رسیدن به آسمایی: 28.04.2009 ؛ نشر در آسمایی: 06.05.2009

 

پوهنمل محمود نظری

 

ولتر د اتلسمې پېړۍ فرانسوی طنز لیکونکی

François-Marie Arouet VOLTAIRE

 

فرانسوا ماری آروئت مښهور په ولتر په اتلسمه پيړۍ کې د (۱۷۷۸-۱۶۹۴ ) پورې ژوند کوی هغه خپله زده کړه دلویي کبیر په مدرسې کې تر سره کړې ده هغه په ادبیاتو کې د فرانسې د اکاډیمي جایزه وړی ده هغه د دویم فیلیپ پر ضد د هجویه شعرونو په ویلو سره له فرانسې څخه تبعید شو بیا له راتګ وروسته د باستیل زندان ته واستول شو.

هغه بیا انګلستان ته ولاړ او هلته يې په انګریزی ژبه ډیرې مقالې ولیکلې بیا بیرته پاریس راغی او « بروتوس تراژیدی »يي ولیکله ورپسې يې د «سمیرامیس نندارمه » د «ساده زړه (کاندید)» ، «ميكرو  مگاس») »کتاب ، د «شکسپیر په آثرونو نیوکې »کتاب ، د« ایرن» په نامه قطعات ،« اګاتوکل »، د« هنریاد» منظومه او «د څلورم هانری پاچاهی» اثر، د «قیصر مړینه »، د« اورلیان پيغله» ،« فلسفی لیکونه» ، « دتمدن نوی تاريخ » او داسې نور کتابونه لیکلي دی همداسی يي په څیړنیزه برخه کې د روسیی تاریخ ، فلسفي فرهنګ او د څوارلسم لويي د عصر په نامه کتابونه لیکلي دي . هغه غوښتل عربي زده کړی چې په قران کریم باندې ځان پوه کړی هغه لیکي:« ما د لندن په بورس کې د محمد پیروان ولیدل هغوی دیهودیانو او مسیحیانو سره داسې کړه کول تا چې ویل د یو دین پيروان وی او څه توپير نه لري.

مسلمانانو هغه چا ته بې دینه ویل چې د اقتصادي ماتې ادعا یي کوله او خپل پورونه يي نه ورکول». ولتر د لندن د اکسفورد پوهنتون د مسلمان استاد سره اشنا او هلته د اسلام په څیړنه بوخت شو. هغه شل کاله په اسلام څیړنه وکړه او په خپلو تر دیرشو زیاتو اثرو کې يې حضرت محمد (ص) ستایلی دی د هغه امت يې بشر دوسته او د پاک زړه خاوندان بللی او تبلیغ کړی دی او د مسیحی تثلیت او د هغه د پيروانو تعصب يې غندلي او ور سره يې مبازره کړی ده .

هغه د ا سلامي ـ مسیحی ضد افسانې د تل لپاره خاورې ته وسپارلې .

هغه له خپلو لوستلو او څیړونوڅخه دا پایله واخیستله چې د ا سلام دین نه یوازې شیطاني دین نه دی بلکې د مسیحی متعصیبینو ضد دهغو منطق په عقلي موازینو ولاړ دی چې مسیحی دین ته ډیر نږدې او دتاریخی له نظر ه متکاملتره دی.

د ولتر په خپلو هڅو او لیکونو د مسلمانانو او مسیحیانو تر منځ هغه ژور درز چې دډیرو کلونو راهیسې يې شتون درلود او هغو ی يې سره جلا کړی وه ډک کړی هغه په یوه خپل اثر کې د خدای (ج) سره داسې خبرې کوي:

« پروردګارا! ای خدایه ستا درګاه ته می پناه دروړی، دلوړو اسمانو څخه زما فریاد او صمیمانه ږغ واوره، زما بې دیني، نه چې ستا خوښه نه شي، دوی تا ستمګار ګڼي خو زه په تاکي خدایي او مهربانی وینم، زه مسیحی نه یم،ځکه زه غواړم تاسو ښه تره راته ګران اوسئ».

هغه په خپل یو کتاب «اندید »یا نیکمرغی کې لیکي: هغه د یو سویلی امریکادیو تور پوستی له خولی وایي:

« ..کله چې مور مې زه د ګینه په ساحل کی د سپینو زرو په لسو سکو پلورم ماته يې وویل:«ګرانه زویه! تل د خدای عبادت کوه . هغوی دي په ژوند کې نیکمرغه کوي، ته وویاړه چې د سپین پوستو اربابانو مریي کیږې په دی ډول د پلار او مور رفاه تامین وی، خو افسوس چې سپي او بیزوګانی زر چنده لږ تر موږه خوشبخته دی ، هلندی کشیشان چې موږ يي په خپل مذهب کړی یو، هر ه یکشنبه راته وایي، چې موږ سپین او تور ټوله د حضرت ادم اولاده یو، زه نسب شناسه نه یمه که دا کشیشان رښتیا وایي چې موږ ټوله د اکا زامن یو خو قبول کړه چې هیڅ خېښ د خپل خېښ سره داسې وحشت ډوله کړ نه نه ده کړې»

هغه د طنز پرته ډیرې هجوی هم لري د هغه مکاتبات د کاریکاتورونه اوطنز ی حکایتو ډک دی دهغه کاندید، زادیګ او شعرونه ډیر هجو ی لری چې په حقیقت کې هجو کول د هغه وسله ده

