رسیدن به آسمایی: 31.01.2009 ؛ نشر در آسمایی: 01.02.2009

اكبر كرگر

 

 

د غني خان ديوه شعر په هکله

 

«هميشه تاريخ ديو ژوند پيښې ليکې ،

اشتباه کوي ،رښتينى ژوند ،

دروني يا دنننى ژوند دى ۔»

رومن رولان

 

زما محل

دسيند دسپينو شگو نه مې جوړ کړو يو محل

دې ټول خرگي جهان ورته حيران حيران کتل

قالين مې په کې خور کړ دسرو پاڼو دگلاب

اوچت يې ديوالونه دسازونو درباب

بيا رنگ مې ورله ورکړ دخوبونو دشباب

هر گل مې ورله راوسته ماليار مې کړ بلبل

دۍ ټول خرگي جهان ورته حيران حيران کتل

نرگس مې په غيږ راوړ هم ميلمه مې کړ رامبيل

دڅاڅکو دشبنم نه مې ښيسته جوړ کړ اميل

نسيم په خندا راوړل زيړ گلونه دچامبيل

شراب مي ورله راوړل بيا داوښکو دبلبل

دې ټول خرگي جهان ورته حيران حيران کتل

رڼا مې دسپوږمۍ کړه دزهرا پستې غزلې

خندا ته دتمځرو ښکلې زرکې گډيدلې

دستورو مستې سترگې غلې غلې رپيدلې

رورو پرې مستي راغله خدايي اور يې کړ بل

دې ټول خرگي جهان ورته حيران حيران کتل

يوازې زه بادشاه ومه په سرمې تاج دغم

په خواکې مې دلبره وه موسکۍ سترگې پر نم

په غاړه يې اميل ښيسته دڅاڅکو دشبنم

ماشومه نازنينه پاکه ښکلې له گل

دې ټول خرگي جهان ورته حيران حيران کتل

دمشهور فلسفي شاعر غني دا شعر چې کله لولو ، نو بايد مجرد اوله شرقي فرهنگ څخه يې گوښې ونه څيړو ۔ ددې دښې توضيح له پاره غواړم يوه کيسه راياده کړم :

کله چې غنې خان داتيايمو کلونو په پاى کې کابل ته دعوت شو چې دعلمو اکاديمې وياړلي مدال اوداکاديميسنۍ غړيتوب ورکړې نو يوه ورځ زه او انځور صيب اوبريالى باجوړى دهغه ليدو ته ورغلو ۔ هغه په وزير اکبر خان کې په يوه ميلمستون کې اوسيدلو ۔ موږ دهغه دخبرو نه ډير خوند واخيست ۔ اجمل خټک صيب هم هلته حاضر و۔ ۔ ما له هغه څخه دشانتي نيکيتين دښوونځي په باب پوښتنه وکړه ۔

هغه وويل :

رښتيا زه اوانديرا گاندې دواړه په شانتي نيکيتن کې شامل شو ۔ موږ به په دغه ښوونځي کې دخټو په پسخو کښيناستلو ۔ اودرس به مو وايه ۔ دا ښوونځى مشهور شاعر رابندراناته تاگور جوړ کړې و۔ کله چې زه دغه ښوونځي ته ورغلم ، نو په اولو ورځو کې ماته دښوونځي شاگردان اوښوونکي داسې ښکاريدل چې گنې ددوى پښې پورته دي اوپر سر پر لاره ځي ۔ خو له څو ورځو وروسته ، زه متوجه شوم اوځان مې هم ددوې په څير وموند ، په دې مانا چې له ښوونځې بهر خلک راته داسې بريښيدل ، چې په سر باندې په لاره ځي اوپښې يې پورته دي ۔ اودښوونځي زده کوونکي اوښوونکي راته داسې بريښيدل چې سم دم په لاره ځې اوانسان ،نړۍ اوموجودات څه بل ډول ويني ۔ هغه دخپلو خبرو په پاى کې وويل نو شانتي نکيتين داسي يو ځاى و

دهند لوى متفكر اوشاعر رابندراناته تاگور په ۱۹۰۱ كې دغه سوونځى جوړ كړ ٠ددې ښوونځي شاگردان په لومړي سر كې ډير لږ ان يو دوه درې تنه وو ٠ ښوونكى خپله ټاگور و٠ ټاگور عقيده درلوده چې دوخت دموجوده كمزوريو سره دمقابلې لهپاره بايد دوخت تعليمي سيستم سره مبارزه وشي ٠ استاد رشاد دگيتانجلي په سريزه كې ليكي:نوموړي غوښتل چې نجونو اوهلكانو دواړو ته داسې تعليم وركړل شي چې ددغه ملك زوړ برم ورپه ياد شي اودهغه تللي عظمت دراستنولو په فكر كې شي ٠ روزنه يې بايد داسې وي چې دشاگردانو په زړونو كې دانسان سره دمينې تخم وكرل شي اوددين ٬مذهب ٬رنگ ٬ نسل ٬ وطن او ملك دښمني اوتعصبونه له منځه يوسي اودراجه رام موهن راى ارمان پس له مرگه وخيژي ٠ نو ځكه تاگور په دغه ښوونځي يا اشرم اوودياشاله (( ښوونځي )) باندي دشانتي نيكيتن نوم كيښود ٬ چې ددارلامان مانا هم لري ٠ ))

