22.04.2015

وکیل سوله مل

د وسلې په زور

 

زموږ په کلی کور کې له پیړیو راهیسې د وسلو لرل دود دئ او هر غریب او خا ن تر خپلې وسې خا مخا یوه وسله که ټوپک که توما نچه ده له ځا نه سره په کور کې سا تي . موږ نه یوازې په دې وسلو له غلو او تربرو ځا نونه سا تو ، ډیری وختونه پرې ددې وسلو په هوایی ډزو خپل ودونه او نورې ښا دۍ هم ګرموو .خو زما پلار زموږ په کور کې یوازې ټوپک ددې لپاره نه و رانیولی چې دښمن او غل به پرې ولي او په ډزو به یی زموږ ښادی ګرموی . هغه په دې وسله موږ څا رلو ،ګواښلو او ویرولو. ده به تل خپل راځوړند ټوپک ته ګوته نیوه او ویل به یی:

ـ که ددغه ټوپک زور نه وای اوس به ټول کور له بېلما زو ډک وای او د کا له ښځې به ټولې سرتورې او لنګۍ ګرځیدای .

دپلار خبره مې په یوه حسا ب درواغ نه وه ځکه که دده دټوپک ویره نه وای موږ په رښتیا یو هم ددومره ډیر لما نځه شو قیا ن نه وو او خویندوڅه چې ان مور به مې هم  دومره اوږ حجا ب کله نه وای اغوستی . پلار به مې نه یوازې هر سهار په زور له خوبه را کښینولو بلکې د همدې ټوپک په زور به ېې جو ما ت ته هم استولو . زموږ په لږه نا غیړۍ او بې پروایۍ به یی سمدلاسه را ته دټوپک لټ وواهه او ګولۍ به ېې ورتیره کړه . دده به تل دا خبره د خولې په سر وه :

ـ دین په زور راغلی .

هغه په لما نځه  کې قضا په هیڅ پلمه او دلیل نه منله او که به په سره تبه هم پروت وې لمونځ به دې جو ما ت ته رساوه .

په روژه کې ېې هم د هیچا پروا نه کوله او په هر ډول سختې ناروغۍ کې هم مجبور وې چې روژه ونه خورې او وینیسی .

له دې خا طره خو به په روژه کې زما د رنځورې مور چې په شکرې برسیره ېې دوه درې نورې ناروغئ هم درلودې او د ستنو ،ګولیو او شربتونو شمیر یی له لسو عدادو پورته وو ناروغي د مرګ کچې ته  رسیده . او دداکترانو له ډیرو سپار ښتنو سره سره به یی د پلار دټوپک له ویرې یوه ګولۍ هم نه تیروله .

ده به تل زما دډیرې زړې انا مثا ل راوړ :

ـ د مور مې دپیرۍ غا ښونه را شوي او خدای له روژې منع کړې خو دې کې چې ددین او ایما ن جذبه ده یوه روژه نه خوري.

پلار مې نه يوازې زموږ روژه ، لمونځ او د خویندو ستر وحجا ب څاره او هر سهار او ما ښام یی د قران کریم تلاوت په مو ږ ټولو فرض کړی وو ،بلکې په نیمه شپه کې به یی ټول نفلی لما نځه ته هم را کینولو او یوه شپه یی دا هم نه قضا کاوه .

عجیبه لا دا وه چې د پلار مې پخپله خپل لمنونځ سم نه و یاد او خوله یی په ډیرو صورتونو نه ګرځیده او ځني کلما ت او توری خو به یی د یوه مخه خوړل خو زموږ د سم قرا عت راپور ېې تل د کلی د جو ما ت له ملا هر ما زیګر اخیست . په دې هر څه برسیره موږ نه یوازې په خپله ږیره او بریتو کې ګوتې  نشوې وهلی او د هغو د لنډولو زړه مو نشو کولی د سر ویښتا ن مو هم لکه د ښځو په اوږو پرا ته وو او نه یوازې مو سر پټ سا ته د تورې لونګۍ په سرولو هم مجبور وو. که کومه ورځ به د چا په سر لونګۍ نه وه پلار به مې د چیغو په ځا ی لکه کوم قوما ندان چې خپل سرتیری  ته د دریش آمر کوي او هغه ېې په آمر نه دریږي هوایی ډز وکړ او د هغه په ډز به د کورنۍ ټول غړي له ویرې وریږدیدل .

