17.06.2015

 اکبر کرگر

 

د داستانې ادب ښوونيز رسالت

خبره د انسان  په روزنيز عنصر او بدلون کې ده . په اتيايمو کلونو کې چې کله په هيواد کې ووم ، د چاپ اوخپرونو دنده راته را وسپارل شوه . په هغه وخت يو لوړ پوړې دولتې او سياسي چارواکي چې له مطالعې او ادبياتو سره يې زياته مينه وه مشوره راکړه چې څومره امکانات وي بايد پښتو اوفارسې ادبې اثار ،په تېره ناولونه اوکيسې چاپ شي . موږ هم دا کار وکړ . هغه مهال افغانستان دکاپي رايټ پروتوکول ته ملزم نه  وو . ډېر کتابونه په هغه مهال چاپ ، زيرکس اويا فوتو ستيت شول . په دې اثار وکې دمعمول په توگه ځينو بازار پيدا کړ اوځينو پيدا نه کړ  . خو هغه اثار  چې دپخواني  شوروې درادوگاه اوپروگرس له خوا چاپ اوپه پښتو اودری ژبو ژباړل کيدل هم راتلل . درادوگا دموسسي چاپ اثار چې زياتره ادبې اثار او ناولونه ول د کورني چاپ په پرتله يې لږ  خرڅلاو درلود . مطلب داچې ادبې اوداستاني اثارو په هر حا ل زيات  شمير مينه وال درلودل.په تېره دروښانفکرانو اوليک لوستو له خوا په پوره  شوق لوستل کيدل .

دهغه چارواکي چې دداستاني اثارو دچاپ مشوره يې راکوله  دليل دا وو چې داستان اورومان ديوه اولس ذوق اوسليقي ته بدلون ورکوي . ديوه اولس په تن اوروان کې عاطفه او ترحم روزي . دوحشت اوبربريت مخه نيسې دانسان روح اوروان صيقل کوي.په اذهانو کې دوگماتيزم اوتحجر له منځه وړي . په ړوندو سترگو دقضاوت کولو مخه نيسي .

يوه بله خاطره هم غواړم ووايم څو کاله دمخه  چې يوه شپه په لندن کې ديارانوپه  بنډار کې ناست وو . ديو څه  په باب خبرې اوپه فرهنگي کارونو کې ديو چا دونډې په بابا تبصره کيدله  . خو زموږپه منځ کې يو ناست  ملگرې وويل  : گيلې په کار نه دې . فکر وکړۍ چې موږ په ټول کال کې څو  ناولونه لولو اوڅومره ورته وخت لرو .دهغه مطلب داوو  چې په ځان کې دبدلون راوستلو يوه لاره هم داده چې څومره کيدای شي کيسه رومان اوناول ولولو. 

دا خبره له هماغه وختونو زما په ذهن کې لکه دکاڼې کرښه ځای لري .ادبيات ،داستان ناول اودانسان په کرکتر دهغود اغيز  مساله  ښه روښانه ده  . زما خبرو  دمخه نورو ته لا له پخوا روښانه وه اوپخه تجربه وه . ادبيات په مجموع کې هنر اوخلاقيت دی خو دداستان اوناول اوکيسو اغيز دانسان په روح اوروان کې تلپاتې اودشخصيت په تعالي کې پوره اوبشپړه اغيزه لري .

الکسيس کارل ليکي :   ((انسان په هماغه اندازه چې بهرنۍ نړۍ ته متوجه کيږي ،مخ په وړاندې ځي له ځانه ليري کيږي اوخپل حقيقت له ياده باسي . ))  ځان ته اوخپل وجودي حقيقت ته په را گرځيدو کې دادبياتو که شعر وي اوکه داستان نقش بيخي زيات دي . دانسان په خبرتيا کې اودخپل ماهيت په پوهيدو کې ددې زده کړې رول بيخي څرگند دی.

 

دهگل په نظر : انسان  په ځان خبرتيا ده . په ځان شعور پيدا کول اوله ځانه خبريدل دي .

