03.10.2017

دکتور جنيد شريف

 کونډو ونډ*

لنډه کيسه  

ټکنده غرمه وه . لمر د اسمان پر منځ ولاړ و . ان په هغه کلي کې چې هوايي سړه او د توتاتو   ونو په کې  په چوپه چوپتيا کې  قدونه راويستي او ځنگل  يې جوړ کړي وو گرمۍ پکې زور کړى و. طبعا تاسو  کولي شول  چې  دهمدغه توت ونې  لاندې شهباز خان ووينۍ  چې د توت يخ سيوري ته   پروت اوترې خوند اخلي . دا په کلي کې د توتانو يواځيني ونه وه ، کليوالو کنډو انډ بلله   .  کنډوانډ يا دکونډي خاوند مانا درلوده.  کيسه داسې وه  چې يو مهال  يوه زړه کونډه په دغه کلي کې اوسيده ـ له ډېره وخته  راهيسې يې  همدلته ژوند کاوه . دا ونه پر هغې ډېره گرانه وه . خلکو ليدل چې هغې په همدې ونه کې ټال اچولي وو او ان کله چې به هلته څوک نه وو له ونې سره به يې  خپل رازونياز هم  کاوه .   

شهباز لا د پنځلسو کالو زلمى وو. له ډير پخوا نه به ونې ته ختلو اوچې کله به ونې ته پورته شو نو بيا به احساساتي شو، بگڼې به ونيو .هيجان به پرې غالب شو چې په ټال کې وزانگي . دا ټال دکونډ ونډ ديو ه منډه پورې تړل شوى وـ داسې کلک تړل شوى چې يوسړى په کې زانگلې شول . گلالۍ دهغه همزولي نجلۍ وه .په گډه به يې سره لوبې کولي .لا دوه کاله ورته پاتي وو چې ټال کې وزانگلى شي .دود داسې و چې نجونې چې به کله چنغولې شوې نو په ټال ته به له ختلو اوزنگلو منع کيدلې . خو دا مهال هغې دټال له ختلو ډډه کوله. درې کاله له مخه چې به يې دشهباز خان سره لوبې کولي نو هر وخت به گواښيدله. گلالۍ به دکنډ وانډ خبرې په پام کې نيولي چې له غرمې وروسته يې له کنډو ونډ سره کړې وې. همدا ونه وه چې په خبرو گويانه شوه اوسکوت يې مات کړ.

ـ شهباز خانه  ولې داسې په چرت کې ياست ، څه فکر کوئ ؟

ـ نه هيڅ خبره نشته . زه يوازې خپل پلار ته فکر وړى يم .  

زه پوهيږم چې هغه به  هم تاپسې خپه  وي . له وني انگازه  را پورته کيږي داسې چې :

  زما ياد دې چې کله  له درې خويندو وروسته  ته وزيږيدي  نو بيا ستا پلار يوه لويه ميلمستيا ورکړه  چې ستا دزيږدې  شپږمه ونمانځي . هغوۍ تا ستاسې دغور نيکه يعني  دشهباز په نوم  يادوي.شهباز يعني  سپين باز  . له هغه وروسته ستا غور نيکه ؛ مانا دا چې له تاسو نه پنځه نسله دمخه نيکه دبريتانيا له پوځ سره په جگړه کې نه و وژل شوى  خو کله چې کور ته راستون شو دهغه تربور دخپلې ميرمنې پر سر  وواژه .

زلمي شهباز خان وپوښتل :

ښه نو تاسې زما دنيکه نيکه  نيکه ليدلي و؟

اوه ،نه ـ زه دومره پخوانۍ نه يم  .خو زما په ياد دي چي ستا نيکه  چې کله ستاسي کور جوړ کړ . اوزه يې له ليرې ځايه را وړم، لا کوچني نيالگي وم . له انگړه  بهر  دلارې پر سر يي  نيهال کړم . هغه ډېر سخي سړى وو . هغه به  ويل چې زه يو توت  دپلې لارې پر سر نيالوم ـ چې لاروي ورته ودريږي او توتان يې وخوري .

بيا شهباز خان وپوښتل :

ـ نو تاسو څو کلنه واست چې ميوه مو ونيوله ؟

زه لا ډېرتنکې نيالگى وم ـ د۸ يا ۹ کالو به وم ـ خو هغه بايد زه لومړى  قلم کړى واى .

قلمه  يعني ؟

زما دتني ديوى برخى پوټکي يې ليري کړ اودبلې وني يوه ټوټه يې په کې کيښوده ـ لکه  ډم چې  وغواړي تاسې  سنت (ختنه) کړي .

