رسیدن به آسمایی:23.06.2009 ؛ نشر در آسمایی: 24.06.2009

په لندن کې فر هنګي نا سته


د جولای په درویشتمه په لندن کې د ا فغا ن لیکوالو فر هنګی ټولنې د هیواد د ښه شا عر او لیکوال استاد جنید شریف په ویاړ یوه ادبی نا سته رابللې وه .

دغه ادبی نا سته چې د لندن په یوه افغانی رستورانت -بخا را- کې رابلله شوې او لندن میشته ګڼو لیکوالو شا عرانو او د فر هنګ مینه والو په کې برخه ا خیستی وه ،د غرمې په یوه نیمه بجه پیل او د ما ذیګر تر څلورو بجو وغزیده.

په غو نډه کې وروسته له هغې چې د ښاغلی استا د داكتر جنید شريف لنډه پیژندنه اغلې څانګه «حنا» کرګرولوستله لاندینو شاعرانو هر یو اغلې زرکه حسن زی مقبل او ښاغلیو : سید رضا محمدی ، غلام محمد کامه وال ، ایرج شهباز ، افضل ټکور، لمر غلجی په خپل وار خپل شعرونه واورول او لیکوال او څیړونکی اکبر کرګر خپله داستانی طر حه : «یادونه او نکلونه» ولوستله چې د ګډونوالو له ښه هرکلی سره مخا مخ شوه .

د غونډې و روستی ویناوال پخپله ا ستاد جنید شریف و چی د ده په مناسبت ېې د دغې غونډې له رابلونکیو له زړه له کوی مننه وکړه او له مننې وروسته ېې د خپلو اشعارو دری او پښتو بیلګې هم واورولې .

له استاد شریف وروسته د افغان لیکوالو په استا ذیتوب ښاغلی افضل ټکور له استاد جنید شریف په دغه غونډه کې د دوی له ګډون مننه وکړه او د غونډی پای یی اعلام کړ.