رسیدن به آسمایی:  15.02.2009 ؛ نشر در آسمایی:  16.02.2009

اکبر کرگر

ايا هايکو دپښتو لنډيو ځاى نيولى شي ؟


نن سبا دا خبره ډيره كيږي چې هايکو اوپښتو لنډۍ سره نږدې دي . يا کېداى شي هايکو په پښتو ادب کې زياتې شي اويا دا چې د پښتو لنډيو تنده په هايکو ماته شي ؟ داسې ډېرې پوښتنې شته ۔ داسې مالوميږي چې ددواړ و په اړوند يعنې هم دپښتو لنډيو اوهم دهايکو په اړوند زموږ مالومات نيمگړى دى ۔ دې کې شک نشته چې موږ د هايکو له رسالت اودندې خبر نه يو ۔ خو دلنډيو په هکله هم زموږ مالومات دومره ژور اوپاخه نه دى ۔
دپښتو لنډيو په اړوند يو سطحي چلند له دې امله و ، چې دليک لوست اومطبوعاتو په خپريدو سره زياترو کسانو اويا ليکوالو ، دلنډيو عمق اوژوروالي ته پام نه کاوه ۔ زياتره داسې مقالي کښل کيدلې چې سترگې په لنډيو ، شونډې په لنډيو يا زلفي په لنډيو اوداسې نورو ستاينه كيدله . ۔
زموږ هنرمندان اوسندرغاړي دې هم خير يوسي ۔ که په کتابنو اواخبارونو کې دملالى دميوند ټپه کليشه شوي وه نو هنرمندانو هم دا محدودې لنډۍ په هر اهنگ کې زمزمه کولې ، چې :
جانان زما زه دجانان يم که په بازار مې خرڅوي ورسره ځمه ۔
يا: يا رمې هندو زه مسلمان يم ديار دپاره درمسال جارو کومه ۔
دا ډول لنډې په اهنگونو کې په سندرو کې اوپه سروکو کې مسخره شوي ۔ اودغه درانه فلکلوري اوژورفرهنگي ميراث هيڅ چا په سمه توگه ونه څيړه ۔
په پنځوسمو کلونو کې خداى بخښلي استادپوهاند مجروح په يوه سيمينار کې دپښتو لنډيو په اړوند يوه درنه او له نوښت ډكه مقاله وويله ۔ په دې مقاله کې ، څو ټکو ته دمعاصرې سايکالوژۍ اوفلسفې په رڼا کې پاملرنه شوې وه ۔ دلنډيو دمنځ پانگې له مخې دهغو اصلي ويونکي مشخص شوي و۔ دبې سواده اوباسوادو كسانو له خوا ويل شويو لنډ يو توپير ته اشاره شوې وه ۔ دلنډيو داصلي ويونکو يعنې ښځو دمحروميت اودهغو دتحت الشعور د اواز په توگه څيړل شوې وې ۔ په هماغه کلونو کې نوميالي شاعر سليمان لايق صيب دپښتو ټولنې دزيرې په جريده کې دپښتو لنډيو په باب يوه لړۍ پيل کړې وه چې دسبک اوتحليل له مخې يې زيات نويوالى درلود چې دغه مقالې بيا دپښتنې سندرو په نوې چاپ کې دسريزې په توگه ځاى شوې . اوس دا اوازې هم شته چې لايق صيب په دې اړوند نور کار هم کړى دى خو لا چاپي بڼه يې نه ده خپله کړې ۔
خداى بخښلې استاد مجروح هم په دې اړوند خپل کار ته انکشاف ورکړ چې وروسته په فرانسوي ژبه چاپ اوبيا په انگريزې ژبه د Song of love and war تر نامه لاندې چاپ شوى دې ۔
په هر صورت دواړه کارونه غنيمت اونوې جوړوونكي کارونه دي. په پيښور کې سلما شاهين هم پښتو ټپې په نوم اثر چاپ کړې چې يوه ساده سريزه لري اوزيات شمير لنډى لري ، په هغه اثر کې نور تحليلي څه نشته ۔ استاد بينوا مرحوم دلومړي وار له پاره يو غور چاڼ ترتيب او بيا يې له فارسي اواونگريزې ترجمې سره چاپ کړ ۔ چې ميناتوري انځورونه هم لري ۔
خو هايكو :