ـ هيله کوم په دې باب خبري ونه کي .

  زما لا تر اوسه د ډم  له کاره  چې له ما سره يې  تر سره کړ ، ترې بدې راځي  . دويښتانو قيچي کول يي   دومره بد کار نه دى .

خوکله چې هغوۍ ستا دزيږيدو ميلمستيا ورکوله هغه مهال همدا ډم  لومړى سړي و  چې هر يو يې په   خپل سارايي ډهل باندې اتڼ ته را پاڅول . خو زه به تاته يو راز ووايم . ما هم ډير اتڼ وکړ ، ما هم خپلى څانگې وغورځولي . او پر هر ځاى کې مې خپلې شنې پاڼې  د سندرې  اوډهل له تال سره يو مهال وشيندلې .

شهبازموسکى شو اوپوره خوشاله  اوارام شو . ـــــ خو يو  څه  يې په ذهن کې تېر يدل  چې وې وايي  ،مور يې ورته غږ وکړ .  چې کورته لرگي را وړه .

توت  ورته وويل :   د اور په خاطر   دلرگو را ټولولو له پاره ليرې مه ځه  .زما همدا وچې خمبې را ټولې کړه  دا زما په کار نه دي .

ډاډه ياست ؟

هو ، فکر مه کوه ـ يوازې څو قدمه اخوا شه . زه به يې در وغورځوم ـ  دا به ښه وي چې همدا اوس يې  واخلې .

خداى مه کا چې حرام په چا را ولويږي اوژوبل يې کړي .

شهباز لرگي راټول کړل . دومره يې راټول کړل چې په خپلو څنگلو کې يې  نيولى شول . او بيا يې دکور په لور منډه واخيستله .

چې کله کورته ورسيده  سملاسي يې مور ورته وويل :  

لاړ شه  دگلالۍ  دوى کورته اولږ اور ترې را وړه .

شهباز وويل : پلارخو به  مې ويل  چې کله  باد لگيږي اور مه را وړه .

خو مور يې ورزياته کړه : اوس  خو باد نشته .

هغه وويل : دتوت  خمبې حرکت کوي لکه چې بيرته وازيږي ـ ـ

 هغه په جگ اواز  چيغه کړه زما  ستا  مرسته په کار ده.  چې څومره ژر  کيداى شي وايي ورې .

کومه  مرسته   کونډو ونډ ترې وپوښتل : نور لرگي ؟

نه ! په لوبه کې چل  راوښايه ؟

پر چا باندې چل ؟

پر هيڅ چا نه

نو هدف دې گلالۍ ده که څنگه ؟

همداسې يې درواخله

توت  (ونه)  هغه ته منتظر شو  چې دهغه له خولې يې  پوره کيسه  واوري . خو هغه څه ونه ويل : اخير يې بيا ترې وپوښتل :

کوم  چل غواړي چې وي لوبوي  ؟

ښه !زه په دې کې ډېر شرمندگيرى  يم ـ داسې چل  راوښايه  چې وې کولې شم   البته زه کومه  بله لار نه لرم اوگوره ! چی بی له دی چی ورسره خبری وکم  بله لار را ته نه ده  پاتی نو بايد  له هغې سره خبرې وکه .

نو له هغې سره خبرې خو کوم چل نه غواړي ،هغه خو پردۍ نه ده .

ما يو وار هڅه وکړه ـ ما ووي زه به يوه مرسته وکړم .له تاسره  به دپنج سورې په برخه کې مرسته وکړم . هغې  وويل چې ما پنجسوره    په زور وزير لوستى ده .ـ  نو ر زه نه پوهیدم چی څه ووایم نو چپ پاتی شوم . ښايي تاسې  وکړاى شئ  چې په ټال کې يې ښکيله کړۍ . زه له هغې سره دا  مرسته کولى شم  چې رسۍ  يې نوره هم را کاږم اوکلکه يې کړم ؟

توت   موسکۍ  شو  .خو څوک يې په ځان پوه نه کړل .

نو په دې باب څه وايي؟ دا لږه عجيبه بريښي خو بيا هم بده نه ده . ته يو مار راوړه ، داسې ډاروونکي مار چې يوازې  ډارول وکي .

نه ! ورک یی که . فکر مه کوه ، زه مار نه شم وژلى . خو يوازې يو رښتونى ډاروونکى لړم چې دټال  دمنجيلې لاندې (دناستې ځاى لاندې) وي نو بيا يې زه دشاه له خوا راځم اوپه ربړې څپليو پرې خيژم

ونې په قهه قهه وخندل .

