کلیمه داره روپۍ

د عبدالرحمان پژواک اثر

د عبدالرحمان پژواک کتاب "کلیمه داره روپۍ"، د کتاب ځانګړنې او د کتاب  پیل خبرې د ګل پاچا الفت په قلم

 

د کتاب ځانګړنې:

د اثر نوم : کلیمه داره روپۍ

لیکونکی: عبدالرحمان پژواک

ژانر :‌ ډرامه

د چاپ نیټه : حمل ۱۳۳۷

د چاپ شمېر:  ۱۰۰۰توگه

د پښتو ټولني د خپرونو لمبر ۱۳۸

خطاط: عبدالروف عاکف

 

بسم الله الرحمن الرحیم

د پیل خبرې

کلمیه داره روپۍ

دا یوه خوږه ډرامه ده چه ښاغلی عبدالرحمن پژواک د پښتو ټولنی افتخاری غړی تقریباْ شل کاله پخوا لیکلی ده. پدې ډرامه کښی پښتنی احساسات، د وطن مینه، افغاني شجاعت، دینی جذبه ډېرښه تمثیل شویدی چه د افغان ملت د نرو او ښځو میړانه او نارینتوب ترېنه په ښه ډول څرګندیږی. په کلیمه داره روپۍ کښی مادی او معنوی دواړو قېمتونه موجود دي او د دین او دنیا د وصال ډېره ښه نښه ده. په پښتو ادب کښی کلیمه داره روپۍ د ښکلو پېغلو له اربل سره ډېر ارتباط لري او په همدغه وجه د جمال پلوشه او د عشق خاطره هم پکښی پټه ده. په همدغه سبب دا نوم له دې قصی سره ډېر ښه تړون لري او لیکونکی د خپلی قصی اساسی ټکی ګڼلی دي.

پشتو ټولنه د دې د پاره چه په پښتو ادب کښی د قصو او ډرامو برخه زیاته شی د دغسی آثارو چاپول ګټور ګڼی او هیله لری چه لوستونکی ترينه ادبی فایده اوچته کړي او د پښتو جذباوت په روزلو او خوشحالو لوکښي ښه برخه ولری.

ګل پاچا الفت

 

 

کلیمه داره روپۍ

د ډرامی کارکوونکی:

غرزی: یو سپاهی

ځلمی: د غرزی ځوی

ګلشکه: د ځلمی مور

سنګ: یو زرګر

سکندر: د لښکر قوماندان

کاپرفیلډ: د انګریز د فوج کنډ کمشر

سپایان: پښتانه، انګریزان

 

لمړۍ صحنه

لمړۍ پرده

اشخاص: ګلشکه، ځلمی، غرزی

( ددې صحنی پېښی د غرزی په کور کښی پېښيږی. غرزی چرتی ناست دی، اوبه غواړی. ګلشکه اوبه ورکوی. ځلمی چه اته کلن دی لوبی کوی.)

 

ګلشکه: ولی دلګیر یې نن؟

په څه غم ګیر یې نن؟

غرزی: یاره دلګیر خو نه یم

په غمو ګیر خو نه یم

خو د بېلتون له لاسه

ګلشکه: د چا نه بېل یې ته!

غرزی: تر اوسه بېل نه یم

خو د بېلتون له بویه

ګلشکه: خو د بېلتون له بویه

دا څه خبره کوې؟

غرزی: بېلتون خو ګل دی کنه

ګلشکه: د څه شی ګل دی بېلتون؟

زه دی غمجنه کړلم

بېلتون که تاته ګل وی

ماته د اور سوزل دی

غرزی: د غم او درد په باغ کښی

شکر چه نه یی وینی

او نه پوهېږی په دی

چه بېلتون کوم یو ګل دی

ګلشکه: دغه تور ګل به څه کم؟

زه دی په غم مړه کړم

اصل مطلب ته راشه

زړګی می ډک دی زیاتی

تیری می مه ځوروه

د خدای دپاره یاره

اصل مطلب ته راشه

ولی دلګیر یې نن؟

په څه غم ګیر یې نن؟

هغه ستا مینه څه شوه؟

هغه ځما هیله څه شوه؟

اوس په بل چا مین شوې

یاره د خدای دپاره

څه اور دی بل که په ما

څه ټوکه وشوه په ما

ته خو دا هسی نه وې

زر شه خبره کوه!

