05.07.2015

م·اكبر كرگر

د ميرزا كلام رموز دی 

چې معنی يې په څو بابه

د ميرزا خان يو شعر  چې رموز دی

د ميرزا شعر يوازې د عمق او ژوروالي ، تفكر او تاملاتو د انتقال خزانه نه ده بلكې د فورم او شكل له مخې هم زياته تنوع لري · د هغه په ديوان كې د غزل او قصيدي نه نيولې تر ډېرو نورو ډولونو پورې شته ·پوښتنه او ځواب يا مناظره هم په كې په تمثيلي توگه د بيان يو ډول دی چې د ميرزا په شعر كې يې ځای نيولی دی ·

د لويديځې نړۍ په ادبياتو کې يو لړ داسی رمزي داستانونه شته چې هغو ته په انگريزې کې اليگوري ( Allegory ) وايي ۔ لکه چې گورو  په دې ډول تمثيل کې ظاهرې متن ديوې  پردې حيثيت لري ۔ چې دشاعر هدف اومقصد دهغې  لاندې پټ دی ۔ ليکوال يا شاعر دهغې مانا ته هيڅ ډول څرگنده اشاره نه کوي ۔ يا په بل عبارت پخپله دمتن تفسير اومانا نه کوي ۔ خو معمولا شاعر اوليكوال په لوی لاس  لوستونکي  دې ته هڅوي  چې دخپل ذهني فعاليت اوخلاقيت له مخې  د متن مانا کشف كړي   ۔ يا داسې غوښتنه ده چې ليکوال پخپله ديو لوستونکي په عنوان هڅه كوي  چې داسي ليكنه اويا شعر هست كړي  چې  دنه واقعيت ريښې  دهغه په متن کې پرتې وي او لوستونکې په  يو ډول شک كې اچوي  ۔ دا ډول تمثيل په دې سبب يا له دې امله چې په هغو کې شخصيتونه ، حيوانات اوشيان داشخاصو نماينده يا داسې مفاهيم يا نور شيان دي چې په حقيقی اومتعارفه  مانا دلالت نه کوي ، دې ډول  ته رمزي تمثيل ويلي شي ۔ (۱)(۱-۱۸۹)

ميرزا دخپل هدف دبيان له پاره درمزې تمثيلي داستانونو څخه هم كار اخلي اوځای ځای ځينې حكايات دشعر يا نظم  په ژبه بيانوي  · په دی برخه كې دميرزا يو شعر چې دكك يا خسڼې اوحباب يا داوبو دپوقانې  تر منځ مناظره ده چې دهغې په ترڅ کې  ددواړو  استدلال توضيح كوي  اوله هغه نه دشاعر هدف دادی  چې څنگه کولي شي چې عرفاني قلمرو ته ننووځي اوهلته خپله عرفاني رڼا اوروښنايي پلنه كړې ·ميرزا دهمدې شعر په پای كې وايي

د ميرزا كلام رموز دی 

چې معنی يې په څو بابه

ميرزا دخپل سلوک   اوپوهې په بنياد له رمز ، سمبول ، اشارې اواستعارې سره سرو كار لري · دا كار يا د  تگ لوری ددې سبب شوی چې دهغه كلام يو څه پيچلي شي · خو تصوفي اوعرفاني  پوهه ددې سبب كيږي چې لوستونكي اوشننونكی دميرزا دمطلب جوهر وڅيړي اوپر هغه خپل سر خلاص كړي ·

ميرزا په دې شعر كې دكك له خولې وايي :

دغه كك ويل حبابه َ

         داوبو پر مخ كريابه

كه مدام په كې جارووځې       

         څوك دې نه وړې له گردابه

دهيڅ چا غرض دا نشته        

         واړه چار دی بې صوابه

چې راتله دې په تعجيل دي

         هسی درومي له شتابه

هيڅ افزون ترقاعده نشي        

         څه صفت كړې له دريابه

غوټې وويل ای ككه    

         ته داوبو يې له حجابه

 

