدل شوی ول او اوس دا یو عام دود او کلتور و. ما همدارنګه له هغوی هم تر ډیره ځا ن لیرې وسا ته چې د پو ستکي په ګڼو ناروغیو ککړ ول . خو له دی ناروغیو هم بچ نه شوم ، ځکه ډیری دوستا ن مې په دی نا روغیو اخته ول او زه ورسره بې اړیکو نه شوم پا تی کیدای او چې هر څو مې ددنیا خواری وکړه.  چې لیری تری پا تی شم بیا هم اړوم کله نا کله ورسره مخ شم ،لاسونه او غاړه ورکړم او مخونه یی په خپل مخ وسولوم .

ما ډیرو نږدې دوستا نو او اشنا یانو ته چې زما په څیر یی دا شوفونه ښه نه ایسیدل دا اندیښنه ورسوله خو ټولو به بیا بیا په یوه خوله را ته وویل ـ نه دا ناروغی ساری ده او نه دا شوقونه خو چې اراده دی زوروه وی. خو دا دی زما له دومره ریا ضت او مقاومت سره سره دا دی څو ورځې وشوی چې په مخ او لاس کې مې سپین داغونه له ورایه ښکاری او ښه پوره پمن یم . پرون دا کتر ته لاړم . هغه زما د داغونو له لیدو وروسته سم دستی را ته وویل :

ـ چرت مه خرابوه دا اوس عا مه ناروغی ده . علاج یی ګران دی خو یو ښه کار دا دی چې اوس د څو کلونو وړاندی په څیر له دی ناروغۍ او ناروغه خلک کرکه نه کوی.

خو دا کتر په دی نه پو هیده چې که دا داغونه ډیر شی زه به پخپله ځان څنګه زغمم.

دا دئ اوس مې چې په دی ناروغۍ کلونه واوښتل څومره مې له ځا نه کرکه پیدا شوې او خپل وجود څو مره را باندې بار دئ.

څو ور ځې وړاندې یوه دوست چې زما په څیر لوړ پوړی چارواکی او دا ناروغی ده ته هم ور غلې ور غلم . هغه دستی زما د داغونو په لیدلو د میز له جا بې یو بو تل را وکیښ او مشوره یی را کړه:

- چرت مه وهه اوس د داسی ناروغانو کمی نشته . ما هم ستا په څیر ډیر پرهیز وکړ خو اخر هم را نه ما ت شو او چې څنګه می ما ت کړ په را سبا مې دا ناروغی مل شوه.

بیا یی په ورو بو تل په لاس کې را کړ:

ـ بس دا بوتل واخله دا پودر هره ورځ په ځان وهه او بیا لامبه .

ما په بیړه وپوښت :
- دا به مې دا سپین ټکي لیری کړی؟

هغه په ورو موسکی شو:

- دا دداغونو او دسپینو ټکو د لیری کولو کمال نه لری

ما په بیړه په خبره کې ورټوپ کړ:

-نو کمال یی بیا په څه کې دی؟

- کمال یې دا دئ چی نور ړندوی چی ستا داغونه ونه ووینی.

سره له دی چی دی کشف می ټول درد نه دوا کاوه ځکه زه به نورو نه لیدم خو چې زما خپلې ستر ګې نه ړندیدی او تل مې دا داغونه په سترګو کې اغزی و . څه می کولای شول . خو له ملګری نه په مننې رارخصت شوم.

له هغې ورځې چې مې ملګری دا پودر را کړی هر ګهیځ چی له کوره وځم ځا ن پرې وینځم او دا یو حقیقت دی هر څوک چې مې پوښتلی تر اوسه یی د کوم داغ او یا سپین ټکی نه دی ویلی او ځنې خو مې له پخوا هم تر او تازه او ښا یسته بولی ان تردی چې ددومره ډیرو ښایسته او ځوانو نجونو بیروبار را باندی د ځوانۍ په تا نده مرحله کي هم نه و جوړ لکه نن سبا چي مې کومی نجونی په ځان را تاو دی.

خو زه له دی هر څه سره سره خورا زوریږم او له ډیرو اندیښنو هر شپه ځان څو څو ځلې په هنداره کې ګورم او په هر ځل لیدلو نه یوازی په ځا ن شرمیږم بلکې له ځا نه ویریږم او دا ویره مې ډیر وختونه خوب او ارام ته نه پریږدی اوکله کله مې د خوبونو ملګری هم وی .

او اوس چې هر چا ته دا حال وایم نو ټول په یوه خوله را ته وایی:

- اوس هغه پخوانی وختونه نه دی هم خلک ټول ړانده دی او هم ته یوازی هغه څوک نه ېې چې په دی پوډرو هر سهار ځا ن پریمینځې . اوس په داسې پوډرو ټوله دنیا ډکه ده او استعمالونکی یی هم له تا لا لوی چارواکی او څټې دی.

