06.03.2017

اسد زمری

زه او د وطن ژبې او قومونه

 

یو غمی وی تل دخاورو لاندی خوار

بی بها شي چې ترې جوړ شي ښګلی هار

د وطن خلک هم داسی در قیاس کړئ

چې ګلونه دی زمونږه د ګلزار

په دري د پښتنې مینی خبرې

دي« شکرې په شیدو» کې د نهار

 

پشه یی ،نورستاني به څنګه بیل کړي؟

اولادونه دی د یوی مور او یو پلار

که اردو له ترنمه مالال ده

ازبکي خوږه نغمه ده د دوتار

دوطن دزړه اواز هزارګي ده

چې تپیږي په یووالي او په زیار

کاشکې څو ګامه وم ایخوا زیږیدلی

بلوچۍ به مې وه مور، ترکمنی پلار

د وطن ژبې مې کاشکې ټولې زده وی

دپردیو ژبو  څه دی افتخار ؟

اتحاد او ورورولۍ ته یی لوګی شم

له هر قوم او هر ملیته یی شم ځار

دا وګړي هیڅ جابرنه دي بیل کړي

یو یی ملک دی،یو یی ژوند،یو یی روزګار

 

پرې چې یو شي او ملت ورڅخه جوړشي

مخ کړي تور د هر خایین او هر غدار

۳/۳/۲۰۱۷

ویسبادن