پلار مې موږ یو مکتب ته هم نه پر یښودوو. تل به ېې ویل :

ـ همدا مکتبونه دي چې بې دینۍ زور کړی .

زموږ مخې ته به تل ودرید ،ټول به یی مخا طب کړو :

ـ چې زه ژوندی یم ،د مکتب آر ما ن به مو را نه ونه وځی.

بیا به ېې له ځا نه سره وویل :

ـ زه مې اخرت نه خرابوم .

پلار مې نه یوازې زموږ لو څ سر نشو زغملی زما د مور په ګډون یی په ټولو وړو او زړو ښځو په زوره خندا هم منع کړې وه .

د هغه له ویرې نه یوازې ښځو موږ هم په زوره مجلس او خندا نشوه کولی . د کورښځو ته نه یوازې  په لوړ غږ خندل منع وان د نورو ښځو په وړاندې د زړوکی په سرولوهم مجبورې وې . سره له دې چې زموږ په کلی کور کې ټولو ښځو د نارینه تر څنګ کار ونه کول : له چینو یی اوبه راوړې ، پټېو ته یی سرې وړې او په لو او لور کې پوره برخه اخیسته خو زموږښځې له نا رینه پرته دباندې له تګه هم منع وې . نجونې به هر ما زیګر ډلې ډلې منګی په سرونو ګودر ته تللې خو زموږ په کور کې ان زما په زړې مور هم ګودر ته په تګ بندیز و. له دې کبله خو موږ د چینو له رڼو او یخو اوبو هم محروم و او له ویالې به مې پځپله پلار اوبه راوړې .

زموږ کور که زندان نه و له زندان کم هم نه و: خو یندې مې نه یوازې هیڅ ښادۍ ته نشوې تلای بام ته له ختلو او د کور له کړکیو او سوریو دباندې کتلو ته  یی هم زړه نشو ښه کولی ځکه پوهېدې چې دا یی د ژوند په بیه پریوزي خو د انسا ن په آزادیو چې څومره بندیز ډیریږي هومره دده د بغاوت او سر کشۍ تنده را پا ریږي او هر ډول ویره یی له ما غزو آلوزي . زما خویندې همداسې وې ،چې څنګه په مې پلار له کوره ووت ،با م ته به وختي او د پلار تر راتلو به ېې زموږ له جګ برج او با مه د لاندې پرتو ورشو ، ونو ، انسا نا نو ، مرغا نو او نورو........ له نندارې خوند وړ. پلار مې څو ځلې ددوي په داسې حرکت ددوي له غوږونو ګولۍ تیرې کړې او یوه ورځ خو نږدې زما یوه خور په رښتیا لګیدلې وای . خو چې څومره به مې د پلار دسپلین او ټینګار ډیریده هومره به ددوی مقا ومت او سر غړونو زور اخیست .

یوه ورځ ما زیګر نا وخته مې یوې خور هیرکړي وو چې پلار مې را ننوتی. دې د بام په سر په ونو کې د مر غا نو له آوازونو خوند اخیست او له کلا دبا ندې د ځوا نا نو په لیدلوېې ستر ګو ته اوبه ورکولي . ددِې تما شې له خوند ه ېې ان د ما زیګر د ملا آزان هم نه و آوریدلی ،څنګه چې له جو ما ته د ملا آزان واوریدل شو پلار مې ژر ټو پک اوږې ته وا چا وه او په موږ ېې د یو قو ما ندان په څیر آمر وکړ :

ـ هلکو ځا ن تیار کړئ چې ځو .

بیا یی مور ته مخ ورواړاوه  لکه څه شي چې ترې ورک او اوس وریاد شي  اخوا دیخوا یی سر واړاوه راواړوه وویل:

ـ نجونو ته ور غږ کړه چې مسآلې وغوړوي .