(او ژاړی)

غرزی: ارماند، ارماند، ارماند

افسوس، افسوس، افسوس

څه بدګمانه شولې

مه ژاړه ځان به مړ کې

ځما وفا ډېره ده

اوښکی دی مه تویوه

زړګی می مه ځوروه

ته سمه کېنه زړګۍ

پښتنه کله ژاړی

ګلشکه: زه سمه ناسته یمه

خو ته خبره وکه

زړګی می ډک دی زېاتی

...

غرزی: خبره دا ده چه ما

سبا جګرې ته لېږی

د انګریز جنګ نښتی

که هلته و وژل شم

او تا و نه وینم زه

ارمان په زړه به لاړ شم

د خاورو لاندی به پروت

او ستا په یاد کښی به یم

د وینو ډکی سترګی

او د سرو شونډو ارماند

دغه بېلتون می ښوده

(اوښکی وچوی او خوشحاله کیږی)

ګلشکه: دا خو ښادی شوه کنه

یا به غازی رایې شی

یا به شهید سردار یې

زه به په جګو سترګو

قام او تربور ته ګورم

ته به په هسکه غاړه

جنت کې ګرزې واړه

دا نو د غم...

دا نو د غم...

دا خو ښادی ده کنه

غرزی: یاره رشتېا دې ووې

دا ستا له سترګو جار شم

زړه می ډآډه شو زیاتي

ټوپک می راکه چه ځم

چه غیرحاضر نه شمه

دغه پیسی در واخله

خرڅی د کور په واخله

خدای دی وی ستا ساتونکی

که چیرته مړ شومه زه

دعا کوه راپسې

ګلشکه: خدای در هرچا یار دی

زړه دی ته مه غورځوه

زه به څرخی کومه

ځان ته به خرڅ ګټمه

(ټوپک ورکوي)

غرزی: ځلمیه راشه ځویه

(ځلمی راځي پلاریې ښکلوی)

غرزی ګلشکی ته: هغه روپۍ به ساتې

ګلشکه: جانانه کومه روپۍ؟

کلیمه داره روپۍ؟

غرزی: هو! هو!

کلیمه داره روپۍ

ګلشکه: په مخه دی ښه شه

غرزی: په خدای می سپارلی یاست

(ورځی او د ور څنګ ته پټیږی)

ګلشکه یوازې: (دعا او په ملی لنډیو زمزه کوی)

مولا دی تا لری خوشحاله

که زما عمر په ضرور وی تېر به شینه

په تور ټوپک ویشتلی راشی

د بی ننګۍ غږ دی رامشه له مرچله

په تور ټوپک ویشتلی راشی

چه پرهار ونه دی ګنؤم خوله درکومه

(غرزی سندره اوری... د مینی په جوش ورننوځی. ګلشکه حیرانیږی. غرزی غیږ ورته کوی او په مینه مینه یې چپوی. د مینی اثرات د دوی د خبرو آهنګ بدلوی.)

ګلشکه: دا څه حال دی خالقه؟

ماسکه ویلې چه ته لاړې

جوړ په ما قیامت شو که رښتیا وي وعده لنډه وه

غرزی: چه یې غواړې ته پرې واوړې

دغه شی وه چه ماغوښت

زه همدې ته منتظر وم

د دې سپینی خولی دی جار شم

اوس رخصت راکه چه لاړ شم

ګلشکه: خه په مخه دی رڼا

غرزی: په خالق مې یې سپارلی

(غرزی روانیږی، ګلشکه ورپسی غږ کوی)

که تور اوربل می میراتیږی

ننګ د اسلام دی جانان نه منع کومه

جانانه جنګ نه په شا نشی

چه د همځولو راله نشی پیغورونه

(پرده لویږی)

 

لمړۍ صحنه

دویمه پرده

 

اشخاص: غرزی، د غرزی یو انډېوال چه د ده څنګ ته روان دی، منصبدار، پلټن

(غرزی د مارش په وخت کښی دا په زړه کښی تیروی):

