د حقيقت نښې

(عبدالكريم پتنګ)

كله چې د كايناتو خالق بشر د ځمكې خليفه وګرځاوه، نو د حق او باطل، اسلام او كفر دواړه لارې يې د خپلو پېغمبرانو او اسماني كتابونو په رڼآ كې بشر ته ور ښودلې او دا سلسله له ادم ع څخه پيل او پر محمدص پاى ته ورسېده، د ټولو پېغمبرانو همدغه يوه خبره وه چې ((لااله الله)) د كلمې ويل او د هغې لاندې د بشريت ژوند تېرول وو، چا چې دا كلمه منلې د مسلمان په نوم او چا چې رد كړې، د كافر په نوم ياد شوى دى، چې د مسلمان ځاى جنت او د كافر اخري مقام دوزخ دى.

دا چې د اخرې زمانې پېغمبر جناب حضرت محمد ص چې د الله جل جلاله په درګاه كې د ټولو پېغمبرانو او د بشريت نه لوړ مقام لري، د رحمة العالمين په نوم هم ياد شوى، په معراج كې يې د لوى رب سره ملاقات شوى او په بيت المقدس كې يې ټولو پېغمبرانو ته امامت هم كړى، د جنتونو او دوزخونو مناظر يې په خپلو سترګو ليدلي دي، دا چې د پېغمبرانو سلسله په حضرت محمد ص ختمه شوې، نو قرآن او نبوي احاديث به تر قيامته جاري وي، ځكه لوى رب د دين تكميل په رسول الله ص وكړ.

لوى رب بيا هم د بشريت د عبرت له پاره د نورو علايمو ترڅنګ د دريو حقايقو اظهار د انسان له شان سره سم څرګند كړي دي او هغه د الله ج، حضرت محمد ص او لااله الله ده، چې د هغې اظهار په حيواناتو، نباتاتو، انسانانو، ميوه جاتو، سبزيجاتو، تيږو، ونو او هډوكو باندې شوى او په زرګونو پورته نومونه، په مختلفو ځايو او مختلفو شيانو باندې راغلي او زياتره وخت يې خبرونه په ټلويزيونو، راډيوګانو، جريدو او مجلو كې هم خپريږي، چې د عقيدتمند انسان عقيده لا زياته ورسره مظبوطيږي او د بې عقېدې انسان له پاره د حق، عقيدې او لارښوونې لار پرانيزي، خو افسوس د هغه چا په حال چې د لوى رب د قدرت په ليدو بيا هم سمې لارې ته راونه ګرځي.

زه اراده لرم، كه ژوند راسره ياري وكړه، د لوى رب د قدرت نښې او پورته ذكر شوي نومونه د دغې جريدې په پاڼو كې لوستونكو ته وړاندې كړم، د دې له پاره چې د انسانانو او مسلمانانو د عقيدې په كلكيدو كې اغېزمن پرېوځي، دا دى د نمونې په ډول د مندتې (زردالو) هغه زړى چې (مومنداڅړ) پيدا كړى او د الله جل جلاله نوم په طبيعي ډول پرې راغلى، درنو لوستونكو او مسلمانو وروڼو ته د عبرت او پند له پاره وړاندې كوم.

نتيجه يعنې څه؟

ارواښاد استاد الفت

رجب خان: دا مامورين او ميرزايان چې نتيجه نتيجه وايي، د دې څه معنى او نتيجه څه شي ته وايي؟.

عجب خان: لكه له شودو نه چې څوك پېروى ټول كړي، يا له مستو نه كوچ وباسي، نتيجه هم دغه شان شى دى. كوم مامور چې د يوې فقرې تحقيق او تفتيش ته مقرر شي او له خلكو سره دومره سوال او جواب وكړيو چې مقصد او مدعا وركه شي، نو بيا چې له هغو پاڼو نه مطلب راباسي، نتيجه ورته وايي.

رجب خان: ښه دې پوه كړم، هغه ورځ چې زموږ كلي كې مړى شوى ؤ او حاكم صاحب له ميرزايانو سره راغى، قاتلان خو تښتيدلي وو، مګر دوى دا نور خلك له سوال او جواب لاندې ونېول او يو سوال به يې څو څو ځله كاوه، زه حيران يم چې ولې دوى كوچ ورځنې ايستل او پيسې يې پكې اخېستلې، نو هر كله چې نتيجه او پيسې لاس ته ورغلې، بيا څوك په مړي پسې ونه ګرزيدل او نه يې پوښتنه وكړه.

ښه د ميرزايانو په نتيجه خو دې پوه كړم، اوس يو څو نورې نتيجې هم راوښيه.

عجب خان: كه نتيجه په يوه ځاى كې فرق كوي، ځكه وايم چې زموږ په ملك كې:

د علم نتيجه: امامتي كول او خيراتونه خوړل.

د ماموريت نتيجه: رشوتونه اخېستل.

د مال او ثروت نتيجه: سود كول.

د هوښيارۍ نتيجه: چل او فر ېب.

د ناپوهۍ نتيجه: شرارتونه او فسادونه.

د نادارۍ نتيجه: غلا او ناحقه دعوې.

د قوت نتيجه: ظلم او تعدي.

د پاكنفسۍ نتيجه: فقر او قرضداري.

د چلاكۍ نتيجه: معتبري.

د چاپلوسۍ نتيجه: د آمرينو خوشالي.

فولكلور

پتنګ

پښتنو د شفاهي ادبياتو ډېرې غني زېرمې درلودې، چې په پېړيو پېړيو له يوه نسل څخه بل نسل ته په ميراث رسېدلي، خو متاسفانه چې په دې وروستيو دريو لسيزو كې د زيات زيان او وركيدو سره مخامخ شوي يو علت يې جنګونه، هجرتونه، اقتصادي، تخنيكي تكامل، د پرديو كلتورونو خپلول او د هغه مسلكي اشخاصو كمبود دى، چې د فولكلور په اړه به يې پلټنې كولې.

د پښتنو د شفاهي ادبياتو په اړه چې د ظاهرخان او شهيد داؤدخان په دورو كې كومو ليكوالانو كار كړى، داسې مثال لري، لكه د يو لوى ډنډ نه چې يو منګى اوبه راوباسي، په يو منګي ډنډ نه كميږي.

ما هم د شهيد داؤدخان د واكمنۍ پرمهال د خوست د شفاهي ادبياتو په اړه نيم درجن كتابونه ليكلي او چاپ كړي، خو متاسفانه چې له هغه دور وروسته دا سلسله رانه وشليده او خپل ځان معذور او نيمګړى ګڼم، خو خوشبختانه چې په دې وختو كې ملګري د يوه اخبار په چاپولو سره سلا شول او د فولكلور برخه يې ماته راوسپارله، نو دا دى په خپل نيمګړي توان د خپلو ګرانو لوستونكو له پاره د فولكلور د راټولولو لړۍ پيلوم، هيله ده چې د خوست خواږه ليكوالان د دغه درانه بار په اوچتولو كې راسره مرسته وكړي.

- په دعوو كې د ډوډۍ وركولو دود:

د خوست او لويې پكتيا په سيمه كې به په پخوا وختو كې به چې څومره وړې او لويې دعوې، په مركو، جرګو، واك او قومي دود او دستور خلاصيدې، د هغې څو فيصده هم په حكومت نه خلاصيدې، دعوې به معمولاً د افرادو، كليو او قومونو په سطحه وې، كه څه هم په هغه وختوكې د غربت كچه لوړه وه خو:

۱- په دعوو كې به دواړو اړخونو، د ضد، جهالت او تربورانۍ له وجې هر څه خرڅول او ځانونه په يې وسي كول.

۲- په دعوو كې د ښې ډوډۍ او ډېرې ډوډۍ او ښه خلوت (خلات) وركول د دعوې ګټلو لومړنى سنګر ګڼل كيده.

۳- په ځينو دعوو كې به افرادو، كليو او قومونو د ځان ښودلو، قدرت او طاقت لرلو په دود دعوې ته رابللو خلكو ته د ډوډۍ وركولو په وخت كې د اوبو پر ځاى لاسونه په غوړيو ورمېنځل او غوړي به خوشي ځمكې ته توييدل او دا عمل د افتخار نخښه ګڼل كيده.

۴- د ښه او پوه نرخي پيدا كول او يا په پيسو او نورو موادو د هغه رضا كول د دعوې ګټل بل سنګر ؤ.

۵- د دعوه كوونكو له ځواب ويلو نه مخكې په ورځو ورځو د ډوډۍ او پيسو وركول، نرخيانو ته د دعوې ګټلو بل چانس وي، ځكه كيداى شي غريب لورى چې د ډوډۍ او پيسو د وركړې وس ونه لري، وتښتي او دعوه پرېږدي.

۶- په دعوو كې ځان ته د قسم منع كول، د دعوې د ګټلو په مفهوم تعبيريدل.

۷- له قسم خوړلو نه وروسته د دواړو خواوو ترمنځ د غم، ښادۍ او ټولو ټولنيزو اړيكو پرېكيدل او يو بل ته د دښمن په سترګه كتل كيدل، يو حتمي او د پښتو كار دى.

۸- د كبر او زور په وخت كې يا بدي كول او يا له كمزورۍ كډه كول.

(د فولكلور دا لړۍ دوام لري...)

ژړا ګټوره ده

ژباړه: ملالۍ – له (هوسۍ نه په مننه)

څېړونكو او پوهانو په خپلو وروستيو څېړنو كې دا خبره زبات كړې ده، چې ژړا پر اروايي روغتيا اغېز لري.

ډاكټر ((جودي دل يوكا)) چې د اعصابو او ارواپوهنې متخصص دى، په خپله يوه وروستۍ څېړنه كې كشف كړې، چې په سلو كې ۸۵ ښځې او ۷۳ نارينه تر ژړا وروسته د خوښۍ او اروايي سكون احساس كوي.

