رسیدن به آسمایی: 02.09.2007 ؛ تاریخ نشر در آسمایی : 02.09.2007

دستگېر خروټی


انسان، انديښنه او فرهنگ
ما فرهنگ او فرهنگ زه ايجاد کړم


زه  ذهن لرم او د ذهن ځانگړتيا په انديښنه او فکر کولو کي دی. ذهن هغه دی چي انديښنه کوې او فکرکوی   او بيا دا اندیښنه کول د عقل په بنياد د پېږندنې لاره پرانېزې، مفهومونه او نظريې را منځ ته کوې.  زه په دي کار کي په عقل او استدلال تکيه کوم. له عقل او استدلال څخه کار اخستل ما ته خپلواکې او ازادې راکوې او په طبعې توگه له عقله او استدلال څخه پرته به زه خپله خپلواکي او ازادي له لاسه ورکړم او زه به په يوه  پېرو او مقلد بدل شم.  
زه ذهن لرم تر څو فکر وکړم.  زه ډېر شيان حس کولاي شم او له ډېرو شيانو متاثېر کېږم.  زه د ډېرو شيانو په هکله ترديد او شک لرم. زه د ډېرو شيانو په هکله بدگمانه ېم.  زه له ډېرو شيانو وېره لرم. زه د ځان په وړاندي  ناروغې، لوژه،  خوارې، جگړه او طبعې افتونه گواښ گڼم. همدارنگه زه موخې لرم او غواړم هغوې تر لاسه
کړم. دا ټول هغه څه دي چي ما فکر کولو ته هڅوې. يوه په عقل ولاړ فکر ته، يوه په منطق او استدلال ولاړ فکرته او دا هغه څه دي چي ما انديښنې کولو ته  اړ باسې.  په بل عبارت دا هغه څه دي چي د ما د انديښنې کولو او فکر کولو محرکه  ځواکونه بلل کېږې. زه په دي هکله خپل فکر او خپله انديښنه له پخوا څخه د جوړ شويو ځوابونو او دگمونو په چوکات کي ايسارول نه غواړم. زه په دي هکله يوازي په ليدلو، لوستلو، او اوريدلو تکيه نه کوم. زه په دي هکله پوښتنې، ترديدونه او شکونه را پورته کول غواړم او هغو پوښتنو ته ځواب
ورکول په کار دی چي تر اوسه نه دي ځواب شوې. د ما فکر کول او انديښنه کول نه تمامېږې او نه د تمام نقطه
پېږنې او همدا دليل دی چي زه په هغه څه چي تر اوسه تر لاسه شوي قناعت نه کوم، شکر ورباندي نه باسم او ځان ورباندي ډاډه نه بولم. زه د يوه ځانگړې وگړی په توگه ازادې اوخپلواکې او د يوه ټولنېز موجود په  توگه ډاډ او هوساينې ته ضرورت لرم.
په هغه دنيا کي چي زه ژوند کوم  په هميشنې توگه په بدلون کي دی. دلته هره گړې او هره ثانيه بدلون دی.
هو! د ما دنيا د بدلون او نسبيت دنيا ده. دلته ټول شيان نسبې دې او دا د ټولو شيانو نسبيوالی دی چي د علم اصلي ځانگړتيا جوړوې. د ما په دنيا کي نه څوک په  حقيقت د مالکيت درلودلو او نه هم څوک د حقيقت وړلو دعوه کوي. دلته د حقيقت پلټولو او حقيقت پيدا کولو هڅې کېږې او ټول کولاي شي په دي هڅو کي گډون وکړې، خو حقيقت د هېچا په مالکيت نه بدلېږې.
