15.06.2015

محمود نظری

 

بې چنو افغانستان (طنز)

 

دلته د هر شي په رانیولو کې  چنه سته

په سلو بیه کول په شلو یې رانیوه سته

  نابلده  باوله سړی ترښږمو تخته کوي

دکم اصل شي په اصل شي تیریده سته

 یوه بله نخره یې دا  ده « مه راکوه پیسې!»

  دلته دغولولو لپاره  ډول ډول مانوره سته

په ښوکې خراب شی تیرو ي په مهارت

 دمال سر یو، بیخ بل شي کې  تجربه سته

هډوکي اوچیچړې یې ایښي  وي تله کې

  ددې ښو کړو  کله د خلکو شکریه سته

 ست دوړیا  کوي پنځه روپي نه  کموي

که یې نه وا خلي درپسې کتره کنایه سته

«چې زور دي نه رسیږي ولي يې بیه کوې؟!

دبیې مخکې جیب لټوه چې پیسه سته»

د یو بل په ړنا ختا ایستل به کله ختمیږي

 دورځي غلا ته خود په  سنت کې چنه سته

دورځي مو په چنو څو ساعته زیانیږي

اخیر یې هم ختا ایستل سم پوره سته

ډیر داصل په بیه  کم اصل شیان پلوري

    هرې خوا ته دچا رمباړه دچاککړه سته

***

 د روپۍ شی په بې شرمي په سلو بیه کوي

 وایي یوڅه ووایه په څو دي  اخیرامته  سته

له شرمه که د سلو شي ته بیه ورکړې لس

 وایي  واخله په دې کې ستا نصیبه سته

که ورته څه ونه وایې او ځان کوڼ واچوې

په اخیرکې  یې یوه ښه غوړه ګوته سته

***

ښځې اوس  ځکه نارینه سودا ته نه لیږي

وایي نر  غولیږي نه یې دچنو حوصله سته 

ښځې یوازې اوله او د رانیولو  بیه ګوري

د لسو افغانیو په چنه یې خوشالیده سته

  دښځو سودا ده تر نارینو ډیره زیاته  ګرانه

په سودا کې هر  وخت پساو د زنانه سته

د اوس په سیاست کې کله ښځې ملامتیږي

وایي د نارینه په هر سوداکې تیروتنه سته

خدای دي  نارینه ددې عذابه خلاص کړي

 دخوار نارینه  د ورځي ان دشپې لا چنه سته

که  کوم نارینه له بازاره سودا کورته راوړي

په ښځې خامخا یوه توده سړه تبه  راتله سته

که ښځه خپله کور ته خپله ابته سودا راوړي

 نه په کې دچا ریږده نه په کې جمالکوټه سته

***

زموږ  دافغانانو ژوند ټوله په چنو تیرسو

 ان په ولور، رشوت  اورتبه کې چنه سته

یو ډول چنه تر پټو لاندې  کیږي په ګوتو

 ښه ده دا ډول  چنې یوازې د نارینه سته

که په ښځو کې  هم دا ډول چنې رواج سي

په دې  ډول چنو کې بیا بل ډول نشه سته

دزړې  سره به څوک چنې نه وهې وایي به

 ادې په چنوکې دی دچټې لور  ښه مزه سته

***

  زموږ دوطن دپرمختګ یومهم علت دا دی

ټوله انرژي مویوازې په چنو کې ختمیده سته

 د وطن د ابادي لپاره نه وخت نه انرژي لرو

په هر کارکې د هر چا سره هرچیري چنه سته

سیاستوال مو هم وعدې کوي  بیا چنې وهي

 ول شنډنډ ولایت وم نن یې چنې د تجزیه سته

زموږ افغانان په  ړناورځ  یو بل  ښه غولوو

څه حاجت  د غلا لپاره موږ ته  د تیاره سته

لویه ږیره اوږدې تسبې سپین کالي ښه لومه ده

مګر  په اوداسه کې دغولولو ښه جذبه سته

**

یورپ چې ډیر زیات پس پاته دی په  دنیا کي

هلته په هرشي اخیره  نیټه او فکس بیه سته

یو میاشت وروسته که دی لا خوښ نه سوشی

دهغه بیرته بې خبرو تبادله یا  بیرته پیسه سته

سیاستوال یې هم چې یوه خبره یو وار وکړي

 دهغې وعدې د عملي کولو وخت او نیټه سته

***

 خدایه! ستاڅخه  د سمې لارې یو سوال کومه

آیا زموږ ته  له چنو څخه د خلاصیدو لاره سته

دا چې دا وطن د خدای په قهر اخته دی  

 دچنی په نامه حلال د ورورختاایسته سته

 

وییونه : امته ( توقع)، ککړه( د زرکې ږغ)