ژړا د اروايي حالت څرګندويي كوي، دغه راز اوس د روغتيا نښه هم ګڼل كيږي.

په نړۍ كې هر څوك خامخا ژاړي، ګټه يې دا ده چې د وينې فشار ښكته كوي او د بدن دماغي دستګاه ته خوځښت وربخښي، اوس دا څرګنده شوې، چې له جنسيت سره هم نېغ اړيكي لري، نو ځكه ښځې د نارينه وو په پرتله څلور برابره ډېرې ژاړي.

خو كه سړى هره ورځ په پرله پسې ډول وژاړي، د خواشينۍ او خپګان سبب يې كيږي، كه سړى ژر ژر ژاړي او په وړه خبره ژړا ورځي، دى بايد ډاكټر ته ورشي، ځكه كه ژړا تر خپلې ټاكلې اندازې زياته شي، زيان هم لري.

 

 

د ناټو ځواكونو بيا بيا تېروتنې او پايلې يې

نسيم پكتين

نړيوالې ټولنې په افغانستان كې د طالبانو حكومت په داسې حال كې راوپرځولو چې له وړاندې يې ورته بديل نه درلود، چې له امله يې افغانان له يوه لوري د د حكومت په جوړوولو كې له راز راز ستونزو سره مخ شول او بل لوري ته نړيوال ايتلافي ځواكونه د خپلو مخالفينو سره د مقابلې په ډګر كې د ستونزو ښكار شول.

د امريكا په مشرۍ نړيوالې ټلوالې د مخالفينو د پېژندګلوۍ له پاره د استخباراتي كاركوونكو په ګمارلو كې د افغان دولت او په افغاني ولس كې د صالحو او بې غرضه خلكو پرځاى په ځينو غرضي، احساساتي او عقده يي خلكو تكيه وكړه، نړيوال ځواكونه آن له اولو ورځو ناسم رهبري شول، ناسم استخباراتي معلومات وركړل شول، د شخصي غرضونو او عقدو له مخې نا مخالف د مخالف او نا تخريبكار د تخريبكار په نوم ور وپېژندل شول، دوى هم دقت ونه كړ، د كورونو بې ځايه پلټنې، نېونې او وژنې پيل شوې، دا لړۍ دومره پراخه شوه چې د وادونو مراسم بمبارد شول، د هېواد په بېلابېلو برخو كې د افغان دولت سرتيري ووژل شول، د نړيوالو ځواكونو يواځنى غبرګون به دا ؤ، چې د پېښې له امله خواشيني دي او پلټنې په وكړي او د پلټنو پايلې يې تر اوسه په ذره بين كې هم نه ليدل كيږي.

عام ولس څه چې د ولسمشر كرزي په ګډون جګپوړو چارواكو هم په وار وار له بهرنيو ځواكونو غوښتنه كړې، چې د عملياتو پرمهال دقت وكړي، د عملياتو او نېولو وړاندې خپل اطلاعات دقيق كړي، تر څو بې ګناه خلكو ته د زيانونو اړولو مخه ونيول شي، د ائتلافي ځواكونو لوړ رتبه قوماندانانو هم بيا بيا ژمنې كړې، چې دقت به كوي او خپلې تېروتنې به نه تكراروي، خو داسې بريښي چې نه د افغانستان عامو وګړو او افغان چارواكو غوښتنو او فريادونو څه نتيجه وركړه او نه د دوى ژمنو، د تېروتنو لړۍ دوام لري.

د روان ميلادي كال د ډسمبر مياشتې په يوولسمه، ناټو ځواكونو د خوست د مندوزيو په درناميو كلي كې د شپې له خوا عمليات وكړل، په پايله كې يې د يوې پېغلې په ګډون پېنځه كسان ووژل شول او څلور نور ټپيان شول، چې دوې يې ماشومې نجونې وې.

دا د هېواد په كچه حيرانوونكې پېښه وه، ځكه چې په وژل شويو كې د افغان دولت يو جګپوړى استخباراتي كاركوونكى سرفراز هم شامل ؤ.

د وژل شويو د كورنۍ يوه بل غړي قدرت الله په اړه ويل كيږي، چې څه موده وړاندې د خوست امنيې قوماندانۍ د استخبارتي څانګې مسؤول ؤ، په لاره كې ورته د دولت مخالو وسله والو كمين نيولى ؤ، حمله يې پرې وكړه، د پېښې په جريان كې د امريكايي ځواكونو د موټرونو كاروان راورسيد او له قدرت الله سره يې مرسته وكړه، دى او د ده ملګري يې وژغورل او د مخالفينو څلور تنه يې ځاى پرځاى ووژل.

د خلكو له پاره ډېره حيرانوونكې دا ده چې كه پورتنۍ خبره رښتيا وي، نو نړيوال ځواكونه كله د دوى د ژغورنې په خاطر د دوى مخالفين وژني او كله هم په خپله دوى.

د دې بوږنوونكې پېښې په سهار معلومه شوه چې په وژل شويو كې دوه كسان په خوست كې د عزيزي بانك سيمه ييز مسؤول محمدشفيق د كورنۍ غړي دي، چې يوه يې خور او بل يې پلار ؤ او دى په خپله هم دومره وهل شوى ؤ چې مخ يې تك شين اوښتى ؤ.

شفيق خبري رسنيو ته وويل چې څو ورځې وړاندې د دولت مخالفينو د دوى كورنۍ ته د شپې پاڼو د غورځولو په ذريعه خبر وركړى ؤ، چې له دولتي دندو او له دولت سره له همكارۍ لاس واخلي، كنه وبه وژل شي، شفيق وويل چې دوى له دې امله هم وېره او اندېښنه لرله.

شفيق وويل: ((د شپې مهال موټرونه راغلل، يو چا په كندهارۍ لهجه نارې وهلې چې راووځئ او مصؤن يئ، موږ فكر وكړ چې طالبان دي، موږ غلي شوو، بالاخره مو د كورونو در وازې ماتې او موږ وويشتل شوو.

كه څه هم خوست مېشتو ايتلافي ځواكونو څه وخت وړاندې د سيمې له قومي مشرانو سره توافق كړى ؤ چې د پلټنو پرمهال به د اړونده ولسوالۍ ځواكونه او د كلي مشران په جريان كې اچول كيږي او د تېروتنو د مخنيوي له پاره به د دوى ملتيا كوي، خو د اړونده ولسوالۍ مسؤولينو او ځايي اوسيدونكو خبري رسنيو ته وويل چې دوى په جريان كې نه دي اچول شوي.

خوست مېشتو ته لا حيرانوونكې دا وه چې ناټو ځواكونو وژل شوي كسان له جلكۍ پرته نور شكمن ترهګر وبلل. څو ورځې وروسته د مندوزيو قوم لاريون وكړ او له ناټو واكونو څخه يې وغوښتل چې له دوى سره خبرې وكړي، يا ورته ثابته كړي چې دا كسان رښتيا هم ترهګر وو او يا خپله اشتباه ومني، ناسم اطلاع وركوونكى ورته په ګوته كړي، خو آوازونو ناټو ځواكونه د دوى غوښتنو منلو ته اړ نه كړاى شول.

خوست والي ارسلاجمال د ولس احساسات درك كړل، په ډېره بيړه يې له كابل څخه ځان د وژل شويو د فاتحې مراسمو ته راورساوه او له افغاني او نړيوالو مسؤولينو سره يې د پېښې په اړه د سلا او مشورو له پاره شپه بېرته كابل ته يووړه.

والي دې ته اړ شو چې په سيمه كې غوايه حلال كړي، په وژل شويو پسې د دولت په استازيتوب خيرات وكړي، له ځان سره يې د خوست مېشتو قبېلو يو شمېر سپين ږيري بوتلل او په ډېر حكيمانه ډول يې د خلكو احساسات راټيټ كړل.

دا ډول پېښې د نړيوالو ځواكونو له خوا د خوست په بېلابېلو سيمو كې رامېنځته شوي، خو دوى يې پايلې خطرناكې نه دي بللي.

په دې كې شك نشته چې بې ځايه پلټنو، وژنو او نېونو د هېواد په كچه نړيوال ځواكونو د ځينو هېوادونو ذهنونو ته بد ور پېژندلي، نه يوازې له دوى سره يې د لازمې همكارۍ مخه ډب كړې، بلكې د افغان دولت موقف ته يې هم ستر زيان اړولى او د يو شمېر هېوادونو په فكر يې د افغان دولت خپلواكي تر سوال لاندې نيولې.

دوى استدلال كوي، چې كه افغان دولت د دا ډول پېښو مخه نه شي نيولى، نو د دولت په نوم يې موجوديت څه معنا؟! او كه مخه يې نيولى شي او نه يې نيسي، نو له خپل ولس سره دا ډول چلند كوونكى حكومت څه په درد خوري.

دا ډول خبرې به ترخې وي، خو دا ترخه واقعيتونه او ګټورې مشورې دي، چې پلي كول يې د عام ولس ترڅنګ هم د نړيوالو ځواكونو په ګټه دي او هم د افغان دولت.

په دې كې هم شك نشته چې كه د تېروتنو لړۍ هرڅومره غځيږي، په همغه كچه عام ولس له نړيوالو ځواكونو او افغان دولت څخه ليرې كيږي او خپلې همكارۍ كموي او دا بايد ومنو، هر هغه دولت چې د ولسونو ملاتړ ورسره نه وي، د پوځونو په زور خپله بقا نه شي ساتلى، نو نړيوال ځواكونه بايد د عام ولس د حقوقو ساتنې ترڅنګ د خپلو ستونزو د كمولو او د موجوده افغان منتخب حكومت د بقا او پياوړتيا په خاطر تېروتنې تكرار نه كړي.