پرون مې پلار او مور لیدلو ته راغلل . له دوی سره مې کوچنی پینځه کلن وراره هم ملګری و.

پلار مې چې څنګه په کور راننوت او په ما ېې سترګې ولګیدې ،سا نیولی او زړه غونی شو خو ژر ېې خپله نا راحتی بدله او له لیرې خوله خندا ته جوړه او را غاړی وت ، ما دستی وپو ښت :

ـ ځانته ېې ؟

ـ نه ، مور او وړوکی وراره دې هم راسره دئ .

بیا شا ته او بیرته وګرځید :

- زه ور ګرځم چې چا ک را شی .

په بیړه له دروازې ووت ،زه هم ورپسې شوم خو ده دستی را غږ کړ :

- ته مه را ځه زه ېې چا بکه را ولم .

زه د مور لیدلو ته په دروازه کې سترګې په لار ودریدم . پلار مې په بیړه قدمونه واخیستل او چې څنګه مور ته ورورسید مور ته ېې په غوږ کې څه وویل . مور مې دستی کړیکه کړه خو چې په ما ېې پا م شو ژر ېې هر څه تیر او هیر کړل او په پلار پسې په چا بکو قدمونو را روانه شوه . ما ته چې را نږدې شول ،پرته له دې چې زما په سترګو او څیره کې سترګې خښې کړی را غاړې وته او زما د ډیرو مراجعینو ،لیرې او پردو خپلوانو او دوستا نو په څیرېې زما دداغونو په لیدلو هیڅ غبرګون ونښود . زه خوشحاله وم چې په دوی هم زما درملو اغیز کړی وو ، په دې وخت کې هغه شیبه د سترګو په رپ کې را یاده شوه کله چې کوچنی او د اوو کلنو وم مور مې زما په مخ یوې دا نې او داغ ته څو مره وژړل .

خو له دې سره سره مې زړه ته نه لویده چې مور او پلار به زما داغونه نه وینی او زما د لاس ګوتې او په غاړه او لاس کې پراته ځنځیرونه به ېې د کرکې او غوسې احسا س نه را پاروی.
دوی ښه شیبه غلی اوز ما هم چې د شرم لوی پیټې مې ټول وجود په ځمکه ننویسته خوله خبرو ته نه جوړیده .

نا ببره مې کوچنی وراره دا سکوت ما ت کړ او په حیرا نتیا یی و پو ښتل:

- بابا ،کاکا مې ولې بدرنګه شوی !؟

پلار مې له غوسې سور او شین شو او چیغه ېې کړه :

ـ څه غول خورې ؟

مور مې هم د پلار په پلوۍ په ده سترګې را وویستې :

ـ څه ګډوډې واېې ، خوله ونیسه ! ولې به بدرنګه وی.

خو وراره مې د پلار او مور په خبره هیڅ سر ونه ګراوه .

ـ نیانو تاسو د کا کا مخ نه وینئ .

بیا یی په موسکا او خندا په ملنډو وویل:

ـ څومره ځنځیرونه او ګوتې !!

پلار مې په دې شیبه کې کلکه څپیړه ورکړه او لاندې ېې را وغورزاوه .د هغه له ژړا سره مې مور هم ژړا پيل کړه او پلار مې هم چې په لویو غمونو کې ما د هغه ژړا نه وه لیدلې په چیغو چیغو وژړل .
ما هم ددوی له دې حالته وروسته بې اختیاره چیغې کړې :

ـ دا څنګه چې کوچنیا ن مې وینی او لویان مې نه ګوري !

پلار مې چې په دې شیبه کې یی په کوکو ژړل ژړا ودروله او په کرار ېې وویل:

ـ ټوله دنیا دې ګوری ،خو څوک له شرمه درته نه وایی اوڅوک له ویرې ، زموږ خو زوی یی چې خوسا او بوینه هم درنه لاړ شی زموږ دزړه سر یی .

بیا یی مخا مخ را ته ودرید او وی ویل :

ـ ما خو درته له اوله وویل چې اول مه را ځه او بیا چې را ځې له هغوخلکو سره نا سته پا سته مه کوه چې په خیل ،خیل ناروغیو اخته دی .

ما ژر په خبرو کې ورودانګل :

- زه نو څه پو هیدم چې څوک خراب او څوک ښه دی.

پلار مې دستی راته وویل :

ـ کله زما نه بدلیږی او داسې بدله شی چې د کلی په ملا به هم باور نه کوې ، ته پو هیږې زه له دې ویرې ان هغوی ته چې تسپې اړوی او دخدای ذکر کوی لاس نه ور کوم ځکه چې زما نه خرابه شي په هیچا باور نه دئ په کار  او زه د پلار په دې خبره او س پوره ملا یم ،چې زما نه خرابه شی هر سړی کولی شي انسا ن په لسګونو ناروغیو واړوی .

لندن ـ انګلیند
د 2012 د اګست دوهمه