د نجونو د غږ په اوریدو ټولې خویندې لکه باد یی چې راوړي په دم ګړۍ کې حا ظرې شوې خو زما مشره خور غا یبه وه . دپلار مې د هغې په غیا بت تندې تر یو اولکه کومې لوېې ګنا ه چې ترې سر وهلی وي بې واکه ېې چیغه کړه :

ـ شا نۍ چیرته ده ؟

د پلار غږ لکه د توپ مرمۍ چې زموږ په وړاندې وچوي موږ ټول ورونه او خویندې له ویرې ولړزولو . پلار مې له غوسې سور اوشین شو او له ځا نه سره وغرید:

ـ  دا دسپي لور لکه بیا چې با م ته ختلې .

او له دې سره سمدستي ېې دبا م په لور هی کړل . با م ته په رسیدو ېې شیبه نه وه وتلې چې په سپکو سپورو ېې خوله را خلاصه کړه :

ـ د خره لور ې څو ځلې مې با م ته په ختو مرمۍ له غوږه درتیره کړه خو ته دکفر لور لارې ته را نغلې

او له دې سره سم دستي د ټو پک لټ ووهل شو ، مرمۍ تیره او ډز شو چې انګازه یی په ټول ما لت کې خپره شوه . له ډز وروسته په با م دره باري  چت داسې وخوزاوه تا به ویل ټول را کښینا ست . موږ سره له دې چې  له پلاره خورا بیریدواو په داسې حالتو کې به ورسره نه مخا مخیدو خو ټول په یوه سا با م ته پورته شو .دستی مو خور ولیدله چې په بام را پریوتې او ټول ځا ن یی وینو نیولی و .هغه مخا مخ په  تندي لګیدلې وه او زموږ له رسیدو دمخه ېې لا ځا ن حق ته سپارلی و. مور مې د خور او وینو په لیدلو لویه کړیکه له خولې را وویسته او نږدې و له دې لوی ویر او غم له کبله ېې زړه ودریږي او دا  هم د خور لار خپله کړي بې هوښه او راپریوته .خو پلار مې لکه د جګړې په ډګر کې چې د دښمن له سرتیری او يا له خپل کوم تربره غچ اخیستی وي چرت هم نه و خراب ، په پوره بې شرمۍ ېې خپل وحشت داسې توجیه کړ:

ـ تا سو چې وینې او مرګ ونه ګورئ بل شان لار ې ته نه را ځئ .

له دې سره ېې چیغه کړه :

ـ دا دسپي لور لا ندې و غورځوئ چې نورو ته هم سبق شي چې بیا نورې په داسې خلا ص مټ له با مه  پردیو نارینو ته ونه ګوري .

پلار مې په  هغه لکه کوم حلال حیوان له پښو را ونیوه او په کښیدو یی له با مه لاندې ګوزار کړه .

ډیری او د کلی لویه برخه کلیوال د ښځو د آزادۍ په با ب زما دپلار په اندووخو یو هم دومره او تر دې کچې ځنا ور او وحشي نه و. دې بې رحمه و ژنې د ټول کلی غوسه او کرکه را پارولې وه خو هیچا نه غو ښتل په ښکاره زما د پلار دښمني په غاړه واخلي .که ده ته مخا مخ چا څه نه ویل په هر مجلس او نا سته کې به ټولو  غا نده او مخ ته به یی لاړې توکیدې .