ځانمرګى لېونى وخوت؟!

دلاور ډارن

يره دا ژورنالستان هم، لكه د ځينو ډاكټرانو غوندې ډېر د چا په خېر او شر، غريبۍ او بډاۍ كې نه وي، خو چې ايله ورځ ډكه وي.

زه هم د هېواد له يوې داسې ښكرورې خبري ادارې سره د ژورنالست په توګه كار كوم، چې د نورو ډېرو غوندې يې د ولايتونو هغه خبرونه خوښيږي، چې د ورځې په موډ برابر وي.

تاسو خو پوهېږئ چې د نن ورځې تر ټولو موډل خبر ځانمرګى بريد دى.

تېره ورځ مې چې د مركزي دفتر په مزاحمت ټليفون په شرنګيدو شو، نو په پسته لهجه مې سلام ورته ووې، خو له هاغه لوري مې يو تېره (د نيوز مشر) غږ واوريد. دا غږ موږ تل په شرته ورته وخت اورو.

هغه وويل: ولې دې د ځانمرګو راپور نه دى وركړى؟.

مايې خبره زر ځواب كړه: كله شوي؟، زموږ سيمه خو دومره لويه نه ده، چې د ځانمرګو غږ پكې وانه وريدل شي.

خو هغه وويل چې نه ياره! چارواكو ويلي چې دوه ځانمرګي سيمې ته ننوتي دي.

ماته د چارواكو په خبره خندا راغله او ومې ويل: پرېږده چې غږ يې واورو بيا به يې راپور كړو.

هغه هم زما دې لېونۍ خبرې له خندا شين كړ او په خندا خندا كې يې خداى پاماني راسره وكړه.

په هغه ټوله ورځ مې خبر پيدا نكړ، خو نن چې د سهار اوداسه پرمهال د پټو پوليسو يوه مامور زنګ راته وهلى ؤ، ما هم له چاى خوړلو وروسته سملاسي ادارې ته وويل چې ځواكونه په يوه سيمه كې له ځانمرګي تاؤ دي او ډېر زر به د خرپ او ترپ كيسه سره معلومه كړي.

ژورنالستانو چې د يوه او بل خولې سره بويولې، ټول همدې ټس ته انتظار وو.

ما هم د همدې موډل خبر په انتظار د څو غونډو، بنسټ اېښودنو او پرانستنو، بلنو او معلوماتو اخېستو ته شا كړه.

زړه مې ډاډه ؤ، چې اوس به يا ځانمرګى بريد كيږي او يا به ځانمرګى ژوندى نېول كيږي، دا دواړه خبرې په زړه پورې وې، كه زما له پاره نه وې، نو د مشرې ادراې له پاره خو د خبرونو د پيل ټكي وو.

په تېره خو د ځايي دولتي وياندويانو ګړۍ په ګړۍ او شېبه په شېبه ټليفونونو داسې كړى وم، چې د ځانمرګي او ځواكونو دا لوبه راته د دوو سترو قوتونو شخړه ښكارېده.

هغوى هره لحظه ويل چې ځانمرګى له يوه كلي بل كلي او له يوه كوره بل كور ته د پناه وړو كوښښ كوي، خو پټ او څرګند امنيتي ځواكونه ساعت په ساعت ډيريږي او په ځانمرګي د كلابندۍ كړۍ تنګوي.

څو دقيقې كمې څلور بجې وې، پوره څلور زموږ مركزي خبري برخه تړل كيده، دا وخت مې دواړو ټليفونونو ته په يوه وار زنګ راغى، يو زنګ د خپلې مركزي ادارې او بل هم د ځايي دولتي وياند، لومړى دوه زړه شوم، خو وروسته مې د وياند له خوا د كړي ټليفون پورته كول ښه وبلل، زما د (بلې) له ويلو وروسته، د ټولې ورځې په توپير يو تت غږ راغى: وبښئ! هغه ځانمرګى مې چې درته ياداوه، اوس ونېول شو، خو ځواكونه وايي چې اطلاع ناسمه وه او هغه ځانمرګى نه، بلكې لېونى دى. ...

وياند د بښنې په دود خپلې خبرې اوږدولې، چې په دويم ټليفون كې مې د خپلې ادارې زنګ بيا په شرنګيدو شو، لومړى مې كټ كړ. دا ځل نو ما له ويانده هم په ټيټ غږ ووې: وبښئ! هغه ځانمرګى لېونى وخوت، زه نن هم خبر نه لرم.

- څه؟، ځانمرګى لېونى وخوت؟؟!!.

له ايمل پسرلي سره مركه

يادونه: درنو لوستونكو! له تكړه ژورنالست ايمل ((پسرلي)) سره، د ښاغلي نقيب الله ((متونوال)) دا مركه نږدې دوه كاله وړاندې شوې او خوست راډيو خپره كړې هم ده، خو د ارزښت له امله يې ژورنالستيكه برخه دلته هم خپروو. هيله ده تاسو هم خوند ترې واخلئ!.

متونوال: پسرلى صيب! له غږ او نوم سره خو مو نږدې ټول پښتانه اشنادي، كه د خپلو زده كړو په اړه هم يو څه راته ووايئ؟.

پسرلى: نوم خو مې ايمل دى او تاسو هم راته وويل پسرلى يم، په كندز كې زيږيدلى يم، خو هلته يواځې وړكتون ته تللى يم، په پېښور كې مې ليسانس اخيستى او په لندن كې مې هم د ژورناليزم په برخه كې يو ډيپلوم ترلاسه كړى.

متونوال: وروستي كلونه په افغانستان كې ډېر بدلونونه راغلل، له دې ډلې يو هم د مطبوعاتو ازادي ده، چې اوس په ګڼ شمېر كې مجلې، جريدې او ورځپاڼې چاپيږي، كه تاسو د پښتو چاپي خپرونو د څومره والي او څرنګوالي په اړه خپل نظر راته څرګند كړئ؟.

پسرلى: زه تل په يوه باور يم، ډېروالى مهم نه دى، په بېلابېلو ولايتونو كې خپرونې دي، له دې سره زه جوړ يم، خو يو شي ته زه ډېر ليوال يم، له نن څخه پېنځه يا شپږ كاله وړاندې كله چې عضنفر صاحب (داستانونه) مجله شروع كوله، هلته هم زما وړانديز دا ؤ چې اوس موږ بايد مجلې او خپرونې ځانګړي كړو، ياني د يو شي له پاره يې بېلې كړو، داستانونه مجله، يوازې د داستانونو له پاره وه. يوه مجله د كمپيوټر له پاره هم شته، تر كومه ځايه چې زه پرې خبر يم، د نندارې په نوم د ډرامو او سينما له پاره هم شته. دغه ډول جلا جلا خپرونې زما په فكر زموږ له پاره ډېرې مهمې دي، اهميت يې په دې كې دى، چې يو ليكوال اړ نه دى چې خپله يوه ليكنه لس ځايه خپره كړي، ځكه د ټولو مجلو ليكنې او موضوع تقريباً يو شى وي. دا به زما په فكر زموږ په كلتور او ادبياتو كې زياتى وي، په يو څه به ډېر څه نه زياتوى، ليكن كه موږ ځانګړې مجلې ولرو، دا به زموږ له پاره ډېرې زياتې ګټورې وي.

متونوال: په دې وروستيو كې د مطبوعاتو ازادۍ له پيل سره موږ په ډېرو خپرونو د (خپلواكې، بې پرې او ...) كلمې وينو، تاسو ته څه ډول ښكاري؟.

پسرلى: كه د يوې ورځپاڼې، يا مجلې په ټنډه هر څه وليكل شي، ګومان نه كوم چې لوستونكي په هغه باندې قضاوت وكړي، لوستونكي په هغه څه قضاوت كوي، چې په منځ كې يې راغلي وي، د دې شيانو ليكلو پرځاى به ښه دا وي چې هغه سپينه كړي، چې رښتيا هم همداسې ده، كه يوه ورځپاڼه يا مجله په خپله ټنډه ليكي چې ازاده ده، نه پوهېږم څنګه ده او څنګه؟ او فرض كړه په منځ كې يې ښكنځل وي او يا هغسې خپلواكي ونلري، معنا يې هېڅ ده، ګومان كوم چې تر ټاپو يې محتويات مهم دي.

متونوال: ستاسو په نظر ځوانو ژورنالستانو ته څه كول په كار دي، چې ځانونه د نوي ژورنالېزم په معيار پوه او برابر كړي؟.

پسرلى: مطالعه، مطالعه او بيا هم مطالعه، تر ټولو مهمه مطالعه ده او په څنګ كې ورسره اوريدل هم ډېره ونډه لري، كه وكولاى شو پردى ژبې زده كړو، په ځانګړي ډول انګليسي، زه به خپله يوه خاطره درته ووايم، ما خپله انګليسي ژبه تر يوه بريده زده ده او دا څومره مې چې زده كړې ده، بآور به ونه كړې چې دا ما د BBC نړيوال سروېس د انګريزي خپرونو د اوريدو پر مټ زده كړې ده، ما به دا خپرونې اوريدې او كله چې سړى پرې نه پوهيږي او ستړى كوونكى وي، نو زما د لوبو سره هم جوړه ده، ما به د لوبو ځينې پروګرامونه اوريدل، په هغو باندې به تر يو ځايه پوهېدم، ځكه چې د هغو لغاتونه به ما يو څه ډېر زده وو، نو ګمان كوم چې د يو چا بهرنۍ ژبه هم زده نه وي، نو حتماً يې يو څه توري يا لغاتونه زده وي، نو بهرنۍ راډيوګانې دې واوري، له هغوى دې ژبه زده كړي، د ژبې له زده كړې سره څنګ ته دې د كار ډول ته هم ځير شي او پام دې وكړي چې فرض كړه ژورنالستان يې څنګه كار كوي او كه څوك دا زحمت په ځان نشي ګاللى، نو نړيوالې خپرونې چې زموږ په خپله ژبه وي، زه به د BBC يادونه وكړم، يا ورته نورې، هغه دې واوري، د هغوى د خبر بڼه دې وګوري، چې په څه بڼه خبر ليكي، كه پام مو كړى وي، په نړيوالو خپرونو كې به هېڅكله څوك چاته بد ونه وايي، خو له بده مرغه زموږ په كورنيو خپرونو كې چې حتى دولتي ورځپاڼې، يا اخبارونه، لكه مخكې چې مو وويل غټې غټې ټاپې يې په سر وي، مګر له بده مرغه منځ يې هسې نه وي، نو ګمان كوم، چې مطالعه او اوريدل به يوه اندازه ستاسو د پوښتنې ځواب وي.

