27.12.2017

اکبر کرگر

د غربت ، شړنې او له هيواده ليرې

شويو هستونې او ادبيات 

يو وار چې انسان  د مور له کولمې غوڅ شي ،درد يې تل دماشوم په روان کې پاتې کيږي ـ مور خپل درد ته په غيږ کې دماشوم په نيولو، ټټر ته په نږدې کولو اود خپل تن اووجود په شيدو باندې دهغه په لويولو  کموي ـ ماشوم هم ځان ډاډه کوي. د مور گېډې او ټتر ته په نيږدې والي کې خپل رواني او جسمي انډول جوړوي. خو که د انسان بيولوژيک جوړښت د هغه په ټولنيزه  اوبدنه  کې پلې او تطبيق شي  او وليدل شي نو دا عنصر يا د مور شتون او موجوديت په  ورو  ورو نور بديلونه پيدا کوي . يو له دغو بديلونو څخه د ماشوم يا انسان د خاپوړو کوڅي دي. د هغه  د دريدو اوپرزيدو او بيا پورته کيدو جونگړه ده؛ د هغه د ټوکو خندا گانو او ژړاگانو لوبو او منډو کلي او ښارونه   دي.

همدا تصويرونه او انځورونه د زمان په تيريدو او شاته کيدو سره د هغه د ژوند ځمکه او ټاټوبى دى ،هغه يې  په ذهن کې پراخيږي. هلته چې انسان لوييږي ، زده کړه کوي ، ښوونځى ته ورځي ، سترگې يې په کتاب خلاصيږي او بيا خپل هيواد، د هيواد آسمان؛فضا اوغرونه اورغو نه پيژني.

ليکوال اوشاعر له دغه ډول چاپيريال نه چې انسان ته له ماشومتوب  نه تر بلوغ پورې زماني  واټن نيسي ،په هغه کې  د هويت احساس پيدا کوي. نه يوازې دهويت احساس بلکې دهغه وينه هډوکې او د بدن غوښه د هماغه خاورې اوبو اوهوا نه جوړيږي. يا په بله مانا دهغه  ټاټوبي اوملک  يوه  کوچنۍ ټوټه گرځي. په دې ډول د هويت اوپيژندنې احساس دانسان د وجود او شتون يوه نه جلا کيدونکي برخه گرځي. که له داسې پيښې سره مخامخ شي چې دخپلو خاپوړو له جونگړو، دلوبو له کوڅو، دزده کړو له چاپيرياله ،دلويدلو اوپرځيدلو اوپورته کيدلو له ماحوله، دخپلو غرونو اودښتو او ورشو گانو،  او باالاخره له خپل هيواد ه ليرې شي نو په واقعيت کې  دې ته ورته ده لکه په ماشومتوب کې چې دخپلې مور له غيږي ليرۍ گوزار شي.  زړه يې داسې  له وچه ډاگه لگيږي لکه ماهى چې له اوبو  وچې ته گوزار شي. لکه چې يو څوک له يوه لوى گړنگ نه ژور کوهي ته ولويږي. لايي پښې ځمکې ته نه وي رسيدلي چې يو ژور ياس اوخپگان پرې غلبه کوي. هغه زمولوي ، هغه لکه موم ويلي کوي. هغه لکه يو شى په نشت بدلوي.

له بلې خوا  داساطيرې روايت له مخې چې  دخلقت له اسطورې سره تړاو لري ، خپل ټاټوبې ته د ورستنيدو ليوالتيا دبشريت په ذهن اوروان کې  له جنت څخه دلومړي  آدم دراوتلو سره  تړاو لري، يا ورکول کيږي چې  دا دبشر اروايي غوښتنه ده چې بياځلي خپل اصلي ځاى ته ولاړ شي  اوپه دې لار کې خنډونه  داروايي خپگان اونوستالژيا  درامنځ ته کيدو سبب کيږي

نو له هيواده ليرې والى چې غربت اومهاجرت هم ورته وايي  دژورو خپگانونو ناهيليو اوروانې فشارونو سرچينه کيداى شي .

يو وخت مې اورېدلي و چې له يوه هندي ليکوال پوښتنه کيږي  چې ډېر سپک شى څه شى دى ؟ يو تن وايي چې ډېر سپک جنس مالوچ دي. هغه وايي نه دا سمه نه ده ؟  بل ملگرې وايي چې ډېر سپک جنس بڼکه ده خو هغه دا هم نه منې  وايي : د دې پوښتني ځواب له ماسره دى. ډير سپک جنس کډوال دى. مهاجر انسان ،يا  هغه چې هيواد نه لري. هغه چې سرگرادنه او له موره شړل شوى دى. هغه چې بيرته دستنيدو فکر ورسره شته خو عملي لاره يې نشته،  تر هر څه سپک دى.

کډوالي دهر انسان له پاره دردوونکي جريان دى. خو دليکوال اوشاعر له پاره ددې درد اندازه څو چنده زياته ده.

