03.10.2016

عبدالوکیل سوله مل

 

هلته چې رتبې هم غنیمت وګڼل شي

څو ورځې کیدې چې زوړ حکومت او دولت ړنګ او ځای یی نوی ته سپارلی و..دا لومړی وار نه و چې دلته په زور حکو متونه راتلل او بیرته تلل او هر ځل نوی د پریوتي لوړ پوړی چارواکی په زور له دندو شړل او ځا یونه یی دوی نیول خو وروستی په زور راغلی نه یوازې دولتی لوړې چوکۍ او منصبونه پخپلو کې ویشل بلکې بیت المال ېې  هم خپلو کورونو ته وړ.. د دفترونوله چوکیو او ټغرو نیولې تر دولتی موټرو او وسلو پورې هر څه چوریدل.  ددې چور او تالان لیونیو شوقیانو کله کله عام وګړی  هم لوټل .د ځمکو ، دوکانونو او نوروشیانو د لاندې کولو تر څنګ ځنې وسله والو ان د بې وسه وګړو ښا یسته او ځوانې نجونې هم په زورودولې.

کمال خان هم یو له دغو ځنې و و چې د نورو نوو راغلو سټو په څیرېې ځان د ډیرو شیا نو د غنیمت وړ او مستحق با له . هغه چې څنګه نن د خپلې برخې د لاسته راوړلو لپاره د یوې پوځي ودانۍ مخې ته چې په ویش کې ده ته رسیدلې وه  له خپلوټوپکوالو سره راورسید په اوږه ېې د څادر له سمولو وروسته خپلو وسله والو ته چې دده په بدرګې د لیوا مخکې ولاړ وو مخ ورواړوه:

ـڅنګه څه پا تي دي که ټول یی وړی دي؟

یوه تن چې اوږده ږیره ېې تر سینې رارسیده او دده د یوه وسله وال ګروپ مشری کوله ، سر لربر وښوراوه او غلی یی له خولې راووتل.

ـ وسله یی ټوله وړې ده ،یوازې د مرمیو صندوقونه پا تي دي .

د کمال خان تندی تریوشو . سره غومبری ېې نور هم سره راواوښتل لکه لویی بې عدالتۍ چې سر وهلی وي او دده خپل کورچې چا په رڼا ورځ وهلی وي له غوسې ېې چیغه کړه او له ځا نه سره ګډ شو :

ـ په قران ېې لاس  راسره کیښود چې د لواهر څه به زما  وی خو دسپي زوی د فرقې او لوا دواړو غنیمت خپل ځا نته کړ..

له دې وروسته یی مخا مخ ودانۍ ته چې د لوا ټوله قرارګاه په کې ځای په ځای وه لاس ونیو:

ـ هغه کوټې څنګه؟ هغه هم تشي شوي ؟

دده د لاس سره یو ځای د ټولو پا م د لوا قرارګاه ته ورواوړی ، دده تر څنګ ولاړ یو وسله وال سر وښوروي:

ـ نه صا حب ، هغه ټولې قولپ دي خو هلته به له تشو میزونو او چوکیو بل څه وي؟ اصلی مال خو په ډیپو ګا نو کې وو.

 دکما ل خان تندی نور هم ګونځې او لکه په کولمو کې چې ېې سره لمبه شي ځای په ځای ودرید . بیا لکه په ودانۍ چې یرغل او چا په اچوی خپلو کسا نوته آمر وکړ:

ـځئ چې ورشو ، که زما چاره ونشوه ستا سو خو به لږ ستونی پرې لوند شي.

په دې امرټولو وسله والولکه مست آسان په ودانۍ ور وځغا ستل . لومړۍ خونې ته ودریدل .خونه پورې اوتړلې وه.  قولف عادي و .دوی کولی شو پخپله ېې په آسانه ما ت او دروازه پرانیزي خو په خونه کې د پرتو شیانو د سودا په نشه کې ېې په بیړه دروازې ته کونداغونه او لغتې ونیوې ، دروازه ژر وچاوده او غږ یی لکه د خونې چت چې راونړیږي په ټول دهلیز کې راغئ او لاړ.  ددروازې په ما تیدو ټول خونې ته ورننوتل . په خونه کې له دفتری میزونو او څوکیو بل هیڅ نه ښکاریدل .له لومړنۍخونې په بیړه راووتل او په وار وار دنورو ددروازو ما تولو ته اړم شول .په درنګ شیبه کې ټولې دروازې ما تې او خونې یوه یوه ولټول شوه.وروستۍ د لیوا مشر خونه وه چې د دهلیز په وروستي سر کې وه. دهغه دفتر که څه هم د نورو خونو په څیر له وسلو خالي و خو په خونه کې موجود نظم ، لوی دفتری میز ، کوچ ، عصری چوکۍ او خورې اوږدې قا لینې کمال خان خوشحاله کړ. ګوښه شوي لیوا مشر که څه هم د پخوانی دولت  دمشر لوی تصویر نه و څیرلی او هما غسې بند یی د میز لاندې ایښی وو خو خپل په چوکات کې بند تصویر یی د میز له سره نه و غورزولی .