یاره خو لنډه دا ده

د دې له خولې نه جار شم

ما ویلی څنګه به شی

ځګر به جګړې ته ووزم

دا به په اوښکو ناسته

د بېکسۍ نه ژاړی

ځه به په وینو کښی سور

مساپرۍ کښی مړ شم

خبر می نه لرلو

چه د نر لور به ماته

ننګ و غیرت راښئي

یاره نو څرنګ یې زه

لاس او پښی چپ نه کم

دا خو د خدای لار نه ده

ښه څنګه یې ویلی ماته

"ولی دلګیر یې نن؟

په غم ګیر یې نن؟"

نېکبخته نه پوهېده

چه زه د دې په غم وم

یو بل سپاهی: غرزیه وروره څه کړې؟

پښه دی شوه غلطه

ته په څه چرت کښی یې نن؟

ولی سودا کښی ډوب یې؟

نن د ښادۍ ورځ ده

د کاپر جنګ ته روان

دومره سودا مه وهه

په خلمیتوب به شی زوړ

که دی په زړه کښی څه دی

غرزی: یاره خبری مه کړه

نن خو عجیبه ورځ ده

د لوی اختر نه والله

چه نن خوشحاله یمه

بیا هم بنده عاجز دی

د دنیا ډېر غمونه

زړه ته سودا آچوی

سحر خپه وم خو اوس

د خوشحالۍ له لاسه

په چرتو ډوب یمه زه

سپاهی: یاره رښتېا دی ویل

هغه لنډۍ ده کنه...

(فکر کوی)

غرزی: کومه لنډۍ ده وروره؟

سپاهی: هغه لنډۍ څه نه ده

اوس می په زړه وه والله

داسی ترۍ تمه شوه

غرزی: ستا چرت هم ښه خو نه دی

که می دروغ ویلی

...

سپاهی: نه والله داسی نه ده

نن د ښادۍ ورځ ده

یو وارې زړه ته راځی

د لین نه اوزه ګډ شه

غرزی: ښه څه لنډۍ وه هغه

هغه مضمون یې وایه

سپاهی: مضمون یې غم دی

و د دی...

(فکر کوی)

غرزی: دغه مصرع به نه وی

سپاهی: کومه مصرع به نه وی؟

غرزی: دنیا د غم په ورځ پیدا ده

کم عقل خلک پکښی ماڼۍ آبادوینه

سپاهی: په هغه پلار دې رحمت

(منصبدار د سکوت امر ورکوی، بولی وایي... سپاهیان ګرد چپیږی)

(پرده لویږی)

لمړۍ صحنه

دریمه پرده

 

اشخاص: ګلشکه، ځلمی

 (د دې صحنې وقایع د غرزی په کور کښی پېښیږی. ګلشکه ناسته ده او څه شی ګنډی. ځلمی چه څو لحظې مخکښی بهر وتلی و راځی.)

ګلشکه (ځان سره): عجبه ټوکه وشوه

د خدای نه جار شمه

هغه خدمت ته ووت

دا څو روپۍ هم چه شته

چه ډېر پرې وچلیږو

ځه! دا څلور میاشتی

که تر هغه دی راشی

خو لا یوه خبره

که چیرته ځنډ شی نو بیا...

(فکر کوی)

ځه! خو بلا راپسې

ځلمی غریب ته ګوری

یو لوېشت هلک وه ربه

...

ښه! څه یی ویلی راته

(مکث کوی)

اوښکی دی مه تویوه

زړګی می مه ځوروه

پښتنه کله ژاړی

دده د برېتو نه جار

...

ځه! رب دی خیر ورپېښ کی

تنګسی به تیری شی خو

...

چه دی غازی شی یو وار

...

ځه به کومه څرخې

خرڅی به کمه پيدا

...

خدای دې په خیر راولی

...

خدای دی غازی راولی

...

خدای دی مېړه راولی

د جګو سترګو سره

په دنیا...

(ځلمی ننوزی، د ګلشکې خیالات بدلیږی)

ځلمی: موری پڼې مې نشته

پلار چه می راغی بېګا

ارومرو به ماته

پڼې په باندی اخلی

سبا چکړی کیږی

زه پښی ابلی ګرزم

زه خو...