 „پرې کيږي.  پرته له دې چې څوک دى پرې کړي . ټپ دى په تن مالوميږي، پرته له دې چې څوک دې غوږ يا پزه پرې کړي . که پرى شوى واى اوريښې دې نه درلودې  پروا يې نه کوله ، هر ځاى دې خپل ځاى و. دريدلى ، (دريدل په يو ځاى څومره خوند لري. ) خو دريغا! چې داسې پريکوڼ يا مقاطعه  چې پلې  اوريښې دې پر خپل ځاى وي او ته نور ونه شي کړاى ودريږي .

بې پلو اوبې  ريښې کيدل ،پرې کيدل يا نه پرې کيدل ، بې ريښې کيدل دى. نه درېدل او وچېدل دي . سمه ده چې دغوږ اوپزې په پريې کيدو دې څېره اوقواره بدليږي .  گونگى چې ژبه له لاسه ورکړي. کتل اوليد له لاسه ورکړي. لکه چې غوږ اوپزه دې نه وي. پرته له دې چې چا پرې کړي وي او ليد اوژبه دې بايللي وي .که ژبه ،سترگې اودبويولو حس دې له لاسه ورکړى وي نو نړۍ به يو ډول اويو رنگ واى نو  بيا هيڅ رنگ نه ځورولې، نه يې کړولې. له  لاسه ورکړى هويت ،ورکه شوې پيژندپاڼه  ، له لاسه ورکړى باور، حيران اودنورو په باور ناپوه شوى حالت „ دادى درواني رنځ اوکړاو  وروستۍ نقطه

 د تيت پرک شويو يا له خپل ټاټوبې

نه دليرې شويو خلکو ادبيات

شړل شويو يا      Exiles يا کډوال ته لومړۍ ستونزه دهغه دهويت مساله ده ؛ چې په پردې هيواد کې ورسره مخامخ کيږي.  کيداى شي دنړيوالتوب په شرايطو کې ورته ځينې دلايل وويل شي  خو ددې حالت رواني اغيز لکه چې ترمخه وويل شول ، ډير دروند   دى .

دکډوال له پاره يا دشړل شوې يا تبعيد شوي له پاره په دويم هيواد کې  دهويت ستونزه يوازې  سياسي ستونزه نه بلکې ژوره فرهنگي  اوپه ډيرو ابعادو کې دنورو ستونزو زيږوونکي ده . هغه نه يوازې په دويم هيواد کې ځان نا اشنا احساسوي  بلکې ځان پردى ، بې اختياره  اوبې ريښي هم احساسوي.

فرهنگي توپيرونه په دويم هيواد يا دغربت چاپيريال کې که له يوې خوا دځان پردې کيدنې ستونزه را منځ ته کوي ـ خو دکډوال له پاره  د کوچنيوالي احساس ، د ټيټوالي احساس ، هم ور زياتوي ، چې په نتيجه کې تل دبومي يا اصلي اسيدونکو نه ځان کم احساس کوي ، ځان پردي بولي. زړورتوب اوجرءيت له لاسه ورکوي . تل په يوډول اگاه اونا خود اگاه توگه ځان مجرم احساسوي.

په کوربه يا دويم هيواد کې  کډوال سره له دې چې  په فرهنگي توازن او د فرهنگ دجذب ټول عناصر به يې پر ځان منلي وي اويا به دهغه په عاداتو اواخلاقي موازينو بدل شوي وي . خو هغه هيڅکله خپل نژاد ،جنس ،طبقه ،مذهب اوسياست  له ذهنه نه شي ويستلي  او نه خو دهغه دفکر له دايرې بهر کيږي.

داسمه ده چې د نړيوالتوب  شرايط به دڅو هيوادونو تابعيت لرلو ته جواز ورکړي خو د ددغه اجازي په ورکولو سره  دليري واټن ملي هويت  ته بل شکل ورکول ستونزمن کار دى.په داسې شرايطو کې ده چې له هيواده ليري يا په بل هيواد کې په جبري توگه ميشت ليکوال او شاعر  داثارو  لوستل هم ځانته لوستونکي لري. هغه ليکوال چې په خپل هيواد کې ليکنه ،هستونه اوتخييل کوي کيداى شي د٬٬دياسپورا ،، دليکوال له هغو نه توپير ولري  دا ځکه چې دويم په جلا فضا اوجلا هوا کې واقع دى.

دا طبیعى خبره ده چې ددياسپورا دليکوال په شعر اوداستان کې ستونزه جلا ترسيميږي. په اثر کې يې نوستالژيا په قوت حکومت کوي. دليکوال روح اوروان دهيواد له مناظرو اودهيواد له هوا اوفضا نه مالا مال دى.

دياسپورا ادبيات ځانته جلا کلامي نموني جوړوي  دغه کلامي نموني يو له بله سره ورته والی لري . خو که دانوي کلامي نموني را منځ ته شي هغه به په خپل وار سره په  ادبي متونو هم اغيز وکړي .

ددياسپورا دليکوال پر اتو بايو گرافي اوسفر نامه ليکلو   متود باندې هم اغراق اوسنتي ليکنو  تگ لاره لاسبرې کيږي.