کمال خان چې څنګه د پخوانی اولسمشر په تصویر سترګې ولګیدې د کرکې اور ېې په سینه کې بیا تازه شو له کرکې ېې هغه تصویر پورته وغورځاوه.تصویرکړنګ ما ت او دړې وړې شو .د تصویر دما تیدوغږ لکه ددروازو ما تیدا ټول د هلیز په سر واخیست او ښیښو یی هم ټوله پرته قا لینه وپوښله خو د لیوا مشرله تصویرسره یی هیڅ ونه کړل . په کراریی راپورته او سترګو ته ونیو. بیا ېې یوه کس ته آمر وکړ:

ـ دده عکس راوبا سئ او زما چوکا ت ته ورننبا سئ.

دده له امره سره سمدستي یوه ټو پکوال تصویر راواخیست. په داسې حال کې چې تصویر یی مخې ته نیولی و، په خندا یی خپل مشر ته مخ ورواړاوه :

ـ خو عکس دې هم با ید دده په څیر په دریشۍ کې وي.

دده له دې خبرې سره د ټولو پام د ګوښه شوي لیوا مشر را ځوړندې دریشۍ ته ورواوښت او دټولو سترګې هغه لور ته کږې شوې . ددریشۍ په لیدلو د کما ل خان سترګې بټې راووتې ، تندی ېې له خوشحالۍ وغوړید، شوندې ېې په خوله کې ونیوې.

په میز پروت تصویر یې بیا سترګو ته راپورته کړ ، نرۍ خندا یی په شونډو خپره شوه:

ـ نو زه خو دده په شان جنرال نه یم.

تر خوا ولاړ ملګری را ځوړندې دریشۍ ته لاس ونیو او په خندا یی ورغبرګه کړه :

ـ چې دا واغوندئ پخپله به جنرال شئ .

کمال خان په دې خبره ټکان وخوړ، په چرت کې لاړ ، د ملګری خبرې ېې په زړه کې ګڼې پوښتنې او اندیښنې راوټوکولې ملګرو ته ېې مخ ورواړاوه:

ـدا څنګه ؟ جنرال خو با ید عسکري مکتب لوستی وي.

په دې سره ټولو حیران  یو بل ته وکتل  او دده په څیر د دوی هم دې حقیقت ته پام شو، څه شیبه ټول غلی شول خو یو تن ژر چوپتیا ما ته او له يوېې څنډې ېې راغږ کړ:

ـصا حب که په دې خبرو پسې وګرځئ  لیوا مشری به هم درنه بیرته واخلی، همداسې چې د مال له غنیمته بې برخې شوئ داسې به له منصبه هم تش لاس کورته ستا نه شئ .

بل چې په خورا اوږده ږیره یی لاس تیراوه او په لاسو کې له نیولو تسپو ېې ټکار ویسته دده په ننګه ور زیاته کړه:

ـصا حب دی رښتیا وایی د زور په پا چا هۍ کې چې په زور منصبونه اخلې په زور به رتبې هم اخلئ.

ددوهم تن هڅونه د کمال خان په زړه داسې ښه ولګیده لکه  قا ضي چې په محکمه کې فیصله واوروي . ځکه خو یی له خوښۍ خولې ځګونه وکړل.

له دې خبرووروسته سمدستی کمال خان راځوړنډې دریشۍ ته لاس ورتیر کړ. څادر یی اتوما ت له اوږو وغورځاوه پکول ېې له سره لیرې کړ . واسکټ یی وویست او د سترګو په رپ کې یی د پرتاګه له پا سه د ټولو په وړاندې د جنرالۍ دریشي په تن کړه. لومړی د راغلې ډلې مخې ته لکه عسکري پریټ چې ګوري راغئ او لاړ. له دې وروسته  په خونه کې ولاړې لویی هندارې ته ودرید . ځا ن لکه د جنګ وزیر په نظر ورغئ. خورا په ځان غره شو ،ملګرو ته یی مخ ورواړاوه :

ـ څنګه ښکارم؟

له ټولو په یوه سا ه چیغې راپورته شوې :

ـ ما شا لله ، ما شالله .... نام خدا ، نام خدا ....