دا ډير نوې فکر مالوميږ ي . زه يې منم. خو گوره چې زه له دې هم ښه  فکر  لرم . ته لا تر اوسه ډېر ځوان يې . کله چې له هغې سره يو ځاى شې  ورسره  خبري وکړه .  کله چې دې مور دهغې کورته دکوم کار پسى واستولي   يوازې همدومره ورته ووايه .څنگه يې ؟  اويو څه نور   . خو دملگرتيا له پاره تر راتلونکي دوبي  صبر وکه . کله چي په توتانو کې دانه ولگيږي او لږ څه پاخه  مالوم شي او لا تر وه وي  نو بيا راشه اوماته يادونه وکه . زه به يوه اندازه تازه پاخه  توتان تاته وساتم . بيا هغه واخله اوهغي ته يې يوسه  .زه ډاډه يم چې هغه به خوشاله شي په عين وخت کې  په کلي کې يوڅه نور ښه کارونه هم تر سره کړه .   چې دهغې درناوى هم  درته   زيات شي .

لکه څنگه ؟ مطلب دا چي هغه څه وکړم چې ما ته يې وايي  ؟

توت  په ښه اندازه خبره سمه کړه .

. څه چی بایده دی هغه خو بی له هغی هم کوی. زه داسی نیک عمل ښیم چی نور یی نه کوی او ته یی وکی.  هغه دا دی چی البته خلک يي يادونه نه کوي  (؟).خو کله چې  ته ښه کار کوي  اونور يې نه کوي  هغوۍ ورته گوري  . ته دې ته اړتيا نه لري چې قهرمان شي ، ته ساده  کارونه تر سره کړه  ـ.جنګ خلاص کړه ، وچو واښو ته اوبه اوچوه  ، اوبه راوړه  . اودجمعي لمانځه ته  لاړ شه .

نو زه هم ږيره پريږدم ؟

نه،هيڅ اړينه نه ده .  خداى له ظواهرو  سره  کار نه لري  ؟

دگلالۍ په باب څه وايي ؟

ان که هغه وغواړي هم ! خو  ږيره نه شي پريښوولي

هو! زه پوهيږم

 

زه پوهيږم چې ستا هدف څه دى ؟ښځې څېرې خوښوي. هڅه وکړه چې ښکلى وبريښې . پلار ته دي ووايه چې تاته له قطر نه تورپټکى را واستوي.خپلوانو ته ووايه چې يو مشر  او يا بوډا  سړى پيدا کړه چې هغه درته پر سر وتړي ـ  په مهمو  ورځو  کې  هماغه پر سر کوه . هر وخت ورسره خپلې ربړي څپلۍ په پښو کوه . نور پښى يبلى مه گرځه .

ښه ـ دشهباز ستونى ډډ شو.حيران شو  چې ولې دومره زيات منتظر پاتې شي .ـ خو  خوشاله  په دې و ، چی د خپل استاد سره یی دا خبری کړی وی؟

شهبازته دا فرصت پیدا شو  چې دژمې په اوايلو کې په خپلو کارونو سره خپل ځان نور هم ښه  وښايي .  واوره سملاسي پيل شوه ؛ خلک يې حيران کړل . دگلالۍ کورنۍ په ترهه کې وه ، اړه يې درلوده . دا ځکه چې دهغې ټول وروڼه په کښته ملکونو کې دکار له پاره تللي  و ـ  مور يې په رښتيا چې انديښنه درلوده   چې کيداى شي دهغوۍ دکور چت را وڅڅيږي اوېا را ولوييږي ـ شهباز خان خپلې مور ته منتظر نه شو چې هغې ته  دا خبره وکړي . هغه دگلالۍ  دوى په دروازه  ورپورته شو ، رشپيل يې له ځانه سره پورته کړ. مور يې وويل . ځويه  گوندي  ته کولى شي  چې واوره پاکه کړي؟  ته خو ډير ځوان يې دا خو ډير سخت کار دى ؟

-نه ترور زه کولى شم . خوشاله يم .دا  خوشالي یي په زړه کی وه چې ده ته ځویه خطاب شوی و. زه په ډېره اسانۍ کولى شم ـ خو زیاته يې کړه: ما تر مخه هم داسې کارونه کړي دي .

 له ځانه يې وويل : گلالۍ هم په يوه کونج کې  ناسته وه  اودستلايت له لاري ېي  هندي سر يال ليدلو ـ هغې خپلې شنې اوځليدونکي سترگې  را واړولې،نرۍ موسکا يې وکړه . شهباز ډير خوشاله شو .همدا خندا دهغه له پاره  بس وه چې تر پسرلي يې وباسي .