دا ښوونځي وروسته دانساني ستر تمدن دارزښتونو مركز شو ٠ په دې ډول له دې لنډې توضيح نه جوتيږي چې غني خان هم له دغو زده كړو څخه زيات اغيزمن دي ٠ همدارنگه انسان غني خان ته دهر څه لهپاره معيار اومحك دى اپه دې كې دغنې خان هيومانيزم هم ډير برجسته دى ٠

اوس راځو دې شعر ته ، استادپوهاند داکتر حسن کاکړ د((طالبان اواسلامي بنسټ پالنه)) په کتاب کې يوې ډېرې مهمې مسالي ته اشاره کوي اوهغه دپيښور اوشاوخوا وادي اودوه خانان دي ۔ يو خوشال بابا اوبل غنې خان ۔ دادواړه په رښتيا چې په پښتنو کې استثنايي خلک تير شوي دي ۔

اوس خوشال بابا په خپل ځاى پريږدو راځو غنې خان ته ۔ غنې له بل هر چا وتلې اونتلې و ۔

په دې مانا چې ، ده هم دخوشال په څير سياست کړې دى ۔ خو غني خان دهندي فلسفې دملال څخه متاثره دى ۔ دى ديو خانزاده په توگه يو ه خاصه زړورتيالري ۔ هغه هر وخت دويلو له پاره څه لري ۔ خو دمعنويت ليوال دى ۔ په دې شعر کې هغه خپل لوړ ايماژ اوتخيل اوانځور دلوستونکې مخ ته ايښى دې ۔ هغه خپله ايديال دونيا ترسيم کړي ۔ خو دنړى په عبث والي باندې هم ډيل نه دي بلکې په زغرده يې وايي ۔

يوازې ه باچا ومه په سر مې تاج دغم

په خوا کې مې دلبره وه موسکۍ سترگى په نم

اوس نو که نمجنې سترگې اودغم تاج دشاهي خوندونو سره په يوه ليکه(تله»کې کېږدو ۔ دژوند مانا ترې جوړيږي اوداد شرقي فرهنگ اوعارفانه اشراق ډير ښه تعريف کېداى شي ۔

((خر)) په شرقي فرهنگ کې دحماقت اوبې فکرۍ سمبول دى ۔ هغه وهل هم خوري، پيټې هم وړې اودراتلونکې نه خبر هم نه دې ۔ خر دبې احساسۍ اوبې عاطفه گۍ سمبول دى اوچې احساس نه لري نو خپله خوااوشاه نه شي احساس کولى ۔ ۔ دځان اونورو دشتون احساس نه کوي ۔ دخوندونو اورنگونو احساس نه کوي ۔ له بلې خوا غني خان په دې شعر کې درنگونو اواحساساتو عکاسي کړې ده ۔ غنې خان يو اگاه شاعر اوفلسفي انسان په توگه دژوند له فلسفې اودانساني لنډ عمر اواوږدو ارمانونو څخه خبر دى اوهمدا خبره چې معاصرو فلاسفه وو ته دژوند انه پوچوالي برجسته كوي ٬ لكه كامو هايدگر اونور ٬ خو غني خان خپل لوستونكى دقت اوتامل ته رابولي ٠ فكر كولو ته ٠ هغه دښكلا شاعر دى اوښكلا په داسې انداز ويني چې نورو سره يې دليدو سترگې نشته ٠ لوستونکى اواوريدونکى دې ته رابولي چې دقت وکري هغه څه چې غني يې بويوي هغه يې هم بوي اواحساس کړي ۔ هغه څه چې شاعر يې دهلال سره ويني اوپه سپوږمۍ کي ويني ليدونکى يې هم وويني ۔ نو ځکه هغه ماڼۍ چې شاعر يې په رومانتيک احساس سره جوړوي اوبيروني جهان ترې ناخبره اودهغه احساس نه شي کولي ۔ دشاعر په خيال يو خرگى جهان دى ۔

همدارنگه غني خان په دې اوچت شعر کې دشعر په خښتو يوه ايدياله ماڼى جوړوي ، خو له لومړۍ کليمې جوتوي چې دا دونيا عبث ده ۔ دا په دې مانا ده ٬ چې دا ټولې زړه تړنې دژوند په بې مانا اميدونو دسراب په لور تلل دي ٠

دفلسفي شاعر په فكرژوند يو پرله پسې حركت دى يو پرله پسې عمل ٬يو روان درياب اولكه دهراكليت چې وايي : موږ په يووخت دسيند څخه دوه واري په هماغه اوبو پښې نه شو ايښودلي دا ځكه چې هم وخت درومي اوهماغه اوبه نه دريږي ٠ دغني په نظر ژوند دنور يوه شيبه ده ٠ داسې شيبه چې ليدل يې بينا سترگي غواړي اوعشق اومينه ده چې دا سترگي انسان ته وركوي ٠