پاسنۍ برخه دهمدي رموز شعر لومړۍ برخه ده · چې دكك بيان په كې وړاندي شوی دی ·كك دخسڼې په مانا هم كارول كيږي · خو په ٬٬فرهنگ معين٬٬ كې هغه بې گټې سكور دی چې سوزي ،يوڅه اور كوي  اوان خاكستر يا ايره يې هم نه پاتې كيږي · په دې برخه كې حباب يا داوبو دېوي قطرې استعاره اونښه ده ·چې دكك يا سكرو له خوا دبې گټې اوبې فايدې څيز په توگه تمثيل شوېده · يا دخس يا كك په نزد  داسې يو څيز دی چې نه صواب لري اونه غرض ،نه له گرداب يا اوبو له منځه ځي ·په اوبو كې شتون اونشتون لري ۔ له اوبو جلا والی نه لري اوكه جلا هم شي هيڅ شی نه دی خو غوټۍ يا حباب په ځواب كې څه وايي ؟

له مقصوده خبر نه شوې        

         كل گفتار دې بې حسابه

په غفلت دې عمر تير كړ       

 

         لا بيدار نه يې له خوابه

كه ته ځان وته نظر كړې       

         پرورش دي دی له ابه

ته دنوح پسر په زړه كړه       

         پسو بېل شو له اصحابه

ددرياب قدردې نه زده

         سوز ې برخه شه كذابه

چې داور طلب گار درشي

         زر دې يوسي بې ځوابه

اتش درست پر تا بليږي        

         په تا غوښې شي كبابه

كه داناېې ځواب راكړه

         ستا نصيب دې څو عذابه

دميرزا كلام رموز دی

         چې معنی يې په څو بابه

دويم كركتر يا سكور يا خسڼی په واقعيت كې دحباب په وينا له معرفته ليرې اوبې برخې دی  هغه عبث ژوند تيروي  ديو غافل اوناپوه انسان اونا موحد انسان سمبول اورمز دی چې تر اوسه لا په خوب ويده دی اوپه ځان اودخپل راتگ په مانا اومفهوم اگاه نه دی·

اوبه په عرفاني فلسفه كې دحيات اودژوند نښه اوبنسټ دی  · حضرت بايزيد پير روښان قدس سرهُ په وار وار ويلي دي : ((همدارنگه ټول مادي شيان اومخلوقات دخدای له خوا احاطه شوي دي · (( وكان الله بكل شۍ ء محيط )) (وهست الله تعالی بر هر چيز احاطه كننده · ) بيان دی په قران۔ دا مطلب چې خدای ټول شيان احاطه كړي دي اوپه ټولو شيانو كې خدای شته بايزيد دايتونو اواحاديثو په مرسته اثبات ته رسوي · ليس شی ء فی الدارين لا فيه ربی (( نيست چيزې دردنيا دراخرت مگر در ذات ان شی پروردگار ماست )) نبی ويلي دي عليه السلام  ·

په بل ځای كې وايي : (( گوره ! ادميان زما په هستۍ كې دي۔ زما هستي ده په ادميانو لكه كبونه په اوبو كې اواوبه په كبو كې ·لكه كبونه په اوبو ژوندي وي هسی په ما ژوندي وي ادميان په تا دې وي اعلام ۔ (۲۶۹ـ۲)

دروښان په نظرياتو اودلايلو كې خدای محيط دی ·ټول كاينات اوموجودات په دغه مفهوم كې احاطه اوپه هغه كې ځای شويدي · هر څيز يو مظهر دی اوبه چې دحيات اوژوند يو رمز اونښه ده  درياب يې ښه مثا ل كيدای شي چې دكب اواوبو په مفاهيمو كی موجودات او واجب الوجود تمثيل شي · قطره اوداوبو څاڅكې هم داسې نښه اواستعاره گڼل كيدای شي چې هم داوبو پر سر اوهم داوبو برخه وي · ماهی بې اوبو ژوند نه شي كولي ماهی اودماهي ژوند داوبو ملزم دی ·

اوبه نه يوازې په اسماني كتابونو كې بلكې په اساطير وكې هم داستانونه لري :