 په حقيقت د مالکيت دعوه کول د بنياد گرايې او بنيادگرايانو کار دی،  دا د هغوې کار دی چي په ټولنه کي د يوه خاص فکري سيستم او يوې خاصې ايديولوژې واکمن کول غواړې. د يوې نظريې مطلق کول  په هغې باندي د کورکورانه باور درلودلو په معنې دی او کورکورانه باورونه  په تېره بيا په ټولنېزو او سياسي چارو کي  په  تعصب او کرکه تکيه کوي، کوم چي په خپل وار سره په خرافاتو او دگمونو ولاړ دي. بنيادگرايې په هره بڼه چي وې دانسانانو عقل او خرد په يرغمل نيسې او غواړې په ټولنه کي د غلام او بادار اړيکې ايجاد کړې. يوخوا په اصطلاح د حقيقت مالکان او بل خوا د هغوې پېروان او مريدان. په حقيقت باندي د مالکيت د دعوې کولو مطلب د اتوريتې او واک ساتل دی.
دلته له واقعيتونو سره د احساساتو او عواطفو په بنيادچلند نه کېږې او دلته له واقعيتونو او نظرياتو سره د عاطفې او احساساتې اړيکو په ځای په منطق او استدلال ولاړې اړيکې ساتل کېږې. دلته په تېره بيا نظريات تر سخت انتقاد او هميشنی آزمايش لاندي راځې او همدارنگه دلته د نيمگړتياو،  تېروتنو او کمبوديو د منلو پېاوړی دود شته دی.
په هغه ټولنه کي چي زه ژوند کوم هم په هميشنی بدلون کي دی او هغه حالت ته په شا نه ور گرزې چي ور څخه را تېره شوې ده. ..... ټولنه د پرمختگ لوری وهې. په بل عبارت دا پرمختگ يولوری لري او هغه وړاندي تگ دی  ښی، کېڼ او د شا تگ لوري يې په اجندا کي نشته دي.
زه په فکر کولو سره او بيا او بيا کار کولو او آزمايش کولو سره د فرهنگ د ايجادولو لاره پرانېزم. هو! دا زه ېم چي فرهنگ ايجادوم. زه علم، ادبيات، فرهنگ او هنر ايجادوم او د فرهنگ ټولې برخې موزيک، سندرې، رقص، مذهب، ژبه،، هنر، اخلاق، خوړل، اغوستل،...د ما د استعداد، انديښنې او کار پايلې دې.  فرهنگ بيا په خپل وار سره ما ايجادوي او دا فرهنگ دی چي  زه يې ايجاد کړم. زه يوازي يو بيولوژيکي  موجود نه ېم، بلکې زه  په اوله درجه کي د ټولنېزو اړيکو يوه مجموعه ېم.  زه د طبعيت او د چاپېريال تر څنگ د کورنۍ، ټولنې او فرهنگ محصول هم ېم او دا هغه څه دي چي ما ته هويت را کوي او زه په همدې توگه پېږندل کېږم. زه د يوه انسان په توگه فرهنگ ايجادوم او فرهنگ د انسانانو کاردی او دا انسانان دي چي فرهنگې ژوند لرې. حيوانات نه فرهنگ ايجادوې او نه فرهنگې ژوند لرې.