متونوال: پسرلى صاحب! تاسو په خپل ناول (بې ځالې مرغه) كې په نورو هېوادونو كې د افغانانو د كلتور له مېنځه تلو يو انځور اخيستى، د هغه د كركټر مايوسي او نااميدي، رښتيا هم همداسې ده، كه وي، څه بايد وشي، چې مخه يې ونېول شي؟.

پسرلى: هغه زما يو احساس ؤ، په لويديځ كې مېشت افغانان خواشيني هم شته او خوشال هم، زه دا نه وايم چې ټول يو ډول دي، دا دلته په خوست، كابل او كندز كې هم ډول ډول خلك شته، خو يوه خبره دا ده چې كله يو څوك له خپل كلي ښار ته راځي، نو معلومه ده چې خپله ژبه، كلتور او جامه بدلوي او دغه بدلون دى چې وروسته خپل ځان وركوي.

څو كاله وړاندې زموږ همكارې صفيه حليم هند ته سفر درلود، هلته يې د هند په پښتنو باندې يو څو راډيويي پروګرامونه هم لرل، په هغو كې دې صفيه حليم يوه په زړه پورې خبره دا وه، چې ويل يې په هند كې شل ميليونه پښتانه شته، چې يو يې هم پښتو نه وايي. حتى د هند د كركټ په ملي لوبډله كې د عرفان پټان، عامرخان او نورو... په نومونو پښتانه ځوانان شته (كركټ مې ځكه ياد كړ، چې په خوست كې د دغې لوبې مينه وال ډېر دي)، داسې هلكان چې تخلصونه يې پټان ايښي، دوى له لويديځه ډېر ليرې او موږ ته نږدې پراته دي، خو خپلې ژبې او دودونه يې هېر كړي دي.

متونوال: پسرلى صاحب! په پاى كې مو ځوانو ژورنالستانو او د ادب او فرهنګ مينه والو ته پيغام څه دى؟.

پسرلى: پيغام؟! لا خو زه خپله د پيغام د اوريدو وړ يم او اورم يې ورته غوږ به يم، دوى ته به صر ف كه تاسو چېرې وس راكوئ او يا لوروى چې زه چاته څه ووايم او يا راباندې وايئ، نو زه په دا ووايم، بالخصوص ژورنالستانو، ليكوالانو ته زما سلام دى او له دوى څخه زما غوښته دا ده چې يو څه ولولي، د ژورناليزم په برخه كې دې ډېره مطالعه وكړي، ځان دې سپين سترګى كړي، سپين سترګي عيب نه دى، زما په فكر له يوه چارواكي پوښتنه كول عيب نه دى، البته دې ته د دوى پام وي چې خپل امنيت او خپل سر ته يې خطر نه وي، ځكه چې هېڅ شى هم تر خپل ځان خوږ نه دى اول ځان دى، بيا جهان، نو كه يې ځان چېرته مصؤن وي، هيڅكله دې شرم نه احساسوي، پوښتنې دې وكړي، اوس هسې هم افغانستان ته ډموكراسي را روانه ده او په ډموكراسۍ كې د ژورنالستانو ونډه خورا ډېره ممه ده، زما په ګومان د خوست په پوهنتون كې د ژورناليزم پوهنځى دى، خداى جل جلاله دې وكړي چې زده كوونكي يې ډېر شي، ښه ژورناليستان ورڅخه فارغ شي، ما د وردګو په ولايت كې د يوې ولسوالۍ، نه پوهېږم، چې د سيدآباد ده، كه كومه بله ولسوالي ده، هلته د ژورناليزم يو انستيوت خبره اورېدلې ده، چې د تېرو دوو كالو راهيسي زده كوونكي هلته فعاله دي او په هغه ډېر خوشال يم، ګومان كوم چې كه دغسې له خوست پوهنتون نه څو كاله وروسته پنځوس- شپېته تنه فارغ ژورنالستان ولرو، نو ډېر زيات به خوشال يم او خداى تعالى دې وكړي چې په خپلو ملي ګټو پوه وي او په عين حال كې مطالعه وكړي، بهرنۍ خپرونې واوري او هېڅكله دا ونه وايي چې زه بشپړ شوم، ژورناېست هېڅكله هم تر پايه بشپړيداى نه شي، تل مطالعې او كار ته ضرورت لر ي.

مننه!.

 

كه رښتيا وايو، نو ولې يې نه پلي كوو؟

د بابوزي په قلم

له تبصرې پرته څو اورېدلې خبري:

لومړى: افغان ولسمشر ښاغلى حامدکرزى وايي چي پر ډيورنډ کرښه ځکه د اغزن سيم د غځولو مخالف يم، چې که داسې وشي، نو د دې کرښې پر دواړو خواوو ميشتې کورنۍ او قومونه يو له بله بيليږي او زه دا نه شم منلای.

دويم: د طالبانو وياند ښاغلى قاري يوسف وايي چې د ډيورنډ پر کرښه د ماينونو ښخول زموږ له نظره مردود دي او دا د پخوانۍ استعماري دسيسې دوام دى. زموږ ملت يې نه مني او موږ هم له خپل ملت سره يو، موږ يې هم نه منو.

دريم: د ډيورنډ کرښي ها خوا پښتانه او بلوڅ قومونه او ولسونه او د هغوى سياسي استازي او مشران ښاغلى اسفنديار ولي خان، ښاغلى محمود خان اڅکزى، افراسياب خټک، اجمل خټک، د مري قوم مشران او زيات شمېر نورو هم د ډيورنډ پر کرښه د اغزن تار د تړلو څرګند مخالفت کړى دى .

پنځم: د ډيورنډ د کرښې ها خوا د اسلامي ګوندونو مشران ښاغلى قاضي حسين احمد، ښاغلى مولانا فضل الرحمن او نورو زيات شمېر مشرانو په صراحت ويلي چي د ډيورنډ پر کرښه په هيڅ ډول د ماين ايښودل او يا اغزن تار غځول نه منو.

شپږم: د ډيورنډ دېخوا د ولايتونو واليانو او قومي مشرانو د لاريونونو په ترځ کې په ډاګه کړېده چې، د کرښې پر سر بنديزونه زموږ کورنۍ سره ويشي، دا نه منو.

اووم: د افغانستان د ملي شورا دواړه مجلسونه او په پاکستان کې د ملي اسامبلې يو شمير غړي دا وايي چې پر ډيورنډ د اغزن تار غځول او يا د ماينونو ايښودل د داوړو هېوادونواړيکې ورانوي او پر کرښه د پرتو ولسونو تر منځ څرګندې ستونزې منځ ته راوړي، ځکه يې نه منو.

اتم: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې ادارې هم په خپلو خپرونو کې دا په ډاګه کړېده، چې د ډيورنډ پر کرښه د ماينونو ايښودل او يا اغزن تار غځول د ستونزو د حل لاره نه ده او مخالفت يې کوي.

نهم: په افغانستان کې زيات شمېر سياسي ګوندونو، ملي شخصيتونو او د هېواد روڼ اندو په کلکه د ډيورنډ د کرښې پر سر د اغزن تار ځغلول او يا د ماينونو ايښودل د خپلو مرکو او خبرتياوو په ترڅ کې غندلي دي او ټول په دې باور دي چي د پاکستان موخه د ورانکارو د را اوښتلو مخنيوى نه، بلکې د ډيورنډ د کرښې په رسميت پيژندل دي، چې هېڅ يو افغان يې نه مني.

او لسم: د افغانستان دولت مشران چې د ډيورنډ کرښې پر سر د ماينونو ايښودل نه مني، د همدې دولت نړيوال ملاتړي چي له اروپا، امريکا، آسيا له بيلا بيلو هېوادونو څخه راغلي او لږ تر لږه پنځه پنځوس يا شپيته زره منظمه اردو يې په افغانستان کې د همدې دولت د ملاتړ په نوم د جګړې تاوده ډګر ته ايستلې او تياره کړيده، د منطق او عقل پر بنسټ خو بايد د همدي دولت د هيلو او غوښتونو د پلي کولو لپاره ملا وتړي، چې ښايي همداسې به وي.

د دې ټولو او بيلا بيلو خواوو د دې ويناو سره - سره دا دى پاکستانۍ مليشه پر پوله د اغزن تار د غځولو او د ماينونو د ايښودلو پريکړه پلې کوي.

