10.03.2017

عبدالوکیل سوله مل

غنی خان یو ناتمامه کتاب*

غنی د شګو په محل کې او ما ته یو دریاب دنورا د نوښتګر څیړونکي او لیکوال اکبر کرګر وروستی څیړنیز اثر دی چې په دې ورستیو کې د چا پ په ګا ڼه پسول شوی دی .  دا د پښتو د معاصرې شاعرۍ د یوه سر لاري د خلا قیت فلسفی ــ عرفا نی څیړنه او د لیکوال د پخوانیو او کلونو وړاندې څیړنو او لیکنو بشپړیدونکی کار او دوام دئ.

د غنی خان په ژوند او خلاقیت ددې اثر پرته ګڼ سیمینارونه او اثار د هیواد دننه او دباندې جوړ او خپاره شوي دي. خو زما د معلوماتو له مخې کرګر ته دلومړنی آفغان لیکوال ویاړ ورپه برخه دی چې هم یی پخوانی اثر غنی د شګو په محل کې او هم یی دا اوسنۍ څیړنه ما ته یو دریاب دنور را دواړه یو ځای په کتا بي بڼه له چا په راوکښله.

د غنی په خلاقیت کې د ښکلا ، فلسفې او عرفان پیژندنه او څیړنه لا هم ډیرو څیړنو ، سپړنو او لیکنو ته اړتیا لري.

دا کتا ب او داسې پر ده نورې لیکنې ددغه لوی شا عر د خلاقیت په پرتله خورا کمې او نیمګړې دي.خو تردې دمه چې په غنی کوم اثار کښل شوي دا اثر او دا کتا ب ېې تر ټولو ژور او جا مع ګڼل کیږي. ددې خبرې تر ټولو ښه تصدیق پخپله د : درنګ او نور شا عر لیکوال عابدجان چې په غنی ددې اثر دمخه تر ټولو ورستۍ څیړنه ده ښه تصدیقوي:

(ددې لیک په لوستلو زه بغیر د څه ملاحظې نه په دې ویلو مجبور یم چې دا لیک زما د هغې نه په هر لحا ظ جا مع ، هر اړخیز ژور او پر مغز دئ . دا اثر د ستر غني خا ن په جما لیا تی فلسفه کې بیخي نوې څیړنه ده او د غني د فلسفیا نه نظا م په علمي او منطقي ډول هر اړخیزه تجربه ده چې د شا عر فکر ا حا طه کوي).

د لویو انسانانو خلاقیت سره له دې چې د خپل وخت او زمان د وګړو غږ او هنداره ده ، ددوي د هیلو ، آرما نونو ، ستونزو ، احسا ساتو ، عواطفو ، تراژیدیو او بدمرغیو هنري غبرګون دی . خو بیاېې هم په خپل وخت د هغه وخت او زما ن وګړي او ټولنه په پیژندنه او ارزونه نه توانیږي.او نه ېې هسې چې ښا يي درناوی کیږي. ځکه خو ددغو هنري پنځونکو  د خلاقیت او نبوغ په ارزښت او درنښت کلونه او پیړۍ و اوړي .او نه یوازې ېې په ژوند درناوی ونشي ځنې ېې پخپل خلاقیت محکوم او وهم رټل شي او هغوی په خورا غربت او نهیلۍ کې ومري او هیڅکله د خپلو سترو او شهکار هستونو د ثمر مزه وڅکي.

د شلمې او د نولسمۍ پیړۍ د ورستی نیما یی د مخه نږدې د ټولو لویو او وړو هنرمندانو برخلیک او تقدیر د همدې واقیعته خړوبیږي. ښه بیلګه یی د ها لند د لوی نقا ش وان ګوک دئ. چې نن سبا یی یو انځور په میلیاردډالرو پلورل کیږي خو پخپل ژوند کې ېې کله کله د خوراک او پوښاک پیسې هم کله نه دي لرلی.

ځنې ان په شلمه پیړۍ کې چې ګڼو لویو هنرمندانو څه نا څه د خپلو اثارو مادی او معنوی مزه څکله هم د خپل ایجاد او خلاقیت له هرکلی سره نه دی مخ شوي. د چک جمهوریت وتلی یهودی لیکوال فرانتس کا فکا ېې ښه بیلګه ده .

هغه چې اوس ېې اثار په میلینونو تیراژ بیا بیا چا پ او له ګڼو کیسو ېې فلمونه او نندارې جوړشوی دي. پخپل ژوند کې ېې په ګرانه چاد اثارو چا پ ته زړه ښه کاوه او نږدې وه یوه ورځ خپلو ټولو اثارو ته اور واچوي.