دسيند سپينې شگې دماشومانو دپښو ايښودلو اودکوټنيو جوړولو لوبه را تداعي کوي چې کله ترې پښه راباسې اوشگه خپل رطوبت له لاسه ورکړي نو هغه هم پريووځي ۔ همدارنگه دغني شگې دشفافيت اورڼوالي اوسپيڅلتيا دونيا هم ده چې هغه پرې ماڼۍ جوړوي ۔ دځوانۍ خوبونه د((شباب خوبونه)) رنگين وي خو دا ((عمر)) دومره لنډ اوتنگ وي چې دواقعيت په دونيا کې يې دزوال باد زر ر ا الوزي ۔

دغني خان داسې سمبولونه لکه دشبنم څاڅکي ، اودهغو اميل ،د نسيم خندا ،دبلبل داوښکو شراب ، دسپوږمۍ رڼا ، اوداسې نور داوچت تخيل اولوړې فرهنگې تومنې کيسه کوي ۔

بايد ووايو چې غنې خان چې له يوې خوا دپښتنو دپگړۍ گل دى ، دخانۍ موسسې په واقعي توگه هغه ته داسې جرٍات ورکړى چې په بې دريغه توگه خپله خبره وکړې اوله چا يې سترگه هم نه سوزي ۔

دفکر له مخې هغه يو متفکر دې چې دشرقي فرهنگ ډير ښه ارزښتونه يې جذب کړې اوپه شعر کې يې څرگند کړي دي ۔ غني خان دهيواد دازادۍ ليوال اواودخپل پښتنې فرهنگ اصېل نماينده دى ۔ يو وخت مې واوريدل چې غنې خان ته يو چا دصوفي خطاب وکړ ۔ زما په نظر دا خبره لږ دقت غواړي ۔ په دې مانا چې هغه دډيرو اهمو انساني مسايلو په اړوند خپل شرقي نظر لري ۔ اوهغه دادى چې نوموړې دمعاصرې سايکالوژى په رڼا کې انسان اودانسان لاشعور دهغه داعتقاداتو اوانگيرنو خزانه بولي په دې اړوند ډير مثالونه شته چې ددې مقالي دحوصلې نه بهر دي ۔ دمثال په توگه خير اوشر ، قضا اوقدر اختيار اوجبر له پاره هغه ځانگړي تعبير لري ۔ ددواړو منفي اومثبتو جريانونو دتلاقي مرکز په ((من ))يا ځان کې گوري ۔ ځان چې راپيدا شي اوپناه شي ۔هدونيزم يوبل اصل دى چې دغني خان دفلسفي تفکر ماڼۍ جوړوي ۔

دنړى دعبث والي اوبيهوده والي سره ۔ دحسن ختام له پاره دا شعر لولو :

شاته تور يو سمندر دى مخکې لا توره بلا ده

مينځ کې يو دشبنم څاڅکى په غورځنگ لکه ابشار شي

دادم زړه دکتو دى دده توره دريابي ده

داسې تلو داسې راتلو کې دې بې خوده شي خمار شي

وه په کار چې ساعت ژوند واى په ژړا ژړا به تير واى

که دى ډير په ليلا مست شي خو اخر به دمرگ يار شي

غني خان --پانوس

همدارنگه هغه جهان چې غنی ېې ((خرګی)) بولی عبث ځكه دې چې دانسان ارمانونه نه پوره كيږي اوددې يوې شيبې په بوده تنسته كې د((سيزيف)) ډبره هيڅكله هدف كې ايساره نه شوه ٠ دهغه په نظر جهان ځكه بې احساسه خر دی چې دژوند ديوې شيبې له راز اونيازه اوښكلا نه خبر نه دى يوازي حرص اوتمه ده چې سترگې يې ورته ړندې كړي دي ۔ خر چې هم په پښتني معاشره كې اوهم په شرقي فرهنگ كې دبې عقلۍ اوحماقت سمبول دى ٠ ٠ هغه وهل هم خوري، پيټې هم وړې اودراتلونکې نه خبر هم نه دې ۔ نوځكه دغه خطاب نړۍ ته كوي چې له دې رازه خبر نه شو۔

او بله داچې هغه دنيا چې غنی د خپل محل تر نامه لاندی جوړه کړی ډيره ښکلی او بی جوړی ده ،سمه ده چې هيڅکله ورته عبث نه شوويلې خو په هماغه شيبه كې چې هغه يې په جوړولو لگيا دى ښه ده ٬ خو كله چې هغه انجام ته نږدي كيږي نو څه شې پاتې كيږي ؟ هيڅ٠ يوازې دغم اوخوښى يو رنگين تجانس دى ٠ دسپينو شگو جهان دناممكناتو دسمبول په توګه چې هيڅكله ترې ديوال نه جوړيږي نماينده گي كوي ٠ غني خان دشرقي فرهنگ په خواكې دلويديز رومانتسيزم نه هم متاثره دي 

لندن جنوري ۲۰۰۹