انسانان له يو له بل سره توپېر لرې او له طبعيت، له شيانو او پيښو څخه د انسانانو تصويرنونه يو شان نه دي.  انسانان د انديښنو په برخه کي په بشپړه توگه پلوراليستک ځانگړتياوې لرې. او ددې معنې دادي چي فرهنگ هم يو شان او يو رنگ نه دی. همدارنگه زه مطلق وجودنه ېم او نه مطلقه ازادې لرم.  دما تفکر اوانديښنې بدليدونکې دي او فرهنگ چي د ما د تفکر، د ما د هڅو او د ما د کار محصول دي بې له شکه بدليدونکی دی. زه او فرهنگ له يو بل سره تړلې يو، زه او فرهنگ له يو بل څخه نه خلاکيدونکي يو. که له ما څخه فرهنگ واخلې زه به بې هويت شم. زه به بې تارېخه شم او زه به نه پوهېږم چي څوک ېم او څوک وم که  له فرهنگ څخه زه واخستل شم  هغه به په ټپه ودرېږې او خپله محتوا به لاسه ورکړې. هو! کله چي  انديښنې رنگارنگ دي، کله چي فکرونواو لاس ته راوړنې رنگارنگ دي او کله چي له طبعيت او شيانو څخه د انسانانوتصورونه  رنگارنگ دی نو په طبعې توگه فرهنگونه هم رنگارنگ دي او زه د يوه بل  فرهنگ د پېږندلو له پاره اړ ېم چي خپل فرهنگ را وسپړم، تحليل يې کړم، انتقاد يې کړم او و يې پېږنم. هر فرهنگ د خپلو ښو او مثبتو لورو تر څنگ بد او منفې لوري هم لرې. په دنيا کي داسي فرهنگ نه پيداکېږې چي بشپړ او پوره وي او د فرهنگونو تر منځ د چېن ديوال هم نشته دی. فرهنگونه د جلا کونکی رول تر ځنگ يو ځای کونکي ځانگړتياوې هم لرې.
افغانې ټولنه  دنورو بحرانونو تر څنگ له کلک روانی او فرهنگي بحران سره هم مخامخ دی. دا ټولنه د يوه څوگونی فرهنگ لرونکی ټولنه ده.  په بل عبارت دا د فرهنگونو ټولنه ده. همدارنگه په ټولنه کي له يوې خوا
 په دې ټولنه کي د دموکراسي او مدنې ټولنې د جوړولو هڅې روانې دي چي دا بې له شکه خپل فرهنگ ايجادوې او خپل فرهنگې ژوند او فرهنگې آرزښتونه غواړې او له بلې خوا دا ټولنه يوه سنتې ټولنه ده چي خپل فرهنگې آرزښتونه لري. اصلې ستونزه  د همدي دو تر منځ تضاد او جگړه دی. ددي دوترمنځ  شخړه په هميشنۍ توگه روانه ده. يو خوا غواړې ټول شيان د عقل او خرد په بنياد و سنجول شي، خو بله خوا بيا هڅه کوي له ټولو شيانو سره د امر او نهې په اساس چلند وشي.
 همدا اوس په افغانستان کي په پريمانه توگه له يوې خوا  د " اصيل فرهنگ"  او له بې خوا د " فرهنگې تېری"  او د هغه د مخنيوی خبرې اوريدل کېږې او له فرهنگي تېری څخه مطلب هم غربې فرهنگ دی. دا غربې فرهنگ څه شی او څه ډول فرهنگ دی؟ د غربې فرهنگ د پېږندلو له پاره په کار دی چي غرب و پېږندل شي او دا ددې مقالې موضوع نه دی.
زه په طبعې توگه د خپل فرهنگ په وړاندي بې پروا نه ېم. همدا فرهنگ ماته هويت را کوي او دا فرهنگ ما ته تارېخ را کوي، خو زه نه تارېخ ته او نه هم پرون ته په شا ورگرزم او زه  د بل هر فرهنگ په شان خپل فرهنگ هم انسانې او هم بدليدونکي بولم. دما له پاره  د " اصيل فرهنگ" او د " نه بدليدونکی فرهنگ" مفهومونه نه يوازي بې معنې مفهومونه دي، بلکې ددې ډول غوښتنو او هڅو معنې دا هم دی چي انسانان، د هغوې انديښنې او فکرونه په تنگو او نه بدليدونکو قالبونو او چوکاتونو کي وساتل شي او په دي توگه د هغوې د ودې او پرمختگ مخه ونيول شي. " نه بدليدونکی فرهنگ" د فرهنگ د مذهبې کولو په معنې دی. د فرهنگ يا د فرهنگ ددې او هغې برخې د مذهبې کولو موخه دادي  چي پېروې او مراعات کول يې جبرې بڼه خپله کړې او دا دفرهنگ ځانگړتيا نه دې.