اوبه په اساطيرو کې هغه لومړنی عنصر دی چې ټول شيان يا ژوند له هغه پيدا شوي   دي ۔ همدارنگه په لرغونو اساطيرو کې دزهدان اواميداوارۍ (حمل ) اوهم دارنگه دپاکۍ اوزيږيدنې سمبول هم دی ۔ دهند منځني ختيز او مصر په لرغونو اسطورو کې بيانيږي چې په لومړي سر کې دنړۍ له پيدايښته مخکې يو سور کيهانې اقيانوس موجود وو ۔په ريگ ويدا کې وايي : په پيل کې هر څه لکه سمندر اوتورتم وو ۔ دبرهما په متونو کې دځمکي هستوونکی خدای يا کالپا  دهر كيهانې دوارن په پيل كې   داوبو له منځه،راپورته كاوه   ۔ وروسته دويشنو په وسيله دا نقش بدل شو۔ ويشنود لومړي  ځل له پاره دگوپتا په حجارۍ کې په مصور ډول حک شوې چې ښکاري  داوبو پر مخ اوږود غځيدلې اوويده   دی ۔ دهغه تخت ديو زر سر لرونكي مار چې انانتا نوميږي ددې مار  دنامه په غوټۍ نيلوفرې گل را ټوکيدلي چې ويشنو  ددغه گل له پاسه ناست دی · په هندويي کورنيو کې داوبو ډکه کوزه دخدای دحضور سمبول دی اودورځينې عبادتونو له پاره ساتل کيږي ۔ اوبه اونيلوفرې گل بودايي سمبول دی چې له هندويي کيت نه اخيستل شوی دی۔(۳-۱۵۹)

په پښتنو سيموکې چې کله څوک مسافر کيږي اويا له کوره ووځي نو اوبه ورپسی شيندې  اويا کله چې يو څاروی اخلي  نو په لومړي راتگ سره يې پر مخ اوبه شيندي  ۔ ۰

وايي چې اسماني گنبده چې دپاسنۍ  نړۍ يا کايناتو اوبه له لاندې اوبو نه جلا کوي ۔له يوې خوا هندويي اوله بله پلوه  کاينات پيژندونکي جنبه لري ۔په  يو لرغونی بابلي شعرکې چې دخلقت په باره کې دی اوانومااليش نوميږي ۔ تاريخ يې له ميلاد نه تر مخه دويمي زريزې ته رسيږي په هغه کې وايي  : ((څرنگه چې ټوله ځمکه سمندر وو تر هغه چې هستوونکي يعنې مردوک يا بيل ( Bel)  اسمان جوړ کړ اوله هغه وروسته  بشپړ خلقت را منځ ته شو چې اوه ورځې وخت يې ونيو اودبشريت په خلقت پاي ته ورسيد ۔

داسې بريښي  چې دتورات دتکوين سفر منبع هم داده ۔ په عيسوي هنر کې دخلقت ورځې دهغه مناظرو ديو پړاو لومړۍ برخه ده ۔چې دمنځنيو پيړيو په کليسا گانو کې  منظرې يو شان وي ۔ اوپه لنډه توگه دعيسوي جهان شرح کوي ۔

اوبه په مصري اساطيرو کې هم دخلقت پورې اړه لري ۔ په لومړي سر کې داوبو له منځه يوه غونډۍ را پورته شوه چې اتوم دهليو پوليس دښار هستوونکی خدای يې پر  خپل مخ درلود ۔ 

داغونډۍ دځمکې مرکز وو اوښار دهغه پر سر جوړ شوی وو ۔ يوه بله نيلوفري غنچه يې جلا کيدنه وه ۔ داوبو له پاسه دا غنچه روانه وه ۔ چې هوروس دلمر خدای په رول کې څرگند کړي ۔ دهغه رڼا دځمکي پر مخ پراخه شوه ۔ دا هم دهندي دخلقت داسطورې په څير ډير وروسته ليدتوگه   وه ۔ اوبه دنيل درياب دغاړې اوسيدونکو ته دحاصلخيزۍ اودښځينه  هستووني سمبول وو ۔

اوبه له هغو څلورو عنصرو له جملې نه دی (چې په چين کې دا پنځه عنصره يعنې ابې واښه هم دې )۔ دهر څه دتغذيي سمبول اونښه ده ۔ دا څلور عنصره  له اوبو ،خاورې ،باد اواور څخه عبارت دی ·