ګلشکه: ښه مور دی ځار شه ځویه

ځلمی: جواری دی چیرته ایښی؟

ګلشکه: هلته تاخچه کښی واخله

سرسبیلی مه کوه

هرسات د باندی مه ځه

چه زه یوازي یمه

زړګی می چوی له غمه

ځلمی: هو! هرسات د باندی مه ځه

زه نو هم ښځه شمه

والله که یو سات کښېنم

ټول به بهر مستی کا

زه به کاله کی کښېنم

د چا بندی خو نه یم

نر غوندی دباندی ووزم

والله که څوک می ستون کی

...

(ځلمی وزی جواری کنډک یې په لاس کی دی او خوری یی)

ګلشکه: ځه وایم غم غلط شی

دی وایي ښځه نه یم

...

(ستن یې لاسه لویږی، ستن اخلی تار پکې اچوی)

(پرده لویږی)

 

 

دویمه صحنه

اوله پرده

اشخاص: د فوځ قوماندان (سکندر خان)ُ سپایان

 

سکندرخان: ځما ګرانو ورونو!

یو کال تېر شوی چه مونږ

د سرحد غرو کښی پراته

د دښمن پته نشته

د دښمن حال دی معلوم

د جګړی پته نشته

لکه چه مونږ تیاری

کړی پراته یو ورته

هغوی به هم مصروف وی

نن یو مخبر راغلی

وایی انګرېز خوځیږی

نو ما راوغوښتلئ

چه جنګ نژدې راغلی

ځانونه ښه تیار کئ

ورته ملا وتړئ ټول

...

ګورئ غلیم کاپر دی

مونږ مسلمان یو شکر

د دین، دولت خدمت ته

د زړه نه ملا وتړئ

پېغلی کورو کښی ناستی

مونږ ته یې سترګی په لار

ننګ او ناموس د وطن

په خطره کښی دی پروت

مېړه چه تا وکی برېت

او بیا د مرګ پروا کړی

د ښځو کار نو کوم دي

بایده دی دا چه مونږه

له ژونده لاس ومینځو

کاپر چه مات نکړی

مسلم به څرنګه وی

زمونږ د رسول په وخت کی

یو مسلمان لس کاپر

سره میدان ته وتل

بری به ؤ د مسلم

ښه څه معنی لری دا

آیا زمونږ څه کمی دی

چه هم مسلم هم پښتون

یو د څښتن شکرونه

ځانونه مړه کئ په دین

او د وطن په ناموس

چه جګی سترګی لاړ شی

یا خو بې ننګه سترګې

د خاورو لاندې شې دی

له پښتنو نه پټی

سپایان په یو آواز: په سر او سترګو صاحب!

یا به په خپلو وینو

یا د دښمن په وینو

د وطن خاورې سرې کو

(یو منصبدار لاس جګوی او د سکوت امر ورکوی)

سکندر: اوس یو سړی دی په کار

چه شی اؤل پهره دار

او ځان په مرګ ونیسی

چه د دښمن په راتګ

ړومبی خبر کاندی مونږ

څوک به دا کار په غاړه

واخلی د دین او وطن

د سرلوړۍ دپاره

سپایان یو یواری: مونږ ګرد حاضر یو صاحب!

سکندر: شکر الحمدلله

لیکن فقط یو سړی.

(غرزی د لین نه ووزی، تعظیم کوی او وایی):

په مرچل هاغه سړی خیجی

چه یا مین وی یایې پېغله ناسته وینه

دا کار ځما تر غاړې

ما په کاله کې ویلې

چه بې بری نه راځم

یا به ژوندی نه راځم

او س مو نو خپله خوښه

دغه ځما هیله ده

ما ډېرې غورې کړی

صاحب د خدای په خاطر

دغه کار ماته پرېږدئ

سپایان خپل منځکښی: هو دی ملا دم کړی

سپایان منصبدار ته: صاحبه ته پخپله

چاته چه وایی ځی به

مونږ ګرد د دې دپاره

راغلی یو چه خپل ځان

په دی خذمت کړو قربان

سکندر: اختیار زما دی ورونو!

سپایان: هو! اختیار دی ستا صاحب!