 دغه اغراق ليکل  دخيالي  ليکلو سره هم  اړيکي لري ـ اوداثارو په ژباړو  کي  هم انعکاس کوي اوکيداي شي چې ترجمه  هم داستعاري يوه بڼه شي .

په دې برخه کې به بې ځايه نه وي  چې ديو افريقايي ليکوال يادونه وکړو :

انگوکي واتيانگو   د افريقا د لويي وچې يو ستر اديب اوتيوريسن دى. د انگلستان په ليدز ښار  کې يې درس لوستى،او  کلونه يې په خپل هيواد کې هم درس ورکړى و . ډير رومانونه او نندارې يې ليکلي دي. هغه يو مهال انگلستان ته راغي چې دخپل کتاب چې „شيطان پر صليب“ نوميده  مخ کتنه اودهغه له پاره تبليغ وکي. دغه اثر نوموړي په زندان کې کښلى و.  نوموړى ليکي چې :٬٬کله په لندن کې يو کتابتون ته ولاړم  ،هلته چې  ما  لومړى کتاب  وليده د اندريو گور“  Andrew Gurr) ) دشړل شويو ليکوالو(  Writer In  Exile) په نوم اثر و. کله چې مې کتاب راواخيست اوپاڼې مې ورته واړولي  په اثر  کې مې هغه  معاصر ليکوال  وموندل چې دجيمز جويس ايرليندي ليکوال لاره يې غوره کړې وه . يعني دپرديو هيوادونو لويو ښارونو ته يې تيښته  غوره کړي وه. دجويس قهرمان دهغه په اثر په مشهور اثر کې چې „ ديو هنرمند انځور“ نوميږي کښل شوى دى.ياد ليکوال  په دې اثر کې  وايي

٬٬اوس به تاسو ته ووايم چې څه کار وکم اوله څه نه لاس واخلم. له دې وروسته به د هغه څه خدمت وکم چې نور پرې باور نه لرم؟ هغه چار به  تر سره هم نه کړم ، ان که هغه څه خپل کور وبولم ، يا يې هيواد وبولم . يا يې خپل مذهب وبولم . همدارنگه هڅه به وکړم چې خپل احساس دژوند په يوه بڼه يا هنر کې بيان کړم چې په  ډيره  ازادانه توگه له هغه څه اويا په ټوليزه توگه نورڅه امکان ونه لري . د دې کار له پاره يوازينۍ وسله چې اجازه ورته  ورکوم او له ځانه ترې دفاع کوم. چوپتيا ، شړنه اوهوښياري به وي.،،

په معاصره نړۍ کې    نړيوالتوب د کډوالۍ نوې شکلونه را  منځ ته کړي دي . دمثال په توگه کډوال کيدل دپانگه والو له  اقتصادي  مرکزونو څخه ددويمې يا دريمې نړۍ هغو ځايونو ته چې دنړيوال کيدلو تر اغيز لاندي راغلي دي  يا د دريمې نړۍ ( دا صطلاح اوس لږه کارول کيږي )  يا وروسته پاتي هيوادونو کپتاليستي هيوادونو ته دخلکو مهاجرت  يوه بله بڼه وه  .همدارنگه ديوه هيواد په دننه کې له اطراف نه ښارونو ته اوداسې نوريې بيا بله بڼه ده  . دکډوالۍ په اړوند دغه نوې شکلونه دهويت؛ سياستونو دنويو شکلونو درامنځ ته کيدو له پاره زمينه برابره کړي ده . ٬٬دياسپورا،، ددغو نويوبدلونونو تراغيز لاندي يوه نوې محتوا موندلې ده.  نوې فکتورونه لکه دنشناليزم اوانتر نيشناليزم تر منځ تضاد د سيمو د هويت تر منځ اړيکي، د بيلابيلو فرهنگونو  اوادبياتو تر منځ اړيکې، ټول اوټول د دياسپورا په  شکل اوماهيت باندي اغيزه کوي . دکډوال کيدلو نويو شکلونو اودهغو څخه رامنځ ته شوي نتايج د دې سبب شوي دي چې دهويت سياستونو (     Politics OF Identification ) نوي شکلونه را منځ ته کړي

نړيوالتوب يا گلوبلايزيشن که څه هم اوس ډيره  رواج شوي  گړنه ده خو بيا هم دمهاجرت هغه پخوانۍ لاري يي په دريمه نړۍ کي له منځه نه دې وړي . اوس هم په دغو هيوادونو کې لکه دپخوا په څير پر خلکو باندي بيلابيل کړاوونه اونارواوي  کيږي . چې دهغو له کبله خلک ډله ييزو کډواليو ته اړ کيږي .  په ځانگړي توگه امريکا او اروپا ته ځي. .