(( انسان ځان خبري ده . اودخپل ځان له خپله ځانه اوله واقعيت اودخپل ځان دانساني وړتيا څخه خبر دي .دحيوان څخه دهغه اساسي توپير په دې کې دی چې هغه   دساده احساس له پړاو (نفس )  څخه وړاندې نه ځي . انسان هغه مهال له ځانه خبرتيا پيدا کوي چې دلومړې ځل له پاره ٬٬زه٬٬ ووايي  . نو دانسان پوهه اودرک د((اصل )) څخه دپوهې له لارې دهغه ((زه  )) باندې پوهه ده چې دخبرو په وسيله را برسيره کيږي ))

خبره دادبياتو اوداستاني ادب داغيز په باب ده .دادبياتو له ډېرو اغيزو اورسالتونو نه يو هم دهغو تربيتې اوروزنيز عنصر دی چې په انسان اوټولنه يې لري .

په دې لړ کې يو مثالي اونمونوې اثر دختيزې نړۍ مشهور اثار د((يو زرو يوه شپه)) او((يوزرو يوه ورځ )) دی . دغه اثار اودهغو سرگذشت څرگندوي چې څرنگه دپولادو په څير کلک زړو نه يا دنفرت اوغضب نه ډک روح او روان دمومو په څير نرموي اوسخت زړي کسان د انسانيت ددايرې مرکز ته رابولي . ددې دواړو اثارو محتوا اومضمون دښځو په وړاندې اودښځو چلند بيانوي اواغيز يې هم دښځو په برخه کې چې دانسانيت يوه عمده برخه ده،بدلوي  .ديونگ دڅيړني په اساس دانسان نيمه تن ښځينه اونيمه نرينه دی  اوددواړو يو والي دبشپړ انسان وجود بيانوي .په دې دواړو اثارو کې اوددی اثارو په رواني اوروزنيز اغيز کې مو ږ يو څه جادويي اثر ليدلي شو.

ماري لامعې هولباک ديو زرو يوه شپه اثر په اړوند ليکي :   

((اجازه غواړم چيي دجاهليت دعصر يعني داسلام څخه مخکي دوران ته ورگرځم . په هغه دوران کې جنگيالې شهزادگۍ اوښځې ډېرې ستری شاعرانې له نارينه وو سره يو شان   اوسيالي وې .هغوۍ   کولي شول په نارينه وو بريالۍ شي . دروح اوذهن په شهامت اولطافت کې په نارينه وو برتري ولري . هغه دورانونه اوس په يوه نا روښانه اودشک وترديد اوبې باوره حالت کې واقع دي . خو دهارون الرشيد په دوران کې يو ډول تلفيقي  اثار چې له کيسو اوحکاياتو نه ډک وو، را منځته شول .څو پيړۍ وروسته بيا يو زرو يوه شپه را برسيره شوه . په رمزونو اوسمبولونو کې يوه ښځه چې شهرزاد نوميده په اسرارو پوهيږي  ،پوهيږو چې څرنگه يې ديوه انسان زړه ته نفوذ وکړ  اودددغه سخت زړې دروح اوذهن اختيار يې په خپلو منگولو کې ونيو .))

 (۱)

 دتاريخ پر بستر  يو داسې وخت هم  وو چې  هنديانو ،اعرابو اوايرانيانو ديو زرو يوه شپه اويو زرو يوه ورځ ليکلوچار ه  پيل کړي وه   .دسلطان  الغ بيگ دزاديگ(يا صادق دولتر اثر )  لوستل ډېر خوښيدل .وايي چې  دسلطان دښځو ديو زرو يوه شپه اثر  لوستل خوښول . هوښيار الغ بيگ له ښځو وپوښتل  :  څرنگه ممکنه ده چې هغه کيسې چې عقل يې نه مني او هيڅ مانا نه لري تاسو يې خوښوۍ ٫ء؟ دسلطان ميرمنو په ځواب کې وويل  : خبره همدلته ده. په همدې اساس زموږ خوښيږي.

