30.04.2017

م . الف.  کرگر

سره هينداره ! (لنډه کيسه)

ښه مې ياد دي چې کله په کابل کې دتلويزيون خپرونې پيل شوې نو موږ ددې وس نه درلود چي په خپل کور کې تلويزيون ولرو ـ موږ به د خپرونو د ليدو  له پاره له ماښامنۍ وروسته  د گاونډي کورته ورتللو .هلته به ښه ډير وخت د تلويزون  هنيدارې ته ناست وو ـ  د کور خاوند به چې کله يو پروگرام بدلولو اويا به يې اواز ټيټ او زياتولو  نو د لويي او وياړ احساس به يې هم کاوه . د هغه په څيره کې به هم مالوميده . خو پر موږ کې به هم  د کمترۍ احساس پيدا کيده  ـ د تلويزيون او د پروگرامونو ، فيلمونو او سندرو تنده به مو زياته وه . موږ چې د تلويزيون د اخيستو وس نه لاره په زړه کې به مو تيريدله چې دا به هم ورځ وي چې موږ په خپل کور کې تلويزيون وگورو . لنډه  دا چې دا تلويزيون نه و بلکې هغه وخت  موږ ته  دکمترې او لويي د احساساتو د پيدايښت  سرچينه وه ـ  داسې لکه چې زموږ به تن  او روان به يې محروميت پلناوه خو  د گاونډي په تن کې به يې غرور او کبر ځغلاوه .

هغه مهال په تلويزيون کې عجيب اوغريب پروگرامونه وـ دموسيقي پروگرامونه، سندري اودعربي جميلي نڅاه خو به سړى له اده باده ويسته .  ځينو ساده گانو به فکر کاوه  چې په دې غټه پيټۍ کې دننه خلک ناست دي او له هغه ځايه را مخامخ دي  اوموږ ته گوري .خو زه په دې خبره پوهيدم ، اوريدلي مو وو چې پروگرامونه له يو بل ځايه خپريږي اوپه هينداره کې راځي .  

او رښتيا يومهال په يوه کور  کې ميلمه وم .  دښه زيات وخت له پاره هلته پاتي شوم .  هلته يې يوه ورځ  تلويزيون را ووړ .   زمايې  سترگې  بريښولي .  داحمد ظاهر دې سندري  خو ډير وکړولم  چې ويي :

خدا  مددگار ات ـ قران نگهدار ات .

خو په  ډېرو کتلو به يې زما په سترگو هم اغيزه وکړه  کله چې به مې دتلويزيون په هينداره  سترگې ولگېدي  هلته به هم هر څه را ته سره بريښيدل. هغه مهال خو همداسى وه چې سور رنگ په بازار کې هم  خلاص شوې و .  سرو رنگونو ديوالونه او ان بلډنگونه هم سره اړولي . ځينو په ټوکه ويل چې يوازې اسمان پاتي دې  چې رنگ يې بدل شي .  دچا خبره چې ان فضا اوهوا سره وه .  

له ميلمستونه په راوتلو سره مې بيا هم د تلويزيون له  ليدلو نه رغيدل .  عادت شو ې  مې وو چې تلويزيون وگورم خوند تري واخلم او له پيښو ځان خبر کړم .  خو چې کله به مې دخبرونو په مهال دتلويزيون په هينداري سترگي ولگيدي ؛ سملاسي به دا هينداره سره شوه.هر څه به راته سره بريښيدل   .  ما به چيغې کړي خو نورو ناستو کسانو به راسره نه منله ويل به يې ستا ذهن کار نه کوي  ارو مرو چې ته کومه  ستونزه لري .  خو ما به فکر کاوه چې تلويزيون کومه تخنيکي ستونزه لري  يا نورڅه ؟ ايا دبرښنا ځواک ډيريږي اوکه بل څه ؟