 

دشلمي پيړۍ پاى  دنويو بحرانونو اونويو پيښو زيږون له ځانه سره درلود. ددويمي نړيوالې جگړې وروسته کوم نظم چى هغه مهال را منځ ته شوي و ـ په نړيدو اوشړيدو شو. په نړيواله سطحه کې د يوه زبر ځواک پاتې کيدل دپانگوالي نظام  ديکه تازي سبب شوه. په عربي نړۍ کې د٬٬عرب پسرلي،، را منځ ته کيدلو نوې غميزې راوړي . عراق د دې قربانيو په سر کې و ؛ دعراق په مليونونو اولسونه  تباه ،ووژل اوبې کوره شول . په ليبيا کې همدا اوس يو ناتار روان دى . په مليونونو خلک يې بي کوره اوله هيواد نه په تيښته شول . په يمن کې همدا اوس جگړه روانه ده. دسوريي غميزه لا دوام کوي اولوي طاقتونه کومې موافقى ته نه دې رسيدلي. د دوېمې نړېوالې جگړې وروسته په اسيا کې اوبيا د ټولې  نړۍ په سطح کې  افغانستان  له هغه وخته چې سوله ييز نظام ړنگ  شو اوددوه لويو زبر ځواکونو سيالي دسړې جگړې په نتيجه کې اوج ته ورسيده  دافغانستان   تراژيدي هم پيل شوه . په افغانستان کې څو نسلونه په واقعيت کې دجنگ نسلونه دې. دې پيښو چې همدا اوس لا په نويو بعدونو اونويو بڼو دوام کوي  دخلکو په روان ، ارزښتونو،اخلاقو ، کرکترونو اوپه مجموع کې يې پر فرهنگ اغيزه کړې ده

هغه لومړې نسل چې له افغانستان څخه بهرنيو هيوادونو ته کډوال شوي   د هغو اخلاف اوس خپل هيواد نه پيژني خو دلومړي نسل درد اوکړاو رواني رنځ، او اضطراب په خپل ځاى پاتې دى.

 

کډوالي که دگلوبالايزيشن په نتيجه کي وي اوکه دسياسي ظلم اوستم ،ملي ستم يا طبيعي غميزي په نتيجه کې وي، پر هغه ځايونو کې چې کډوال  هستوگنه کوي بيلابيل عکس العملونه را منځ ته کوي . چې دغه عکس العملونه دمهاجرتونو په ادبياتو کې هم انعکاس مومي . دکډوالو ډلو اوکوربه هيواد فرهنگونه يو پر بل باندي متقابلي اغيزې کوي . چې دا اغيز دژباړني سره لا پيچلي کيږي . اوس د هويت سياستونو په هکله اودهغه پوري اړوند مسايلو په اړوند پوښتني کيږي اودا اړتيا را منځ ته کيږي چې  هغه لاري چې په يوه هيواد کې هنر پيژندل شوي  دی له سياست اواخلاقو سره يو ځای کيږي . يا تقاطع کوي اوبيا څيړل کيږي . په دې لړ کې  بايد دا هم وڅيړل شي  چی کلتوري توپيرونه پر هغه تقاطع څه اغيزه لري؟

 دا پوښتنه هم کيږي چې  فرهنگ  اوادبيات څرنگه يو له بل سره عمل کوي اوبيا په ځانگړې توگه دا مطرح کيږي چې د خپلې خوښې اوجبري کډوالۍ نوي اوزاړه شکلونه يو له بله سره څنگه يوځای کيږي.فرهنگ  اودهويت سياستونه ،ادبيات اوادبي ليکنې اوادبي متنونه له سره ديزاين اوتنظيموي.  .

زموږ پښتو  معاصر ادبيات که په پښتو  ليکل شوي يا په اروپايي ژبوليکل شوي دي   دهويت له سياستونو سره چې له مهاجرت اودياسپورا څخه پيدا شوي دي، نا اشنا نه دی . دهويت سياستونه چې دمهاجرت ،تبعيد اودياسپورا په وسيله را منځ ته شوي دي داسي يو ډول ادبيات را منځ ته کوي چې ځانگړي مشخصات لري. .

دمهاجرت يا دياسپورا پښتو شعر اوکيسه  هغه  پوښتني  رامنځ ته کوي چې  دهغو له  لاري څيړل کيږې چې مهاجرت اوتبعيد پر کلتور، دهويت پر سياستونو، او ادبي تخيل  يا تصوير باندي اغيز کوي او ادبي ليکنه ديزاين کوي  .  افغاني ادبيات پښتو اوکه  دري   له  نړيوال ادبي جريان څخه اوس گوښى اوجلا  نه  دې . اوس په پراخه پيمانه په دواړو ژبو کې داسې هستوني تر سره شوي دي چې د دياسپورا ادب ډير ځلانده مٽالونه دي .