ما ته او زما په شان زيات شمېر نورو افغانانو ته دا پوښتنه پيدا کيږي چي:

که د دې ټولو خواوو دا خبرې رښتينې وي، بيا ولې د پاکستاني جنرالانو د دې پريکړې مخه نه نيول کيږي؟

زما په اند، دا پوښتنه دوه ځوابه لري. لومړى دا چي دا ټولې خواوې چې يادې شوې، يا به يې د بې هوښۍ دارو خوړلي وي او يا د شامحمود لټان دي، چې خبرې کولای شي، خو عمل نه شي کولای. که يو نه وي، نو دويم ځواب به خامخا رښتينى وي چي: دا ټولې خواوې د افغان کړېدلي ولس د تيرايستلو او دوکه کولو لپاره خبرې کوي، خو د خپلو ناولو ګټو د ساتنې لپاره د هېواد له مکارغليم سره غاړه غړۍ دي. (بېنوا خپرنيزه څانګه)

 

 

ګلزار اكا

(د خوست مشهور زيارتونه)

له خوست ښاره مخ پر شمال، د دريو كيلومترو په واټن د متون د خړو غونډيو په لمن كې يوه شنه ګمبده د هغه پر مزار ولاړه ده.

دا ګمبده په پاخه او اساسي ډول، په لوړ لګښت جوړه شوې او د هنرمند په ښكلو ګوتو د زيارت ودانۍ ته نوره ښكلا هم وربښل شوې ده.

دا زيارت چې څومره له ليرې ښكلى او زړه راښكونكى ښكاري، له دې څو برابره يې د ننه ښكلا زياته ده، په هر دېوال يې سپيڅلي آيتونه په ښكلو ښكلو خطونو ليكل شوي دي.

د ګمبدې په منځ كې يوه ښكلې څلور كونجې د اوسپنې پنجره راتاؤ ده، چې په منځ كې يې دوه لوى قبرونه د مرمرو په كاڼو جوړ شوي او په ډول ډول دوسمالونو پوښل شوي دي.

د قبرونو شناختې چې مخ پر قبله ولاړې دي، يوه راته د همدغه ګلزاراكا او بله د ده زوى لمبات اكا راپېژني. نه يوازې دا شناختې، بلكې د خوست ډېر اوسيدونكي د ګلزاراكا په اړه معلومات لري او پېژني يې.

ګلزار اكا په قوم غلجې او سليمان زى ؤ، خو دا چې ولې د ګلزار اكا په نوم دغه زيارت دومره ښكلى او مشهور دى، خلك ورته راځي، د څه له پاره ورته راځي، هغه په ژوند كې څه كړي؟؟. دا ډېرې پوښتنې دي، چې موږ يې د ځواب موندلو له پاره له يو شمېر پخوانو خلكو سره پرې غږيدلي هم يو، په دې اړه مو بېلابېل روايات هم ترلاسه كړي، خو ډېر تفصيل غواړي، ځكه يې له را اخيستو تېرېږم او په لنډ ډول په دې غږېږم، چې د هغوى ارواښادو ځاى اوس چا نېولى؟:

مالداره او كلداره دوې خويندې دي، دوى د لمبات اكا لوڼه او د ګلزار اكا لمسۍ كيږي.

دوى نه يوازې په نومونو كې يو شان دي، بلكې په فكرونو او جسمونو كې هم سره ورته دي. دواړه په پښو شلې دي، دواړه په جرګو او مركو پوهيږي، خلك له لېرو لېرو ځايونو ورته راځي، دوعاګانې ترې غواړي او له ښيراوو يې ويريږي.

تر ډېره يې په كور كې ننګر باندې وي، ډلې ډلې خلك راځي ډوډۍ خوري.

مالداره او كلداره واده شوې نه دي، غواړي د پلار په كور سرونه سپين كړي او اوس سپين سري هم دي، عمرونه يې د پېنځوسو او شپېتو كلونو ترمنځ دي، د دوى پالنه د ترو زامنو پرغاړه ده.

وايي چې لمبات اكا به په آس سپريده، اوږده چپنه به يې اغوسته، خو ګلزار اكا چې ډېر پخوا وفات شوى دى، په اړه د هغه پاتې كورنۍ ته هم پوره معلومات نشته، خو دومره به ووايو چې كه خداى جل جلاله ته ښه وي، ښه خلك وو.

 

 

 

 

 

لوى څارنوال او په خوست كې د اداري فساد ځالې

(انجنير خيرالله ناصح)

د افغانستان لوى څارنوال ښاغلي عبدالجبار ثابت په دولتي ادارو كې د شته اداري فساد پر ضد جهاد اعلان كړى او په همدې موخه يې د هېواد بېلابېلو برخو ته سفرونه كړي او په همدې لړ كې د روان لمريز كال، د مرغومي په پېنځلسمه خوست راغى او نږدې دوې اوونۍ همدلته پاتې شو.

خو خوست ته د څارنوال راتګ، نورو ولايتونو ته د هغه له تګ سره يو څه توپير درلود، ځكه ده په لومړۍ ورځ ژورنالستانو ته وويل چې د سفر لومړۍ موخه يې د ولسمشر كرزي په لارښوونه د باك ځايي اوسيدونكو او كوچيانو ترمنځ د هغې لانجې غوڅول دي، چې له دوو كلونو راهيسې روانه ده او څو اوونۍ وړاندې يې په لړ كې شپږ كسان وژل شوي او له شلو زيات ژوبل شوي وو او د اداري فساد پرضد مبارزه يې د سفر دويمه موخه ده.

همداسې وشول، د خپل سفر په اوږدو كې يې زيات وخت د يادې ستونزې حل ونيوه، كه څه هم د دې لانجې غوڅول يو ډېر اړين كار ؤ، خو د خوست مېشتو هيله دا وه چې لوى څارنوال خوست ته د اداري فساد پرضد يو ځانګړى سفر وكړي او په دې برخه كې شته ستونزې په حوصله تر پلټنې لاندې ونيسي.

د خوست مېشتو په ګډون ټولو هېوادوالو د لوى څارنوال د اعلان كړي جهاد ملاتړ كړى، ځكه اداري فساد په اوسنۍ واكمنه اداره كې نږدې د كلتور بڼه غوره كړې. د دولتي كاركوونكو روحيات داسې جوړ شوي چې كه زه اختلاس وكړم او كنه، هغه بل يې كوي، نو زما اخلاص او صداقت نتيجه نه وركوي، ښه به دا وي چې زه هم يو څه تر لاسه كړم او د مراجعينو روحيات بيا داسې دي، چې كه زه رشوت ورنكړم، نو كار مې نه كيږي، هرو مرو بايد رشوت وركړم او كه زه رشوت نه وركوم، يوازې زما په صداقت او اخلاص د رشوت وركولو او اخېستلو مخه نه نيول كيږي، په ټوليز ډول د ټولو روحيات داسې دي، چې دا وطن نه جوړيږي.

زما په فكر دا ډول روحيه خپلول د هېواد او ملت په ځپلو او د پرمختګ په مخنيوي كې له هر څه زيات رول لوبولى شي، آن تر دې چې د دې روحيې عاميدل په هېواد كې د قانون د نه موجوديت څخه زيات زيان اړوونكى بريښي، ځكه كه يو هېواد قانون هېڅ ونه لري، وګړي به يې د قانون د جوړونې او پلي كولو هڅې وكړي، خو كه دا روحيه ولري چې دا وطن نه جوړيږي، نو خلك به د څه له پاره هڅې وكړي، لنډه دا چې دا روحيه د ولسونو مغزونه فلجوي، خو په دې وروستيو كې هيله دا وه چې د لوى څآرنوال له خوا اعلان شوى جهاد ښايي د دې روحيې په له منځه وړلو كې اغېزمن تمام شي.

كه څه هم د ده پر وړاندې په بلخ او هرات كې د زورواكو له خوا ستونزې راولاړې شوې، خو په ټوليز ډول ولس بيا هم د ده د جهاد مثبتو پايلو ته هيله مند دى.

په خوست كې ځينې كتونكي او شنونكي په دې عقېده دي چې دلته د لوى څآرنوال او د ده د ډلې كړنې د ولس له هيلو ټيټې دي، ځكه په خوست كې د اختلاس كچه ډېره لوړه ده او لوى څارنوال هم د يو مطبوعاتي كنفرانس پرمهال خوست د اداري فساد په برخه كې ننګرهار او مزارشريف ته ورته وبللو او په زياتو برخو كې له قانون څخه سرغړونې او د دولتي شتمنيو لوټ او تالان په دې ولايت كې لوړپوړو چارواكو كړي دي او د هغوى مهمې څېرې اوسمهال په خوست كې په خپلو دندو نه دي پاتې، خو د عدالت مېز ته راكشول يې شوني او د خوست مېشتو مرغومي غوښتنه ده.

لوى څارنوال صاحب بايد دې ټكي ته ځير وي، چې د خوست خلك چې څومره مجراجو بلل كيږي، همدومره زيرك، متوجه او مبلغين هم دي او د ده پلټنې يې هم تر څارنې لاندې نېولې دي، دې ته ګوري چې آيا لوى څارنوال صاحب به دا خبره په عمل كې هم ثابته كړي، چې هېڅوك هم له قانون څخه لوړ نه دي؟!. ده ويلي چې د هر مسؤول د كړنو پلټنه كوو او كه په چارو كې يې قانون ماتونه تر سترګو شي، نو توقيف به شي، پلټنې او پوښتنې به ترې وشي او محاكمه به شي.

د څارنوالانو له خوا د خوست په دولتي ادارو كې د اختلاس په تور څو جګپوړي او عادي مامورين توقيف شوي او څو ورځې وړاندې د قلموال مېنې د ځمكې د وېش كميسون غړي هم توقيف شول، دا د خوست مېشتو ترمنځ خوله په خوله خبره ده چې رښتيا هم د قلموال مېنې په وېش كې بې عدالتي شوي، خو داسې ويل كيږي چې د دې بې عدالتۍ اصلي محركينو پر نېولو سترګې پټې شوې، دا د خوست مېشتو كلكه غوښتنه ده، چې د دې بې عدالتۍ اصلي كركټران بايد ونېول شي، هغه كه په لوړه چوكۍ دي، يا په ټيټه، كه په خوست كې كار كوي، يا د هېواد په كومه بله برخه كې.