خو دې ټولو  دې ته اړ کړم چې خپل تلويزيون واخلم اوپه کور کې يې کيږدم .  ځکه د تلويزيون  دلرلو تنده را سره ورځ په ورځ زياتيده .   دکور غړو به دتلويزيون کيسې له گاونډيانو اوريدې .  دوى به دکمښت احساس کاوه اخير چې مې  لږي پيسې مې پيدا کړې  نو ولاړم يو دوست مې له ځانه سره کړ .  سم سيده لاړم اوپه پلورنځي کې مې يو تور وسپين روسى تلويزيون واخيست .  دا ښه غټ تلويزيون وو .  په يو ازې تن مې له گاډي کښته کولي هم نه شو  يو چا راسره مرسته وکړه .   نږدي گاونډيانو هم را ته کتل .  اوازه خپره شوه چې موږ دتلويزيون خاوندان شو .  لنډه دا چې تلويون مو کيښود يو ښکلي دسمال مو پرې واچاوه .  ما ښام مو چالان کړ .  هغه په چالان نه چالانيده بلکې توکمې يې درلودي نوهغه به مو کيمنډلي او تلويون به روښانه کيدلو .

زموږ تلويزيون توره باډي درلوده .  هينداره يې توره ،شاه او مخ يې  تور او رنگ يې تور وو .  تصويرونه به هم تور ليدل کيدل . فلمونه اوسريالونه هم تور او سپين بريښيدل . خو کله نا کله به دهينداري رنگ سور واوښت.هغه مهال به   .  زموږ په تلويزيون کې هم هره شپه يو روسي سريال خپريده .  دخپريدو په مهال به يې چا سوڼ هم نه شو کولى .  خو چې زما به پرې سترگي ولگيدى نو وبه ډار شوم  ما به هينداره سره ليدله  دا وخت به هم ما  دهيندارې درنگ په باب څه وويل دکور ټولو غړو به پر ما را ودانگل ويل به يې چې ته سترگې نه لري؟ هينداره توره ده .  اوفيلمونه هم تور اوسپين دى .  خو ما به هر څه سره ليدل .  ان دکوټى ديوالونه ،پردې اوهر څه به سره په نظر راتلل.  زما خبره چا نه منله . زه يې ليونې بللم يا به يې ويل لاړ شه داکتر ته دځان تداوي دي وکړه .  

يوه شپه ويده شوم . گورم چې ټول ماحول سور اوښتى دى .  وني اوغرونه  سره دي .  کوټه اوديوالونه هم سره اوښتي دي .  دوينو رنگ اوبوى ټوله دونيا په سر اخيستې  اوسره ده .  کړيکه مې له خولې ووتله . را ويښ شوم . ميرمن مې وويل . کليمه ووايه .  زه له خوبه وم ما ويل کومه ؟ خو بيا په حال راغلم . راويښ شوم اوبيا بيرته ويده شوم .  

خو زموږ تلويزيون به روسي سريال ډير ښه ښوده .  په تيره بيا په هغه شپه چې به دډگروال کشيشتوف سريال چالان وو .  نو چا به سوڼ هم  نه شو کولي .   مابه بياهم سريال سور ليده اوزما  ډار به بياهم غزوني کولي .  

کلونه واوښتل .

دغه دوران  هم مې  دسترگو په رپ کې پناه شو .  دځوانۍ اوزلميتوب په خوند پوه نه شوم .  ډېر کلونه وشول چې له خپل کلي نه را بهر شوې وم .  دخپل کلي په ښايست هم موړ شوى نه وم .  خو کله چې به مې په تلويزيون کې  د شنو پټو اوصاف اوښکلي طبعيت په ليدو دخپل کلي په ياد دزړه سوبه کوله  اوهغه به مې  په پرده کې ليدل،  يا به مې رنگارنگ فيلمونه او يا  سندري اوموسيقي ليدله اويا اوريدله .  نو په نيمايي کې به را باندې زهر وگنډير شول . زما سترگې به يې وبريښولي  دا ځکه چې هينداره به زما دسترگو په وړاندې سره شوه اودغه سور رنگ به زه اوزما حواس وځورول .  دکور لويو وړو به هم له ما سره دا نه منله چې گوندې دتلويزيون هينداره سره اوړي .  