ددې کر کې څپه او خبر حکومت ته هم ورسیده . ګهیځ وختي زما په پلار پسې د حکومت عسکر راورسیدل او دی ېې لاس تړلی له کوره نیغ زندان ته بوت.  سره له دې چې د خور غم لکه غر زموږ په کور را پریوت خو د پلار له عذابه د خلا صون په خا طر زموږ په کور کې په ټولو کې ایله سا ه وچلیده او لکه چې وایی هغه شر دې پیښ شي چې زموږ خیر په کې وي د پلار زندان زموږ په خیر تما م شو . اوس موږ د آزادۍ له نعمته برخمن شو، اوس نه یوازې د پلار له ویرې په لما نځه نه دریدو او خویندې مو په حجا ب نه مجبوریدې ،جوما ت ته مو هم تلل را کم کړل او په کور کې هم هغسې دډیر لما نځه شوق زموږ له سره والوت . ږیرې ټولو وخریلې او پګړۍ او خولۍ هم بیا د چا په سر ونه لیدل شوې . موږ نه یوازې په جو ما ت کې په ورو ورو لما نځه ته شا ه کړه بلکې په جو ما ت او مدرسه کې مو زده کړې هم پریښودې او ټول وروڼه د کلی په ښونځي کې شا مل شولو . که ر ښتیا ووایم او خدای دې را ته معا في وکړي هومره چې د پلار د ټو پک له ویرې پخوا لما نځه ، روژې ، د قران تلاوت .............او نورو ته مو پام وو اوس مو ورو دین ته شا ه کړې وه . د پلار سخت دسپلین او ټیګار ددین له سپيڅلتیا سره سره له دین داسې زړه توري کړی وو چې په ګرانۍ دې له هغه سره  هغه پخواني شوق را خپل کړو . څو مره چې  میا شتې او کلونه اوښتل په موږ هم د مکتب ، د عصري کا لیو ، مود او نورو شوقونو او ذوقونو غلبه ډیریده . که پخوا مو په کور کې ان راډیو نشوه اوریدای اوس مو په کور کې په را ډیو برسیره تلویزیون هم چالان او مشر ورور خو مې چې پخوا به ېې یوازې نعتونه او دیني ترانې زمزمه کولې او س په ربا پ برسیره آرمونیه هم غږوله او دخپلو خپلوانو او دوستا نو د خوښۍ مجلسونه به هم ده ګرمول .

په پلار مې شل کا له بند ختلی و او اوس ېې د بند پینځلس کلونه تیر وو. موږ ورونو نه یوازې د کلي ښونځی پا یته رسولی و

دوه تنه لا په پوهنتون کې هم په زده کړه پوخت وو . اوس نه یوازې موږ د جو ما ت لما نځه ته نه تلو په کور کې مو هم له مور اویوې خور پرته بل کس  په لما نځه نه دریده . که رښتیا ووایم اوس مو لمونځ او د قران ډیر صورتونه چې د پلار له ویرې او د هغه د ټوپک له سیورې لاندې له یادو حفظ کړی و هیر شوی وو او کور بیلما زو نیولی وو.

له دې ویرې چې پلار مو راخوشې او په موږ بیا خپله دکتا توري او پا چا هي واکمنه نه کړي . ټوله کورنۍ د پلار د جا یداد د خرڅون په یوه لویه بر خه سلا شول . ښار ته راکډه شو . په ښار کې مو په کور سربیره دوکا ن هم راونیو . په ښا ر کې موږ نه یواژې پکولونه او خولۍ نه په سرولې، خویندو مو هم حجا ب نه کاوه او د ښاریانو په منځ کې به لو څ مخ ګرځیدې .موږ د ددریشۍ اغوستل دود کړل او خویندو مو د اوږدو کا لیو په ځا ی لمنې او پطلونونو ته مخه کړه .

د پلار شل کلونه لکه شل شپې داسې  د سترګو په رپ کې ووتل . یوه ورځ چې موږ ټول نږدې او لیرې خپلوان او دوستا ن د ورور د سندرو مجلس ته نا ست او دده له خواږه غږه مو خوند وړ نا ببره پلار لکه پیری په کور راننوت . د پلار نا ببره راتګ لکه بم چې را پریوزی په دم شیبه کې مجلس خور ور کړاو د ستر ګو په رپ کې خپل او پردي له مجلسه پا څول او په خپله مخه رهي شول . پلار مې له غوسې ځا ی په ځای ودرید . هر یوه ته یی لکه له سترګو چې ېې اور اوري برګ راوکتل ،خو هیڅ غبرګون ېې ونه ښود . په وس ېې هم اوس څه پوره نه وو ځکه هغه که کنځله او که ګوزار هر کار یی د ټوپک په شتون کې کاوه او اوس هغه زموږ په وړاندې تش لاس ولاړ و. يوازې دژبې لاندې ېې په کراره وویل:

رښتیا ده چې دین په زور راغلی ، چې زور نشته څنګه له مخې ډما ن ګر ځیدلی یا ست.

موږ ته خندا راغله .دده په خبره مو کوم سر ونه ګراوه . له دې سره سره چې د ده په وړاندې مو کر که لا له زړه نه وه وتلې اود بربریت ، ظلم او وحشت انځور یی لا هم زموږ په زړونو کې خپل ځا ی درلود خو بیا هم پلار او هغه هم له شل کلن زندان وروسته راګرځیدلی  وو،ورپاڅیدو چې غاړه ورکړو خو پلار مې هیچا ته نه لاس ورکړ او نه غاړه.

