21.01.2015

عبدالقادرمسعود

د «لمر او باران» په اړه یو څو لنډې خبرې

 د کتاب پیژندپاڼه

عنوان: لمر او بارن (شعری ټولګه)

شاعر : سهیلا حسرت نظیمی

خپرندوی : عازم خپرونه

د چاپ نیټه: ۱۳۹۳ هـ ل

د چاپ ځای: عازم چاپخونه

د پوښ او پاڼو سمبالوونکی: نعمت الله روهان

د مخونو شمېر: ۱۴۲ مخه

شمیر: ۵۰۰ ټوکه

د لاس ته راوړلو پتې: کابل- جوی شیر- د کتاب پلورنځیو مارکیټ- د مولانای بلخی رح کتاب پلورنځی

* 


د آغلې سهیلا حسرت نظیمی لومړۍ شعری ټولګی د «لمر او باران» په نوم پر (۱۳۹۳) لمریز کال چاپ شوی دی.

په دې اثر کې چې په ښکلي ډیزاین او سقافت چاپ شوی دی، (۱۱۰) په زړه پورې شعرونه لیکل شوي دي. میرمن سهیلا اصغري د دې کتاب تر څنګ یو بل نوښت هم کړې دی. دې له خپلو شعرونو څخه یو شمیر انتخابي شعرونه، په خپل خوږ او زړه وړونکي اواز کې دیکلمه کړې دي او په یوه (سی دې) کې یې ثبت کړې دي.

آغلې سهیلا اصغري د دې کتاب یو ټوک په ډیر اخلاص او مینې سره ماته ډالۍ کړې دی، چې زه د زړه له کومې د دې څخه مننه کوم.

د یادونې وړ ګڼم، ښاغلی اکادیمسین سلیمان لایق چې زموږ د هیواد په ادبي او فرهنګي ډګر کې یو نامتو، وتلی، نوښتګر او مخکښ ادیب او شاعر دی د د ې ښکلي اثر په اړه هر اړخیزه سریزه هم لیکلې ده.

ښاغلي لایق صاحب د خپلې سریزې په یوه برخه کې د آغلې سهیلا اصغري د ادبي او فرهنګي شخصیت او شعرونو په اړه داسې کښلي دي :
«... د محتوا له پلوه د میرمن حسرت د شعر دفتر تغزلي ماهیت لري. د دې کتاب ډیرکي شعرونه د مینې او احساس بیان ته وقف شوي دي. خو شاعر د تغزلي شعر په اړخ کې خپلې وطنپالونکې مفکورې او د خلکو په همدردۍ کې خپله وطني عاطفه نه ده هیره کړې او د شعرونو يوه برخه یې رزمي او ملي اندیښنو ته وقف شوې ده.

د میرمن حسرت د شعر يوه ځانګړنه دا ده چې د خپل مهال د ایدیالوژیکو غوښتنو او تبلیغ څخه په څنګ تېرېږي او د ایدولوژیک الزام ته غاړه نه ږدي. په دې اثر کې د هغې سیاسي کرښه په ساده افغاني وطنپالونکو مفکورو کې محدوده شوې ده. د دې په شعر کې ښځه د نارینه سره انډول او مساوي الحقوقه انسان په توګه نګیرل کېږي. هغه په ناسته ولاړه او د ژوند په چارو کې په ښځه باندې د نارینه بدګماني او قیود نه مني او د ښځې لپاره د ملا ډوله سخت دریځو مراجعو ناروا تاویلات چې ښځه د انسانیت دوهمې درجې ته ښکیباسي، په کلکه ردوي... ».

ښاغلی لایق لیکي :

«مېرمن حسرت د افغاني ښځې د هغه لوېدلي دريځ د ګواښولو لپاره چې پر افغاني ښځې باندې تپل شوى او هغه يې له خپلو حقوقو او آزاديو څخه محرومه كړې، داسې بربنډه تغزلي ژبه كارولې ده چې ړانده محتسبان مقابلې ته هڅولاى شي.

... د حسرت په شعر کې هغه زړور دريځ ستايم چې د نارينه شعر له انقياد څخه سر غړوي او سعې كوي ، چې شعر ته ښځينه تفكر ، ښكلا او ځانګړي ښځينه رنګونه او عطرونه وركړي.»