قلموال مېنه د باصلاحيته چارواكو له خوا منظوره شوې پروژه ده او په وېش كې يې بې عدالتي شوې، خو د متون بابا د نمرو پروژه چې د پخوانۍ ۲۵مې فرقې پر منسوبينو وېشل شوې، په اړه يې ويل كيږي چې د دې پروژې منظوري صلاحيت لرونكو چارواكو نه ده وركړې، منظوري څه چې څو ځلې له پلازمينې كابل څخه د خوست سيمه ييزو چارواكو ته لارښوونه شوې، چې پدې پروژه كار بند كړي، خو سيمه ييزو چارواكو د كابل د امرونو پروا نه ده ساتلې.

په دې كې شك نشته چې د ۲۵مې فرقې منسوبين د قدر او احترام وړ خلك دي، قربانۍ يې وركړي، د خوست ابرو يې پرځاى كړې، خو دا پدې معنا نه شي كيداى چې سيمه ييز چارواكي دې د دوى د نازولو له پاره قوانين هم تر پښو لاندې كړي، دوى يې بايد د قانون په چوكاټ كې نازولي واى. نه له قانون ها خوا !!.

د لوى څارنوال له خوا ټاكل شوى پلاوى بايد د ځمكو د وېش څلور واړه پروژې تر ژورې پلټنې لاندې ونيسي، ځكه څلور واړه يې ستونزې لري.

په هره بيه چې كيږي پخوانى ښاروال بايد خوست ته د پوښتنو له پاره را وغواړي، د پلټنو لړۍ بايد ولسواليو ته وغځوي، ځكه په ولسواليو كې هم مركز ته ورته ستونزې شته او له امله يې له دولت سره د ولس خواخوږي كمه شوې او لا مخ په كميدو ده.

په پاى كې مو وړانديز دا دى چې:

كه موږ يو پياوړى افغاني دولت غواړو، نو بايد د لوى څارنوال له خوا اعلان شوى جهاد رښتيا هم د اختلاس پر ضد جهاد وي، په هره كچه بايد تقويه شي، د كمزوري او زورور پر وړاندې بايد يو ډول چلند وكړي او دا لړۍ بايد ګړندۍ او لا رڼه (شفافه) شي.

 

پيوستون او مطبوعات

خوست راډيو:لوى څارنوال خوست ته راورسيد.

پيوستون: لكه چې په مزار او هرات كې يې زور ونه رسيد.

څاروان: كمپيوټر څه شى دى او څه ارزښت لري؟.

پيوستون: په څه شي خو يې نه پوهېږم، خو ارزښت يې دا دى چې زده دې وي، ډالر به ګټې.

خوست ټلويزيون: لوى څارنوال دوه كسه امنيې قوماندانۍ ته ور معرفي كړل.

پيوستون: وياند لالا! پوه نه شوم، چې په كومه دنده او كوم بست؟.

ولس غږ راډيو: يو ساعت له موسېقۍ سره.

پيوستون: دا نور ساعتونه خو مو لكه چې ټول په تلاوت او خبرو تېر كړل؟!.

بېړۍ: د ولايتي شورا كارونه د قناعت وړ دي.

پيوستون: ولايتي شورا كارونه هم كوي؟.

سولې پيغام: ... ميوزيك سنټر له سولې پيغام راډيو سره مرسته وكړه.

پيوستون: د FM ګانو له بركته يې هسې هم بازار سوړ دى.

ولس هيله: د خوست فرهنګيان په زغرده د لوى څارنوال تر شاه ولاړ دي.

پيوستون:په كار ده، چې لومړى يې مخې ته ودريږي او له ځان سپيناوي وروسته شاته.

كابل ملي راډيو: خوست ښار كې يوه شخصي روغتون ته څېرمه بم چاودنه وشوه.

پيوستون: باخترخېلو! دا عسكري روغتون كله شخصي شو؟!.

ولسمشر كرزى: د خوست په ليدو مې ټولې خبرې هېرې شوې.

پيوستون: ولسمشره هركله!، خبرې پرېږده چې ژمنې دې هيرې نه شي.

پاڼه: كرينه كپور له باليوډ څخه، د هاليوډ پر لور.

پيوستون: نره! سم ورپسې شوى يې، هغه د چرسيانو خبره، هغوى چې هر چېرې دي، زموږ د ځوانانو يارانې دي.

پيوستون (همدا ګڼه):لوى څارنوال او په خوست كې د اداري فساد ځالې.

پيوستون: پام! پام! دا ځالې يوازې د مرغيو ځالې نه دي، كله نا كله ماران هم پكې وي.

ملي ارمان: چرا باز سازى قبر نادرخان به بودجه دولتي؟.

پيوستون: ځكه چې ملت بابا خو يې تر اوسه غم ونه خوړ.

خوست راډيو، د مړينې اعلان:

مرحوم فلانى نېكه، مرحوم فلانى پلار او مرحوم... د فلاني د مړينې له كبله دوستانو ته خبر وركوي چې... .

پيوستون: دې ته وايي اعلان!!، مړي يې راپاځولي او ژوندو ته خبر وركوي، چې د خپل د مړينې فاتحې ته يې ورشي.

د ژوند خوږې، ترخې او مالګينې خاطرې

پيرمحمد ((كاروان))

زمونږ د تراژيدۍ د اوج مرحله وه، زه په کلي کې وم. د وطن ښارونو ته هغه د چا خبره چې مرغۍ هم نه شوه تيريدای. د وطن ښارونه مې په زړه وريدل، خو ورتلای نه شوم. د کلي له کارونو سره نابلده وم. زمونږ د اوبو وار ؤ او ما بايد د اوبو لپاره ورخونه جوړکړي وای. بس نو مجبوري وه، د غنمو په پټيو مې اوبه ور وتړلې. د شنو غنمو په پټيوکې پښې يبلې ورګډشوم. د غنمو د غوڅو پاڼو بوی د ماشومتوب غوندې خوږ راباندې ولګيده او ماشومتوب يې را ياد کړ. زه همدا مياشت نيمه مخکې له ښارونوکلي ته راغلی وم. د فلمې هيرو په څېر د ورخونو په تړلو بوخت شوم. ناڅاپه مې ګوته د ورخ په تيږه کې ورغله، وی چې زړه مې ترې ويريښيده او د وای مورې چيغه مې وکړه. په اوبو خيشت پيشت کور ته راغلم، .مور مې زر زر په لمبو لمبو اور راته بل کړ، راته ويل يې په تا مې بوره کړې دا څنګه دې په اوبو ځان جپ جوپ کړی دی؟ ماخوږ ګوته نه ورښودله، خو بې واره مې له خولې ووتل: اله للله ګوته مې وی مورې. مور په انديښنه راباندې غږ کړ: ته را دې خوا کړه ګوته دې. چې ويې ليده نو وير يې وکړ، دا خو وينه پکې شنه شوې ده. زر زر يې د مټ له سره ستن را وايسته او ورو ورو يې زما د ګوتې شين شوى نوک د ستنې په څوکه سوری کړ. توره وينه يې ترې وايسته. په زړه مې سړې اوبه تويې شوې. ناڅاپه يې زما د تڼاکو ډکو ورغوو ته پام شو:

- وی زه دې مړه شم دا لاسونه دې څنګه تڼاکې شوي دي. د څيړيو شنې پاڼې يې په لمبه ونيوې. د څيړيو شنو پاڼو د کلاشينکوف د ضربې غوندې ټساری وکړ. بيا يې په اور تودې پاڼې زما د دواړو لاسونو په ورغوو کې ونيوې او تڼاکې مې ټکورشوې. ورو ورو د کلي له ژوند او له کليوالي کارونو سره بلديدم. چې د لو وخت به ؤ، نو د پخو غنمو ولاړ پټی به مې تر نظر تېرکړ، په زړه کې به مې وويل: دا به څنګه رېبم؟، خو بس بسم الله به مې کړه، په لو به مې پيل وکړ. د لو په وخت کې به مې عجيبه خيال پلوونه وهل. په خيال کې به مې يا کومه کيسه روانه کړې وه او يا به مې کوم شاعرانه خيال رانيولی و. بس نه به مې ګوتې تڼاکې وې او نه به د کار په ستړيا ډير وپوهيدم.ورو ورو خبره له کلي غرونو اوځنګلونو ته پسې لاړه او د ژوندشېبې مې دسورکي اوښ مهار سره غوټه کړې او خبره تر بريد ها خوا بازارونو ته ورسيده. کله به چې د اوښانو په کاروان کې ها خوا بازارونو ته لاړم، نو يو نيم د شعر او د کيسوکتاب به مې خامخا له ځان سره راوړ او سات به مې پې تيراوه. په همدې لوستلو لوستلو کې مې د ماتو ګوډو شعرونو او کيسو په ليکلو هم پيل وکړ، لنډه دا چې په کور کې کتابونه، قلمونه او کاغذونه ښه په دليو دليو وو. يوه ورځ مې يوه زړه کليواله ښځه وليده چې ماته هګۍ يې په لاس کې نيولې او د کلي په يوه او بل دکان ګرځيده. له ما سره اندېښنه شوه چې دا غريبه ولې داسې سرګردانه ګرځي؟ بيا به مې له ځان سره وويل چې څه سودا مودا به اخلي. بيا به مې وويل نو په دې ماته هګۍ څه کوي؟ اخر زړه بوډۍ له دکانونو په کوڅه کې پناشوه. زه بيا په خپلوخيال پلوونو کې ډوب وم. په خيال کې مې يو شعر ګرځيده. قلم مې راواخيست که ګورم چې کاغذ راسره نه شته. له ځان سره مې وويل: چې ترکوره ځم شعر به رانه مارغه غوندې الوتی وي، راځه له نږدې دکان نه به يو کاغذ راواخلم. دکان ته چې ورغلم د کاغذ پوښتنه مې وکړه. د کاندار په کټ کټ وخندل: ته هم ښه ليونی يې په دې وخت کې کاغذونه څوک څه کوي، هغه چرګې مړې شوې چې ټينګې هګۍ به يې اچولې. ماته د بوډۍ په لاس کې ماته هګۍ راپه يادشوه. له دکاندار مې پوښتنه وکړه: هغه بوډۍچې ماته هګې يې په لاس کې نيولې وه او دکان په دکان ګرځيده څه يې ويل؟، دکاندار وخندل: هغه هم تا غوندې ليونۍ وه د کاعذ پوښتنه يې کوله ارمان چې د بسکټو کاغذ مې ورکړای وای، خو زه ونه پوهيدم، ما ويل چې چاته به خط پرې ليکې. زه له دکان نه راووتم او دشعر مرغۍ هم رانه الوتې وه. کله چې کورته راغلم که ګورم چې هماغه بوډۍ هم زمونږکره ناسته ده او مور مې له ماتې هګۍ نه ژېړ پر ليکل شوي کاغذ راڅڅولي او د بوډۍ پرټنډه يې لکه پلستر ولګاوه. ما بوډۍ ته ستړي مه شې وويله او مور مې ناڅاپه ماته متوجه شوه. مور مې وارخطاشوه ما په خندا ترې وپوښتل مورجانې ولې وارخطا شوې؟ مور بې له دې چې دخبرې په زور او زير مې وپوهوي ويې ويل: زويه سپين کاغذ مې نه دی درنه خراب کړی. دا دی ويې ګوره له دې ليکل شوې کتابچې مې کاغذ راوشکاوه او دې ترور پر ټنډه مې ولګاوه. غريبه سر يې درد کاوه، دکاندارانو کاغذ هم نه ورکاوه. ما په خندا وويل مورجانې هيڅ پروا نه لري، ډير ښه دي کړي خدای دې دا کاغذ ورته داروکړي. زما د شعرونو نه يو شعر دبوډۍ پرټنډه لګيدلی و او د هګۍ په ژيړوکې مې دغزل په مقطع کې د کاروان نوم تت غوندې ولوستلی شو. هاهاهاها، ،، نو دا وه زما يوه خاطره.

خوست ته ولسمشر كرزي سفر

د خلكو هيلې او غوښتنې

نوراجان ((بهير))

د ولسمشرۍ له ټولټاكنو او ولسمشر كرزي له ټاكل كيدو را په دې خوا ډېر ځله داسې اوازې حوريدې چې كرزى دې ولايت ته سفر كوي، خو دا ورځ په ريښتيني ډول اوس راورسېده.

د خوست څلور پېنځه لومړنۍ اړتياوې هم د هر ځايي او مركزي چارواكي په خوله كې له پيله تودې وې، چې د ولسمشر په راتګ بيا تكرار شوې، خو د خوستيانو له پاره يوازينۍ په زړه پورې خبره دا وه، چې كرزى يې وليد او مخامخ يې د هغه له خولې د كړو ژمنو د پوره كيدو واوريدل.

ولسمشر كرزى د روان لمريز كال د مرغومي په ۲۷ مه نيټه غرمه مهال د خوست په مركزي لوبغالي كې له يوې چورلكې ښكته شو.

له ولسمشر سره په دې سفر كې د ملي دفاع وزير سترجنرال عبدالرحيم وردګ، د لوړو زده كړو وزير محمداعظم دادفر، په امنيتي چارو كې سلاكار وزير ډاكټر زلمى رسول، په پارلماني چارو كې د دولت وزير فاروق وردګ او په ولسي جرګه كې د خوست يو شمېر وكيلان هم مله وو او د چارواكو او قومي مشرانو يوپنځوس كسيز پلاوى له پكتيا ولايت څخه هم راغلى ؤ.

وروسته د خوست دولتي ميلمستون په ودانۍ كې پر ولسمشر او ځايي چارواكو سربېره سلګونه خوست مېشتي د يوې غونډې په بڼه سره راټول شول.

د غونډې په پيل كې خوست والي ارسلاجمال ولسمشر كرزي ته د هركلي ويلو ترڅنګ د خوست پر روانو حالاتو خبرې وكړې. ده وويل چې خوست د افغانستان په كچه مهمه سيمه ده، نو له همدې امله د افغاني دولت مخالفين هم ډېر زور پر همدغه سيمه راوړي، چې د ده په وينا يې يوه بېلګه نږدې هره شپه د خوست پر امنيتي سرحدي پوستو بريدونه دي.

والي ارسلاجمال وويل چې كه د امنيتي پام ترڅنګ خوست ته د بيا رغونې په برخه كې هم دولت او نړيوالې خيريه ټولنې پام وكړي او دغه ځاى په يوه صنعتي او تجارتي مركز بدل كړي، اغېز به يې په ورڅېرمه، پكتيا، پكتيكا، غزني او لوګر ولايتونو ډېر مثبت وي.

په والي پسې د خوست ولايتي شورا مرستيال استاد تاج علي خان صابر، د خوست خلكو په استازيتوب راوغوښتل شو. ده په ليكلي ډول له ولسمشر كرزي څخه اته غوښتنې وكړې:

۱- د افغانستان نږدې ټولې لويې لارې پخې شوې، كه د خوست او ګردېز ترمنځ لويه لار هم ژر پخه شي، لويه ستونزه به له مېنځه يوسي، همداراز د خوست غلام خان لويې لارې د ټرانزېټ خبرې له ډېر پخوا راهيسې پيل شوي، خو د عمل جامه نه ده ور آغوستل شوې، كه ياده لاره ټرانزيټ شي، د افغانستان نورو لويو لارو په پرتله به دغه لار د كراچۍ بندر ته درې سوه پنځوس كيلومتره رالنډه شي.

۲- ولسمشر په خوست كې د صنعتي پارك جوړولو امر وركړى، خو د دغه كار د برياليتوب له پاره اساس د برښنا انرژي ده. خوستيان غواړي چې د نورو ولايتونو په څېر له ګاونډي هيواد پاكستان څخه د برښنا انرژۍ زمينه ورته برابره شي.

۳- په خوست كې شته روغتيايي اړتياوو ته ډېر كم ځواب ويل شوى، د دغې سيمې سلګونه ناروغان ګاونډي هيواد پاكستان ته د تداوۍ له پاره ځي، دولت په خوست كې د يوه دوه سوه بستريز مجهز روغتون د جوړيدو ويلي، خو كه دغه كار په عمل كې وشي، ښه به وي.

۴- خوست يوه زراعتي سيمه ده، خو زياتره ځمكې يې د سيلابونو له ګواښ سره مخ دي، كه د بندونو او سربندونو جوړولو ته يې پام وشي، اغېزمنه به وي.

۵- په خوست كې د يوې سترې ديني مدرسې جوړولو ته اړتيا ده، چې وروسته يې څانګې په ټولو ولسواليو كې حورې شي.

۶- د هېواد په كچه د خوست زيات ځوانان مسافر او نورو هېوادونو ته د خوارۍ مزدورۍ له پاره تللي، خو اوسمهال په خوست كې د ملكي الوتنو له پاره هوايي ډګر نشته، دولت بايد له ټولو د مخه د دې ستونزې په حل كې ګام واخلي.

۷- د نورو سيمو په پرتله په خوست كې د غرونو او ځمكو پر سر د كوچيانو او ځايي استوګنو ترمنځ شخړې ډېرې دي، چې مرګ ژوبلې هم اړوي، ولسمشر كرزى دې دغو شخړو ته په ملي كچه د حل يوه لار ولټوي.

۸- د خوست ګڼ شمېر اوسيدونكي په داخل او بهر كې بې ګناه زندانيان شوي، كه ولسمشر يې په خلاصولو كې اقدام وكړي، خوستيان به يې د دغو ښو پوروړي وي.

د تاج علي صابر له خبرو وروسته د خوست د بي بي حليمې ليسې د شپږم ټولګي يوې زده كوونكې ليمې هم په يوه ليكلي مقاله كې له ولسمشر كرزي مننه وكړه چې نجونو ته يې د زده كړو زمينه برابره كړې او له خپلو مشرانو يې وغوښتل چې د افغاني ټولنې د پرمختيا له پاره دې خپلې نجونې درس ويلو ته پرېږدي.

ولسمشر كرزي د خپلو خبرو په پيل كې خوست وستايه، چې ډېر پرمختګ يې كړى او دا هم د ده په وينا د دې خپلو خوستيانو له بركته دى. ده د خوست والي خبرو ته په اشارې سره وويل چې دښمنانو ډېر پام ځكه خوست لور ته كړى، چې هغوى د دغې سيمې له ګړندۍ ودې او پرمختيا څخه ډار لري، خو خوستيان بيا هم پرته له ويرې خپلو هڅو ته دوام وركوي.

ده د خوست پوهنتون يادونه وكړه، چې سيمه والو په خپلو مرستو ودان ساتلى او دى يې هر چېرې يادوي.

ولسمشر كرزي د ولايتي شورا مرستيال صابر غوښتنو په ځواب كې لومړى د هوايي ډګر خبره وكړه او ويې ويل چې خوستيان د داخلي الوتنو په فكر كې دي، خو دى غواړي چې خوست يو نړيوال هوايي ډګر ولري او خوستي ځوانان چې په متحده عربي اماراتو كې الوتكې ته پورته كيږي، نو په خپله خاوره (خوست) كې به ترې ښكته كيږي.