له ما شالله او نا م خدا له ویلو وروسته نا ببره د یو تن له خولې چیغه شوه :

ناره تکبیر

 او له دې سره د الله اکبر غږونو ټول دهلیز په سر واخیست

او لکه یوه لویه جا یزه چې وګټې ټولو یی په ویاړ لاسونه وپړکول .کمال خان لکه په یوه لویه جګړه کې چې کوم مورچل نیولی وي او د زمری په څیر یی په غلیم وردانګلی وی له خوشحالۍ وغوړید.

یوه تن په غوړه مالۍ غږ کړ:

صا حب لکه د زمری پوستکی چې واغوندئ .

بل یی په ملتیا وویل:

ـاوس به نو له خیره لکه زمری په خلکو ورغورزئ.

ددې ستا ینو په آوریدو کمال خان نور هم غاوره شو زړه یی له خوشحالۍ ټوپونه واچول :

ـ ځه که د مال غنیمت لاسته رانغئ د رتبې غنیمت خو مې ګوتو ته شو.

کمال خان ته دریشۍ خوند ورکړ. سره له دې چې  د عسکری بو ټانو په ځاې ېې څپلۍ په پښو وې خو بیا یی هم دریشي له ځانه ونه ویسته . موټر ته وخوت  له یو څو سا تونوکو پرته یی نور ټول رخصت او کورته رهی شو چې په دغه  بې ساري غنیمت د خپلو دوو میرمنو سترګې هم خوږې کړي.

نا ببره ېې لاس د واسکټ جیب ته ننویست، د نصوارو ډبلی راوویست ،کپه نصوار یی خولې ته کړل او ځان یی په لویه هنداری کې له لیدلو وروسبته  د دبلی په هنداره کې هم ولید

کمال خان ته له دې شیبې وروسته هیچا خپل نوم وانخیست او لکه څوک چې له حج راوګرځی او د هر چا په خوله اتومات حا جی شي داسې کمال خان هم د واړه او زاړه په خوله اوس پخپل نا مه او بله مرتبه او درجه نه یادیده ټولو په جنرال صا حب با له .

دا یوازې کمال خان نه و چې اوس له هر ډول پوځي زده کړواو تجربو پرته دې پوځی رتبې ته رسیدلی وی بلکې د نوی ادارې او حکومت  مشرانو په لنډه موده کې دده په څیر ډیر نا لوستی نوی قو ماندانان  په خپلو فرما نونو جنرالان کړل .ځکه خو په ډیره لنډه موده کې له داسې نا لوسته جنرالانو سلامته فرقه جوړه شوه خو د کمال خان کمال دا وچې که نور له ځانه دپورته لوړ پوړو چارواکو په آمرنو او فرما نونو جنرالان شوی وو کمال خان ځان پخپله جنرال کړی وو.

کمال خان له پخوا راهیسې زړور او غښتلی جنګیالی وو. که څه هم د وسله والو مجا هدینو ډله ېې خورا وړه او د یوه عسکری کنډک هومره هم نه وه خو له پریوتي رژیم له عسکرو سره به د جګړې په میدان کې لکه مرمۍ روان و او تل به یی لوېې سوبې په برخه وې.

وایی له هر چا یی ددښمن ډیرې چورلکې غورځولې او د ډیرو ټا نکونو په ویشتلو کې یی هم سیال نه وو خو دا چې د جګړې د رهبرانو، مشرانواو ددوي د بهرنیو ملاتړو سره یی په لوړه کچه اړیکې او خپلوی نه لرل . تل له نظره او ملاتړه پاتې او هیرو . نه پرې د نورو قوماندانانو په څیر د پیسو باران وریده او نه دوسلو.  او ددې وړې ډلې مشری ېې هم د ښې جګړې د مهارت او زړورتیا په سبب خپله کړې وه.