بل اثر ديو زرو يوه ورځ داستان دی . ديو زرو يوه ورځ  داستان دکشمير دپاچا د لور فرخناز په کيسه پيل کيږي . چې دهغه خوب په اثر چې له نارينه وو نه کرکه اونفرت په کې تلقين شوی دی .په ډيره سرسختانه توگه له واده کولو سر غړاوی کوي، ان دا چې کرکه يې درلوده   . يوه مهربانه پرستاره يا دايه چې سلطان مه مه نوميده   دشهزادگۍ دناروغه شک دتداوي په خاطر  ورته هره ورځ کيسه کوله  .  اوټولې کيسې داسې مانا لري چې مهربانه اووفاداره نارينه هم شته چې دوفا اوعاطفې اوترحم له مخي بې مثاله وي .

سلطان مه مه   په  نامحسوس ډول فرخناز په دې خبره  ډاډمنه  کوي چې کيدی شي له  داسې نارينه سره مخامخ شي چې باور پرې کولې شي . اوبايد باور پرې وکړي .پرته له دې چې دهغه له لورې  له خيانت نه ويره وکړي . داډول کيسې په کراتو ملکزادې  وينځې په اونيو اومياشتو مياشتو وويلې .په  اووريدونکی يې جادوډوله اغيز وکړ .چې بالاخره  ددې اوږده درمان په پای کې دفرخناز ويره له منځه ولاړه اوفرخناز له هغه  شهزاده سره چې پر هغې يې سخت زړه بايللي وو دواده له پاره رضايت څرگند کړ .

باالاخره فرخناز په دې باوري شوه چې ځينې نارينه وفاداره هم  دي . اوله واده کولو څخه  کرکه په کې له منځه ځي . دهغې  مرگونی جنون چې له يو چا سره زړه و تړي په  شپو شپو  کيسو ويلو سره پرې جادويې اثر و شو اودرملنه يې وشوه  . خو ديو زرو يوه ورځ دکيسو په پيل کې يو څه  په روښانه توگه منل شوی چې ديو زرو يوه شپه د کيسو په پيل کې يې يادونه نه ده شوې  .

 په دې اساس دکيسو ويلو هدف دانه دی  چې وخت تير شي اودخوشالۍ شيبې جوړې شي . بلکې  کيسې په افکارو دومره ژور اغيز کوي چې بالاخره دناروغ  دذهن اوروان  دبدليدو سبب کيږي . په هندي طبابت کې هغه څوک چې گډوډ اوله انديښنو ډک(مشوش )  روان لري غواړي ددداسې  کيسې په وسيله چې بايد دخپلو ستونزو  غوټه پرانيزي ،اوفکر وکړي ورته ويل کيږي . مهربانه پرستاره  سلطان مه مه هم د کيسو په ويلو سره دا الهام اخلي . دکشمير دشهزادگۍ  ددرملنه کوي .اوراتلونکو ته دا فضيلت پاتې کيږي  .

معاصري ارواپوهني دهغو کيسو جادوگرانه اغيز چې په ماشومتوب کې اوريدل کيږي اوخپل فضايل لري دهغو  مثبت اغيز  يې  کشف کړی دی . داسې کيسې دکيسه ليکوونکو دتخيل په خلاصون اوازاديدلو کې چې له ذهنه يې اوهام ليرې کړي ، هم  مرسته کوي . دماشومتوب له حالته يې را باسي ، اودټولو هغو امکاناتو چې په هغه کې موجود دي، برخمن اوبالغ کيږي  .

دکشمير دشهزادگۍ  کيسې چې دکتاب بڼه يې خپله  کړه په درې برخو کې را لنډيږي . :

۱-لومړی برخه کې دابوالقاسم بصري ، رضوانشا د،شهرستاني ،خاور شاه وزير ، شاه تبت  ،دلقمان شهزاده خانم (؟) کولوف ،دلارا ،شهزاده فضل الله ،خلف اوتوراندخت کيسي دي .

