رسیدن:  13.12.2011 ؛ نشر : 16.12.2011

حنیف بتکاش

د نښت پرټکي


نن شپه مې بیا د زړه مېلمه یې مېلمه
خپلې تنهـــــــا شېبــــــې وېشم درســــره
له غـــــاړه کۍ نه دې لـــــــوېدلې مرۍ
راجېــــلـومه پـــــــه ورېښـــــــم درســــــره

کله چې لمــــر له کلي کـــــــډه وکــــړي
زړه مــــې د هســک پــر سینه تالـــټوي
لکه ویشتلې مــرغۍ ، څـــړیکو سره
په تا کــــې هیله ، تا کــــې سا لــټوي

د هسک په زړه کــې ډېـوې ډېرې بلې
خو سترګې ستــا لـــوري ته لاره باسي
ستا په ښایست کې څه رازونه نغښتي ؟
زړه لــه کــــو ګله بې اختیــــاره بـــاسي

چې له کوڅې نه غږ د پښو پورته شي
زه وایم خــــدایه زمـــا مینه راغــــله
د مقدســـــــــو آیتــــو لـــــــه نــــــړۍ
زما د روح نـــړۍ ته سپینه راغــــله

د بڼ له لــــــوری چـــــې وږمه ولګـــــي
وایم هغـه ده ، ګـــــوره بېــــرته راځــي
زه مـې له بخته ســــره څـــه وکــــړمه ؟
نه هغــــه نـه ده بابا چېــــرته راځــــي ؟

زه د تیارې او د سپېدې تر منځه
د نښت پر ټکي لکه سات پاتې یم
پر شاو خوامې دي د غم لښکرې
لکه بې وسه باچا مات پاتې یم

هره خوا ګورم دیوالونه ښکاري
لکه چې ګور کې کرایي ناست یمه
روح رانه تښتي ، زړه یاري نه کوي
آسمان ته لاس په ګدایي ناست یمه

پسرلی 2009 کال لندن