په وروسته برخه کې ددويمي نړيوالي جگړې اوداستعمار ددوران دڅو مشهورو اروپايې ،افريقايي اواسيايي ليکوالو ژوند  او اثارو ته کتنه کووـ بيا به دپښتو ادبياتو مثالونه اوحالتونه ،ځانگړني او ډولونه وښايو ـ  

 

 

 بې هيواده  اوبې مړستونه ليکوال اوشاعر

ادوارد سعيد وايي :  د غربت اوکډوالۍ ، سرگردانۍ اوبې برخليکۍ  په باب فکر کول ډېر په زړه پورې دي خو تجربه کول يې ډېر دردوونکي دي . سرگرداني   او د هيواد پريښودنه د انسان او د هغه دټاټوبي تر منځ يا د انسان او د هغه د کور او جونگړې تر منځ داسې يو درز يا واټن دى چې په اسانۍ نه ډکيږي .   د پرديسۍ او بې وطنۍ غم دومره دردوونکى دى چې هيڅ له منځه نه ځي. سره  له  دې چې په ادبياتو او تاريخ کې او په رومانتيکو ؛ قهرمانانه له وياړه ډک او کله ناکله په ډيرو  برياليو پيښو کې  دکډوال اوبې وطنو په باره کې له داسې روايتونو سره مخامخ کيږو ؛خو دا ټول هغه څه نه دي خو   دسرگردانه او بې وطنو کسانو هڅې دادي چې  دغربت يادوني هيرې  اوله ياده يې وباسي . د غمونو په وړاندې دبى وطنۍ اوپرديسۍ لاس ته راوړنې  دهر هغه څه چې دتل له پاره تللى اوس يې  رنگ اوبوى   هم نه دى پاتې.

دلويديخ فرهنگ ډيره زياته برخه دکډوال يا مهاجرو اوپناه غوښتونکو لاس ته راوړنه ده. هغه څه چې نن په امريکا کې دهنر ،تفکر او يا پوهنتون بلل کيږي دکډوالو اوپناه غوښتونکو برکت دى. هماغه چې دفاشيزم ؛ استبداد نه تښتيدلي وو.  دا دهماغه خپه  اوترهيدلو کسانو لاس ته راوړنه ده.

 دلويديځ په ادبياتو باندي يو مشهور منتقد  په ادبياتو کې يو ځانگړي ژانر ته اشاره کوي. چې دې عنصر ته له ټاټوبي يا وطنه ليرى  هست  شوې  ادبيات وايي. دا   دبې وطنو او کډوالو له خوا هست شوي دي . هغه دپناه غوښتونکو دوران انځوروي . هغه وايي::

„دې کې شک نشته چې په وحشي تمدن کې چې بې شميره  بې کورۍ او پرديسۍ زيږوي د هنري اثارو هستوونکي ، شاعران دي چې بې کوره  اوسرگردانه داي . په ژبه نه پوهيږي. له چاپيريال سره نابلده ؛تښتيدلي نوستالژيک اوپه قصدي توگه عجيب وغريب وي.“

جيمز جويس چې ترمخه مو ورته يادونه وکړه  ډير ښه مثال دى . هغه له ايرلينده ولاړ  خو په اثارو کې يې په  ډېره سختۍ سره کولي شو د هغه د پلرني ټاټوبي له انعکاس نه سترگي پټې کړو . هغه په ۱۸۸۲ کال کې دوبلين ته نږدې دونيا ته راغى  مور يې مهربانه اوپر هيزگاره ميرمن وه. خو پلار يې عياش سړى و.

دهغه ميرمن ليکي : „ زه نه پوهيږم زما ميړه نابغه و  اوکه نه ، خو يو شى  په ډاډ سره ويلي شم چې دهغه په څير بل کس نه پيدا کيږي ـ „ جيمز جويس ته يو شى روښانه و : کاتوليک کليسا دبشريت دوښمنه ده ـ په خپل اثر اوليس کې په زغرده وايي : „ پاپ دې جهنم ته ولاړ شي ! „

دويمي نړيوالي جگړې جويس لالهانده اوسر گردانه کړ او د معني د پيدا کولو له پاره دهغه دنهيلۍ ډکه هڅه له هر څه زياته ناکامه وه. کله چې  د هتلر عسکر پاريس ته تلل (ددسامبر۱۹۳۹ „ دجويس ترهيدلي کورنۍ  سن-ژوان -لو-پوى  ته وتښتيده .

اوکله چې فرانسه نازيانو ته تسليمه شوه هغه زوريخ ته وتښتيده. زوريخ کې چې خپلې ټولې هيلې يې  له لاسه ورکړې وې په ۱۹۴۱ کال کې روغتون ته وليږدول شو.

 

دبى وطنۍ  اوپرديسۍ  شعرونه يوڅه دي ، خو دسر گردانه اوبې ټاتوبي اواره شاعر ليدنه داسې څه دي چې هغه دبې ټاټوبۍ ښه اوبد هر څه څښلي دي ، ادوارد سعيد دپاکستاني شاعر فيض احمد فيض په اړوند ليکي: : 

يو څه وخت مې د اردو ژبي دمشهور شاعر فيض احمد فيض سره تير کړل. هغه دپاکستان دپوځي حاکم ضيا له خوا شړل شوى اوپه بيروت کې اوسيده. دهغه نيږدې دوستان فلسطينيان وو خو دا څرگنده وه چې ديو ډول روحي پيوند سر بيره هيڅ يو شى ، نه ژبه ، اونه دشعر انگيزي اودژوند داستان يې يو بل ته ورته وو ـ يو وار چې ما اقبال احمد چې دفيض احمد فيض  دوست و او هغه هم کډوال و،  بيروت ته را غلي و . موږ درې واړه دبيروت په يوه کافي کې ناست  وو .اقبال احمد دکډوالۍ له ستونزې سخت درديده.  فيض خپل شعرونه ولوستل خو لږه شيبه وروسته اقبال احمد زما له خاطره شعر ويل بس کړل خو  کوم څه چې ما وليدل ژباړې ته يې اړتيا نه وه ، هيواد ته دبيرته ستنيدو لوبه وه  . دسرغړاوي اوماتې په ژبه يې ضيا ءالحق ته ويل

„ ضياء موږ دلته يو „ اوهغه چې هلته وو ضيا ءالحق و.خو ديکتاتور  دهغو مستانه اواز  نه اوريده .