 له هغې ورځې چې کمال خان د جنرالۍ دریشي اغوستې وه  لکه دهغه ملګري خبره او وړاندوینه چې ېې رښتیا شوی وي سم زمری ترې جوړ شوی وو ، له هیچا یی سترګه نه سوزیده او په هر چا به نیغ ورته .که څه هم اوس ددوی خپله پا چا هي  او واکمنی وه  او له پخوانیو ګڼو لویو او وړو ما مورینو  ېې ټولې چوکۍ نیولې وې، خو لکه دده  او له ده سره د واک د نوو واکدارانوپه برخه او تقدیرکې چې خدای ابدی جګړه لیکلی وی اوس هیواد د یوې نوې جګړې ډګر وګرځید. دا  د واک اوغنا یمو د ویش په سر ددوی خپلمنځی جګړه وه.ځکه  خودتیرو جګړو د مهارت او زړورتیا له کبله هر لوی او واړه قوماندان او ګوندی مشر هڅه کوله دده ملاتړ راخپل کړی څو نور پرې کمزوری او وځپي .

کمال خان په نوې جکړه کې ښه نوم وویست ، د وسله والو شمیر یی اوس له زرګونو واوښت  او نه یوازې ډیرې

پیسې او وسلې  ېې خپلې کړې بلکې د پوځی رتبو باران هم پرې وورید او په دوه دریو کلنو کې د ستر جنرالۍ رتبې ته پورته شو .

وزیر دفا ع نه و خو له وزیر دفاع ېې د سا تو نکو او ده ته د لاس په نا مه چوپړو شمیر ډیر وو. د هیڅ شی کمی یی

 نه و. پردیو او خپلو ټولو یی پوره خیال سا ته او له هر ه لور ورته پیسې او وسلې راتلې . اوس نو دی نه یوازې یو لوی جنګی سردار او واکدار وو  بلکې د هیواد په مشهور تا جر هم بدل شوی و. ځکه خو یی هر پردی او خپل پوره  ناز وړ.                                                                                                                          

هغه اوس نه یوازې په خپل هیواد کې لوی او واړه پیژانده او ګڼ ملاتړي او مخا لفان یی وموندل په نړۍ او سیمه کې هم خورا مشهورشو.او ګڼو نړیوالو رسنیو ېې هم د زور او واک کیسې وخت ناوخت خپرولې.

د شهرت ،زور او واک په داسې شپو او ورځو کې ېې یوه ورځ خوب ولید: چې هیواد یی د بل ګاونډي هیواد سره په جګړه اوښتی وي او د هیواد د ټولو جنګیا لیو او عسکرو قو ما نده هم دده په غاړه اوټوله جګړه دی پر مخ بیا یی .

کله چې په بل هیواد کې په بري وړاندې لاړشي او ښه پوره ځمکه لاندې کړي ، نا ببره يي تر څنګ لویه چاودنه وشي او په دې سره له ویرې وریږدي او ژر له خوبه راکښیني ، په داسې حال کې چې ټول وجود یی خوله او لوند وي، چې څنګه سترګې وغړوي ، د خدای شکر پر ځای کړي . په مڼده اودس تا زه او د ګهیځ لمونځ وکړي.

له سلام ګرځولو وروسته نا ببره خپلو پخوانیو یارانو ته چې دده دجنرالۍ شا هدان وو تیلیفون وکړی ا وکور ته یی ما ښامي ته راوبولي . له دې سره چې هغوی هم دده په څیر د لوړو رتبو او منصبونو څښتنا ن دي خو بیا هم ده ته پوره درناوی لري او هرناز او خبره ېې په ورین تندی مني. ما ښام د هغوی لویه برخه راورسیږي . او له ما ښا منۍ وروسته دده په لوی میلمستون کې په بنډار او خبرو شي. په پیل کې کمال خان د خپل خوب نکل راواخلي او له هغوی ېې د تعبیر اورولو ته غوږونه بوڅ شي . زاړه یاران مخکې له دې چې د خوب په معنا فکر وکړي په شونډو یی نرۍ موسکا او خوشحالي خپره شي. یو تن چې اوس د ډګر جنرالۍ رتبې ته رسیدلی دئ او خوله ېې له نصوارو ډکه ده په خندا ووايي:

ـ صا حب ! لکه چې بخت دې بیدار وي ، ما ته خو داسې ښکاري چې د وسله وال فوځ اعلی سرقوما ندان جوړیږئ.