اوس موږ له پلاره نه بیریدو : ځکه هم په ښار کې اوسیدو او هم مو ګذاره ښه روانه وه او له ټولو مهمه دا وه چې پلار مې ا وس تش لاس او بې ټوپکه و.  خو له دې هر څه سره که مو ږ له پلاره نه ویریدوبیا هم ددې لپاره چې دي خفه نشي کله کله به مو دده د غولونې لپاره لمونځ کاوه او ځنې وختونه خو به داسې هم و چې بې اودسه به په لما نځه دریدلو . که رښتیا ووایم  اوس زما په ګډون له ډیرو ورنو د لما نځه ډیر صورتونه هم هیر شوی وو .  پلار مې په دې هر څه په ورو ورو پوه شو خوله هر ډول غبرګون یی ډډه وکړه او دا ځکه چې ده اوس هغه  ټوبک نه لاره چې زموږ په کور کې  ېې دین په  زور په ټینګاوه او له ټوپکه پرته هغه نه کنځلی کولی شوی او نه چیغې . له ټوپک پرته یی ان په ما شوم هم ستر ګې نه برګولې .

یوه ورځ نا وخته چې موږ د ما ښا م ډوډۍ ته ټوله کورنۍ په دستر خوان سره را ټول و پلار لویه توره په لاس کور ته را ننوت .د پلار په لاس کې د تورې لیدلو زموږ د ټولو په ستونی کې ډوډۍ ونښلوله. هر یو له ویرې ولړزید. له هر چا وار پار خطا شو ټول داسې غلی او ارام شول لکه ایسر ایل یی چې ساه اخیستلو ته راشي..پلار مې چې څنګه  موږ ته را نږدې شو . سمدلاسه ېې په ما لا س کیښود ،او په کرار ېې وویل:

ـ راځه ! تا سره مې کار دئ.

غړي مې سست شول ،له پښو او لاسو مې سا ه ووته ،له ویرې زیړ راواوښتم ،ریږد ونیوم ، زړه ته مې دستي راغلل لکه پلار چې یوازې زه له ټولو ګردو را خوښ او ګواکې یوازې په ما خبر دئ چې لمونځ مې هیر او کله نا کله بې اودسه دده له ویرې په لما نځه دریږم . فکر مې وکړ اوس به خا مخا سزا راکوی او لکه د قربانۍ ګډوری به مې په دې توره سر پریکوي .خو پلار مې چې زما پریشا ني او وارخطا یی څنګه ولیده ،زما د ډاډ لپاره ېې دستي نری موسکا وکړه ،بیا یی مور ته توره ورکړه ،ما ته یی مخ راواړاوه :

ـ مه ډاریږه دا توره تا سو ته ما نه ده راوړې ، په دې نور لارې ته راولم . تا نه حلا لوم .

مور ته د تورې په سپار لو نه یوازې زما له سره بلکې د ټولې کورنۍ ویره والوته او نوې سا ه په هر کس کې وچلیده .

پلار مې  دمخه او زه ورپسې بلې خونې ته ننوتو. هلته په خونه کې یو بل ته مخا مخ کښینا ستو ، پلار مې چې څنګه تکیه ووهله ما ته ېې  پوښتنه راکړه:

ـ په وطن کې د کفارو پا چا هی ده که څنګه؟

دې پو ښتنې حیر یا ن دریان او اندیښنه را واچوله خو له خولې مې په اسا نه ورووتل .

ـ نه ولې ؟

د پلار ستر ګې ټیغې را ووتې غږ یی لوړ کړ:

ـ نو ولې ټولو لما نځه  ته شا ه کړې؟

نه پوهیږم څه شي زورور او زړور کړم ،دستي مې اعترا ف وکړ:

ـ له مااوس لمونځ هیر شوی.

فکر مې وکړ لکه په زور چې مې د پلار تور راو پارول او پخپله مې ځا نه ته قبر وکیند ، پلار به مې اوس له غوسې پړک وچوي او په راوړې تیرې تورې به په منډه سررا پرې کړي خو پلار مې برعکس وخندل :

ـ پو هیږم چې ستا نه دټولو لمونځ هیر شوي.

