24 اگست 2015

 اکبر کرگر

هجرې او نوستالژي (دريمه برخه )

 

۳- په تيرشوي  عمر افسوس

له تېرو ۵٠ كلونو را په دې خوا دنوستالژي گړنه چې ترمخه  دناروغانو دروانې گډوډی په ستاينه كې  كاريده  كرار كراردطبې اوروغتيايي متونو څخه  لېرې شوه ۔  په همدې موده كې دغه گړنه ادبياتو ته داخله شوه. په ادبياتو كې نوستالژي دناروغيو په مانا نه  بلكې درومانتيكو احساساستو اودپخوا په اړوند دغم دبيا تازه كولو مانالري.

خو په ادبياتو کې هم دې گړنې بيلابيل تعبيرونه  پيدا کړل ۔   دفرانسې درومانتيكي دورې دليكوالو  لكه دهوگو ،بالزاك اوبودلر په اثارو كې نوستالژي بيلابيلي مانا وې درلودلې. دهوگو په اثارو كې له هيواد څخه دليرې والي دسوځنده درد په مانا كارول شوېده. دبودلر په اثارو كې د نا اشنا هيوادونو سره داشتياق اومينې په مانا ياد له لاسه وركړي شوېو شيانو سره درغبت اوليوالتيا  اوبالاخره دسارتر په اثارو كې دعبث اوپوچوالي په باب دافسوس كولو په مانا كارول شويده. خودشلمې پيړۍ په پيل كې نوستالژي دجغرافيايي بې وطنۍ نه سر راپورته كوي·

مشهور فرانسوي ليكوال مارسل پروست په خپل مشهور شاهكار  (( دترلاسه تللي زمان په لټه )) نوم رومان كې چې حجم يې هم زيات دی  اوپه فارسي ژبه ۷ ټوكه كيږي،ليكي : چې څرنگه دهغه دداستان قهرمان ديو چاې څښلو وروسته دخپل ماشومتوب دتير دوران په ياد بوختيږي. تېر اودماشومتوب ددواران خوږوالې چې په هغه كې دماشوم  نيك مرغه وو اوبلوغ ته لا نه وو رسيدلي  له دونيا او د دونيا له مكاره بازار نه نا خبره وو، دهغه مهال په خوږو يادونو  بوختيږي او دغه يادورته خوند وركوي.

دځينو ليكوال اوشننكو په باور دميلان كوندرا د((جهالت )) په نوم ناول ديو نوستالژي اثر ډيره نوې نمونه بللي شو.

له عكسونو ،انځورونو ،تابلوگانو ،منظرو سربيره  موسيقي يو هغه هنر دې چې دنوستالژي په ايجاد كي ډېر پياوړی رول لوبوي. ددې كرښو ليكوونكی ته په ياد دې چې كله له كوراوماحول نه ليرې ووم په هغه اجباري ميلمستون كې نوی تلويزيون ايښودل شوې وو· داحمد ظاهر دی اهنگ به چې وايي : خدا بود يارات ، قران نگهدارات. سخی مددگارات ·  )) اهنگ به ډېر ژور اغيز كاوه.

ژان ژاك روسو چې نوستالژي دموسيقي په بنياد تعريفوله  عقيده يې درلوده چې يوه ساده ميلودي كولي شي  په سويسي سرتيرو كې هيواد ته دبيرته ستنيدو احساس  راپاروي · 

 يوه ساده ټپه ډير زيات په تيره موسيقی كې دتيرو خاطرو را ژوندی كوونكې ده· هسې خبره نه ده چې وايي :

ربابه مات شي غمازگره   +را يادوي اشنا په ليرې وطنونه

خو كله چې داشرف خان هجري دديوان پاڼې اړوو ، بيخې تر زياته حده په كې نوستالژيك انديښني  اوحسرتونه وينو. دعمر تلل لكه دسيند تلل چې دهراكليت خبره بيرته نه را گرځي· ايا يو څوك دوه واره په يو  وخت كې دهماغه اوبو څخه پوری وتلي  شي؟. اشرف خان هجري وايي : 