سکندر: ما خو هم دی خوښ کړی

سپایان: بالکل صحیح ده صاحب

اطاعت، اطاعت...

سکندر: ځه! لاړ شه پټ به کښېنې

مرچل ژور وکینه

دښمن چه راغی زېاتی

ګلچین به یې ولی ترڅو

چه مونږ رسیږو درته

...

(سکندر خان حد، حدود ورته ښئ، لازم هدایات ورکوی. غرزی تعظیم کوی او له انډیوالانو سره د خدای په آمانۍ نه وروسته روانیږی.)

(پرده لویږی)

 

 

دویمه صحنه

دویمه پرده

اشخاص: غرزی،کاپرفیلډ، شپږ تنه انګریزان

(د دې صحنی وقایع د یویې غونډۍ په پای کښی پېښيږی. غرزی کلنګ په لاس کښی مځکه کني، تیږی ټولوی او مرچل جوړوی، زمزمه کوی.)

 

غرزی (د ځان سره): که سړی ډېر په زړه محکم وی

چه یې آشنا په زړه راځی ژړا ورځینه

مخ دی قمر، لب دی ګوهر دی

زما صبر دی په ژړا درپسی مرمه

زیاتی راځه دښمنه

په انتظار دی مړ کړم

وینی خو ټیږی زما

راځه میدان ته ووزه

...

ته به سکه وایې چه زه

ځان ته مرچل جوړوم

ځان ته می قبر ساز که

ګور خو همداسی خوند کړی

چه پخپل لاس یې جوړ کړی

یا خو به توره وکړم

یا به می مور شی بوره

خدایه ژوندی دی نه یم

چه...

(شا او خوا ته ګوری، مخی ته یې لوی ډاګ پروت دی، سپاره وینی)

والله چه راغله تېری

ټوپکه ځان تیار که

پنځه او شپږ تنه دی

په اسو ټول سپاره

مرګی یې ژر راولی

ځمه مرچل کښی کښېنم

چه لږ نږدې راشی

بله لار نشته کنه

چه په هغې لاړ شی

ضرور په همدې راځی! ها

...

یو منصبدار دی پکښی

دا خو والله که مړ کم

ولی یې ژوندی نه نیسم؟

که چیرته سخته راغله

خدای دی یو هم نه پریدي

خو دا به ښه ټوکه وي

چه یې ژوندی ونیسم

پېغلو خوشحاله اوسئ

ارمامند می ووت زیاتي

...

(د انګرېز کشافان نژدې کېږی. شا او خوا ته ګوری، خپل منځکښی وایي)

کاپرفیلډ: په شا او خوا کښی هیڅوک

نشته تر دغه ځایه

دا پښتانه ویده دی

فتحه زمونږ ده وړوکو

ځما خبره منئ

ما ډېر جنګونه کړي

د تجربی نه وایم

(د سلو قدمونو په فاصله د غرزی مرچل ته رسیږی)

غرزی: اوس یې نو وخت دی زېاتی

ربه ایمان ته مو خیر

...

(ډزې کوی... یو، دوه، درې، انګریزان له آسونو لویږي.)

کاپرفیلډ: ګورئ چه ونه ډار شئ

فقط یو کس دی دلته

ورسره نشته بل څوک

ځانونه کلک کړئ په آس

ګورئ سړی مینده کئ

غرزی: ربه ایمان ته می خیر

(فیر کوی، دوه تنه نور لویږی.)

کاپرفیلډ: زمونږ یې قتل وویست

ګوری چه ونه ډار شئ

فقط یو کس دی دلته

(انګریز د غرزی مرچل وینی)

دغه دی دلته ناست دی

صاحبه دلته دا خوا

...

غرزی: راځه، راځه له خیره...

(فیر کوی... انګریز لویږی)

کاپرفیلډ: خبره ښه نشوه اوس

راځه چه تښتم زیاتی

غرزی: خان دې ونه ښوروی

که نه ګولۍ درغله

ډزې دې ډېری کړي

د تجربی نه پوه شه

کاپرفیلډ: د خدای دپاره یاره!

زه خو تش لاس ولاړ یم

(تومانچه غورزوی)

چه لاس خطا نه کړې نو

...