ميرزا ددی عقيدې دلا پخوالي له پاره دحضرت نوح دداستان يادونه هم كوي · چې وروسته به يې تفصيل راشي  · خو دروښاني دورې يو بل پياوړی مريد ارزاني خويشكی هم ددې داستان ېادونه كوي وايي :

نن دنوح په كښتۍ كښيوزه   +  ته به بچ شې له طوفانه

دحيات اوبه نن وڅښه        +ددې خضر له حيوانه

رښتينۍ لار ه دې غواړه    +  له مهدې اخر زمانه      

دارزاني خويشکې په شعر كې هم دنوح دكښتۍ دداستان يادونه شوېده اودميرزا خان په شعر يا مناظره اوتمثيل كې يې هم يادونه شوي ده ·  بايد ووايو چې دارزاني په شعر كې دخضر حيوان مانا حضرت خضر پيغمبر نه بلكې دمجرد روح مانا يا نفس مانا لري ·

دنوح داستان  دميرزا خان انصاري په دې تمثيلي مناظره کې يوه بله مهمه اسطوره ده  چې وايي :  ته دنوح پسر په زړه کړه     پسو بېل  شوله اصحابه

دلته دنوح (ع) داستان ته اشاره ده ۔ داداستان په تورات کې په تفصيل سره راغلي دي ۔ خو په قران پاک کې يې څو څو ځايه يادونه شوېده ۔  دتورات داستان له قران سره يو څه توپير لري ۔ البته دميرزا اتکا اواستناد مالوم دی چې په قران بنا دی ۔ په قران کې راغلي دي: ۔۔ اونوح ته مې وحی وکړه چې زما په امر اوزما په حضور کې دبيړۍ جوړول پيل کړه ۔ هغه په بيړۍ جوړولو پيل وکړ اوکله چې له دې کاره خلاص شو خطاب مې ورته وکړ چې له هرې جوړې دوه تنه نر اوښځه راواخله اودټولو ښځو اوبچيانو اوهغو کسانو چې په تايي ايمان راوړی دی له هغو سره بيړۍ ته ولاړ شه ۔ نو دژغورنې ساحل ته به ورسيږي ۔  (هود ۳۸-۴۰) اونوح ته مې وويل چې دکورنۍ ټول غړي پرته له هغه  ځويه چې دهغه له منځه وړلو اوهلاکت پريکړه شوې ده  په بيړۍ کې کښينوه ۔ چې کله کښيناستې زما تسبيح ووايه ۔( مومنون ۲۷ -۲۸)

اوکله چې زما دقهر وخت راغی داور په تناره اوبه جوش او وخوټيدلي ۔ اوبيړۍ دسمندر په څپو لکه غر په حرکت راغله هغه وخت ځمکې ته خطاب وشو چې اوبه دننه کړه اواسمان ته وويل شول چې باران ودروه اوبه يو دم وچې شوې اوبيړۍ دجودې دغره پر سر ودرېده ۔ نوح ته خطاب وشو چی اوس له بيړۍ را ووځه چې زما سلام ،برکات اورحمت دی پر تاوي ۔ اوپه هغه امت اوقبايلووي  چې له تاسره ملگري وو ۔نوح دټولو خلکو اوحيواناتو سره چې دهغه په بيړۍ کې ول ساحل ته سلامت ورسول ۔ اونور خلک يې په درياب کې ډوب کړل ۔ (شعرا ۱۱۹)همدارنگه وايي چې دنوح دا حکايت غيبي اخبار دی چې  مخکې له دې چې چاته وحی وکړم اوستا قوم دی له هغه خبر نه وو ۔ (۴-۶۱)-

خو په تورات کې چې په مشرح ډول اوپه تفصيل سره داداستان راغلی دی وايي کله چې دحوا اوادم زوزاد زيات شول ۔ښکلي ښکلي پيغلې را پورته شوې اودهغو له پاره ژڼې له اسمانه راغلل له هغو سره يو ځای شول اوکله چې دهغو اولادونه وشول نو هغه ډير ښکلي  اودمعمول انسانانو نه با قدرته ول ۔ هغو ديهوه له امر نه سرغړونه کوله ۔ ديهوه په نظر دا کار بی امري اوفسادوشرارت  وگڼل شو ۔ نو يهوه دهغوۍ له خلقت نه پښيمانه شو اوپريکړه يې وکړه۔ چې هغوۍ ټول دنورو موجوداتو سره يو ځای چې هست شوې وو يعنې حيوانات اوالوتونکي ديو توفان په وسيله غرق اوله منځه يوسي ۔