اوس هايکو ته راځو ۔ هايکو يو جاپاني شعر دى چې کله ناکله داسې يادونې هم شته چى دا شعر پښتو ټپې ته نږدې دى اوجاپانيان هم داسې يوه فرهنگي شته مني لري ۔ نن سبا په پيښور يا پښتونخوا کې زيات پښتو هايکو هستول کيږي اوچاپيږي ۔
لږ څه به ددې دواړو ډولونو شعرونو په توپيرونو تم شو ۔
هايکو د«ذن» فلسفي تفکرچې هماغه مهايانا ده ۔ خو ذن په واقعيت کې دتفکر يوه ځانگړې تگ لاره ده ، چې ددروني هستۍ راز راسپړي ۔ ذن هڅه کوي چې ز موږ دروني تجربه راوسپړي چې په جاپاني کې ورته« ستوورى »اوچينايي کې ورته« وو» وايي ۔ اوداشراقي برښنا په څير هماغه د ذن معيار دى ۔« ستوورى» دمفاهيمو سره هيڅ رابطه نه لري. داسې مفاهيم چې موږ ته حقيقت راڅرگند کړي اصلا کار نه لري ۔ په مفاهيمو پوهيدنه کېداى شي زموږ پوهه زياته کړي خو دا هغه مړه مفاهيم دي چې موږ ته حقيقت نه راښۍ هيڅ ډول هستونه په کې نشته چې له دې امله ديوه شرقي روح انعکاس بللى شي ۔
«دژوندانه رازونه دهر هنري اثر په تل کې ځاى لري ۔ له دې امله هر هغه هنر چې رازونه په ژوره اوخلاق ډول بيانوي نوموږ دهستۍ ژورو ته بيايي ، په داسې وخت کې هنري کار يو خدايي کار گڼلى شي ۔ ډير ستر هنري اثار چې دټولنې په هر ټولگې پورې چې اړه ولري دا ځانگړنې لري ۔ يعنې داسې څه لري چې خدايي کار ته نږدې کيږي ۔ » (۱ ) ۱۰مخ
لکه څنگه چې دجاپانې فرهنگ په باور سره د«ذن يا دستووري» تجربه په معمول رسم اوروش سره نه ترلاسه کيږي۔ او په جاپاني فرهنگ كې په دې باور موجود دى چې ژوند له رازوونو اواسرارو ډک دى اوهر چيرې چې اسرار اميزه احساس وي کولې شو ووايو چې «ذن » په دې مانا دى ۔ ددغه ارزښتونو له ليدلو پرته استاد او هنرمند کېدل ناشوني دي ۔ هر هنر يو راز لري معنوي ريتم لري اوپه جاپاني ژبه يو« ميوٍي » لري ۔ نو له دې امله ذن دهنرټولو برخو اوڅانگو ته نږدى دى ۔
«په جاپاني ادبياتو کې ټول ستر هنري اثار په خپل وجود کې يوگن يا «ميوي» يا «گم ميو» لري ۔ اوديوگن له لارې کولى شو چې هميشه دبدلون په حال کې نړۍ دځينو ابدې شيانو ته يو نيمه يا سرسرې نظر وکړو يعنې ديوگن له لارې کولې شو دواقعيت رازونو ته وگورو ۔ هلته چې ستوري ځليږي .دخلاقه قدرت څرگندونه كيږي اوهر چيرته چې خلاقه قدرت احساس شي نو هلته دميو او«يوگن» د هنراصلي روح هالته دى ۔ » ( ۲) ۱۱مخ
په دې ډول ديو اوگن له مانا داسې جوتيږي چې موږ په رازونو نه پوهيږو . يا دنفوذ كول ناشونې كار ښۍ ۔ يعنې هر څه تورتم دي اود پيژندلو وړ نه دي ۔ اودا دعقل څخه ماورا يو حالت دى ۔ له تجربو څخه بهر يو حالت دى ۔ ۔ يوگن دذن په کيت يا طريقت کې «دابدې ارامى د اواز مانالري ۔ »چې دا هاغه نامحدودو شيانو اودهغو بنيادونو ته اشاره ده ۔ له کومه ځايه چې يوگن داسرارو اورازونو بيان دى نو بيا ويل يې مشکل دي خو دهايکو شاعران دروني اودانسان دروني رازونه اودخلقت دښككلا رازونه په يوه خاصه شيوه اومتود بيانوي ۔