خو له شپوورځو نه يو وخت  دکابل ټوله برښنا پارچاو شوه .   تلويزيون بيا هم خپرونې کولى .  خبرونه يې ويل .پيښې يې منعکسولي  اونور ..... .

 نوى تنکى زلمې ورور چې تازه افسر شوى و ؛ کور ته په لار کې  دتوغندي په پارچه ټپي شوي و .  خبر شوم چې په روغتون کې دى .  داکتر ځواب ورکړى و چې بايد کورته وليږدول شي .  زه ولاړم  په غيږ کې مې را پورته کړ .  زلمې هلک  و؛  نرى بريتونه يې دمخ په کاسه کې تور اوتازه بريښيدل .  خو نور تن يې په وينو سور و .  زما کالي هم ورسره  سره شول ؛ کور ته مې يووړ ؛ ټول  را ټول شول  اوهغه دتل له پاره له موږ  جلا شو .  داغونه يې دهر يو په زړه پريښودل .ما چې هغه په غاړه را اړولي و تر ډېره مې نه هيريده .  ان دتن رگونو به مې ټوپونه وهل دشپې به مې خوب کې احساس کاوه چې دهغه وينه زما   رگونو ته ننوتي ده  اودرد يې هم ما ته را ليږدولي دى .   

 دهغه له مرگه ډير وخت تير شو . خو دهغه دمرگ اودهغه په وينو سور جسد  به مې تل مخې ته ولاړ وو .په  کټ کټ به يې خندل اوچې تلويزيو ته به کښيانستم هم به لومړى هغه را دمخه شو .  په خندا به يې را ته ويل .  زه خو دې په ياد يم ....... زما ځوريدل به نور هم زيات شول .  ورو  ورو مې دتلويزويون له ليدو خوا وگرځيدله دا ځکه چې زما درواني ځوريدو سبب و .  ماته يې يو ډول شکنجه را کوله .  بدل رنگونه مې ليدل .  ما دتلويزيون دپردي معمول رنگ نه ليد  بلکې هر څه مې ورسره   سره   ليدل .  

٭٭٭

زه پر  هغه مازديگر له کاره ستړې ستومانه کور ته راورسيدم .  په لار کې مې هم د ډزو غړمبار اوريده .  مازديگر مهال و .  دکابل دښار په فضا يو خړ گرد را پورته و .  گرد دومره پنډ و چې دلمر سترگه چې آخوا زموز کور ته دمخامخ غره پر ټنډه  په غرغړو وه  دهغې مخ يې هم نيولي و.  يوازې داسمان دلمني سور رنگ دخړوگردونو په منځ کې را بريښيده .  دراکټونو اومرمرميو شرنگا مې په غوږونو کې نڅيدله .  دډزو اواز له ليري تر غوږوکيده . يونيم به نږدې  ولگيد ه  خو  ما لا دکار کالي بدل کړي نه و . چې يو ناڅاپه درز شو .  دکور انگړ لوگو پر سر واخيست .  خاوري اوگردونه را پورته شول .  ټول انگړ وينو ونيو .په کور کې يوه ديوال شريکه گاونډۍ ځاى پر ځاى مړه شوه .  دکوټي ښيښې ماتي شوې  .  

