رسیدن به آسمایی: 04.10.2009 ؛ نشر در آسمایی: 05.10.2009

اجمل روهي

لټون !

 

 

د ښوونځي مخې ته انتظار وم او بايدکشر زوی مې له ښوونځي نه کورته راوستی وای ، خو ﻻ څو دقيقې د ښوونځي رخصتۍ ته پاتې وې . سترګې مې  پر هغه اعلان ولګيدې ، چې د زياتو بارانونو له امله يې لوستل ګران شوي و او د کاغذ پر مخ يې رنګونه خواره شوي وو .  د پاڼې سرليک و  «لټون».

 

سرليک مې اندېښنه او تلوسه  راوپارول او سمدﻻسه  مې په لوستلو پيل وکړ ، ليکل شوي وو :

 

سپټمبر له 11 مې نېټې راهيسې «فرديناند» بيا کورته  نه دی راغلی . د سپټمبر د 11 مې نېټې د کلمې په لوستو سره مې په ذهن کې ژر يوه کيسه  راجوړه شوه او فکر مې وکړ ، چې کوم اروپايی مسلمان شوی او د سپټمبر په پېښه کې يې لکه  چې څه ﻻس درلود او يا به هم په دې پېښه کې زيانمن شوی وي .

 

وړاندې ليکل شوي و،: فرديناند ژيړ او نصواري رنګه وېښتان لري او  شپاړس  .... دی .  تر شپاړس وروسته کلمه نه لوستل کيده ، خو ما داسې و انګيرله ، چې شپاړس کلن به و .

 

بيا له ټولو شاو خوا سيمې اوسيدونکو څخه هيله شوې وه ، چې که  د چا کور زيرخانې لري او کړکۍ يې خلاصې وي يا هم داسې ګراجونه لري ، چې له زياتې مودې يې نه وي کارولي  نو هيله ده ، چې يو ځل يې وګوري !

 

بيا مې په ذهن کې بل انځور په پنځولو شو او فکر مې وکړ ، لکه چې «فرديناند» له کوره مرور شوی کوم ځوان دی او په  شاو خوا سيمو کې د خلکو د کورنو په زيرخانو او  يا ګراجونو کې شپې تيروي .

 

د نورو ځانګړتياو په برخه کې ليکل شوي وو ، چې د «فرديناند» په غاړه کې  زنځېر ، تانګی او يا کومه بله نښه نشته او خسي شوی هم دی .

 

د دې جملې په لوستو سره مې په ذهن کې د ټولو جوړو شويو کيسو انځورونه  دړې وړې شول او يو ټکان مې وخوړ .  ټوله پاڼه مې په ټوليزه توګه بيا له سره په ځېر سره تيره کړه .  د پاڼې په پای کې يو داسې رنګه انځور و ، چې په سختی سره ليدل  کيده  او هغه د يو  پش «پيشو» انځور و !

 

 

 

جرمني ، 3.10.2009 زکال