دجاپاني ادب پوهانو په باور سره هايکو دبودايي تجربو سره اړيکي لري ۔ ۔ بودا په سباوون کې دسبا ستوري ته کتل اوپه هغه کې يې رڼا وليدله ۔ هغه څو کاله رڼا ته متوجه و ۔ دهغه عقلي څيړنو هغه ته خوشحالي ورنه کړه هغه ديو بل څه په کشف مصروف و ۔ چې دامکان په صورت کې دهغه دشخصيت په ژورو کې يې ځاى درلود ۔ «ستوري» ته دهغه کتلو اودهغه مشاهده كولو نوموړې ته اگاهي ورکړه هغه څه چې دهغه په دننه کې و ۔ اوبيا وروسته هغه دبودا ( بيدار اوروښانه ) په لټه کې شو ۔ » (۳) ۱۵مخ
له پورتنيو ويناوو اوروايتونو څخه پوهيږو چې هايکو دخاص اوځانگړي فکري روش يو بستر دى ۔ تر زياته حده دانسان ددروني ښکلا ځلا ده اودانسان له درون اورواني اوانفسي دونيا سره سروکار لري ۔ هايكو طبيعيت هم ددغه افکارو له پاره بستر گرځوي ۔
هايکو دبودايي روښانتيا او«نيروانا» سره هم تړاو لري او دجاپاني فرهنگ اصلي جوهر په دغه سمندر كې څپې وهي :
هويي نينگ شپږم پير وايي :
« په دې شيبه کې داسې څه نشته چې هستى ته رادننه شي . په دې شيبه کې څه نشته چې له هستۍ بهر شي ۔ اوس نو زيږد(تولد ) اومرگ نشته چې پاى ومومي ۔ پس دا شيبه دادمطلقې ارامۍ حالت دى (نيروانا ) ده ۔ داشيبه سره له دې چې په دې شيبه کې ده ، خو حد نه لري ۔ اودلته خوښي ابدي ده ۔ » هايکو – احمد شاملو ۔ع پاشايي ۔
له پورتنيو يادښتونو او تحليل څخه موږ دهايکو شعر يو بستر اومحتواى اوجوړښت ليداى شو ۔ له بلې خوا هايکو داسې شعر دى چې شاعر يې مالوم دى ۔ ويونکى يې مالوم دى ۔ اودسيلابونو شمير يې په جاپاني ژبه کې اولسو ته رسيږي ۔ خو لنډ ۍ . :
لنډۍ يا ټپه :
بده به نه وي که دلنډيو په باب له موفولوجيک بحث نه تير شو ۔ لنډۍ داسې شعر ې فورم نه دى چې په نورو ژبو کې وميندل شي ۔ دا يوازې دپښتو ځانگړنه ده ۔ لکه چې په ټوله نړۍ کې داسې لږ اولسونه شته چې ژبه يې هم ژبه وي اوژبه يې هم دژوند قانون وي .خو پښتو دوه گونې مانا لري چې هم دژوند قانون دى اوهم دژبې نوم دى اودې ځانگړنې پښتو ته يوامتياز وركړى . ۔ دغه راز لنډۍ يې بله ځانگړنه ده چې پښتواو پښتانه له غيرو جلا كوي ۔
« دهر ډول موډل پرته چې سيالي ورسره وشي ، اودهر ډول شعرې صلاحيت پرته چې درناوى يې وشي په پښتو ژبه کې ددغه عام ادب ويونکو دغه هستونه له هر ډول کتابونو څخه ډيره ليرې ايجاد کړې ده ۔په عمومي توگه هغه کسان چې له ښوونځي اويا پوهنتون څخه محروم و ، هغوى دغه ترکيب. له هر ډول بهرنې نفوذ څخه ليرې ساتلى دى۔ اوپه بې اختياره ډول يې دغه کار ته دځانگړنو داسې قوت ورکړى دى چې انعکاس يې ټول خلک اوريدلاى شي ۔ » (۴)سندره اومينه مجروح
«سره له دې چې دا داسې په زړه پورې حاضر جو ابه ترکيب دى اوانکشاف يې کړى دى چې دخاصو شعري فورمونو سره زياته تنوع اواختلاف لري ،خاص قواعد لري ۔ له سندرو جلا دا ډول شعرونه دامانا نه لري چې له ياده وويل شي ۔ دا ځكه چې ددې ريم اوريتم ميلوديک ارزښت لري ۔ » (۵) ايكس پيج
لنډۍ په څرگنده توگه دمحتوى له پلوه دفارسې درې اونورو ژبوله شعر سره توپير لري . په لنډيو كې عارفانه عشق اوج نه نيسي .