د ښاغلي لایق صاحب د لیکنې په لاسوند په رښتیا سره چې آغلې سهیلا اصغري نه یوازې یوه پیژندل شوې، او خوږ ژبې ویانده، وتلې او نامتو دیکلماتوره ده بلکې یوه تکړه او با احساسه شاعره هم ده، چې د ادب او فرهنګ د پرمختګ او پراختیا په لاره کې یې په بشپړه او فعاله توګه ونډه اخیستې ده او د خپلې همیشنۍ ادبي او فرهنګي مینې او سپیڅلي احساس سره یې د ادب او فرهنګ ډیوې بلې ساتلې دي.

د دې په خوندور او ښکلو شعرونو کې د ټولنیز ژوند بیلابیلې برخې، دهیواد والو دردونه، ناخوالې، کړاوونه، د ټولنې ستونزې او د کډوالۍ او پردیسۍ شپی او ورځې، پاک، سپیڅلي او ملي ولولې او جذبې، د انسان او انساني کرامت، د خلکو اوهیواد سره ژوره انساني مینه او خواخوږي په ډیره روانه، ساده، خوږه، ظریفانه او شاعرانه ژبه په ریښتینې توګه انځور شوي دي.

لنډه دا چې د آغلې سهیلا اصغري ادبي او فرهنګي هلې ځلې او لاسته راوړنې د خورا ستاینې او درنښت وړ دي.

ګرانو د ادب مینه والو دوستانو دا ګټور او ارزښتمن اثر په څو واره لوستلو ارزي او د دې په خوندور او زړه وړونکي اواز کې د دیکلمه شویو اشعارو اوریدل د هر با احساسه انسان او د اوریدونکو په ذهني او رواني حالاتو کې یو معنوي کیفیت، تصور او خیال، مینه، محبت، شور، هیجان اواحساسات راپاروي.
زه آغلې سهیلا اصغري ته د دې ګټور اثرد چاپولو او د دیکلمه شویو اشعارو له کبله مبارکي وړاندې کوم، او دې ته د لوی خدای څخه د بریو، بریالیتوبونواو د نورو اغیزمنوهستونو په هیله یم.

*

د دی مجموعی د شعرونو بیلګې:

 

راستي

 

دا په مینه چې ځوریږم، دا د عقل یوه نیستي ده

دا د میو نشه نه ده دا د مینې بد مستي ده

 

دا نن ورځ چې ماښام شوې دا د مستو ستورو شور دی

دا د ویر تاریکی نه ده تورتمونو کې هستي ده

 

دا چې سترګې خوني شوې دا د غم له اوښکو نه دي

دا د مینې پورته اوج دی دا زما بت پرستي ده

 

د جفا اثر یی نه وو د وفا هنر یی زه وم

لا په تن کې چې خوځیږي دا مې خدای سره راستي ده

 

چې یې ستایم چې یې لمانځم دا د کوډو اثر نه دی

دا سجده  زما د ننه راسره له الستي ده

 

د ۲۰۱۳ کال د اپریل د میاشتې دوولسمه

جرمنی

 

 

غزل  غزل

 

تا غزل غزل بللم اوس په ژبه درته خپور يم

تا چمن  چمن  بللم اوس شين شوی دې په كور يم

 

ما چوپتیا ده ماته کړې ما نڅا ده ګډه کړې

تا مي شرنگ او زوږ غوښتلو ګوره څنګه اوس په شور يم

 

په کټ کټ خندا راپاڅم تا چې وګورم په خوب کې

بيا په زړه باندې سوځیږم يا خو ناسته په يو اور يم

 

چې غلچک دې چیرې ګورم ، یا دې لولم په غزل کې

رنګ د خپلې مينې وینم يا په زړه دې پروت انځوریم

 

چې دې نوم په شونډو واخلم ، زما غزل په خیالو رنګ شي

سر تر پایه راته ګوره، زه د مینې ډک یو شور یم

 

څه تیارې دې غځیدلې، پر رڼاوو پابندي ده

دتیارو په دې څله کې، د رڼا ورکړی پور یم

 

09.01.2013