خندا یی نور هم په شونډو وغزیده :

زما پخوا هم لمونځ سم نه و یاد او اوس له ما هم ستا سو په څیرډیرهیر دئ خو ما د ثوا پ بله لار میندلې .  چې هم دې دین وشي او هم دنیا .

ـ د پلار فلسفې ته چرت يوړم او په دې با ندې مې له ځا نه سره کرل ریبل شرع کړل چې دا به څنګه عمل وی چې دین او دنیا دواړه خپل کړې . له پلار مې دستي پو ښتنه وکړه :

ـ  دا نو کومه لار ده چې دین او دنیا دواړه دې ښا یسته شي؟

پلار مې په سړه سینه ځواب راکړ:

ـ د هغو د کاروان ملګرتیا چې نور لما نځه او دین ته را بولي .

خندا ونیوم او په ملنډو مې پلار ته کړل.

ـ دا څنګه موږ چې پخپله په لما نځه نه پوهیږو نورڅنګه لما نځه او دین ته راوبولو.

پلار مې وویل :

ـ ستا دنده نورو ته د لما نځه   او دین ښوول نه دي.

سترګې مې له حیرا نتیا نیغې را ووتې:

ـ زموږ دنده نو څه ده ؟

ـ زموږ دنده د هغوی د سرونو پریکول دي چې په لما نځه نه پوهیږي او له دین اوړي.

په خپل ځا ی کې ښکته پورته والوتم را والوتم او چیغه مې کړه:

ـ دا څنګه ؟

پلار مې له ځا یه را ولټید ،ما ته مخا مخ ودرید ،زما په سر يي لاس ېې کیښود :

ـ هغه دا چې دین په زور راغلی . ځوک به پخپلو لمنځو او دینی فریضو جنت ته ځي او څوک به د هغوکسانو د سرونو په پریکولو چې له دینه اوړی .

دپلار دې خبرې ته نور هم هک پک او ګوته په غا ښ شوم خو دهغه تندی نور هم وغړید او لکه دا باور یی چې د ډیرو اوږدو دیني څیړنو ثمره او یا غیبی الهي الهام ورته شوی وي په غرور یی وویل:

ـ بیا درته وایم مهمه نه ده چې پخپله په دین پوه شئ مهمه دا ده چې نور له بې دینۍ را ګرځوئ .  

بیا یی وویل :

زه او ته اوس همداسې کاروان ته ورګډیږو ، ددوی ملګرتیا هم خر ما ده او هم ثواب .

خو ما لکه لیونی او له هوښه چې ووځم په زوره چیغه کړه :

ـ نه که داسې وۍ اول له ما سر پرې کړه .

پلار مې بیا وخندل .

ـ زه دومره لیونی نه یم چې د یو ګنهګار دسر په پریکولو د زرګونو کنهکا رانو د سرونو د پریکولو له لوی ثو ابه ځا ن بې برخې کړم . ته غواړې چې زه دې په دومره اسا نه بیا ټول عمر زندان وګا لم او ستا د سر په بیه دې دومره لږ ثواب وګټم؟

پلار مې نور هیڅ ونه ویل . دستي له دې ویرې چې بیا یی حکومت د بند میلمه نه کړی ،مور ته ورغئ له هغې ېې هغه اوږده او تیره توره واخیسته او په هما غه توره شپه له کوره ووت.

پلار مې دادئ دا څو کلونه وشول چې د همداسې یوې ډلې ملګری دئ چې پخپله  نه په لما نځه او نورو دیني چارو خبر دي خو لګیا دي له نورود دین د نه پوها وي په ګنا ه سرونه پرې کوي . که رښتیا ووایم او خدای (ج)دې را ته معا في وکړي زه چې هر ه ورځ دسرونودپریکولو داسې بې رحما نه کیسې اورم نه یوازې مې له پلاراو ددې ډلې کرکه ډیریږي له دینه هم لیرې کیږم او ډیره لږه پا تې ده چې له دینه بیخي زړه توری او مخ واړوم .

پا ی

لندن ، سوتهال

د شپې دولس بجې

د ۲۰۱۵ میلادي کال د اپر یل ۱۸