دده په داسې وړاندوینه نا ست کسان اندیښنه او فکر کې لاړل . لکه د دده د پا چا هۍ چې واوري له خوشحالۍ د ټولو په شونډو موسکا خوره شي او تندي ېې وغوړیږي. دکمال خان لکه خوب ېې چې واقیعت او حقیقت وي او د پا چا هۍ تخت یی په څو قدمۍ کې وي له خولې بې واکه راووځي:

ـ د وسله وال فوځ مشر خو پخپله اولسمشر وي . یعنې زه به اولسمشر شم.

له دې سره یی کا ذبه خندا زور واخلي:

ـ تا سې نو په ما کې دا لیا قت ګورئ ؟

یو تن چې له نصوارو د دبلي سره په لوبه بوخت او په لاس کې ېې اړوي رااړوي، په بیړه ورغبرګه کړي.

ـ ولې تا سو له چا کم یا ست .  دلته دې وطن کې یو وخت هغه غل چې میړه او مجا هد و پا چا هی ونه کړه ؟

پا چا هي خو څه پیغمبري او ولایت نه غواړي.

بل سمدلاسه په خبرو کې ورولوید:

ـ دا اوس هم له دې اوسنی پا چا کم نه ېې . ستا په فرمان او امر چې څومره خلک بندیان او وژل کیدای شي

هغه دومره زور لري؟

کمال خان لکه په رښتیا چې پا چا کیږي او اوس ېې په درشل کې ولاړ دی ، وویل:

ـ نو پا چا هي خو یوازې توره او ټوپک نه دئ . پا چا هي خوپوره پوهه او ډیر شیا ن غواړي.

تر خو ا نا ست کس چې پخوا ېې ږیره تر نا مه رسیده او اوس چې د يوې فرقې قو ما ندان اومونډۍ ږیره لری وخندل ـولې مو ږ یو کنه موږ به دې وزیران یو ، وزارتونه داسې دي لکه ګاډي خالي لږ چل او نور ژړه غواړي. بس غم مه کوه.

په دې سره ټولو وخندل : یو تن چې له کمال خان وروسته اوس په منصب او رتبه کې دوهم سړی واو د نورو نا ستو په خلاف په دریشی او نیکټا یی کې راغلی وو وویل:

ـ خو مخکې له دې چې د اولسمشرۍ او پا چا هۍ خوب دې رښتیا شي په کار ده چې په اوږدې یوه بله رتبه زیا ته شي:

د کمال خان خوله له خوشحالۍ لاړه او راغله نا ببره یی وپوښت :

کومه رتبه؟

هغه په لوړ آواز وویل:

با ید مارشال شئ.

کمال هیښ پا تې شو:

ـ هغه څنګه؟

د هغه په ځای بل تن چې تسپې ېې اړولې رااړولې په خندا ځواب ورکړ:

ـ هما غسې چې جنرال شوئ ، همدغسې با ید مارشال هم شئ.

کمال وخندل :

نو جنرال خو زه پخپله شوم:

او هغه ورغبرګه کړه:

ـ ځان باید همداسې پخپله مارشال هم کړئ.

کمال خان بیا ټکنی شو:

نو مارشال خو با ید یو بل هیاود فتحه کړي ، دومره خو اوس پوهیږم.

یو تن له کونجه را نارې کړې :

ـ که په ویښه نه وي نو په خوب کې خو دې فتحه کړی دئ.

په دې خبره تولو په کړس وخندل  کمال خان وویل:

ـ د جنرالۍ دریشي خو مې غنیمت کې لاسته راغله ، د مارشال دریشي به له کومه کړم؟ اوس خو یو مارشال هم ژوندی نه دئ.

تر خوا ناست کس مخ ورواړاوه:

ـ مړه مارشا لان  او قبرونه خوېې چا نه دي وړي.

او له دې سره ټولو د خیر دعا او په دې لار کې دهغه دبری دعا وکړه. او په ګډه ېې پریکړه وکړه چې نن شپه به د مړه مارشال دریشي را تښتوي.

په ټول هیواد کې دوه ما رشالان وو .یو یی ډیر کلونه پخوا او بل تازه په حق رسیدلی وو. د پخوانی دریشی په اسا نه لاسته راتله خوخورازړه او ورسته وه او نښان یی یی هم د نوی حکومت سمبول نه درلود ،خود اوسنی دریشی او نښان لاسته کول اسان کار نه و ځکه په هغه د اولسمشر له ما ڼۍ هم ډیر سا تونکی پهره ولاړ وو.او د قبر راسپړلو یی لوی زړه او زور غوښت .خو کمال خان چې به کله د څه شی د خپلولو پریکړه وکړه خا مخا که به د سر په بیه هم ورته تما میده  هغه به یی یی پلې کوله .