غنی خان هم پخپل ژوند کې ورته برخلیک درلود.چا ېې اثر له دین سره په ټکر کې بلل .ځنو هغه په پښتنی نشنیلیزم تورناوه او یو نیم ېې په شعرونو کې املایی او

بدیعی ستونزې او کمزورۍ راویستلې او یادولې . خو دده د ا ثارو فلسفي ، عرفانی او هوما نیستي روح هیچا نه یاداوه، او شعرونه ېې دده د  ډیرو محدودولیوالو او مینه والو په لاسونو کې له یو بل ته تیریدل نور هر چيرې سا نسور او بندیز پرې لګیدلی و او چا ېې تر ډیرې مودې له ویرې کتا بونه نه پلورل او نه لوستل . ځکه خو ېې خپل اشعار د سبا او راتلونکی اشعار ګڼل:

(که په دې خیالاتو کې دومره حسن وي چې له ما  نه پس هم ژوندی پا تې شي. نو زه به وایم چې واقعي ما د ادب چینه وموندله اوس. دوي ما ژوندي کړي دي بیا به دوی ما ژوندی کړي.)

همدا خبره بل ځای درنګ او نور د اثر لیکوال عا بد جان هم کوی:

(زه ویلی شم چې غنی خان د فن زیات د سبا شا عر او فیلسوف دئ. چې څومره وخت تیریږي او سبا په نن بدلیږی

د هر نن انسان به دده د فن په دنیا کې نوې موندنې کوي.... وخت به غنی د اسپینزوا ، ټا ګور ، تولستوی ،ولتر او د نورو نړیوالو ادبي مفکرینو په کتار کې وشمیري)

په رښتیا چې غنی د سبا شاعر دئ ، ځکه خو چې څومره وخت اوړي په غني نوو څیړنو او لیکنو ته د څیړونکو تلوسه ورځ تر بل ډیریږي او په خپلو نوو څیړنو سره د غنی د ژوند او ایجاد نوی څرکونه رابرسیره کوي. یو له دغو اثارو د اکبر کرګر ما ته یو دریاب د نوررا د ا نوی تازه څیړنیز اثر دی چې دده د بل چا پ شوي اثر:(غني دشګو په محل کې) سره یو ځای څه موده وړاندی چا پ شوی دی.

کرګر ددې څیړنې له پاره هم په خپل پخوانی اثر : غنی د شګو په محل کې  له سره کتنه کړې او هم ېې ددې اثر او ورستۍ څیړنې لپاره په غنی خان تر دې نږدې ټول چا پ اثار په غور لوستي دي.

دی په دې کتا ب نه یوازې تر ټولو ورستی لیکلی اثار موږ ته راپیژني بلکې ددې اثارو نیمګړتیاوو او کمزورو اړخونو ته مو هم پام رااړوي. هغه ددغو اثارو کمزوری اړخونه داسې بیا نوي:

ـ لومړی: په دې اثارو کې د لویدیځ فلسفي افکار د بنسټ په توګه نه دي غوره شوي.

ـ دوهم : په دې اثارو کې د ګلګا مش اسطوره اسا س ده خو دا پخپله د پرومته او زیوس سره نږدې ده .( چې په تعقل او تجربې ولاړه ده خو غنی پخپلو اشعارو کې په اشراقیت هم تکیه کوي.)

ـ دریم: په دې اثارو کې تصوف او فلسفه د بیلو فکری مکتبونو په حیث ښه او روښا نه نه دي تشریح شوي.

ـ څلورم : د شا عر ټولنیز فرهنګي چا پیریال هسې چې ښا يي ښه نه دی فورمول بندی شوي.

لیکوال دې نیمګړتیا ته په کتلو ټول هغه فلسفی او عرفانی مکتوبونه راپیژني چې دغنی په اشعارو کې انعکا س مومي. هغه نه یوازې دغني خان اشعار ددغو افکارو په رڼا کې موږ ته مخې ته ږدي، بلکې پخپله دغه جریانونه هم په پوره وضا حت تعریف  او بشپړ راپیژني. ښا يي دا په اوسنۍ معا صره څیړنه کې اړینه نه وي خو لیکوال  د خپلو لوستونکو سوېې ته په پام په لوی لاس دا کار کړی دی او له دې کبله ېې زه د شاه با سي وړ بولم.

د لیکوال د څیړنې بل امتیاز او ځا نګړنه نه یوازې د غنی د هغو شعرونو غوراوی دئ چې د ځا نګړی فلسفی او عرفانی مکتب تر سیوري او اغیز لاندې شا عر پنځولی دي بلکې هغه دا ډول شعرونه په خورا زور او زیر سره تفسیر او شني هم. د شا عر د ملا چرګګ شعر ېې ښه بیلګه ده.

لیکوال ددې کتا ب او څیړنې په کښلو او لیکلو لوی رسالت سرته رسولی دی. که له یوې خوا پخپلې دې څیړنې

او هڅې سره د غنی د اشعارو لوست ته د نوو څیړونکو او لوستونکو تلوسه زیږوي له بل خوا نور دې ته رابولي چې ددې نا تما مم کتا ب نور څپرکي او فصلونه پخپلو نوو موندنواو شننو ورزیا ت کړي.

---

* د لیکوال رالیږل شوی متن پرته له ایدټ