رسیدن به آسمایی :02.2008 .18؛ تاریخ نشر در آسمایی :02.2008 .18

د ملی تلویزیون د نړیوالو خپرونو د پیل له امله غونډه

د افغانستان د ملی تلویزیون د خپرونونړیوال کید لو او د ۲۴ ساعته خپرونو د پیل له امله د روان کال د فبروری په ۱۵ د جعی په ورځ د آلمان د کلن په ښار کی یوه غونډه جوړه شوه.

دغه غونډه کی چی په اروپا کی د یو شمیرافغا ن ژورنالیستانو ، لیکوالو، پوهانو او څیړونکو او د افغانستان د ملی رادیو-تلویزیون د مشر داکتر واحد نظری په ګډون جوړه شوی وه ، د کلام الله مجید د څو آیتونو په تلاوت پیل شو. وروسته د افغان فرهنګپال محترم عاشق الله له خوا محترم نظری او ګډونکونکو ته له ښه راغلاست ویلو وروسته د غوڼډی په باب معلومات وړاندی شول.

د غوڼډی برخه والو، په داسی حال کی چی له هیواده بهر د دغه تلویزیون د خپرونو د غزیدوله امله خوښی وښود له او د دغه تلویزیون مشر ته په همدی مناسبت مبارکی وویل شوی ، د خپرونو په باب خبری ، پیشنهادونه ، وړاندیزونه اونیو کی هم وشوی .

په غونډه کی په ټولیزه توګه د دغه ټلویزیون د خپرونو نړیوال کیدل په بهر کی  د اوسیدونکو افغانانو لپاره یو نیک اقدام او په زړه پوری ستر قد م وبلل شو. د غوڼډی د برخه والو له خواغوښتنه وشوه چی په اروپا کی دی د افغانستان د ملی تلویزیون یوه اروپایی څانګه پرانستل شی، چی د دغه ټلویزیون د رییس محترم نظری له خوا د دغی غوښتنی پلوی وشوه او ژمنه وشوه چی ډیر ژر به په رسمی توګه په اروپا کی د تلویزیون څانګه پرانستل شی او تر هغه پوری یی په موقتی توګه د یوی داوطلبی څانګی د جوړیدو غوښتنه وکړه چی د برخه والو له خوا یی هرکلی او ملاتړ وشو.

 په پای کی غوڼډی پریکړه وکړه چی د اوس لپاره به د یوی شل کسیزی ډلی په مرسته د آلمان د کلن په ښار کی د افغان آزاد سابقه لرونکی ژورنالیست نجیب الله شفقیار په مشری یو مرکز فعال کړی شی. غونډه د دغه ټلویزیون او نورو رسنیو د خپرونو د پراخیدو او د افغانانو تر منځ د ملی یووالی د پیاوړتیا په لاره کی د هیواد د ژورنالیستانو، لیکوالو، پوهانو او څیړونکو د یووالی او پراخو هر اړخیزو هلوځلو غوښتنه وشوه.

غوڼډه چی له غرمی وروسته په څلور نیمو بحو پیل شوی وه د شپي تر لس نیمو بجو پوری یی دوام وکړ.

د یادونی وړ ده چی په دی غوڼډه کی د آریانا د تلویزیون مشر محترم ارینزی هم ګډون وکړ چی د غوڼډی له خوا ورته هرکلی وویل شو.د غوڼډی  برخه والو د دغه تلویزیون د خپرونو د څرنګوالی په باب هم نظریی ، خبری او وړاندیزیونه وړاندی کړل.

***

د آسمایی یادونه:

- د غونډی مفصل ګزارش به د افغانستان د ملی ټلویزیون نه خپریږی.

- همدا راز د غونډی د موضوع په هکله مو د افغانستان د ملی رادیو-تلویزیون له مشر ښاغلی واحد نظری سره مفصله مرکه کړی ده  چی په نږدی ورځو کی به  خپریږی.  د غونډی د عمده ټکو په هکله هم مفصل ګزارش به وروسته خپور شی.