دپسرلي تر رارسيدو  شهباز  يو بل فرصت وموند ،چې  د خپل مسووليت احساس وښۍ .  نوى کال را نژدي شو .نوروز دکال لومړۍ ورځ  چې کال نوى کيږي  هر څه ځوانيږي  ، دغرو تړې او ساراوي په گلونو  پوښل کيږي . کليوالو په دغه ورځ اشر ته مټې بډ وهلې وي . دا وار اشر دپاکولو له پاره جوړ شوى  و  چې ويالې پاکې کړي.  د ويالو اوکانالونو څخه خټي را وباسي .د دې له پاره چې که ويالي پاکي شي نو اوبه به په کې ښه جريان پيدا کړي ـ دکار اواشر اساسي هدف هم دا وو ـ

خو هغه خټه چې دوى په بيلچو را وويستله اوراټوله يې کړه او په زمبیلونو یی لیږدوله  چې بل خوا يې وليږدوي ۔ دغه خټې  ډېرې قوې وې  او له طبيعي سرې نه يې زياته گټه رسوله ۔

  شهباز خوشاله وو چی د اشر له لاری نور  هم پرې  باور زيات شي ، بيا هم انديښمن و چې که سم کار ونه شي کولي نو له بهر نه به بل  څوک  تر مخه دا چاره تر سره کړي . له نيکه مرغه ډېرو زياتو تنکيو هلکانو په اشر کې ونډه نه وه اخيستې.

په بله ورځ کونډه ونډ نه شو کولای چی خپله خوله وتړی؟ نه يې  شوای کولی چی ځان چوپ وساتی.

  راشه چی درته د کلیوالو د غبرګون خبر درکم:   هغه کليوال چې زما تر سيورې لاندې را ټوليږي  ټول ستا ستاينه کوي .  خو هغه وويل :

زه دنورو کليوالو پروا نه لرم

 - ايا دگلالۍ کورنۍ څه وويل ؟

هو ، دهغې کورنۍ ډېره اوچته ده .

زه نه پوهيږم چې څپلۍ ولې نه دي رارسيدلي . خو خان لا تر مخه زما له سره پټکى تا و کړ .

- ډير اعلى .  سبا ته يې وساته . دلمرپريواتو نه يو ساعت تر مخه دلته راشه . زه به دې پټ کړم.  کله چې تا  هغه وليدله نو بيا را ښکاره  شه . اوپه عادي ډول ورسره روغبړ وکه ، دمور پوښتنه يې وکړه . صفتونه يې مه کوه، ورته د هغی د ښکلا پهّ هکله څه مه وایه.  احتياط کوه.نوره يې  بيا پريږده  ، داځکه چې  کله چې ته دلته اوسي هغه به هيڅ کله ټال کې ونه زانگي . شاته مه گوره . کله چې خپلې دروازې ته ورسيږي بيا سملاسي راستون شه .وگوره چې هغه ستا په لور درگوري  .

- بله لار ه نشته ؟۔ زه  دا نشم کولای .

ـ فقط ويي کړه ۔ مه ډاريږه .  په تشو  کتو سره پر تا  نه قهريږي  .

- پټکى به دې څيره نوره هم ښکلي کړي ۔ ايا تا اوريدلي نه دي ؟

یو ځلی توره لونګۍ وکه

بیا که شړۍ په سر کوی یار به دی یمه

په بله ورځ کنډو ونډ چمتو و چي له شهباز خان سره يوه ښه خبره شريکه کړي .

تاته ښه ده هغې  وويل :   هغې  ته هم ښه ده .

زه خو را ستون شوم خو هيڅ مې ونه ليدل .

انديښنه مه کوه . ما وليدل چې تور پټکى ډير ښه اثر لري .

لکه چې هغوۍ وايي :

ناری به نه کوم ډاریږم د لیری لیری تماشی به دی کومه

خو  دپټکي جادو لا  دومره  اغيز نه و کړى . شنه توتان  لا چمتو شوي نه وو  ۔  چې اوږود مخى  زوړند  شونډې   شهباز خان د کونډه وند د ليدو له پاره راغى .

هر څه گډو وډ شول  ستاسي ټول پلانونه ،پټکي اوټول شيان په بى عقلۍ  کې لاهو شول  .