ژوند بدليږې، انسانان بدلېږې او انديښنې يې بدلېږې. هو!  هر څه بدلېږې. هغه څه چي نه بدلېږې پاتې کېږې.  فرهنگ هم بدليدونکي دي. خو پام مو وي چي فرهنگ نه په چټکې او نه هم په زور بدلېږې. فرهنگ کميس نه دی چي و يې باسي او بدل شي. فرهنگ ورو او ورو بدلېږې. له عادتونو او رواجونو د ځان جلا کول ستونزمنه او اوږده لاره وهې. د فرهنگ د بدلون د پرونی او سنتې فرهنگ د نفي کولو په معنې نه دی او نه دا کار کيدونکی دی. خو د افغانې ټولنې په فرهنگ کي  پياوړي انسان وژونکي، انسان سوزونکي،انسان سپکونکي ...دودونه شته دي، کوم چي د بدلولو په ځای، ممنوع اعلان شي او عمل کول يې جنايت وبلل شي.  هغوې په ډېره ظالمانه او بې رحمانه توگه سره انسان او د هغه کرامت تر پښو لاندي کوي. همدا اوس د واکمنو په پرتله دا دودونه دي چي د انسان په ازاديو او حقونوهره گړۍ تېری کوی. په دي دودونو کي د پلار پوسيله د اولادونو خرڅولو ته هم قانونيت ورکول کېږې. په دي دودونو کي په ډېره اسانې سره انسان او ژوند يې د لتو، کپړو او نومونو قربانې کېږې...
پوښتنه داده: کله چي فرهنگ، دودونه، رواجونه د ما د انديښنې او کار پايله ده نو زه ولې د هغوې په ېرغمل بدل شم. زه ولې د هغو په قربانی بدل شم. زه کولاي شم د خپل عقل په زور نوی تفکر، نوي مفهومونه او نوې هستې ايجاد کړم او دا بيا له پرونی رواجونو او دودونه سره پرتله کړم، له هغوې سره يې په سيالې کي واچوم  او يا يې ورسره ترکيب کړم.  که په پيوسته توگه دا کار و نه شی، په تېره بيا به  دودونه او رواجونه له بدلون څخه لرې پاتې شي د مقدساتو بڼه به خپله کړې، د حقونو او ازاديو ځای به نيسې او د قضاوت کولو په معيارونو به بدل شي او له زمانې، ژوند او انسان سره به په جگړه کی را شي.
هو! په دا ډول حالت کي دی چي دودونه په ځنځېرونو او ځولانو بدلېږې او نه يوازي د انسان لاسونه او پښې تړې، بلکې د انسان عقل او انديښنې هم ځولانه کوي. همدا اوس په ټولنه کي هغه دودونه او رواجونه چي په  پېړيو پېړيو له بدلونونو لرې پاتې شوې له انسان، له عقل، له انديښنې او بدلون سره په جنگ دي. دې دودونو د ميليونو انسانانو ژوند او راتلونکې په ېرغمل نيولې دي. دي دودونو نه يوازي د حقونو او ازاديو ځای نيولی، بلکي د سياست ځای يې هم نيولی دی. ډېر ځله دا دودونه دي چي سياسي پريکړو ته لوری ورکوي.
هو! دا دودونه څومره بې رحمه او ظالم دې. دوې  د ډبرو په شان کلک دي. کله چي غواړم خپل ژوند په خپل
لاس کي واخلم دا ورته جرم بريښې،. که زه د خپل ژوند په هکله اراده کوم  او غواړم په خپل ژوند او په خپله راتلونکې واکمن شم دا ورته  ته گناه ښکارې، که زه غواړم چي د يوه خپواک انسان په توگه  ژوند وکړم او د مېنې او محبت څرگندونه وکړم  دا هم ورته جرم ښکارې ، دا د ما له لوری په مقدساتو او رواياتو تېری شمېرل کېږې او زه د وژلو او سوزولو تر پولې مجازات کيداي شم.