ولتر د اسیا وچه ښه پيژندله او او هغه ډیره پر ګرانه وه هغه د مونتسکیو هجوی چې اسیا يې بده ګڼلې او د عثماني ترکانو ظلم يې ډیر په بد ډول هجو کړی وو. او هم يې پر چین او جاپان ناروا ویلی وه غندلی او رد کړی هغه يې ناروا او درواغ ګڼلي دي

په نامه كتاب Essai sur les Moeurs هغه په ختیځ باندی لیکلی او وایي اسیا د نوی تمدن زانګو ده ؛ هغه ډیر ښه خوږی لنډی خبری لری لکه:

-  سړی لومړی باید انسان بیا ډاکټر شي

-  موږفقیران یو خو ښه سلیقه لرو

-  یو نوی دلیل چې زموږ د فقر لامل شوی دی هغه زموږ نوی اړتیاوی دي

-  دوستي د دوو اروا (روح) واده دی او لکه هر واده د سولې تابع دی

-  ګټور کتابونه هغه دی چې لوستونکی وهڅوی هغه تکمیل کړي

-  دوشیان ماته د ژوند مانا لري یو آزادی او بله هغه ښځه چې مینه ورسره لرم

-   زمان ټول ټپونه جوړوي

-  په نړۍ کې داسې ځای نشته چې مینه له عاشقه شاعر جوړ نه کړی

-   د ټولو خلکو بد ګمان د کشیشانو په اړه بیځایه دی// د هغو علم زموږ د جهل او نا پوهی له کبله دی

-  بېله ځانه او هغه څه چې په سترګو لیدلی شې په بل شی باور مه کوه// منبر ، معبود او الهام بېله دی په کار نه دی

-  د فساد اخیره درجه د ظلم لپاره د قوانینو په کار وړل دی

-  هیڅ سړی بدکاره او خبیث نه ږیږی دا یو عارضی ناروغی ده

-  هغه څه چې په یوه شپه په ننداره کې وینو د یو لوی کتاب د عهدی بهر دی

-  څوک چی څلور فصله پسرلی غواړي نه ځان پیژني نه طبیعت اونه ژوند

-  آیا په نړۍ کې دومره عاقلان شته چې د نوروله تجربو څخه عبرت واخلي

-  د هغه له ځوابو نه ښه تره د خلکو د سوالو څخه پر هغه قضاوت کولی شی

-   که په خوارو خلکو په غوسه شوی دا ددې دلیل دی چې زورور نه يي

-  که غواړې چې شتمن شې د نفس هوا لږه کړه

-  که څوک د تصمیم نیولو په وخت کې آزادی ولری آزاد دی

-  ددې لپاره چې ښه ولیکې باید په یو آزاد هیواد کې ژوند وکړې

-  د کتاب پاڼې لکه وزرونه دی چې زموږ اروا د روښتایي خوا ته الوزوي

-  پریږده چې دوستی کرارکرار ډیره شي که دا دوستي دبرښینا غوندې ګړندۍ وي نو ژر له منځه ځۍ او دریږي

-  دنیکیو د راجلبولو لپاره ښه لاره د بدیو رفع کول دی

-  تاریخ مازی د بشر د جنایاتو او ناورین انځور دی 

-  ټوله هنرونه دیو بل وړونه دی هر یو هنر پر نورو هنرونو روښنايي اچوي

-  رښتیا ووایاست او خلک پر پوه کړی که څه هم ډاډه یاست چې وژل کیږی

-  حقیقت ښه وګڼه خو تیروتنه وبښه

-  خدای خوب او امید دژوند د غم د جبرا ن لپاره موږ ته ارزاني کړی دی

-  بشری تیروتنه لومړی لاروی دی بیا مېلمه او وروسته د کور خاوند کیږی

-  د ژوند په لوبه کې انسان لومړی ګول خوړونکی دی او په پای کې ګول ووهونکی یانی هغه وری دنیا ته راځی او ګیدړه له دنیا ځي

-  دوست لکه ګاډۍ به باراني ورځو کې کمیابه وي

-  مینه زورورپوځ دی ځکه په یوه شیبه پر زړه ، مغز او جسم برید کوي

-  مینه هغه وسیله ده چې ټول واړه سردردونه په لوی سر دردونو بدلوي

-  که عمل وکړی، یو عاد ت به وریبې ،که عادت وکړې اخلاق به وریبې

-  د بدی کولو فرصت هره ورځ سل واري لاس ته راځي او د ښو کولو فرصت په کال کې یو وار

-   دلیکوال قلم تیښه ده چې نه شوای کولی هغه ماته کړې دا تیښه ددې لپاره جوړه شوې ده چی زړه نړۍ ورانه او نوی نړۍ ودانه کړي

-  څوک چې له مړینې ویریږي له ژونده ویریږي

-  تاسو ممکنه وکولی شي ګل له پښو لاندې کړې خو نه شوی کولی د هغه عطر له هوا څخه ورک کړئ

-  نه بوختیا د نه ژوند سره یو شی ده

-  د څو مچانو نېښونه هیچکله دچابک آس د ځغاستی خنډکیدای نشي

-  چې کله د پیسو خبره شی ټوله په یو دین شي 

-  هرڅه چې ډیر سوچ وکړی ښه پوهیږی چې هیڅ نه پوهیږې

-  چې هر څه متاهلین زیات شی جنایتونه لږیږی

***

لمنلیکونه:

Ichodoc.ir-1

Wikiquote.org-2

Tebyan-hamedan.ir-3

Noah1363.blogspot.com-4

Persianbook.net-5

Realisme.blogfa.com-6

Teragedy65.blogfa.com-7

Miadgah.org-8