ښه ! نو څه خراب دي ؟ ايا تاسو خو به  دهغې مور خپه کړي نه وي  ؟

دهغي ورور سر ور خان هغه دخپل ملگري په نامه کوي  ۔ هغه يو ملگرې لري چې په يو ملک کې چې سويدنگ نوميږي ژوند کوي . دې بې نزاکته ماشوم وويل:  چې هغه دهماغه ځاې اوسيدونکى دى . اوټوله کورنۍ هلته بيايي  ۔ نو  نو زه به یی کورنۍ چیرته بوزم؟ ....دبازار ورځي ته  ؟

کنډو انډ شهباز وليد چې ښه  په قهر بريښي . خو سره له دی هم دهغه غلطی ورته په نښه کړه:

لومړى خو دسويډنگ په باره کې څه مه وايه . دا سويدن دى . او بل دا چی  دی هلک ته کنځلی مه کوه.  ته څنگه پوهيږي چې هغه ماشوم دى  ؟

ما دهغه په باب دښځو خبرې له ليرې واوريدي . شهباز چی دا خبره کوله نو د غرور او اعتماد احساس ورته لږ لږ بیرته پيدا کيده .

هغوۍ وويل دغه  يو کدو سرې ماشوم دى .هغه  زموږ د دغنم رنګه ځوان  سره نه شي پرتله کيداى .

دا غنم رنګ چی وایی دوی ما ښیی ځکه زما څیره غنم رنګه ده  .

هغه په زړه نا زړه خپلو خبرو ته دوام ورکه:

 خو گلالۍ به ما غوره نه کړي  -- زه په دې ډاډه يم

نه، نه ، نه ،   ونې  ډاډه ورکړ .  هغه ډېرې زياتي ځانگړنې لري چې تاته اجازه درکوي  چې په مخ ولاړ شي . هيله ده لږ صبر وکي . دعشق مانا زغم اوصبر دى . را ځه مخ دى مه اوږدوه .خپه کيږه مه . هغه پوهيږي   چې څرنگه  دسرور په شان خپل وارخطا ورور  ارام کړي  .

لکه چې  څه به ترې بود شي . هيڅ څوک نه شي کولاى سر ور خان قانع کړي .پريکړه وشوه چې سره وگوري .

 گلالۍ ډيره خپه وه . هغه نوره ټال ته نه راتلله . شهباز خان ډاریده چی کونډه ونډ به د پرله پسی شکایتونو نه په تنګ شی نو خپل ملاقاتونه یی کم کړی وو.کله چې توتان پاخه اوخواږه شول نو سويدني  مرکه  چى په کلي کې را څرگند شو . پر هغه شپه شهباز هيڅ  خوب ونه کړ . اونه يې مور خوب وکړ . هغه بس په همدی  کوچنۍ خبره  ځان بوخت ساتلو  چې  سرور خان سپین سترګی سویډنی هلک نه وو پریښی چی د ګلاللۍ کور ته ننه ووزی ۔خنډي ډم  په خپله خوښه  ورته  په خپله کوټه کې  شپه ورکړی وه.

سهار مهال ُ  خنډی  لويشتينک ډم بی له دی نه چې پوه شوی وی (په نا آګاهانه توګه؟)    له شهباز خان سره يوه ښه مرسته وکړه .  ټول ميلمانه يې له ټولو کورونو  څخه دتوت وني ته بوتلل ۔ سرور خان هم له دوى سره ملگرى وو  چې ميلمه پالنه وروښايي .  لويشتينک خنډي ډم  چې سرور خان اودهغه سويدني ميلمه ته وویل چې د څادر   دواړه  سرونه يا  له پيڅکو کلک  ونيسي . ډم لکه  بې لکۍ شادي په يوه منډه  ونې ته  ورپورته شو .  بيا هغه منډه ته ورغي چې له توتانو ډک وو ۔ په شدت يې ټکان ورکړ . توتان ترې کښته په څادر کې پريوتل : بيايې  هم منډه  وخوځاوه ۔ نور ډير توتان ترې را توې شول . هيڅ اړ نه شو چې بل منډه ته ورتير شي ۔

په دی وخت کی کونډ ونډ په زړه کی وویل:  زوړ  توت (ونی) ،اوس دی وار دی چی یو نیک عمل تر سره کړی لکه چې دوه کسانو څادر له پيڅکو نيولي و ،اوهڅه يې کوله  چې توتان په هغه لويه ټوکرۍ کې  را توې کړي . سويدنې هلک په زوره زوره چیغه يې  کړه  .ټول کلي  دشهباز اودهغه دمور په گډون  را ټول شول .

سرور چیغه کړه: اخ دلته  لړم دى !.

مه نږدي کيږه وبه دې چيچي .

هلک خپل لاس په شدت سره وڅنډه . لړم ترې ر اولويد .خو هغه ډېر ترهيدلې او لا لړزيدلى  ولاړ و.  دونې له سيورې بهر ولاړ  خو لکه چې يو بل څه یی ولید. بیا یی چیغه کړه . دا مهال يوه غومبسه وه چې دهغه په غوږونو کې وبنگيده . وې ډارولو.