كه مې كس ددلبر ځای دكف پای كا

تر هر چا به لويي زما دعزت ځای كا

زه ديار ددر دخاورو ارزومند يم

نور عالم همه ارزو ظل دهمای كا

كه يې يار هميش داور په هجر سيزي

عاشق نه دی كه ظاهر غيرو ته های كا

زه دوصل له دولته پناه غواړم

چې اغازه دهجران خبره نای كا

 

دنوستالژيك يوه ځانگړنه دتېرو خاطراتو بيا ياد ته راوړنه اوبله يې داسطوري يا لرغونپالنه يا اركاييزم دی ·شاعر دهماغه اسطورو چې په فرهنگ  اوټولنيز روان  كې شتون لري پر خپل ځای يې كاروي ·ميرزا هم په خپل ديوان كې څو ځايه په عرفاني متن كې دهما مرغه يادكړی دی. چې وايي :

چې ډېوه دمعرفت شوه باندې بله 

دهمای اصل يې گوښې كړ له زاغه

هما  په آريايي اساطيرو كې داسې مرغه بلل شوی چې سيورې يې دهر چا پر سر كښيني  نو نيكمرغه كيږي. هجري يې هم په نوستالژيك متن كې كاروي خو په استغنې سره ديار د در خاوري دهما دسيورې په نسبت غوره بولي.

همدارنگه دتېرو خاطرو اويادونو له مخې چې خوږي اوډېرې زړه دردوونكي دي په ياد يې شاعر په خپلو اوښكو وچه ځمكه لندوي. همدارنگه شاعر دمولانا دجداېې داستان چې وايي :

بشنو ازنای چون حكايت ميكند  وزجدايي ها شكايت ميكند ·

خولي را ووځي اوشكايت كوي هم نه هيروي اوله عرفاني متن څخه يې په حسب وحال كې كاروي ·همدارا ز:

هغه دم چې زه له يار سره خلوت ووم

باد كه وكا دلېرې عمر به بای كا

دهر چا له پاره دخاطراتو لرل يوه طبيعي خبره ده. خو كله چې دخاطراتو بيا ياد ته راوړنه يو داسې حد ته ورسيږي چې دموجودو واقعيتونو په نسبت يې بد اوناوړه وگڼل شي نو هغه څوك دنوستالژي دزړ ه تنگي احساس كوي. دا هماغه رواني حالت دی چې په اروا پوهنه كې ورته اودخاطراتو تراكم وايي. يو بل اړخ يې دخاطراتو نشتوالی هم دی چې دروغتيا كار پوهان يې ((هيرول ))يا له ياده وتل بولي. دژوند لومړي كلونه ،ماشومتوب له مور وپلار سره گډ ژوند دانسان په ذهن كې دتل له پاره پاتې كيږي. خو په ټولنيز و خاطراتو كې دهغو كيسو ياد ته راوړل اوويل موږ ته په ډله ييزه توگه را ژوندي كيږي. البته دا ډول ټولنيز خاطرات دټولني پورې يا دزيات شمير انسانانو سره چې گډ احساس ولري اوموږ ورسره اړيكي لرو، نوستالژې يې شريكه وي ·

لاندې شعر تر پايه لولو :  