ده وويل چې په خوست كې د صنعتي پارك او خوست او ګردېز ترمنځ لويه لار به حتمي جوړيږي. ده دا هم وويل چې افغانستان به له ګاونډي هيواد پاكستان سره درې لويې لارې (تورخم، سپين بولدك او غلام خان) ولري، چې د ده په وينا يې د غلام خان لارې پر سر د پاكستان له صدراعظم سره هم خبرې كړي، د افغانستان له لوري يې كار خلاص دى او اوس د پاكستان ځواب ته انتظار دى.

كرزي په خوست كې د برښنا انرژۍ په اړه وويل چې ښه به وي، كه د لويې پكتيا له پاره د برښنا د توليد خپلې سرچينې جوړې كړل شي او د خوستيانو دې غوښتنې ته يې لږ څه سوړ غبرګون وښود، چې د نورو ولايتونو په څېر دې له ګاونډي هېواده برښنا راونېول شي. ده وويل چې د برښنا خپل توليد وخت غواړي او د اوس له پاره دا هم ښه ده، چې له نورو يې رانيسو.

ولسمشر د روغتون او مدرسې په اړه وويل: ((روغتون به بالكل در جوړوم، مدرسه به بالكل درجوړوو، خو يوه دا ژمنه به راسره كوئ، چې خپلې مرستې به نه رانه درېغوئ!.))

كرزي په خوښۍ وويل چې په ټوله لويه پكتيا كې د كوكنارو كركيله نشته، خو د ده په خبره اداري فساد داسې يوه ستونزه ده، چې بايد حل يې وموندل شي.

ولسمشر كرزي په پاى كې د ټولو ګاونډيو هېوادونو د ښې ورځې غوښتنه او له پاكستان هېواد څخه ځانګړې مننه وكړه، چې د كډوالۍ پر وخت يې لكونو افغانانو ته ځاى وركړى. ده دا هم وويل چې ګاونډيان دې زموږ له ښادۍ نه، بلكې زموږ له غمه وډار شي، كه افغانستان اباد شي، دوى به اباد وي، خو كه په افغانستان غم راغى، دوى دې هم د ښادۍ تمه نه لري.

ولسمشر كرزي له غونډې وروسته د خوست هغه لوى مركزي جامع جومات وكوت، چې د مجاهدينو تر بري وروسته د يوه بډاى عرب له خوا د مولوي جلال الدين حقاني په هلو ځلو پيل شوى ؤ او د پاى پاتې چارې يې د متحده عربي اماراتو په لګښت بشپړې شوې. همداراز كرزي د خوست ښار په لويديځ كې د خوست پوهنتون له پاره د متحده عربي اماراتو په مالي مرسته نوى جوړ شوى كمپلكس وكوت او د ملي اردو له پاره هغه نوي جوړ شوي تاسيسات يې هم پرانستل، چې د چارواكو په خبره له شپېتو ميليونو ډالرو زيات لګښت پرې شوى.

خوست ته د ولسمشر كرزي د سفر پرمهال كلك امنيتي تدبيرونه نيول شوي وو، خو بيا هم د ملي اردو په يوه موټر پسې په رېموټ كنټروليدونكى بم وچوول شو، چې له امله يې درې سرتيري مړه او څلور نور ژوبل شول.

 

 

 

د ورورولۍ قانون

مفتي احمد فرزان- كندهار

داسلام سپيڅلي دين د همهغه پيل نه انسانانو ته د ورورولۍ او يو بل سره د مينه كولو او مرسته كولو ذهنيت وركړي فرمايي: ((انماالمؤمنون اخوة فاصلحوا بين اخويكم واتقواالله لعلكم ترحمون )) الحجرات ۱۰:۴۹

ژباړه: له شك پرته مؤمنان يو له بل سره وروڼه دي، تاسو د خپلو وروڼو تر منځ سوله كوئ او د الله نه وويريږى، چې رحم درباندي وشي او اسلام مؤمنانو ته دا قانون هم كيښوده چې مؤمنان به يو له بل سره په ښو كارونو كې مرسته كوي او يو د بل لاسنيوى به كوي، فرمايي: ((وتعاونوا علي البر والتقوى))

ژباړه : يو له بل سره پر ښيګڼه او تقوا مرسته كوئ .

كله چي لا پيغمبرعليه الصلاة والسلام د مكې مكرمې نه هجرت نه ؤكړى د مسلمانانو تر منځ يي د وروولۍ او يو له بل سره د هر اړخيز لاسنيوي قانون وضعه كړ، د ابن عبدالبار او ابن سعيد په وينا پيغمبرعليه الصلاة والسلام د دغو صحابه وو تر منځ د ورورولۍ او د نسبي اړيكو پرته د هرډول متقابلو اړيكو اساس كيښود.

حضرت حمزه_ زيدبن حارثه، ابوبكر_ عمر، عثمان بن عفان_ عبدالرحمن بن عوف، زبيربن عوام_ عبدالله بن مسعود، عبيدابن حارث_ بلال حبشي، عبيد بن عمير_ سعدبن ابي وقاص، ابوعبيدة ابن جراح_ سالم (ازادشوى مريي)، سعيد بن زيدابن عمر ابن نوفل_ طلحة بن عبيدالله، خپله پيغمبرعليه الصلاة والسلام اوحضرت علي بن ابي طالب (رضي الله تعالى عنهم).

((البهاذري ،انساب لومړي ټوك ۲۸۰مخ ،ابن عبدالبار،الدرار۱۰۰مخ اوابن سعيدالناس ،عيون الاثر، لومړي ټوك ۱۸۹مخ))

حاكم په خپل كتاب المستدرك كې د جامي بن عمير روايت د حضرت عبدالله بن عمر(رض) له قوله را نقل كړي چې: پيغمبر عليه الصلاة والسلام د ابوبكر_ عمر، طلحة_ زبير، عبدالرحمن بن عوف او عثمان بن عفان تر منځونو د مواخات (وروولۍ) اساس ايښى و.

خو علامه ابن القيوم او ابن الكثير د دې سخت مخالفت كوي چي ګنې په مكه كې دې د مواخات قانون پلى شوى وي، دوى وايي چې كه پيغمبرعليه الصلاة والسلام په مدينه كې د مهاجرينو تر خپلو منځونو، د مهاجرينو او انصارو تر منځ او يا خپل او د حضرت علي رض ترمنځ د عمومي اسلامي ورورولۍ پراساس يا د نسبي اړيكو پراساس او يا هم د قبيلوي اوسمتي روابطو پر بنسټ د ورورولۍ اساس ايښى د دې خوكوم ترديد نشي كيداى، مګر په مكه كې د مهاجرينو ترمنځ د مواخات هيڅ اړتياهم نشته.

((استادابن القيوم، زادالمعاد،۲ټوك،۷۹مخ اوسيرت النبويه ،۲ټوك ،۳۲۴مخ))

هجرت اودمواخات پلي كيدل

له يوه اړخه د اسلام دعوت يوازې د مكې تر خلكو پورې را لنډ نه ؤ، بلكې د الله پيغمبر بشپړ انسانيت ته مبعوث ؤ او د نړۍ د ګوټ ګوټ انسانانو د لارښونې دنده ورترغاړې وه، له بله پلوه د اسلام د ظهور نه ديارلس كاله تېرشول، د اسلام د خپراوي په لاره كې هر راز كړاوونه او ربړونه وزغمل شول، مګر بيا هم له لږ شمېر مكې والو پرته نور چا د ايمان راوړولو ته غاړه نه كېښوده، د دې ترڅنګ د ابوطالب د مړينې وروسته په مكه كې د بني هاشم ټبر رول د مخكې په پرتله كمزورى شو او پرځاى يې د بني اميه ټبر وړاندې شو، چې له دې سره د الله د پيغمبر په وړاندې ورځ په ورځ مشكلاتو سر راپورته كاوه او نېږدې ټولو مكه مېشتو ټبرونو د اسلام سره د مقابلې لپاره مټې راونغاړلې او په ګډه يې د اسلام خپراوي د مخې د ډب كولو تړونونه وكړل، ځكه نو د اسلام د مركز په توګه يوه داسې ځاى ته اړتيا وه، چې هم امن پكې وي او هم ورته په اسلام كې د داخليدو په موخه د تلو راتلو لاره پرانيستې وي، بل اړخ ته مدينه ميشتو دوو سترو ټبرونو((اوس)) او ((خزرج)) اسلام ومانه، د هغوى په اسلام كي ننوتلو سره دا موقع برابره شوه چې د اسلامي تبليغ مركز مدينې ته وليږدول شي چي په دې سره د مدينې خلك ډېر خوښ هم وو، د پيغمبرعليه الصلاة والسلام تره حضرت عباس ((رض)) چې دا مهال يې لا اسلام نه ؤ منلى، د خپلوۍ پر اساس د خزرج قبيلې دوه اويا كسيز پلاوي ته وويل: (محمد(ص) په خپل قوم كې ډير دروند او عزتمند دى، موږ د هغه له دښمنانو سره هر راز مقابلې ته ټټر نيولى خو اوس دى غواړي تاسو ته درشي، كه تاسې تر مرګه د هغه سره د ملاتړ ژمنه كوئ، نو ښه، كه نه نو بيا نشي درتلاى)). بيا پيغمبر(ص) له هغوى نه د بيعت وركولو غوښتنه وكړه چي د لومړي ځل لپاره براء بن معرورانصاري (رض) خپل لاس د بيعت په موخه ور اوږد كړ او په همدې توګه د انصارو سره تر اخره د هغوى د مرستې كولو معاهده لاسليك شوه...

(پاتې په بله ګڼه كې)