۲-دويمه برخه يې دبد رالدين لولو اودهغه دوزير عطالملک اوزليخا ،سيف الملوک اوبديع الجمال ملک اوشيرين ،شاه بيغم ،ابن سينا اونورې کيسې دي . ددې کيسو گډه نقطه داده . چې داشخاصو نيکمرغي هيڅکله دوام نه لري .

۳ـ دريمه برخه يې عادي کيسې دي  لکه دنظير الدوله ، عبدالرحمان اوزينب اورب سيما کيسې دي .ددې کيسو په باب ويل کيږي . چې دا ټولې په يوه ورځ هارون الرشيد اوسوگليش ته ويل شوي دي . داټولي دځوانو کسانو اومينو دميني په باب دي. 

***

 (۲)- خو په ((يو زو يوه شپه)) کيسه چې په يورپ اوامريکا اونوره نړی کې دعربين نايت په نوم ياديږي . ايرانيان هم پري دعوه کوي اوعربان هم . خو منشا يي په هند کی  ښودل شوې ده  . يا په بل عبارت ددې سيمي  گډ مال دې . دايرانيانو ايگو سنتريزم(ځان مرکزيت ) اواتنيکمرکزيت  تمايلات  کله نا کله په  سختې  مبالغې منتج کيږي .  په دې اثر کی يا داستان کې پادشاه چې ميرمن يې ورسره خيانت کړی دی سوگند خوري چې له دغه په اصطلاح (دمتن له مخې ) ناوړه جنس نه بدل يا غچ واخلي . هماغه وينا اوهماغه عمل : شاه دقدرت په اندازه يوه ښکلي نجلۍ را غواړې اوبله ورځ يې وژني  ،له نيکه مرغه ددغه بلا(غميز )  وزير دوه لور گانې لري چې يو تن يې شهرزاد نوميږې اودا نوم پرې ايښودل کيږي چې دشاه زړه تر لاسه او خلک او اولس له دې غم اوناورين نه وژغوري . دسهار له لگيدو نه ترمخه له پادشاه نه اجازه اخلي چې کيسه ورته ووايي . کله چې سهار کيږي اوشاه بايد دملک په کارونو پيل وکړي کيسه لا پای ته نه وي رسيدلي چې شهرزاد نور ه کيسه بلې شپې ته پريږدي.

په دې ډول نوموړې  د  ٬٬ديوزرو يوه شپه٬٬ په پای کې دشهزاده يا پادشاه په ليونتوب بريالۍ کيږي  او لوبه پای ته رسيږي.

دداستان يو قهرمان چې غانم نوميږي  دايوب زوی دی . ايوب په مسيحي تمدن او ان په قران کې دپرهيز گارۍ اوتقوی اوتسليميدو سمبول دی . له بله پلوه په اريايي فرهنگ کې دايوب شخصيت درنځ اوعذاب اوکړاوونو په وړاندې دتحمل اوصبر سمبول دی . ان په فارسې کې دايوب صبر لرل لکه سايره چې دروزگار له سختيو سره يې تاب را ووړ  ،يو مشهور عبارت دی .

په دې کيسو کې يو په زړه پوری تم اومساله دکيسو اعجاب اوداوريدونکي په حيرت کې اچول دي .

په يو زرو يوه شپه کې دغه بلا يا پاچا غواړې ديو سوداگر له تنې سر جلا کړې خو زوړ سړی يې شفاعت کوي . (( ای دبلاگانو پادشاه که يوه کيسه درته وکړم نو حيران به شي اوکه حيران شوې ددې سوداگر وېنې ما ته را بخښې ؟کيسه په دې ډول  ده چې وايي : دتلې دوه خواوی برابرې دي . په يوه تله کې انسانې ژوند دروند والی لري اوپه بله کې دکيسی له حيرانۍ ډک مضمون .گوره چې دا دواړه شيان يو له بله څومره  وزن لري؟زوړ سړې کيسه کوي اودتلې دپلې وزن د تعجب اوحيرت له کبله توپير پيدا کوي يعنې درنيږي .پادشاه سوداگر ازادوې خو  په فکر کې ځي اوله ځانه سره واييL((هيڅکله مې په ژوند کې داسې پيښه نه ده اورېدلې ، ستا کيسه په رښتا چې دحيرانۍ وړ ده . ))

