زمان ورود مطلب  به آسمايی:  16.02.2007

زمان نشر مطلب در آسمايی: 17.02.2007

محمود نظری

رښتیا ویل


عین الدین خان خپله عریضه چې په هغه کې لیکل شوی وه : «زه غواړم زما سره چې دو کلنه د کار سابقه لرم او تر اوسه د درو وزارتونو څخه منفک شوی یم موافقه وکړی چې دلته مقرر شم...»
رییس ته وړاندی کړه.
رییس سر تر پایه عین الدین او عریضه تر نظر لاندی تیر کړل او دا چې ضرورت یې درلود او عین الدین ورته د کار سړی ښکاره شو نو په مشکوکه ټوګه یې ترې وپوښتل:
- ولی درې واری منفک شوی یې؟
- صایب رښتیا می ویل!
- آیا په رښتیا ویلو هم څوک منفک کیږی؟
عین الدین د هو پر ځای سر وښوراوه
رییس وویل:
- څرنګه؟
عین الدین په عاجزی وویل :
صیب ډیری خبری مه راسره کوه بیا رښتیا را څخه ویل کیږی!
او بیاهرومرو ته هم ځواب راکوی
رییس به مطمینه لهجه وویل:
موږ نوی کارمند ته ضرورت لر و او هرومروتا نیسو خو زه دا خبره ردوم چې په رښتیا ویلو څوک منفک شی کوم خیانت یا جرم به دی کړی وی
عین الدین وویل:
-نه صیب د رښتیا ویلو په سبب
د رییس باور نه راته او په چورت کې شو
عین الدین ورته وویل:
که رښتیا ووایم بیا می عریضه راغورځوی
رییس په مطمینه او صادقانه بڼه ورته وویل:
زما رښتیا ویلونکي خلک ډیر خوښیږی
عین الدین وویل:
که رښتیا را باندی وایي که تا واسطه نه درلودای والله که رییس شوی وای لکه تا ډیر په کوڅو او پسکوڅو کې بېکاره ګرځی
د رییس په تندی کې ګونځې را پیدا شوی او عریضه یې په ګوته ووهله د دوتر په مینځ کې ګوزاره شوه او د ځان سره یې وویل:
-رښتیا ویونکی انسان
عین الدین په مات زړه په داسې حال کې چې په خوله یې لاس نیولی وو خپله عریضه واخېستله او په پټه خوله په داسې حال کې چې لاس یې په خوله نیولی وو د دوتره ووت په لاره یې خوله پلستر کړه اود بل ریاست ته رهی شو.