یو واری وړاندی راشه

یو څو خبری کوم

زه خو دی لاس کښی یم اوس

درنه خو چیرته نه ځم

(غرزی وړاندی کیږی، تومانچه جګوی، کاپر له آسه لاندی غورزوي)

ښه څه دی ویلی راته

که ما وژلې چیرته

سرکښی می ته ویشتلې!

کاپرفیلډ: خبره دا ده چه زه

تا ته پیسې درکو

لاکن چه ما خوشی کې

طلا به درکم ډېرې

چه په ژوندون دې بس وي

او د نمسو دې وشی

...

غرزی: څومره طلا راکوې؟

کاپرفیلډ: زر انګریزی پونډونه

غرزی: رایی کړه زر شه چه اوس

ځما ملګری راځی

ځما د ډزو آواز دی رسېدلی ورته

(کاپرفیلډ د زین شاته لاس وړي او پونډونه راوباسی او وایي)

کاپرفیلډ: ډېر طالعمند سړی دی

ګټه دی وکړله ښه

(غری طلا اخلی)

کاپرفیلډ: اوس می نو پرېده چه ځم

...

غرزی: زه به ایمان خرڅوم

...

راځه چه ځو افسر ته

چابک شه مه درېږه

(د کاپرفیلډ رنګ زېر اوړی)

کاپرفیلډ: د خدای دپاره وروره!

پښتو خو داسی نه وی

غرزی: ځما پښتو همدا ده!

روان شده مه درېږه

دغه دی ومی ویشتې

(کاپرفیلډ روانیږی، سکندر خان او یو ټولی مخی ته ورځی)

سکندر خان: څه چاره وه زر ووایه

دا ډزی تا وکړې؟

دا ټوپکونه د چا دی؟

او دا اسونه د چا؟

...

دا منصبدار انګریز دی

...

دا دی له کومه که ها؟

غرزی: صاحبه شپږمی مړه کړل

یو می ژوندی ونیوه

دغه طلایی راکړی

تاسو پوهیږئ او دا

...

سکندر خان: (له اسه کوزیږی، او غرزی ښکلوی):

شاباس په پلار دی رحمت

میړونه دا رنګه وی

د پښتو ننګ شو په ځای

(کاپرفیلډ ته) ستا رتبه څه ده وایه؟

کاپرفیلډ: د کشافانو افسر

سکندر خان: چه په خیر ورسېدې

زمونږ عزیز مېلمه یې

هلکه دا به بیایې

هلته خیمه کښی به وی (غرزی ته)

اوس به په څرنګه زه

ستا زړه خوشحاله کمه

...

دا طلا څو دانی دی

...

غرزی: صاحبه! زرمی په شمار

ترېنه اخستی والله

ویلی چه ما خوشی که

ما ویلی ښه ده په څه؟

ویلی طلا به درکم

چه طلاګانی یې راکړې

ما ویلی اوس نو راځه

...

سکندر خان (وړاندی کیږی او بېایی ښکلوی)

طلا دی ستا وی او دا

د انګریزانو افسر

وی دی زما په برخه

...

خو دا طلا بدلی

نه وی ډارېږم والله

(په خپل وخت بیا طلا کتل کیږی اومعلومیږی چه ټول ښه او صاف پونډونه دی چه یوه قلپه هم پکښی نشته)

اوس نو یوه خبره

درته کوم که اورې

خو ګوره امر نه دی

که وی ستا خپله خوښه

یوه طلا سړی سر

په دې کنډک ووېشه

زېاتی دی ستا خپلی وی

غرزی: په دواړو سترګو صاحب!

سکندر خان: دا تمانچه دی ستا وی

چه زه مرکز ته لاړم

فرمان به واخلم درته

نښان به درکړل شی

چه منصبدار شی زېاتی

خدای دی خیرونه درکړی

(غرزی تعظیم کوی، طلا په سړو وېشی اوه سوه دانې ده ته هم پاتی کیږی)

سکندر خان: دا آس دی هم ستا وی

نور به ته ما سره یې

او سور به ګرزې همېش

(غرزی تعظیم کوی.)