(( په دې اساس  حيرانتيا اوتعجب دژوند دتوجيه کولو اوژوند ته دنجات ورکولو توجيه کوونکي مساله ده ))

يو بل اعجاب دادې : وايي چې دبصرې پادشاه فرمان جارې کوي چې څوک  غواړې مرغلره سورۍ کړي؟

(( پادشاه په جار کې وايي هر څوک چې دا کار وکړي اوددې وس ولري  چې په سمه توگه يی ترسره کړې پرته له دې چې مرغلره عبث شي نو هره هيله چې لري له مادې وغواړي زه يې ورته  پوره کوم . خو که په سمه توگه دا کار ونه شي کړای يا له بده مرغه مرغلرې ته لږ زيان ورسيږي اوله کاره ولويږي نو امر کوم چې له شکنجې اوعذاب نه وروسته به دهغه سر له تنه جلا شي . ))

همدارنگه په داستان کې  بادشاه دحسن بصري خپل گران نقال ابوعلي را غواړي اوهغه ته وايي : ته مې ددې له پاره راوغوښتې چې ما ته داسې  عجيب وغريب شې چې زه يې نه پيژنم پيدا کړې .که ته دا کار وکړای شي اوپر ما باندې په ښکلو ويناووسره پر  ما جادوې اغيز  وکړې نو تاته به پراخې ځمکې ،قصرونه اوکلاگانې دروبخښم اوان صدراعظم به دې کړم .اوکه وغواړې له مرگه وروسته به دې خپل ځای ناستی وټاکم. خو که طالع دې خرابې وي اوزما هيله پوره نه کړې  نو له خپلو خپلوانو رخصت واخله اوورته ووايه چې غم دې په مخ کې دی .

دلته توقع همدا ده چې ديو زرو يوه شپه کې دژوند په باب تعجب دمالارمه له قضاوت نه بل هيڅ هغه غوره نه دی  . مالارمه ديو زرو يوه شپه په باب وايي : ((يو زرو ېوې شپي هغه ډېر حېران کړی دی .اوپه يو زرو يوه شپه کې  دشهرزاد قدر په هماغه قدر اواندازه دی چې سلطان ورته  قدر  لري . ))

دنجم الدين بامات په نوم د يو ليکوال په قول  ديو زرو يوې شپي کرکترونه چې له لير ې ځايونو څخه ديو بل سره مخامخ کيږي وايي : ما په تعجب کې واچوه . ما حيران کړه . دا په واقعيت کې  په ناامنه ښار کې دامنيتي ځواکونو دشپي نوم  ته ورته دی .

په دې نړی کې چې څوک وژنې يا يې له وينې تيريږي ددې له پاره نه چې گناهکار اويا  بيگناه . هغه ددې له پاره نه چې يا يې بد کار کړې اويا يې ښه کار کړی دي يا داچی غمجنه کيسه يې ويلي اويايي پر ځای کار کړی وي. يا پر عکس دژوند ارزښت دنيکمرغي له يو ان اويوې شيبې  سره برابر دی. دا ديو زرو يوې شپي دداستان  دونيا ده . دا نړۍ هماغه ډول ده چې هر څه په کې امکان لري . زموږ هر عمل بی حسابه عواقب لري ټول شيان دخاصواسرارو او عواقبو ډک دي. داسې نه لکه څنگه چې ځان راښۍ . 

