اسد  زمری

افغانې ښځې ته د افغان نارېنه اعتراف



خجلت



ما مې خپلې خوشحالئ ته ، ته لمبه کړې
هم مې غم کې د ژوندون یوه ، اسره کړې
چې تیارې مې کړې د وران انګړ روښانې
ته مې راوستې او ځان ته مې ډیوه کړې
زه دې مست شوم له اداء او له خندا نه
ته مې جام کړې ، ته مې می او پیمانه کړې
ګام په ګام راسره سر په ورکه لار شوي
ته مې لاس ته خپل امسا ، دزړه شيمه کړې

زه خجل یمه له دې داد او ګرفته
يه بدل کې مې ته خړه او خفه کړې