(د شپي انګریزان رارسیږی، جنګ کیږی، او ټل فتحه کیږی، عسکر مراجعت کوی، سپایان کورو ته ځی.)

(پرده لویږی)

 

 

 

 

 

دریمه صحنه

لمړۍ پرده

اشخاص: ګلشکه، ځلمی

(ګلشکه او ځلمی د غرزی په کور کښی)

ځلمی: مورې والله چه زه مرم

ترڅو به وږی ګرځم

یوه ګوله مرۍ (ژاړی)

یوه ګوله...

مړۍ...

ترڅو به...

وږی... ګرځم

ګلشکه: بچیه مه ژاړه ته (اوښکی یې وچوی)

د مور د سترګو توره (لاس ورباندی راکاږی)

چوپ شه ژرا ښه نه ده

...

اوس که د باندی لاړ شې

همزولی خاندی په تا

...

خیر دی بچیه خیر دی

یو ساعت ځان مشغول که

نو بېرته راشه زه به

یوه چاره وکمه

چه نس دی موړ شی ځه نو

...

ځلمی: هن! پرون دی هم دغسی

وغولولم چتی...

ګلشکه: ځه! نن دی نه غولوم

(ځلمی ووزی، ګلشکه یوازی په کوته کښی پاتی کیږی)

ګلشکه (ځان سره): ښه خدایه اوس به څه کړم؟

دا پوره دوه شپې وشوې

چه زه په ناری ناسته

خپله مړۍ ځلمی ته

پرېدم چه وږی نه شی

اوس چه هغه هم نشته

څه چاره وکمه زه؟

پرون می وغولاوه

چه د شپی موړ اوده شی

اوس به یې څرنګه کړم؟

پلاریې دی تللی جنګ ته

خاوند دی مل شی د ده

...

ښه نو دې حال ته ګوره

تر اوسه ګنډه ګونډه

ایسته رایسته کېده

یوه ګوله مړۍ به

را بودېدله راته

اوس خو هغه هم زیاتی

را باندی ودرېده

...

ځلمی: (ننوزی) دغه دی راغلم مورې

(د ګلشکی رنګ سپین ګرځی او غړی یې تښتی)

ځلمی: دغه دی راغلم کنه

(ګلشکه په چرت کښی ډوبیږی، دا لاندینۍ خبری یې په زړه کښی تېریږی)

(ګلشکه په چرت کښی): نور خو هیڅ نه لرمه

بې له یوې روپۍ نه

کلیمه داره روپۍ

کلیمه داره روپۍ

کلیمه داره روپۍ

...

کلیمه داره روپۍ

کلیمه داره روپۍ

...

(سترګونه یې اوښکی توییږی) په هغه وخت کښی چه زه

یوه بېکسه پېغله

مینه شومه په تا

غرزیه چیرته ګرزې؟

...

اوس به په کوم مرچل کښی

پروت یې له ما نه لری؟

تا ؤ ویلی راته

چه دا زما نښه ده

دا به تر عمره ساتی

...

هو! دا راکړې وه تا

...

(ځلمی چه د مور اوښکو ته ګوری، په ژرا پیل کوی او پر مخ یې لویږی)

کلیمه داره روپۍ

دا به تر مرګه ساتې

...

ګلشکه: اوس چه ځلمی د لوږی

مری نوره څه وکمه

...

ښه که دا خرڅه کمه

او ته ژوندی را نشی

ستا به په نښی پسی

...

کلیمه داره روپۍ

...

خدای خو دی لوی ساتونکی

تا به ژوندی راولي

...

چه اوس می ځوی مړ نه شی

(ځلمی لکه چه د ماشومانو عادت دی ویده کیږی)

له تا نه عفو غواړم

په هیله مندو سترګو

او ستا بخښښ ته ګورم

بله چاره نه لرم

... ځلمی

کلیمه داره روپۍ

(له چمتې نه روپۍ راباسی او بی اختېاره ژاړی)

... ځلمیه وه ځلمیه!

څنګه وده دی غریب

ځما د سترګو توره

سر دی راجګ که واخله

کلیمه داره روپۍ

اوس خویې پرېده!

...