سویدنی ميلمه  حيران ولاړ و ، نه پوهېده   چې چا ته مخ واړوی . خو کله چې خنډې ډم را ورسيد ،نو له هغه يې بخښنه وغوښته ، هڅه يې وکړه چې هلک دخلکو له منځه وباسي چې نور له خجالت سره مخامخ نه شي .  داسې نه بريښيده چې گواکې دلته  دې کومه پيښه ليدل شوي وي هماغه شان خنډي ډم ورته ورنږدي شو۔يوشى يې وليد چې دسويدني هلک په سپينو جرابو اوږديده اورا غونجيده .

ډم وويل : خدایه خیر ! دا خو غونډل دى .

خو تر مخه چې خنډى لويشتينک ډم ددې فرصت ولري چي يو کار وکړي . شهباز  ميدان ته را ورسيد . اودهغه له تنه يې په لوڅو لاسونو غونډل وغورځولو .پلن غونډل دبوټو اوخځلو پر لور منډه کړه شهباز وليده چې غونډل په بوټو  کې پناه شو. مالوميده چې ژوبل شوى و، خو مالومه نه وه بدنی زیان ورته رسیدلی و که یی وقار ژوبل شوی وو .

خنډي  ډم  فکر کاوه  چې همدا وخت دى چې دغونډل په هکله يو لړ علمي لار ښوونه وکړی :.

دا يو ډول غونډل دى چې سړى چيچي ، تر هغه مهاله  چې تر  څو دی کټ یا تابوت وړل شوی نه وی له دروازی نه هغه ځای نه نه ځی .داسې کار درسره کوي  چې ان   کټ يا تابوت ته  دې وليږدوي . هر يوه سر وخوځاوه .  پرته له دې ميلمه چې تر اوسه لا له ټکان اوډار نه عادي حالت ته  نه وو راغلی .  شهباز چې همدې ورځ ته تم و په خوشالۍ يې  وخندل. همدارنگه په دې هم  خوشاله و چې  دهغه د رقيب مخ  نور د سکروټو غوندې سور نه وو . تک زيړ  تښتيدلي و لکه د هغه څادر چی څو شیبی د مخه یی توتان په کی ټول کړی وو.

کنډو وانډ ددې پيښو د نتیجی په باب هيڅ شک نه درلود  خو شهباز لا نه وو چمتو شوی چی خپل بری اعلان کړی. له ځانه سره یی ویل چی کیدای شی د ّځینو خلکو  ډارن هلکان خوښ وی. خو سره له دی هم دا تیوری ورته قوی ښکاریده چی د سویډنی هلک د بشپړه بی آبۍ نه وروسته  که ګلالۍ له هری تلی نه کار واخلی،  دشهباز تله به یو څه درنه وخیږی.

  شهباز له ځانه پوښتنه کوله چې کله به سرور خان بيرته  هند ته ولاړ شی. کاشکی کنډو انډ له گلالۍ سره خبرې کولای. کله چی شهباز خان بیا د کونډه ونډ سره يوازې وو دغه سترې مرستې په اړوند يې له هغه نه  مننه وکړه .توت (ونې)  وخندل اوبيايي وويل :

ودريږه  ! ترهغه چې ورور يې له ملکه بهر لاړ شي بيا تازه اوبدلي ټوکرۍ واخله او  زما دخاصى ميوې دټولولو لپاره  يې را وړه .

- زه به دا نوى اوبدلې ټوکرۍ له کومه تر لاسه کړم  ؟

- اسانه ده . گلالۍ دوې هر وخت ټوکرۍ اوبي،ته   يوه لاره پيداکړه چې تر لاسه يې کړې . هغه په سوچ کې لاړ بيايي  له ځانه سره وويل : زه به مې له مور نه پوښتنه وکړم چي يوه  ترې ماته واخلي . 

نو ونې ته یې وویل: سمه ده . خو سرور دومره ژر چيرته نه ځي زه پوهيږم .