په هر صورت ،هغه اخلاقي مساله چې زموږ په عقيده ديو زرو يوه شپه دداستان اصل  اوبنسټ جوړوي دادی چې څرنگه يوه ښځه ديوه  ايگويست  اوځان پالي ،ژر باورې،ژر قهريدونکي،احمق ،بی رحمه اووحشي انسان چې له پيل نه يې هغه په مرگ محکومه  کړې ده،يوازې دژوندي پاتې کيدو اويا وژل کيدو له پاره يوه شپه مهلت لري، معامله کوي  ؟

شهرزاد چې دارواحو په قابو کولو اوښکار کولو کې مهارت لري يوازې دشاه دبوخت ساتلو چالونو اومکرونو اوهغه ظرافتونو چې هره شپه دژوندي پاتې کيدو له پاره يې عملي کوي يوازې  هغه شيبې نه  بلکې ډېر عالي هدف لري اوهغه دکيسې په مرسته دروزنې نيت دی .چې هيله لري اخير به يې دغه شهزاده  ميړه شي. په واقعيت کې يو سړی دی  چې دتيرې اوغضب ، ځان پالنې اونادانۍ ټول دی ، بيا هستوي اودغريزې له مرتبې څخه دځان خبرۍ دبنسټ اوانعکاس دعملونو خودکارو   ،  تصميم نيولو ته رسيږ  ي .شهر زاد په پوره مهارت اوچالاکۍ سره په زياته  لويي ،سرښندنې اوصداقت سره  ديوه موجود ښکار کوي . 

دا اثر که له يوی خوا ديو ډول ماجرا غوښتنې نه دډکو هدفونو له لارې ديو انسان حماقتونه اوکمزورتېاوې را برسيره کوي اوله شک اودوه زړه توبه پرته په ښځو پوري عيبونه تړې  چې ښځي دهغو په اثر ملامتي  کيږي، لکه په مکر کولو،دروغ ويلواو دمينې اونازوکرشمو په اثر  پادشاه بوخت ساتل کيږي .خو که شهرزاد تر پايه تعقيب کړو دهغې دکار اصالت په دې کې دی چې د قهرمانو ښځو کيسې يو شان نه دي  بلکې په هغو کې دډيرو پستو(ټيټو) اواراذلو نه نيولي تر ډېرو پرهيزگاروکسانو  کرکترونه شامل دي .

يو زرو يوه شپه دداسې کيسو ټول دی چې رنگارنگ موضوعات لري .داسی نه چې تير ميراثونه له منځه تللو نه بچ کړې خو دهغو محتوی اوله نقش ونگار نه ډک مضامين يې په ټوله غنا اوتنوع سره داسې پوښښ دی چې دزده کړې له پاره په کار راځي .

لويس بورخس ديو زرو يوې شپي اوکميدي الهی دواړو اثارو  په باب په يوه ليکنه کې ليکي: کميدي الهي داسې کتاب دی چې موږ ټول يې بايد ولولو.دهغه نه لوستل له يو ډېر ښه موهبت څخه  چې موږ ته ادبياتو را بخښلې دی، ځان بې برخې کول دي  . دځان محکومول يو ستر رياضت دی . نو ولي ځان دکميدي الهی له لوستلو محروم کړو ؟     

بورخس وايي ديو زرو يوه شپه په باب وايي : کله چې دلومړېی ځل له پاره ديو زرو يوه شپه وژباړل شوه دټولي اروپا دادبياتو له پاره ستره پيښه وه. په ۱۷۰۴ کال کې فرانسه کې ستره پيړۍ ده . هغه فرانسه چې په ادبياتوکې يې ((بوالو ))حکمراني کوله  . اوپه ۱۷۱۱ کال مړ شو  . فکر نه کوي چې له هغه وروسته به دهغه دبلاغت ټول فن ددغه ځلانده شرقې ير غل له لارې په خطر کې ولويږي . گارسيا مارکز مشهور ليکوال هم ددې اثر نه اغيزمن وو .

يوزرو يوه شپه داستان دټولې  ختيز ې نړۍ دفرهنگ پورې اړه لري  له هند نه نيولې تر مديترانې تر څنډو پورې اولسونو مال دی . دا يوازې ديو ملت مال نه دی .

له نيکه مرغه دغه ارزښتمند اثر چې مرحوم نوميالي  يې ژباړه پيل کړې وله اوس مې  اوريدل چې استاد معصوم هوتک يې ژباړه بشپړه  کړې ده . 

پای