24.04.2017

عبدالوکیل سوله مل

ډارونکي خوبونه

نن شپه بیا په خوب کې لوڅه لغړه ورغله . ، د سترګو په رپ کې ېې پرتوګ وښوید، د پښو منځنته ېې لاس ورغئ خو له دې سره نا ببره آسمان وغورید. تا لنده او بریښنا شوه  له آسمانه  لویه ګلۍ لکه لویې ډبرې ووریده. درنې زلزلې ټوله ځمکه ولړزوله ،  لویه چیغه ېې له خولې ووته :

ـ تو لعنت په شیطان  

سپک لکه د والیبال توپ را پا څید .  ویرې ونیو ،رنګ ېې لکه کورکمن زیړ راواوښت . یو دم په خونه کې لربر لاړ او راغئ خولې پرې راماتې شوې ، په دیوال کې ځوړندې مصلې ته ورغئ . مصله ېې له دیواله راواخیسته ، د قبلې په لور ودرید. غوږونو ته ېې بې واکه لاسونه ورغلل . په توبو سر شو:

ـ یالله ! په کوم عذاب کې دې نیولی یم ؟ د کومې ګنا ه عذاب راکوئ؟

دریمه ښځه چې په واده ېې لا میا شت هم نه وه اوښتې او تر خوا ېې لوڅه لغړه غزیدلې وه هم د سترګو په رپ کې راپورته اولکه بتکه چې له اوبو وچې ته راووځی په داسې حال کې چې له ویرې لکه پا ڼه رپیده په ورو وویل:

ـ ولې څه درباندې وشو؟

خاوند ېې چې خولې پرې را ما تې او هواس ېې پا شلی وو په ورو ځواب ورکړ:

ـ خراب خوب مې ولید .

ښځه نوره هم حیرانه شوه:

ـ خراب خوب! کو مه بلا دې ولیده ؟

سړی په ریږدیدلی غږ ځواب ورکړ:

ـ کا شکې بلا وای

ـ نو څه دې ولیدل ؟

سړی له شرمه په ډک او نیولي آواز ځواب ورکړ:

ـ مور

د ښځې خوله وازه پا تې شوه .

ـ مور خو نو نعمت او خوشحالي ده. له موره څنګه ووبیریدې؟

سړی سوړ اوسیلی وکیښ او په ژړغونی غږ ېې ځواب ورکړ:

ـ خو مور اوس ما ته په ویښه او خوب دواړو کې په عذاب اوښتې ده.

ښځې ټوپ وهل:

ـ هغه څنګه؟

سړی پړینګ په ژړا شو:

ـ مور زه عق کړی یم .ځکه خو مې په خوب کې هم آرام ته نه پریږدي.

له دې سره ېې د پښو منځته لاس وروړ:

نه وینې د مردۍ په اوبو مې ټول اندام لوند دئ !

په دې خبره دښځې ویښتان رانیغ شول ، خوله یی وازه پا تې شوه . سر پرې وګرځید.

ـڅه شی؟

سړی ته نوره ژړا ورغله :

ـ هو زه مې له مور سره دا ډیره موده زنا کوم . او بیا ټوله ورځ ددې عذاب په اور کې سوزم . له دې ویرې خو ډیر وختونه تر سهاره په ویښه تیروم .

ښځې هم غوږونو ته ګوتې وروړې او په توبو شوه .

ـ  توبه ،توبه ،توبه .....خدایه توبه دا څه آورم !

سړی ته مخامخ ودریده. په سر ېې لاس کیښود :

ـ توبه وبا سه اخرالزمان دئ.

سړي نور هیڅ ونه ویل: سده تشناب ته لاړ چې ولما نځي او له ځا نه د جنا بت پیټی لیرې کړي.

چې له لمبا راوګرځید، دچرګانو آوازونه او آزانونه پورته شول. وروسته د نږدې جوماته  د ملا آزان هم په لوړ آواز راغئ. سړي مصله وغوړوله ،په لما نځه ودرید. په دم ګړۍ کې ېې لمونځ وکړ. له لما نځه پسې ېې سمدستي  قران شریف پرانیست.ښه شیبه ېې په لوړ آواز قران تلاوت کړ. له تلاوته وروسته خدای ته په زاریو او ننواتو شو، لاسونه ېې پورته لپه ونیول:

ـ خدایه نور مې له دې عذابه وژغوره. یا ما واخله او یا مې مور او یا هم دا خوبونه .

له مور سره د زنا او کوروالي دا عذابونکي او بوږنونکي خوبونه ېې له ډیرې مودې راهیسې لیدل او له دې بیرې ېې ګڼې شپی تر سهاره رڼې په ویښه تیرولې او پوره شوګیر به ېې کاوه .ځکه خو څو ځلې مور ته ننواتې ورغئ . ګڼ کسان ېې جرګه ورولیږل  که ېې وبخښي او د هغې په بخښنې له دې ویرونکو او عذابونکو خوبونونو آما ن ومومي،خو مور هیڅکله ونه با خښه .