رشيد حسين فلسطيني و. دبياليک (   Bialek)  چي يو ستر شاعر دى ـ شعرونه يې ورته له عبري نه په عربي را اړولي و. له ۱۹۴۸ کلونو را په دې خوا يې دشاعر دکلام وضاحت اوفصاحت   دژبې په  اوراد و بدل کړل. په لومړي سر کې يې په تل ابيب کې ژوند کاوه او عربي ورځپاڼو ته يې څه ليکل کول. هغه دناصر(جمال عبدالناصر  دناپييلتوب دغورځنگ مشهور سرلارى ) له ټينگو پلويانو وو خو دعرب اويهودي ليکوالو ترمنځ يې ديالوگ جوړ کړ . لږ وخت وروسته په تنگ شو نيويارک ته ولاړ ،له يوې يهودي سره يې واده وکړ  اوپه ملگرو ملتونو  کې يې کار پيل کړ ـ

په ۱۹۷۲ کال کې عربې هيوادونو ته ولاړ خو څو مياشتې وروسته بيا امريکا ته ولاړ په سورېه اولبنان کې يې ځان پردى احساس کړى و. يوازې نيويارک يې زړه نه و نيولي.

ژوند يې ورو  ورو ويجاړيده ؛ يو ه شپه مست و.  سگرت يې په لاس کې و. خوب وړى و. کوټى يې اور واخيست . اور کوچنۍ المارۍ ته رسېدلى  و. هلته درشيد حسين ثبت شوى شعرونه اودبيلابيلو شاعرانو شعرونه وو ـ زهرې گازونو خپه کړى   اوبيا يې جسد  ورته  په اسرايلو کې خارو ته وسپاره . ۴۴

دکډوالۍ اوپرديسۍ په گډوډ اوله ياس اوناميندۍ نه ډک حالت کې دهويت اونه هويت مساله ډېره څرگنده ځليږي. محمود درويش فلسطيني شاعر  يو له هغو کسانو څخه دى چې په غزل کې يې دخوارۍ او در په در کيدو يا لالهاندۍ کيسه چې بيرته به جونگړې ته ورستون شي اوکه نه ؟ حماسي بڼه خپلوي. د درويش په شعر کې بې کوري اوبې سر پناهي ځليږي وايي:

زه

زه اواره يم ،

ما پر خپلو سترگو مهر کړه،

هر چيرې چې ياست ما له ځانه سره يوسه، زما ټوله هستي يوسه،

ماته مې دخپلو بارخوگانو رنگ بيرته را که ،

اوزما دتن اووجود تودوخه

ماته مې دزړه اوسترگو ليد را که ،

خوښي اود ډوډۍ تريووالى

زما دمورني وطن د  ـ ـ ـ ـ دخاورو خوند،

او ،په خپلو سترگو کې ځاى را که ؛

دجونگړې دغم ياد مې نور له ځانه سره يوسه

دغميزې دشعر دليکو په څير يې نور له ځانه سره يوسه، .

دلوبو دتوکي اوډبرې په توگه يې له کوره له ځانه سره يوسه ،

چې : ماشومان مو له ياده ونه باسي ،

چې بيا بايد جونگړې ته بيرته راستانه شي،

        

يانکو گورال دشرقي اروپا يو کليوال وـ غوښتل يې امريکا ته ولاړ شي ؛ بيړۍ يې دانگلستان له سواحلو نه دتيريدو پر مهال له کمره سره ټکر وکړ   .دايمي فاستر په خپل ناول کې د دې کليوال کيسه ليکي :

„ په رښتيا ډيره ستونزمنه ده  چې سړى ځان دځمکې په  يوه نامالومه څنډه کې  داسې احساس کړي چې حيران وي ،بې وسه وي ، اوبې وزلي وي. نو پرته له دې چې څوک وپوهيږي چې هغه له کومه راغلى دى. فکر نه کوم چې دماتې بيړۍ دټولو ماجرا غوښتونکو په منځ کې  دنړۍ له ډېرو وحشي سيمو دلته را ټول شوي وو  د دغه انسان چې زه پرې خبري کوم دهغه په څېر بد مرغه وو. دا له سمندر ونو را شړل شوي ډير بې گناه ماجرا غوښتونکي ـ ـ ـ ـ ـ“ ۵۰