زه " شی" نه، بلکې زه " څوک" ېم
هو! خبره په ما ده. زه د هغه څه ېرغمل کېږم چي له ما پرته يې د هستې تصور هم کيداي نه شي. زه کمزوری شوی ېم او په رښتيا هم چي زه د خپلو کارونو او د هغوې د پايلو په وړاندي بې وسه شوی ېم. زه اړ ېم د ځان پېږندنې په هکله او د خپلو انسانې آرزښتونو په هکله بيا فکر وکړم او ځان وپېږنم. زه اړ ېم ځان له سره تعريف کړم  او د هغه څه په وړاندي بغاوت کولو ته ځان چمتو کړم، کوم چي  د ما ژوند او د ما راتلونکې په ېرغمل نيسې. زه په دي کار کي د هغوې پروا نه کوم، کوم چي دنيا ته ناوخته راغلې، کوم چي له زمانې بيگانه دي او غواړې په ټولنه کي تاريکې واکمنه کړې او ژوند منځنيو پېړيو ته په شا ور وگرزوې. هغوې غواړې له ما څخه د اندیښنې او کار په اخستلو سره انسانيت هم واخلې. دما انسانيت په بنيادې توگه په " انديښنه"  او " کار" کي ځان څرگندوې. که له ما څخه انديښنه او کار واخستل شي له ما نه به څه شی  جوړ شی؟ نوم او هويت به څه وې؟
زه " شی"  نه ېم، زه يو " څوک" ېم. زه يو ژوندي موجود ېم، خو زه د حيوان په شان د غرېزو غلام هم نه ېم. د ما اساسي ځانگړتيا په طبعيت باندي په غلبه کولو کي دی او زه دا کار د " عقل" " انديښنې" او " کار" پوسيله تر سره کوم. ته خو وينې چي زه غرونه څېرم اوله يوه ستوری و بل ته په لاره ېم. زه غواړم دلته، دلته په ځمکه  ځان واکمن کړم. دا د ما دواکمنۍ ځای دی. زه غواړم انديښنه او عقل واکمن کړم. ددې کار له پاره ډېر او ډېر څه شته دی، هغه څه چي نشته دی هغه " مېړانه"  ده. رښتيا له ما نه دا مېړانه چا اخيستې ده چي وروستې خبره نه شم کولاي، کومه چي د عقل او استدلال خبره ده. رښتيا زه چا دي اړ کړې ېم چي ددې او هغه پېروې وکړم او ور ته وفادار پاتې شم. زه غواړم چي انسان او انسانې آرزښتونه واکمن شي. زه غواړم چي مېنه، محبت او زړسوی واکمن شي.  زه په نيکمرغې او برابرې پسي گرزم او غواړم برابرې واکمنه شي او هغه څه چي برابرې واکمنه کوي  او ما ته هوساينه را کولاي شي نوم يې دموکراسي دی.
هو! زه ځان له سره تعريف کول غواړم. دا ځل زه ځان د تنگو او ويشونکو جوړښتونو په بنياد تعريف کول نه غواړم. دا ځل زه نه غواړم ځان د قوم، ژبې، مذهب او خپلوې په بنياد تعريف کړم. دا ځل زه ځان د خپل فطرت په بنياد تعريف کوم. دا ځل زه ځان د خپلو انسانې آرزښتونو، د خپلو انسانې ازاديو او د خپلو نه ورکيدونکو حقونو په بنياد تعريف کول غواړم او دا به ما ته خپل اصلي هويت راکړې. دا به ما خپل اصليت ته وروگرزوي او نور به زه له انسانو کرکه او نفرت نه کوم، نور به زه  د رنگ، پوست، ژبې، قوم او مذهب په بنياد د انسانانو دا او هغه انسانې گروپ او ډله په دوښمنې نه نيسم او زه به نور انسانان په " موږ" او " دوې"
نه ويشم.
نور بيا