(ځلمی په خوب کښی غږیږي)

ځلمی: (په خوب کښی) ابا! ستړی مشې

چه په خیر راغلې

... وی

(جز وهی)

ګلشکه: بسم الله! (او پاڅیږی)

زویه راجګ شه پاڅه

زرګر دکان ته لاړ شه

دا روپۍ ورکه ورله

پیسې تری واخله پوه شوی؟

چه اوړه واخلم درته

...

ځلمی: دا دی د کوم ځایه کړه!

...

(روپۍ اخلی او په منډه ووزی)

ګلشکه: وئ! وئ!

خاوری می په سر شوی

ځلمیه! وه ځلمیه!

بېرته راوګرځه

روپۍ بېرته راکه

ته ښه یې که د هغه نښه

ځلمیه! وه ځلمیه!

ځلمیه! وه ځلمیه!

(په بام خیژی)

(پرده لویږی)

 

 

 

 

 

 

دریمه صحنه

دویمه پرده

اشخاص: ځلمی، زرګر، غرزی، ګلشکه

(د دی صحنی وقایع په بازار کښی پیښیږی، ځلمی د سنګ دکان ته ولاړ دی.)

ځلمی: دغه روپۍ درواخله

میده پیسې راکړه

سنګ: ښه ده کنه (یو څه پیسی ورکوی او څه پاته کیزی)

(غرزی په صحنه کښی داخیژی، د زرګر دکان ته ګوری او په زړه کی وایي)

غرزی: ګوره څه ښی ګاڼې دی

راځه چه څه خو واخلم

چه په تش لاس ور نشم

زړه بدیې لږ خوشحال شی

ښځی ګاڼه خوښوی

غریبه ناسته په کور

خدای زده چه څه تصور

کوی د ځآن سره اوس

خبره نه ده چه زه

په سلامت راغلمه

د دې د زړه دپاره

یمه زرګر ته ولاړ

ګاڼې اخلم...

(دکان ته نژدې کیږی او ګاڼې اخلی)

سنګ: هلکه تو یو ساعت

همدلته ودریږه

چه زه د کار نه خلاص شم

بیا به پیسی درکمه

غرزی: وروه! دا دی زوی دی

که دی شاګرد نیولی؟ (ځلمی نه پېژنی)

سنګ: نه بابا هیڅ می نه دی

یوه روپۍ یې راوړه

ځلمی: کاکا ته زر شه چه زه

د لوږی مرمه په خدای

زر می پیسې راکړه

چه ځم وړه پرې اخلم

غرزی: څه خېل روپۍ ده ستا؟

ځلمی: کلیمه داره روپۍ

غرزی: دا دی د کومه کړله؟

ځلمی: د مور چمتی کی می وه

غرزی: لکه چه پلار نه لرې؟

ځلمی: له مور او پلار سره می

د تا څه کار دی کاکا؟

(زرګر ته) کاکا ته زر شه کنه

غرزی: (یوه طلا زرګر ته ورکوی او روپۍ په عوض کښی اخلی او ځلمی ته یې ورکوی)

سنګ: وروه! دا څه خیرات وو؟

غرزی: در هرچا ښځه او ځوی

په کور او کلی کښی شته

کلیمه داره روپۍ

ته ورله بېرته ورکړه

(ځلمی روپۍ بیرته اخلی او کاله ته ځی. د غرزی هم کار تمامیږی او ورپسی روانیږی.)

ځلمی: (شاته ګوری چه غرزی ورپسې دی)

کاکا روپۍ دی بېرته غواړې؟

غرزی: ولی به یې بېرته غواړم؟

ځلمی: نو څله راځې؟

غرزی: ځما کور هم دې خوا دی

(یو ځای روانیږی، تر څو چه په یوه دروازه کښی دریږی.)

ځلمی: خدای په امان

(په دروازه ننووزی)

(غرزی چه د ده د ننو تلو څخه په حقیقت پوهیږی غږ ورته کوی، ځلمی چیغه وهی، موریې راووځی، یو بل سره پيژنی)

 

(پرده لویږی)

***

ارسالی: وارث احمد بارک/قندهار/افغانستان

تایپ: پروین پژواک

***

د اثر د لمړی چاپ اصلی بڼه په پی دی اف فورمات