دوصال زوال به ما له قصده هير كړ

داخبره دكوچ بله چې يې درای كا

هغه تېر عمر هر گز دزړه ياد مشه

په ژړا مې وچه مځكه سترگې لای كا

هغه دم چې زه له يار سره خلوت ووم

باد كه وكا دليرې عمر به بای كا

رنگ وبو به ډير حاصل كاندې گلونه

قصد رياض لره په سير دلربا ی كا

دهجران داغونه يوسي خپل وطن ته

هر بشر چې هويدا په دا سرای كا

روغ عالم دمال وملك خبرې كاندې

ددلبر حكايت تل دعاشق رای كا

يار په ځير گوره هجري هميشه وينې 

چې په خلقو يې گردون حادثه رای كا              ۶۲ مخ

دزمان عنصر اوپه تېره له حال نه څټ  يا ماضي ته مخ اړول اوهغه ياد ته راوړل په نوستالژي كې مهم ټكي دي ·سره له دې چې شاعر دپرون يا د  بې گټې اوتير شوې بولي  خو موږ په دې قناعت نه كوو. ځكه هغه خپل شعور اواگاهي ته يو تسكين وركوي. اودخپل روان له پاره دتيښتې لاره برابرو ي·شاعر خپل تقدير اوقسمت ته پناه وړي. دگردون اوفلك نه شكايت كوي. سر ترې ټكوي  اودزمان اصلي خبرې ته چې دشاعر حسرت اوافسوس په كې نغښتی دی  ،رسيږي. وايي :

دې دوران په باغ چې وزوول گلونه

واړه غوڅ دافتونو په شمشير شو ل

دا شعر تر پايه دماضي تريخ ياد دی. داسې ېاد چې دزمان ترخې شيبې يې تر ستونې تېرې كړي دي ·هغه د طلايي وختونو په تيريدنگ افسوس كوي اوخپله غميزه زمزمه كوي. شاعر وايي :

دهجران سواره تر ما همه چاپير شول + هسې زيړ نزار غمونو دفرقت كړم

دشاعر له پاره تېر مهال اوماضي يا دغمونو درانده پيټي  ته اوږه وركول دي. كه له يوې خوا دتېر وخت درنگينو شيبو له ياده خوند اخلي اوپر هغه تسكين كوي خو دا چې عمر يې تيريږي اواوسنی حالت له تير سره پرتله كوي  دنهيلۍ اونااميندۍ داستان وايي :

شاعر دژوند په باب  هماغه دسليمان دروايت داستان تكراروي اوژوند يوه بې گټې اوبې مانا عبث  پيښه بولي . چې دتورات د٬٬ټولني دكتاب٬٬ په يوه برخه  كي راغلي دي:

(( هر څه چې داسمان لاندې ترسره كيږي ،ټاكلي وخت لري. دزيږيدو له پاره مهال اودمرگ له پاره وخت ···  اوپه پای كې وايي :  پوه شوم چې دانسان له پاره دخپل كړاو له  لاس ته راوړني پرته بل  داسې څه نشته  چې خوند ترې واخلي. دا ځكه چې دهغه ونډه هم داده چې كله ومري نو بيا څوك دې چې هغه بيادې نړۍ ته  را ولي اوهغه څه وويني چې  چې دهغه له مرگه وروسته پيښيږي . ))  ۶۲۹ مخ  عهد عتيق·

دلته دزمان مفهوم هم مطرح دی ·په يو بل ځای كې هم ورته اشاره شوې ده. غواړو ووايو چې دزمان مفهوم له كومې ليد توگې نسبي دي. ؟ په ځينو فلسفي افكارو كې دې پوښتنې ته ځواب ويلي شوي دی. دعارفانو شهودي ادراك  هم په دې مساله كې تا ءملات لري. زموږ دبحث وړ شاعر هم دخپل گوښي اومنزوي ژوند په لړ كې دزمان اووخت سره لاس وگريوان دی.

هجري دپرون خبره پرون ته سپاري دا كار اگاهانه كوي. خو په ځان نا خبري شعور كې يې دتېر سره خپل تړاو نه شلوي. دزمان بهير اوجريان داسې څه دي چې دسترگو په وړاندې زيږون راوړي. دشاعر له نظره دا دژوندڅرنگوالی دی  چې تېريدونكي زمان اوابديت سره يو كيږي. دداسې ليد ريښې په مينه اوعشق كې ځای لري. يعنې كه په داسې حالت كې شاعر يوه دوصل پياله نوش كا نو ابديت ته رسيږي خو دريغا !