خو په قران کې نور څو ځايه د اموضوع تکراريږي ۔   دتورات روايت دادی چې په  بيړۍ کې ناست کسان ټول اته تنه دي چې دنوح ميرمن  اودوه زامن  اولوط دخپلو ښځو سره دی خو په قراني روايت کې خدای نوح ته امر کوي چې خپله ميرمن اودلوط ښځه چې ميړونو ته يې خيانت کړی په بيړۍ کې پری نه ږدي اوهم دنوح يو زوی چې ويلي وو چې زه جگ غره ته خيژم چې  اوبه ورته نه رسيږي  اوپه بيړۍ کې دناستی اړتيا نه ويني ۔ نو په دې بيړۍ کې يې مه پريږده  چې همدغه ځوې يې دنورو سره په اوبو کې غرق شو ۔(۴-۵۹ )

ميرزا خان انصاري له دغه داستان څخه يو عرفاني استنباط کوي ۔ اوهغه دمعرفت مساله ده  چې کله دنوح زوی غرور پيدا کوي اودخدای له امره چې هغو ته ويل شوي وو چې په بيړۍ کې کښيني ۔ هغه غوره بلله چې دغونډۍ يا غره سر ته ولاړ شي  دا ځکه چې هغه دا بصيرت نه درلود نو غرق اونابود شو ۔ له بلې خوا دنوح زوی داوبو له پاسه په بيړۍ كې كښيناستلو نه انكار كوي · دلته داوبو راز اونښه خپل دروندوالي اواولويت پيدا كوي · كوم چې دنوح زوی ترې انكار كړی دی ·

په دې دول وينو چې دميرزا يو لړ زيات داسې شعرونه اوقصايد شته چې هم درمزيه  تمثيلي داستانونو په ډول عرفانې اوتصوفي مطالب بيانوي ·

درمزونو اواستعارو اوسمبولونو په بدنه كې دداستانو اوحكاياتو وړاندې كول تر زياته حده دسهروردي لكه عقل سرخ  اونور اثار دي ،  ·ابن سينا هم  دا ډول اثار هست كړي دي ·  عطار نيشاپورې هم زيات اثار لري  لكه منطق الطير اونور ·دميرزا ديوان ددغه ياد شوې فرهنگ سره سيالي كوي · عين القضات همداني مشهور صوفي اوعارف چې دمنصور حلا ج ته په ورته سرنوشت اخته شو  پياوړی شاعر اودفکر خاوند وو ۔اودتمهيدات په نوم اثر لري ۔ درمزي شعرونو په باب  کې ليکي :

»جوانمردا! اين شعر را چون آیینه دان !آخر دانې که آیینه را صورتی نيست درخود ،اما هر که در او نگه کند صورت خود تواند ديدن که نقد روزگار اوبود وکمال کار اوست ۔واگر گويي شعر را معني ان است که قايلش خواست ،وديگران معنی ديگر وضع می کننداز خود،اين همينجااستکه کسی گويد :صورت آیینه صورت روی صيقل است که اول آنصورت نمود۔«

 *

يادښتونه :

۱۔تقې پور نامداريان ۔ رمز وداستانهای رمزې درادب فارسې  ۔ (تحليلي از داستانهای عرفاني فلسفي ابن سينا وسهروردي ۔  چاپ سوم ۔۱۳۶۸ ۔ چاپخانه شرکت  انتشارات علمي وفرهنگي

۲·بايزيد انصاري ·خيرا لبيان ·پښتو اكيديمي ·دپښور يو نيورستي  ۱۹۶۷

۳۔جيمز هال  (ترجمه رقيه بهزادي ) ۔فرهنگ نگاره ای نمادها درهنر شرق وغرب ۔فرهنگ معاصر سال ۱۳۸۳ تهران ۔ص ۱۹۵

۴۔ش ۔شفا ۔معمای اديان  چاپ ۲۰۱۲ ۔چاپ ځای مالوم نه دی ۔