05.04.2015

لیکوال: علی کرونین

ژباړن: سوله مل شینواری

 

ټوپ وهونکی

 

زه او مور مې له دې کبله چې ددې ورسره پریشا نی ورکه او څه پا م ېې غلط شی پاریس ته لاړو .دا د اونۍ د پا ی دوې ورځنۍ ر خصتۍ وې ځکه په نورو ورځو کی دا شونې نه وه او زه ښونځی ته تلم .

پا ریس په فرانسه کې پروت دی او وګړی ېې په فرانسوی ګړیږی .په فرانسوی کې سلام ته پنجورا او مننې ته میرسی وایی . پاریس خورا زوړ ښار دی دلته ډیری ودانۍ په رښتیا چی ډیرې زړې دي او له لاندی لورې ټولې تکې توری رااوښتې دی .دلته د شنه اسما ن لاندې یوه ښکلی ودانۍ ده چی ساکرا نومیږی او دلته یو برج هم دی چی ایفل ورته وایی دا ځکه ورته وایی چی خورا ډیر ستر دئ .

زه او مور می ددغه برج لاندې ولاړ یو . پا س  هر څه له لیری راته ښکا ری . برج ګرد له فلزو جوړ دۍ . دا په ريښتیا چی ډیر ښا یسته و .

موږ له بر جه ننداره کوله چې نا ببره یو څوک له دغه برجه لاندې را ولوید او ژر ېې سا ورکړه ما ددغه ولیدلو ننداره په هوا او ځمکه دواړو کې ولیده دده لاسونه او پښې د یو جنګی فلم د اتل په څیر په هوا کې تا و را تاو شوې او کله  چې را ولویذ او ځمکې ته را ورسید وینو تری داری پیل کړې . په دې شیبه کې مې د مور نا ببره له خولې ووتل :

- اوه خدایه ! یا عیسی دا دې څه را وکړل  .

زه مې مور ټینګ په غیږ کې نیولی وم او مخ مې ددې به کوت کې داسې پټ و چې په ګرا نۍ مې له ډیري ګرمۍ سا ه ا خیستلا ی شوه خو په هر صورت ما تر دغه دمه چې څه پیښ شوی ول ګرد ولیدل . را پریوتی سړی زما پلار ته ورته و ، زه په دې پوهیدم چې دا مې پلار نه دۍ ځکه هغه له خپلې معشوقې دا چل سره دهغې په نوی کور کي اوسیده خو بیا هم زما سودا او فکر له ده بل خوا نه اوښت .د دغه سړی ویشتا ن زما دپلار په څیر کوړۍ ،کوړۍ ول ، واسکټ یی هم زما دبلار واسکټ ته ورته و خو جا کت ېې اسما نی تور بخن او زما د پلار جا کت بیا شین رنګ درلود  .

زه پینځه کلن او لوی هلک یم خو ژاړم ځکه بیریدلی یم او عجیبه ده زما په څیر نور کسان هم ژاړی  .

مور مې بیا بیا را ته وای .

مه ورګوره ، هیڅ خبره نه ده .

زه مې د مور په ځنګا نه نا ست او غا ړه یی بویوم . د مړی وینی سری توربخنې او د هغو وینو په څیر تکې سری نه دی کومې چې ما د لابراتوار په ښیښه با ندې له پا سه کله لیدلې دی  .

کله چې موږ هوټل ته را وګرځیدو . مور مې یو ه ګرمه قهوه چې له پا سه پرې د ایسکریمو زګ بروت و راوغوښته موږ دواړو ته یی څکلو خورا خوند را کړ  .

ـ   سړی ومړ؟

ـ هو ګرانه .

ـولې دی له برجه را وغور ځید؟

ـ فکر کوم ځا ن یی را وغورځاوه  .

ـ  نو ولې ؟

ـ  ځکه چی ډیر غمجن او خوا بدی و او فکر یی کا وه چی په مړینه او څا ن وژنه به د تل لپاره له غمونو بیغمه شی . خو دا بې ځا یه غرورو و چی ده درلود ځکه هغه د هغو ټولو کسا نواو کوچنیا نو پروا ونه کړه چې ده ته نږدې و  .

ما خپلې ګرمې قهوې ته وکتل په سر یی کریم ډوله زګ بروت و خو نور مې تری خوا ګرځیده او خوند یی نه را کاوه ، ګیډه مي تاو راتاوشوه  .

ـ موری ته خوابدې ښکارې  .

مور می را وکتل او ومې لیدل چی لږه ژاړی هغې ژما په زنه لاس کیښود خو دومره کلک نه  .

ـ  ما ته غوږ شه . زه له دې کبله چې زما او ستا د پلار تر منځ څه پیښ شول خفه یم خو ډیره خوشحا له یم چی یو کوچنی ښا یستوکی زوی لرم . زه به هیڅکله هم تا پرینږدم  . اوس پوه شوې ګرانه  .

ـ هو مور جا نې  .

ما مې ګرمه قهوه په لاس کې نیولې وه او بیرته مې زړه ورته وشو  .

ـ زه له دغه سړی چې ځان یی له برجه را وغورځاوه کرکه لرم  .

ـ زه هم کرانه  .

ـ څنګه، خوښه دې نه ده چې پلار ته هم تیلیفون وکړو او له دې پیښې ورته وو ایو .

ـ ولې نه دا ډیر عالی فکر دی  .

یا دونه : دې کیسې دوه کاله دمخه د انګلستا ن د لنډو داستا نونونو د یوکا نکور ((لومړنی لیکوال)) لومړۍ درجه جا یزه ګټلې ده .