بيا ونې وويل : ،لويشتينک ډم  له يو چا اوريدلي و چې  سرور دجمعې په ورځ درومي. سویډنی هلک  خو تللی دی. هغه په بس کې سپور شو کابل ته ولاړ اوپه لومړۍ الوتنه کې درومي ۔

 سهار چې شهباز خان ټوکرۍ را وړه نو کنډو انډ ورته خپله څانگه وروښوده چې په هغه کې ډير خواږه اوخوندور توتان وو ۔ په ډير احتياط يې ورته لار ښوونه وکړه :

ډېر زيات احتياط وکه . څانگه ډېره جگه ده . وچو ښاخونو باندې پښه مه ايږده . کيڼ لاس دې تل په قوي منډه ايږده . ټوکرۍ له ځانه سره پورته مه وړه . هغه زما   له سټې سره کيږده ۔ يوه ټوټه چوروړۍ له غاړې تاوه کړه ۔ په لاس باندې يوه يوه دانه توتان را ټول کړه . نه ډير تور رنگه توتان   بلکې سوربخن او گلابي شوي توتان . بيا چې کله له ونې را کښته شوې . ټول توتان په ټوکرۍ کې واچوه په کرار يې په اوبو ووينځه له لوښي يا منګی نه پرې اوبه تېرې کړه . هاغه اوبه چې ميرمنې يې له سيند نه راوړي پرې تېرې کړه .  نه داچي دډنډ په اوبو يې و وينځي . بيا ټوکرۍ واخله اودهغې مور ته يې يوسه،  نه گلالۍ ته .  خو فکر دې اوسه  . مور ته يې ووايه چې دا ستا اودگلالۍ له پاره دي اوما په خپل لاس راټول کړي دي .

نو که هغه يې قبول نه کړي بيا څه وکم ؟

ته پر ما باور وکه . هغه يې اخلي . که هغوۍ تاته د اشاره رسولو نیت ولری نو  بیا په کوچو کې به پيره کي پاخه کړي اوستا په ټوکرۍ کې به يې کيږدي ۔ اوټوکرۍ به بيرته  درته واستوي .

نو که چيرې همداسې وشي . زه به د نومونې له پاره په تمه شم ؟

نه ! کنډو انډ وخندل .  دا کار به هغه وخت تر سره شي چې ستا سو له خوا يو مشر مرکه ورشي  . که ته نيکمرغه وى نو هغوۍ به په دويم وار هو ووايي . خو دا ډير لږ پيښيږي . هغوۍ  په لومړي سر کې نه غواړي خپل زيات رغبت اوليوالتيا وښۍ .

-   زما به  ږيره سپينه  شوي وي  تر هغو چې دوې ماته هو کړه کوي .

ته به يوکال  کې چنغول (نامزاد) شي . اوپه دوه يا درې کالو کې به واده وکړي . په ۱۸ کلنۍ کې واده دومره بد نه دى ،خو  ۱۶کلني  کم عمر دى  اودپادشاه په قانون کې نشته .

دخداې قانون څه وايي ؟

ښه دپادشاه دقانون په نسبت دخداى قانون  په ځيني نورو شيانو تکيه کوي .  خداې کلونه نه شميرې  خو دا وايي چې ته بايد بالغ شي . زه ډاډه يم چې ته اوس دبلوغ سن ته را تير شوى يې .

شهباز پوه وو  چې کنډوونډ څه  غواړي . مطلب يې  د بلوغ شرعی معیار ته اشاره ده .نو   څيره يې له شرمه تکه سره واوښته . نور يې هيڅ ونه ويل .
ته بايد دواده په باب ډيره تادي  ونه کي .کله چې هغه ستا په نامه شي نو بيا  خوندی یی په  تیره بیا چی دی پلار په بدماشۍ؟ شهرت لری. .

شهباز دخپل استاد لار ښوونې ټکی په ټکی تعقيب کړي . هغه ټوکرې چې برابره کړې يې وه ډېره ښکلي وه . خويوه غلطي يې کړې وه  او هغه دا چی ټوکرۍ یی  خپلې مور ته ورښوولي وه نو هغی ورته اجازه ور نکړه چی د ګلالۍ کور ته یی یوسی.  نو دی دا مهمه دنده خپل ځان ته وسپارله.

شهباز قانع شو  خو مور ته یی وییل چی زر یی یوسی څو یی عطر له مینځه لاړ نه شی.

شهباز په دی موسکی شو چې دده نه یی مور ډېره هيجاني او وارخطا وه.  خداي ته یی شکر وکړ چې داسې مور  ورته ور کړې ده. او په صبر سره منتظر و . کله چې یی مور را ستنه شوه هغې غوښتل چې خپله خوښی ښکاره نه کړي خو هرڅه یی له څیري نه څرګند و.  شهباز بيا له خدايه شکر وويست اوغلى ودريد . i

هغه څه  چی سهار پيښه شوه  د شک او شبهی دپاره ځای پری نه ښود. گلالۍ پخپله ټوکرۍ را وړه . ټوکرۍ دهر ډول خوراکي شيانو نه ډکه وه .  داسې خوند ور شيان  چې د شهباز له ذوقه سره  سم ول.. گردې کلچې او دپيره کيو (بولاني )  ۔ ۔ ۔ له وړو نه سور کړى کنځاخي .  ددې ټولو کارونو سر بيره گلالۍ دزر دالرو خندا ورزیاته کړه . خو هغي ژر خپل اوربوز پټ کړ او بیرته لاړه . دشهباز مور ونه شو کولای چی خپل احساساست کنترول کړی.  راځی چی  یو شیر چای وڅکو.

