12.10.2017

جانداد

د لندن د ادبی بهیر د اکتوبر ناسته   

د یکشنبې ورځ د اکتوبر په اتمه لندن میشتی لیکوال ،شاعران اود فرهنګ مینه وال بیا سره راټول شوی وو او د تیر په څیر ېې بیا خپلې هستونې د شعر ،او نثر په بڼه یوبل ته واورول.

د غونډې کوربه په لندن کې د افغان سفارت د ایلینګ څانګې ودانۍ  وه او د سفارت د نورو استاذو تر څنګ دا ځل پخپله د دغه سفارت لوی سفیر ښاغلی سید طیب جواد هم برخه اخیستې وه.

د غونډې په پیل کې لیکوال عبدالوکیل سوله مل د لندن افغان ادبی بهیر په استاذیتوب د سفارت له ادارې او په ځانګړې توګه د دغه سفارت له فرهنګپال سفیر سیدطیب جواد نه مننه وکړه چې په سفارت کې ېې د داسې غونډو د کوربه توب لړۍ له کلنی ځنډه وروسته بیا پیل کړه. نوموړی داسې غونډې د بهرمیشته لیکوالو او شاعرانو د ادبی تجربو یو ښه تمرین او په ټوله کې د افغانی ادب او هنر د بډاینې ښه فرصت وباله.

ورپسې وتلی ژپپوه استاذ مجاور احمد زیار په پښتو او دری دواړو خپل شعرونه واورول. په ده پسې لیکوال نوید محسنی په روانو ناخوالو خپله لیکنه واوروله چې د غونډې د ګډونوالو د تحسین وړ وګرځیده.

په محسنی پسې نظیف الله تکل ،غلام حیدر یګانه ،حسین عنایت ، سپین تڼی ، دستګیرنایل هریو پخپل وار خپل اشعار ولوستل .

د غونډې بل ویناوال صدیق کاظمی وو چې په مرحوم محمد اکرم عثمان ېې خپله لیکلې مقاله واوروله .

د غونډې په پای کې د دری ژبې وتلو شاعرانو هریو رضا محمدی او شهباز ایرج خپل اشعار وړاندې کړل چې د غونډې دبرخه والو په چکچکو بدرګه شول.

د غونډې په پای کې په انګلستان کې د افغانستان لوی سفیر سیدطیب جواد خبرې وکړې. نوموړی د داسې فرهنګی غونډو جوړول د افغانی فرهنګ په غوړیدو کې ارزښتمن کار وباله او د تداوم په برخه کې ېې د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.