له بلې خوا ځينې ساده اوډير ابتدايي اساسي شيان په دوامداره توگه شته .دا سندرې دځمكني عشق اودبشري مينې اغيز دى .انديښنې ٬ خوندونه٬ لذتونه په يوه داسي سندره كې چې دطبعيت ستاينه كوي ٬ غرونه درې ځنگلونه دريابونه سهار اوماښام ٬شپه اوراكښوونكي فضا ستايي ٬داسې سندره چې له جنگ اوغيرت ٬له شر٬م اومينې دژوند اومړينې څخه تغذيه كيږي ٠
په هر حال په دې اصلي اوستر اوډير محبوب شعر كې دښځو فعال حضور موجود دى ٬ كه په بل هر ځاى كې وي هغه دنارينه اشعارو ته الهام وركوي ٠ هغه دمضمون دبې شميره سندرو دليكوال په توگه په دې ځاى كې هم خپل موجوديت له ټولو مخلوقاتو اوچت بولي ٠ له دې امله يو شكل هر وخت دهغه دگډون كوونكي غوښتنه كوي ٠ اودا لنډۍ دي چې په تحت الفظي مانا (لنډ ) مانا وركوي ٠ په حقيقت كې دا يو ډير لنډشعر دى چې له دوه مصرعو جوړ شوى دى ٠ له نهو اوديارلسو سيلبونو څخه ٠ خوښيو اوخوشاليو دزيارت ته له تللو ٬ په ټال كې دزنگلو ٬ دگودر د غاړو ٬دمړو له جنازو له سره ان دجمعي حافظي سمندر ته لاره كوي اوهلته خوندي كيږي ٠ لنډۍ په واقعيت كې دپښتانه دژوند بهير دى ٠
لايق صيب ليكي :« دلنډيو مست اوله شوره ډك سيند تل ديوې څپې ځاى بلې ته اودبلې لا بلې ته ورسپاري ٠ اوپه دې توگه دلنډيو رنگين گلستان اودهغوۍ دغاړو ( اهنگونو ) مهيجه اونڅوونكې سنفوني له مطلق خزانيدو اووچيدو اوغلې كيدو څخه ساتي ٠» ( ۶) درويشت مخ
سر په كږه څنگله كيږده مخ مې راستون كړه ښكلوه شينكي خالونه
زما دزړه صدف دې مات كړ څكه مې وينې په سينه وهي موجونه
اشنا مې وږى را نه لاړو ددسترخوان خواته ورځم ژړا راځينه
څو دوطن ياران خبريږي دغم سيلاب به په دكن ويشتلى وومه ٠
--------------------------------------


ياددښتونه :
۱-هايكو ٠ ع٬پاشايي اواحمد شاملو
۲-هايكو
۳-هايكو
4- Songs of love and war x.page
Songs and love and war ....- 5
۶- لنډۍ دسليمان لايق سريزه دعلومو اکاديمي چاپ