ولاديمير ناباکوف

ناباکوف ديو بډاى سړي ځوي و. پلار يې ډېري ځمکې اوشته مني درلوده . په ۱۹۱۴ کال کې داکتوبر له انقلاب څخه يو کال  ترمخه يې پلار ومړ . خو د اکتوبر د انقلاب د بري په اثر ياد ليکوال   پلار له مال ،جايداد نه گټه وانه اخيسته . انقلابيونو دناباکوف دکورنۍ جايداد ضبط کړ . هغه کډوالۍ  اوپرديسۍ ته اړ شو  اروپا ته ولاړ . ناباکوف په دى اړوند ليکي :

هغه کډوال چې له سرو ( بلشويکانو ) کرکه لري ـ  ـ ـ  ځکه چې شته اوجايداد يې ورته غضب کړى دى نو له سپکاوي پرته بل څه احساسوي ؟ دپرديسۍ اوبې وطنۍ غم  چې په ټولو کلونو کې يې په ژوره توگه زه بوخت ساتلي وم . داسې احساس و  لکه يو ماشوم چې مې له لاسه ورکړى وي.  نه پيسى اونه بل څه „ دناباکوف کورنۍ دکريميي له لارې وتښتيده  ؛ترکيي ته ولاړه اوله هغه ځايه لندن ته ورسيده  ؛ بيا په برلين کې ميشت شو.  دناباکوف پلار چې کله له روسي را وتلې و يوه ورځپاڼه يې خپروله  اوپه ۱۹۲۲ کال کې په همدې سبب په يوه غونډه کې ترور اوووژل شو.

اگوستينو نتو  دسپتامبر په ۱۷ نيټه په ۱۹۲۲ كال كې دكاكزيكا ن په كلي كې چې دلوندا په شپيته كيلو مترې كې موقعيت لري زيږدلي پلار يې پروتستان كشييش و· دی خپله ډاكټر اوشاعر و · په ځوانۍ كې دملي فرهنگ دغورځنگ سره يو ځای شو · په پرتگال كې يې زده كړه وكړه · كله چې په ۱۹۵۱ كال كې بندي شو· مشهورو شخصيتونو لكه ژان پل سارتر ، لويي اراگون،  سيميون دوبووار،  نيكو لا گيلن،  ديه گوريو يراو اونورو دهغه دخلاصون اوازادی له پاره لاسليكونه راټول كړل.

دشاعر شعرونه دتورپوستو درنځونو عكاسي كوي

له بيگاره تيښته !

څېره دروح تصوير دې

په رنځونو يې را نغاړي  ،

هغه وخت  چې انسان ژاړي ،

په وير جن شانته ماښام كې ،

„مانويل „ درومي

دهغه مينه

د“سايو تمه“ په لوری درومي

دسيند آخواته 

ترڅه وخته !

په يو ډېر ليرې افق كې

په ځغستلو ځان ډوبوی

لمر اوبيړۍ

سمندر ،

 توريږي او وركيږي

آسمان ځمكه توروي ،اوروح ميرمنه ،

هيڅ رڼا دلته كې نشته

ستورو  هم څه درك نشته  چې دميرمنې روح ته

روښنايي وركړي  ،

تورتم

اويوازې تورتم ،

هغه په يو شعر کې دکډوالۍ مفهوم داسې تفسيروي :

دكډوال دكليمې مانا

موږ ته چې كډوال وايي ،خو بې ځايه يې وايي ،

دكليمي مانا داده چې چا „غربت“ غوره كړی وي

خو موږ!

په خپله خوښه

خپل ټاتوبې نه دی پرې ايښی

داسې چې په پوره اختيار يو بل ځای غوره كړو ،

موږ

له خپل هيواده لاس پر سر نه يو ،

چې پر بل ځای كې كډې واړوو

نه ! هيڅكله نه !

موږ راتښتېدلي يو ،موږ يې را شړلي يو ،موږ يې را ايستلي يو ،

اوهغه هيواد چې موږ ته يې ځای راكړی زموږ دهوساينې ځای نه بلكې دراشړلو ځای دی ·

خو ! اوس مو حال دادی ، تل په  انديښنو كې اوله خپلو پولو په واټن كې ،

دلته دستنيدو ورځې ته تم يو · له هغه لورې ډېر كوچنی

آواز ته غوږ غوږ يو !

دپولو له هاغې خوا څاروونكي ،په چټكۍ له هر نوي راتلونكي نه پوښتنه ،هيڅ څه يې نه دي هيركړي ،تسليم نه شول ، دهيڅ چا اعمال يې ،

ونه بخښل ،

اوپر هيڅ چا يې يو ويښته تار قدرې رحم هم ونه كړ ·

اه ! زموږ دگناه سكوت موږ نه دوكه كوي ·

هغه چيغې چې له زندانونو نه را پورته كيږي  ،همدلته مو غوږونو ته راځي ·

موږ خپله ،

دداسې جناياتو شور اوپكړ ته ورته يو چې وې كړای شول له پولو تېر شي ،

زموږ هيڅ يو به

دلته پاتي نه شي 

وروستۍ خبره

لا تر اوسه نه ده ويل شوې ·

برتولت برښت او له هيواده لرې والى :

کله چې د دويمې نړيوالې جگړې ناورين دځمکې دکرې له پاسه په تېره په اروپا کې پلن او وغځېد.کله چې  جنگ د هر انسان سترگې له اوښکوډکې کړې، ليکوال، شاعر، اديب او د قلم خاوند هم خپله وسله راپورته کړه. د هغه وسله يعنې قلم.

