19.03.2016

عبدالغفور لیوال

نوروز ته سرود


له بامي بلخه راپاڅه ، د نوروز د سهار باده 
پسرلی د عشق راخور کړه له زاړه ام البلاده 
د هېلمند مسته څپه شه په لرغوني سیستان واوړه 
د کابل ارغوان ښکل کړه ، د باګرام هوا کړه ښاده
پر سرلوړي هري واوړه ، چې ګذر په اصفهان کړې
بخاراته وږمه یوسه ، چې پرواز په بدخشان کړې
د سوما په باده مسته ! د سدې  د جشن یاده 
له بامي بلخه راپاڅه ، د نوروز د سهار باده
له  ګنجه تر اباسینه ، له ګنګا تر سمرقنده 
له قونیې تر فراه روده ، له لاهوره تر خجنده 
د زلمو دي اتڼونه ، د ښایسته پېغلو نڅا ده 
له بامي بلخه راپاڅه ، د نوروز د سهارباده
نوی کال دی ، نوی ژوند دی د اقبال ستوری بلند دی 
د دانې نوی پیوند دی ، د دهقان خاطر خرسند دی
تر پښو لاندې سبزه ده ، پاس د عشق نوې هوا ده 
له بامي بلخه راپاڅه ، د نوروز د سهار باده
سمنک دې شنه قدم ته ، هفت مېوه د سپرلي دم ته 
قزاقي سمند دې زین کړه ، راشه بیا قرغزي چم ته 
چې بیا یو کړو سره زړونه ، لویه سوله کړه بنیاده 
له بامي بلخه راپاڅه د نوروز د سهار باده