نن یی دې غلا ته بډې راووهلې. په نیمه شپه کې یی د وسله والو لویه ډله جوړه او روانه کړه چې د مارشال په تازه قبر یر غل وروړی او دریشی روغه او سلامته راوتښتوي . خو لا د هدیرې سرته چې د مارشا ل د قبرلوی زیارت  پرې ودان وونه ورپورته شوي چې له لیرې پرې د مارشال له قبره ویرونکی غږونه راپورته شول :

ـ دریش ، شور ونه خورئ.

کمال خان لکه یخ لرګی ځای په ځای ودرید او داسې وبیرید لکه په قبر کې چې د عنکیر منکیر د پوښتنولاندې راشي.

دده ویره د قبر له سا تونوکو نه وه ځکه هغه ټول بیده وو اوکه ویښ هم وای کمال خان یی مقا بلې ته پوره چمتوالی نیولی و.کمال خان لکه په زمکه چې سلیښ شي ځا ی په ځای ودرید ، که څه هم په وړاندې یی هیڅو ک نه ښکاریده

خو ده داسې وګڼله لکه مړ ما رشال یی چې مخې ته توره په لاس راشین شوی او اوس یی سر پریکوي ، له  ویرې د تيښتې لار ونیوه شاه ګرز شو خو چې مخ یی راواړاوه هیڅوک نه و ټول ملاتړی یی لکه باد چې وړی وی نادرکه او دی یی یوازې پریښی و ، لکه څوک یی چې په مرۍ چاړه راتیروی نور هم بیرې ونیو ، ځان یی په ورو منډې ته جوړواوه چې د مارشال له قبره بیا غږ راووت،

ـ ودریږه چیرې تښتې ؟

دې غږ نور هم په ځمکه ننویست ، غږ یی په ستوني کې ودرید خو بیا یی هم په ځا ن زور راوړ بیرته یی مخ راواړاوه او په ورو یی له خولې راووتل :

ـ کور ته ځم ؟

له قبر بل غږ راووت :

ـ په څه پسې راغلی وئ چې اوس بیرته ګرځئ ؟

لکه ګونګی چې شی نه پوهیده څه ځواب ورکړی زر یی خولی ته راغلل او په لړزیدلی غږ یی ځواب ورکړ:

ـ  مارشا ل صا حب  ته مې دوعا کوله

او له دې سره له قبره د مړی د کړس خندا داسې آوزونه پورته شول چې ټوله هدیره یی په سر واخیسته . له قبره د خندا په منځ کې آواز راغئ :

ـ هدیرې ته څوک په نیمه شپه دوعا ته نه راځی ، ووایه د څه شي پسې راغلی وئ ؟

په ده نورې خولې راما تې شوې ، وجود یی سور اور وګرځید .اروا یی وتښتیده ، واروپار یی خطا شو، نه پوهیده په کومه لار او څنګه وتښتي . او کوم درواغ اختراع کړی ! له قبره بیا غږ راپورته شو:

ـ درواغ مه وایه زه پوهیږم چې زما په دریشۍ بسې راغلي یی، غواړې هغه پټه کړې ، دا ځل دې بخښم خو پا م بیا دا

 

 

دا شوق ونه کړې مارشالی به ونه ګټې جنرالی به هم با یلې  که زه مړ یم هغوي لا ژوند دي چې په زور ېې ما دا رتبه ګټلې ده، هغوي چې په ژوند په زور رتبې اخلي په مرګ یی هم په زور د ساتلو وس  لری.

دې غږ کمال داسې وویراوه لکه له لوی غره چې لاندې راکنډه شي . رپ پرې ولګید ، په خوله کې ېې لاړې وچې شوې ، سر پرې وګرځید او لکه زلزله ځمکه ترې تاو را تاوه شوه ، داسې په منډه له له هدیرې را وتښتید چې نورې ېې د هدیرې خواته هم ورونه کتل.او له ډیرې ویرې ېې نه يوازې بیا د ما رشالۍ نوم په خوله چیرې وانخیست بلکې بیا یی هیڅکله د جنرالۍ دریشي هم په تن نه کړه .

 

د شپې دولس نیمې بجې ،

لندن ، سوتهال

د ۲۰۱۵ میلادی کال د اکتوبر ۱۰ نیټه