نن ېې بیا دتل په څیر د مورټولې خبرې او یادونه چې دده په عذاب بدلیدل او په زړه یی اور وربلاوه تازه او یو یو مخې ته راشین شو:

ـ څنګه دې وبخښم زما دزړه ټوټه ګران زوی او خپل مشر ورور دې زما په وړاندې په رڼا ورځ په ګولیو سوری سوری کړ.

مور زړا ته زور ورکړ:

خپله ځوانه د ګل غوندې خور دې له با مه لاندې راوغورزوله .

له غوسې به سره شوه :

 د پلار ټول جا یداد دې په جوارۍ کې با یلود ، پردي جنګونه دې کور ته راوړل.

او له دې سره به ېې د مورکرکه اوج ته وررسیده .له ډیرې غوسې به ېې لاړې ورتو کړې.

خپل او  پردی یو دې هم له شره په آمان پا تې نشو.

هغسې چې ترې مور مخ واړاوه او کرکه ېې ترې کوله دده په زړه هم نوره ونوریده او نه ېې د هغې د لیدلو شوق وکړ. خو سیورې ېې تل پرې خور او پروت وو. هغه ېې له وجوده نه لیرې کیده .او خا مخا ېې په خوبونونو کې ځان راڅرګنداوه.خو بدمرغي دا وه چې هغه به په خوب کې په پرښتې نه بلکې په یوه ویرونکې او ډارونکې بلااو په یوه لولۍ او ډمې بدلیده.

دی نه یوازې مور ته دوراوښتو غمونو او عذاب دګناه پوروړی و،بلکې د ګڼو بې ګنا هو کسا نو  د وژنو،ځورونو او داړلوتورونه هم ورپورې وو. خو یوه جنا یت او ګناه په خوب کې د مورسره د مخامخیدو د عذاب هومره نه زوراوه. ځکه خو له دې عذابه د خلاصون لپاره څو ځل حج ته لاړ. خیراتونه یی وکړل اوپه پینځه وخته لما نځه برسیره ېې هر وخت په نیمه شپه کې نفل هم کاوه خو د ثواب یوې لار هم په خوب کې له مور سره له مخا مخیدو له عذابه نه ژغوره . په تعویذونو ېې باور نه راته خو د ځان د آرامولو لپاره ېې ګڼ تعویذونه هم په غاړه کې واچول. د هیواد په جادو ګرو او فالبینو برسیره د نورو ملکو روانی داکترانو ته هم ورغئ خو له مور سره د مخا مخیدو شرمونکی خوبونه یی هیڅکله له مخې ایسته نشول.

نور ېې زغم پا یته وررسید پوه شو که مور ېې ونه بخښی دا خوبونه به ېې هیڅکله آرام ته پرینږدي اودا عذابونکې توره به ېې تل د سر له پا سه په نری تار کې راځوړنده وي. نن ېې نا ببره پریکړه وکړه چې د ځان په څیر زورور د ځان ملګري او په جرګه مور ته ورشي. چې څنګه ېې سباناری وکړ یوه ډله ېې په ځان پسې روانه کړه خو د جرګې مشرهم پوهیده چې مور ېې د هیچا شفا عت نه مني ځکه خوچې څنګه ورسید او  د هغې په وړاندې ودریدنو په درواغوېې مور ته په ګونډو شو:

ـ ابۍ که هغه ونه بخښئ زوی دې ځان وژني.

او له دې خبرې سره هغه پخپله هم  دمور مخې ته ودرید ، د تومانچې لټ یی کش ، ګولۍ ېې تیره او توما نچه ېې سرته ونیوه.

جرګه مار ټول هیښ پیښ شول ، له ټولو اروا وتښتیده ، ویرې او ترهې ټوله جرګه ونیوله . د مور هم سپین وتښتیدل او

مورنۍ رحم پرې غالب شوله خولې ېې لویه چیغه ووته:

ـ نه ،نه ،نه ...........

خوناببره لکه لیونۍ چې شي خندا ونیوه:

ـ زه به دې  وبخښم خو خدای ته به څه ځواب ورکوې؟

په هغه کې ساه وچلیده ، په رنګ کې سرخی پیدا او د خوښۍ اخساس ېې په وجود غزونې وکړې .

ـ د خدای غم مه خوره د هغه په چل پوهیږم .

له هغې ورځ وروسته چې مور وبا خښه که پخوا په کال کې یو وار اوس هره میا شت حج ته ځي.

که پخوا یی په میا شت کې لوی خیرات ویسته ، اوس ېې هره اونۍ دیګونه با ندې وی او د ښارټول لوی او واړه وږی ېې په کور کې راپنډ وي . اوس مور نه په ویښه اونه خوب کې ویني خو د نورو بیګناهو کسانو د وژنو او زورونو تصویرونه ېې تل د فکراو حواسو مل او ملګری وي.

سوتهال ـ لندن

د شپې دولس بجې او لس دقیقې

د ۲۰۱۷میلادی کال داپریل ۲