07.03.2019

اسدالله زمری

ښځه

د ستر خالق د هستونو بې مثاله شاهکار ،

د طبعیت د تکامل د څلې لوړه څوکه،

او د لطیفو عواطفو دا ژور سمندر ،

په ځان ښیندنې او په زغم  کې لکه غر داسې ستر ،

د شفقت کان او دمینې مقدسه مولا ،

د ژوندانه د کږلیچنو آزموده رهنما ،

د تعقل او د کلتور دغه ځلانده غمی،

د تحول او پرمختګ دغه بې ویرې اتل ،

د آزادۍ - برابرۍ دشمعې سوې پتنګ ...

***

دا نه «سیاه سره»،نه «عیال» ده او نه هم «عاجزه»

«کډه» هم نه ده او یوازې«کورودانه» نه ده .

نه د جاهلو او ړندو په ډیر معیوب منطق کې :

ناقص العقل ،ناقص الدینه نه ده!

آزاد انسان ده او نور وینځه نه ده!

او دناولو فحاشانو د هوس نانځکه هم نه ده دا .

***

چې انسانیت يې دبقا او خپل دوام په خاطر ،

په درناوي او د منت بدل کې سر ټیټوي ...

هر نارینه چې نارینه وي نو پرې سر ورکوي ...

وفا او زغم ،ګذشت او صبر یې له عجزه نه دی ...

هر نابغه د دې له عقله او وجوده پیدا ،

هغه چې ټول جهان پرې ویاړي دې روزلي دي ټول،

پخپله دین ،ایمان،مذهب ده داسپیڅلی موجود ،

دا الهه ده خدای خلق کړې پرستش لپاره :

دا مقدسه موجود مور ده ...

دا مو خور ده ،دا آنا او دا ترور ...

دا مو توړۍ ده،دا زمونږ د ستړي ژوند ملګرې ،

دا مو د ژوند خوږه میوه ده د لورکۍ په نامه.

***

 

 

جنت د دې په غیږ کې ،

ثواب د دې وجود کې،

جهان د دې په لاس کې،

لویې د دې په زړه کې،

ښکلا د دې وینځه ده،

نیکمرغۍ دې سره ده،

خوشحالي دا راولي،

***

د دې په ښکلي مخ د غم ګرد د لیدلو نه دی.

دغه موجود که نمانځئ نه ، د ځورولو نه دی.

دا چې وي خړه او خفه ورته اسمان ژړیږي،

پردې ګوذار باندې د خدای عرش او دربار لرزیږي.

په سپکه سترګه او په ټیټ نظر کتل ښځې ته...

د انسانیت د ستر مقام د سپکاوي معنی ده؛

د دې درنښت دی د مریم او آمنې درناوی،

د دې درنښت دی د ادم او د حوا درناوی،

څوک چې انسان وي د انسان دخالق قدر کوي

د خپلې مور خپلې میرمن او دخور قدر کوي

***

افسوس زمونږه په حال افسوس او بیا هم سل افسوسه...

چې د افغان وطن کې :

چې یې سوما ،او سروشه ،اناهیتا لمانځله،

چې یې میترا ،سوریا او هم یې اندیرا لمانځله؛

او دعالم د اداری لپاره اهورا مزدا.:

صرف فرشتي ټاکلې.

افغاني ښځې نن په ډیرو ځنځیرو تړلې...

تن یې زخمي، میړه یي مړ او په اولاد ده بوره،

کله سنګسار شي ، کله پریک کړي ورته غوږ او پوزه،

کله له ډیرې ناچارۍ نه ځانته اور واچوي.

د څو وحشیانو په نظر کې اوس لا هم وینځه ده

چې نه د ځان اختیار لري اونه دخپل د اولاد .

****

خو ګرانې خورې ،درنې مورې راته ګرانې لورکۍ

چې ځان څوک خلاص نه کړي له بنده ،بل یې نه خلاصوي

ای د اناهیتا ملګرې او ای د ملالۍ خورلنډې ،

د رابعې ملګرې ای د ثریا لوره کې ...

د تا ژړا او سلګۍ ،

زما فریاد اوساندې ...

نه کوم اثر لري او نه هم څه ترې لاس ته راځي...

 

پاڅه راپاڅه!!

د فرخندې په وینو سور پړونې...

لکه کاوه د ازادۍ او سولې،

د سوکالۍ او تمدن لپاره ...

او د روانی ناروا او د ظلمونو پرضد،

 رپاند بیرغ کړه ځانته.

او ملا دې د رخشانې د سنګسار شوی شنه بدن کسات ته ،

او د بابک د پاکو لوڼو د عفت کسات ته ...

او د ناهید د شهادت او مظلومیت کسات ته ...

په شنه ټیکري وتړه !

او دغه تور زندان يې مات کړه ورته!

او دغه تور دوران ته نور د رڼا ټکی کیږده!

۶/۳/۲۰۱۷

ویسبادن

مریم د عیسی( ع ) مور ،آمنه د محمد (ص) مور، سوما د مقدسو شرابو بوټي ،سروشه د قانون الهه ،اناهیتا د باران او حاصلخیزي الهه،میترا د روښنایي الهه،سوریاد لمر الهه،اندیرا دجنګ الهه،رابعه بلخي افغانه شاعره او د موجودو قیدونو پرضد د قیام سمبول،ملاله د میوند اتله،اناهیتا دکتور اناهیتا راتب زاد د ښځو د نوي نهضت بنسټ ایښودونکې او د ښځو د حقوقو مبارزه ،ثریا ملکه د اعلیحضرت امیر امان الله خان میرمن او د ښځو د نهضت او حقوقو غوښتونکې