په يو څو شيبو کې هغې چاى جوشې اوپخې شيدې را وړې  شیدی او چای دومره وایشیدلی چی رنګ یی سور واوښت، لکه منګی چی شهباز ورته ځانګړی درناوۍ درلوده  یا پخی خښتی چې ده هیڅ کله لیدلی نه وو.. کله چې هغې په پیالو کی چاي اچولو نو په زغرده يې وويل :  مونږ ته  خپل ځواب پوره څرګند کړ. بس همدومره پاتی وو چی په ډاګه ووایی خپله جرګه ولیږی.

 په ډاډ اوپوره زړورتيا سره دشهباز مور پريکړه وکړه  چې خبره ښکاره کي  خپل ميړه ته یی په قطر کې پيغام وليږه . اوپه خواو شاه کې يې له مشرانو سره خبرې اترې وکړې . همدارنگه دخپلې لور اوزوم له پاره يې هم احوال وليږه . په ټاکلي وخت يې پلار راورسيد ۔ دمشرانو يوې ډېرې رښتيني ډلې پريکړه وکړه چې لومړى گام پورته کړي . پيښې يو پر بل پسې راغلې لکه څنگه چې کونډو ونډ اټکل کړى و چې بيا دتوتانو وخت اوموسم وو نو دگلالۍ کورنۍ هوکړه وکړه ان داچې وارخطا سرور خان هم کوم اعتراض نه درلود ۔

دکوژدې مراسم په زړ پورې ول  ۔ ډېر ژر دوريښمو دسمال چې له چاکليتو اونقلو ډک وو دشهباز خان کورنۍ ته ورکړل شو . سندرغاړو بدلي وويلي ۔ لويشتينک ډم  چې دمراسمو بندوبست ورپه غاړه وو يوه پوره ډله سندرغاړې چې  دساز درې وسيلي ورسره وې  دوه ډهله  له لوگر نه راوستل .داتڼ له پاره هر يو په يوه دايره کې دتوت دونې لاندې را ټول شول . دنجلۍ کورنۍ سيل کاوه . اودشهباز خان کورنۍ خپل اتڼ کاوه . دسندرې په نيمايي کې  خنډى ډم  نور ټينگ نه شو  هغه اوږود ډهل غاړې ته واچاوه .  دډهل پټۍ غوړه ځلا کوله  . او ډهل دهغې لنډې اوخنډۍ وني سره په يو برابر بريښيده . خو په ډېر شدت يې درز ورکاوه .  چې ان په کابل کې به خلکو دهغه د ډهل اواز اورېدلی وی  .

کله چې ساز ورو شو دشهباز پلار هغه ته را نږدې شو نو يو داسې  سوغات يې شهباز ته ورکړ چې حيران شو . هغه دتيليفون ښکلي سيټ وو  چې دټول کال لگښت يې غوڅ شوى وو .

په غوږ کې يې ورو ورته وپسيد . وې ويل :

ما يو سيټ دگلالۍ له پاره هم را وړى دى . هغه دې له مور سره دى . کله چې  گڼه گوڼه ختمه شوه  هغه  به يې در کړې .  شهباز دمننې سر وخوځاوه . هغه فکر کولو چې کله دوى [دا کلیوال] دبډاى عربو له پاره کار کوي  نو دا کلي څومره ښکلي کوي .

ګوندی شهباز ته کوم الهام شوی وی ناڅاپه  یی کونډه وند ته پام شو.   که ګوری  توت په ارامۍ  او ورو ډو  ل خپلی  جگې څانگې خوځولی . بيا بله زمزمه دهغه په غوږونو کې تاو شوه ،۔
شهبازه ! چوپ اوسه . زه بدله بولم:  کجاوی او شا لیلی ورو .... او شا لیلی ورو

پښتو کوونکى : م، اکبر کرگر

+

* یادونه : 

- داستان له انګریزی ژبی نه پښټو ته رااړول شوی ده

- د  ژباړونکی له خوا  راستول شوی متن  په اصلی بڼه پرته له ایډت نه خپور شوی دی