دزمان په اوږده واټ كې  چې واټن يې دسترگو په رپ كې دذهن دلاروي له خوا وهل كيږي  اولنډيږي   زوولي گلونه پكې  دافتونو په شمشير غوڅ  اوډېر ښكلي ځلمي تورو خاورو ته لاړل دي. په همدې تېريدونكي زمان كې هغو چې دوخت خواږه خواړه ترخولې كول هغه دزمان په بل  سر كې په زهرو اوگنډير بدل شول:

پرون هر غم وښادي چې پر ما تېر شول

ياد يې نن فايده نه كا همه هير شول

په جهان هغو كارونو چې جلوه كا

دگردون له كشمكشه په بل پېر شول

دې دوران په باغ چې وزوول گلونه

واړه غوڅ دافتونو په شمشير شول

ډېر زيبا زلمي چې ما ليده په سترگو

همه وينم دسپيرو خاورو په څير شول

دوصال په ميو مست بيغمه ناست ووم

دهجران سواره تر ما همه چاپير شول

هسې زيړ نزار غمونو دفرقت كړم

په سينه كې مې گويا ويښته دشير شول

دراحت په ملك يې څوك په قرار پريښوه

څو پيدا په دا سپهر ماه ونمير شول

هر بشر چې دزمان خواږه په خوله كړه

نهايت هغه خواږه ورته گنډير شول

هجري ستا له خندا څه دي هميش ژاړه

چې دتخت صاحبان لاړل په پنجډير شول               ۱۲۷مخ

هجري په رڼو سترگو ويني او چې خپل عمر خوري دهغه فكر اوانديښنه په خپل ځان اوپه خپلو افكارو اويادونو را ټوله وي. دعمر شيبې دزندان له تنبو شاته تېرول دعمر په  تيريدنگ كې حسرت وړي . ژوره غميزه اوغمجنه ترانه دهجر اوبيلتانه هغه ده ،چې په هجري تيريږي ،هغه دگردون اوفلك له چارو گيله كوي چې څرنگه يې وزمولل  خو مينې اوعشق اودوصال يادونو له هر څه لا س پر سر كړی نه دی. بلكې له هغو سره مشغوليږي. هغه وايي :

ته له حاله خبر نه هجر دې زوړ كړم

په ستم يې د ځيگر په وينو موړ كړم

دژوندون زراعت ورسيد ريژي

مزعفر سموم ديادو لكه بوړ كړم

تر هر رنځ هجر بتر همه دروغ دي

كه الم يې دستم نسبت په كوړ كړم

دوصال سبزه په سترگو ليده نه شي

دفرقت غمونو سره په هسې روړ كړم

په دهره دفراق دوه دقوت ملا شوه

دحيه غوندې په ځای له غمه مروړ كړم

صيقلي دگردون هسې مالش راكړ

چې يې لا تر اينې منور جوړ كړم

دزړه سر مې سكه زد (ځكه زود) ستا په نامه شو

زه هجرې دې محبت له هر څه سوړ كړم                     ۱۳۷ 

دهجري په دې شعرونو كې لكه دنورو په څير ژور درد اوافسوس پروت دی. هغه ديو شاعر په څير له مطلقې نهيلۍ سره مخامخ دی په ډاگه وايي چې :

((دوصال سبزه په سترگو ليده نه شي )) يا (( دحيه غوندې په ځای دغمه مروړ كړم ))

يوازې ديو څه  په باب فكر كوي. له نورو ټولو هغو لاس پر سر دی اوهغه دادی چې دزړه ملكيت يې دخپلې مينې په نوم  حاصل  شو . خو هجران اوجدايي ي له هر څه زړه سوړ كړی دی · 

هرمن ملويل دوال ستريت په كيسه كې دراوي له خولي دقهرمان له مرگه وروسته وايي :

((دخداې رحمت دې په هغو وي چې خپه مړه شول. هغو ته دهيلو غوښته كوم چې نهيلي مړه شول. هغو ته دخوښۍ نه ډك زيری غواړم چې رنځونو يې تسكين ونه موند اوپه ساه لنډۍ ومړل ·دژوند په مسوليتونو كې دا ليكونه دمرگ په لور درومي. اۍ بارتلي !، ای انسانه !))