په تلويزيون کې به مې چې بيا هم دتل په ځير ددگروال کششيشتوف سريال چليده خاموش شو. تلويزيون هم سورى سورى شو .  چوپ شو .  دماشومانو چيغو اوکوکارو کور پر سر واخيست .  دتوغندي هيبتناک اواز دانگړ گرد اوخاوري، دديوالونو سره کيدل . دماشومانو ژړا ټول اوټول هغه څه وو  چې نوره مې تمه ورکه شوه .  کور هم دشپو نه ووت دژوند کولو نه ووت . وران ويجاړ شو  .  دخوښۍ تمه ورکه شوه .  جنگي سريال وو .  جنگي سريال هم دتلويزيون له سوري سوري کيدو سره چوپ شو .  خو په سريال کې ... دا هوډ اودا مينه هم را سره ورکه شوه  چې نور دې زيات تلويزيون ته وگورم اود هغه په پرده دې سترگې وگنډم .  اويا دې ماشومان پرې پام غلط کړي .  زه اړ شوم کور بدل کړم. له هغه مالته را ووتم بل کور مې  په کرايه ونيو .  کوچ وبار مې را وليږداوه .  خو تلويزيون مې وانه خيست .

 په شپو شپو مې ماشومانو رانه تلويزيون غوښت .  دگاونډيانو دتلويزيون کيسې به يې کولي  .  خو ما به ددوى په ټوله تنده غوږونه کڼول .  ما به يوازې همدا بهانه کوله  چې که تاسو تلويزيون ته کښيني نو بيا خو سبق درنه پاتي کيږي .  دا ځکه چې زه دتلويزيون په هغه اغيز پوهيدم چې زما په روان يې کوله .  نه مې غوښتل چې دتلويزيون هينداره  بيا ووينم .  

 دبچو د ډير ټينگار په  اثر اړ شوم چې يو تلويزيون را واخلم . دا نوى ماډل و .  دلويديځي دونيا ټولو چينلونو ته يې لاسرسي درلود .  دزوى مي چې لږ رابوتکى شوى و درامبو  دجيمز بانډ او کوبايي فيلمونه يې  ډير خوښيدل .  دا وار دکششيتوف دسريال ځاې درامبو او کاوباى فلمونو نيولي وو .  ټول به دغه سريالونو ته منتظر ول .  دجنگ صحني به يې وليدلي .  چې سريال به خلاص  شو نو بيا مې کوچني زوى  دهغه فلم د اکتور پيښى له بالښت سره کولي .  لغتي به يې وهلي اوسوکان به يې اړم کړي و .  

زه به يوازې دتلويزيون دپروگرامونو څخه دخپلو بچيانو دتقليد له لارې پوهيدم چې په تلويزيون کې څه تيريږي .  زه هيڅ دتلويزيون هيندارې ته نه کښيناستم .  دتل په څير به په خپله کوټه کې له کتاب سره بوخت وم .  ميرمنې به مې ويلي  .  لږ ه شيبه خو تلويزيون ته هم کښينه چې فکر دې بدل شي له دې کتاب نه به څه بوت کى .  دا به دې ماغزه خراب کې خو ما نه منله .  يوه ورځ ناڅاپه دتلويزيون کوټې ته راغلم ټوله کورنۍ ناسته وه .   دجيمز بانډ دسريال يوه برخه پايته رسيدلي وه .   چې ناڅاپي خبرونه راغلل . دتلويزيون پرده بيا سره شوه .   گورم چې دتلويزيون ويانده هم سره بريښي .  خبري نه کوي .  خو دتلويزيون په پرده يوازې جنازي وينم .  قطار جنازي .  څومره چې کمره حرکت کوي يوازې جنازي ښۍ  . په هر تابوت سره ټوټه خوره ده .  زه بې هوشه شوم همدومره مې له خولي ووتل .  تلويزيون ما وژني .  زه يوازې مرگ وينم .  بل څه نه ؟

بيا په څان ونه پوهيدم .  خو په سبا مې ځان په روغتون کې وليده چې  دروغتون په بدلو کاليو کې  په يو تخت کې پروت يم. سيروم راته چالان دي .  داکتر مې سر ته ولاړ دى .  اوميرمنې ته مې همدا وايي .  دى بايد نور هيڅ تلويزيون ونه گوري .  

اپريل ۲۹-  کال ۲۰۱۷ لندن