برښت چې کله له المان څخه بهر او مهاجر کيږي ،داسې مهال دی چې په نړۍ کې يو ستر بدلون راځي. برښت دخپل هجرت په پيل کې د“گاليله ژوند „ اثر کې لاس وهي اود نندارې له پاره يې چمتو کوي . په دانمارک کې دڅو فيزيک پوهانو سره دبطليموسي هيات په اړوند خبرې کوي او هغوۍ ورسره مرسته کوي.خو کله چې دانمارک هم دهټلر له خوا اشغاليږي برښت امريکا ته تښتي.هلته چارلز لاوتون ددغه اثر انگريزي متن سموي. دواړه په دې کار بوختيږي چې په دغه وخت کې د دوران يوه ستره ويره اوډار دونيا لړزوي  اوپه هيروشيما اتمي بمب کارول کيږي.  له دغه شيبې وروسته دگاليله توبه اوجوړ جاړی دهغه په نظر بله مانا پيدا کوي. د ننداري په مخکينۍ بڼه کې (له هيروشيما نه تر مخه ) برښت د کليسا  په وړاندې د گاليله توبه اوتسليميدل ناروا خو عاقلانه عمل بولي . دا ځکه چې لوی اوبې مثاله عالم ته يې دا امکان ورکاوه چې ځان وساتي اونور پاتې ژوند دعلمي څيړنو له پاره وقف کړي. خو د هيرو شيما ډاروونکی اور هرڅه سيزي او د پوهانو په څيړنو اومسووليت باندې اغيزه کوي. خبره همدلته ده چې هرهغه  علمي پرمختگ چې دانسان اوږي له باره سپکې نه کړي نو څه په درد خوري ؟

***

گاليله دماتې په ډېرو دردوونکو شيبو کې دقهرمان جوړولو دود ماتوي. يو قهر جن زده کوونکي ورته وايي :

„ بدبخته ملت چې قهرمان نه لري .“ خو گاليله ورته په ځواب کې وايي:

„ بدبخته ملت چې قهرمان ته اړتيا لري. „ همدا خبره ده چې که يو ملت دومره بدمرغه  اوذليل  نه وي نو قهرمان ته څه اړتيا لري ؟ خو اصلا دناجي دظهور خوب دانسانانو  دکمزورۍ نښه ده

„ بدبخته ملت چې قهرمان ته اړتيا لري „ عبارت په دوه مانا وو تفسير اوتعبير كيږي · يو داچې خلك او اولسونه دستم اوكړاو بار په اوږو وړي اويو ناجي ته سترگې په لار دی چې يو داسې قهرمان پيدا شي چې دوي له عذاب نه وژغوري نو دوی بدبخته دي · له دی نه بله بدمرغي نشته چې انسان په خپل قوت اوامكاناتو باندې حساب ونه كړي او د داسې موجود ظهور ته منتظر وي چې هغه له دوی برترې ولري · بله داچې هغه ملت چې قهرمان يا ناجي ته اړ دی بدمرغه دی · كه داسې نه وې نو په عادلانه اونيكمرغه ټولنه كې قهرمان ته څه اړتيا ده  له لويو انسانانو نه دسترو فضيلتونو هيله كول د دې مانا لري چې فساد موجود دی او وده نه كيږي · په يوه ښه اونيكمرغه ټولنه كې دمنځنيو استعدادونو دلرونكو انسانانو  ښه خصلتونه كفايت كوي.

برښت وايي :

«زه برتولت برښت له تورو ځنگلونو راځم ،مورمې كله چې ما دهغې په تن كې ځای درلود ،ښارونو ته راغله ; خو دتورو ځنگلونو ساړه به دمرگ تر ورځې پورې زما په تن كې كې پاتي وي. „

برښت چې دژان پل سارتر په قول يو ستر معاصر ننداره ليكوونكی اوشاعر و، داسې شاعراوليكوال چې داروپا تياتر يې تر اغيز لاندې راووست· داسې نوښتونو چې د تياتر هنر يې بدل كړ او دليكوال ،هنرمند اوليدونكي پر مخ يې نوې لارې يې پرانيستې»

د برښت يو شعر دی

رښتيا چې يو تور اوتورتم دوران كې ژوند كوو ·

كليمات بې گناه اوبې عقل بريښي

ورين تندی ،دبې حسۍ نښه ده · هغوۍ چې خاندي ،تر اوسه يې لا ډاروونكی خبر نه دی اوريدلی

څه دوران دی !

چې دونو په باب خبرې كول،

تقريبا يو جنايت دی

ځكه دا ډول خبرې

د بې شميره وحشتونو په وړاندې خوله تړل دي.