نشر در آسمایی :03.2008 .15

   د سلام فرهنګي ټولني د بريښنا پاڼه

د باختري ژبي په اړه ځانگړې مرکه

«  د سلام فرهنګي ټولني د بريښنا پاڼي له خوا :
د لر غونو ټولنو او سيمو په اړه رښتيني  او ډاډمن  مالومات  لاس ته راوړل خورا ستړيا او زيات چوپړ غواړي . لومړۍ  خو هغه چوپړ دۍ چي څيړونکي او کار پوهان يې د خپلو څيړنيزو موخو د ترلاسه کولو لپاره ګالي او دويم چوپړوال بيا هغه خپرونکي او ناشر ان دي چي د علمي څيړنو پايلي د پوهاوي په هيله د بيلا بيلو ډليزو نشراتو په وسيله خپروي  .
دا ځانګړې مرکه  د دې ستړيا او چوپړ  ډيره ښه بيلګه ده چي هم د يوه زيارکښ  انګليسي څيړونکي نيکولاس  سمس ويلمز  (    Nicholas Sims-Williams    ) هغه لاس ته راوړني  برملا کوي  چي د باختري ژبي په اړه يې جوت کړيدي  ، او له بلي خوا د يوې نامتو پښتنې ليکوالي او د بي . بي .  سي .   راډيو وتلې ژورنالستي  صفيه حليم  د زيار کچه پکي څرګنده ده  ، هغې  د خپلي سيمي د لرغوني تاريخ سره د بې دريغه ليوالتيا په وجه   د سيمي  د لرغونو زمانودهغو لومړنيو مالوماتو پر له پسې لټون وکړ  ، بيلا بيلي را ډيويې خپروني يې جوړي او خپرې کړلې او بيا يې دهغو څيړونکوڅرک هم وموند چي د افغانستان او شا اوخوا سيمو په اړه يې څيړني کړي او ډاډمني لاس ته راوړني لري . اغلې صفيه حليم وتوانېدل چي د لومړۍ ځل لپاره داسي مالومات  را برسيره او خپاره کړي چي  تر دې مهاله  په پښتو او دري ژبه کي  نوي او ارښتمن دي  .
 د سلام فرهنګي ټولني بريښنا پاڼه اغلې صفيه حليم ته د لا زياتو بريو هيله څرګندوي  ، او تاسو ګران لوستونکي دې ارزښتمني مرکې  لوستلو ته رابولو .
»
 
ډير لږ شمير خلک د افغانستان د لرغوني باختري ژبې په اړه معلومات لري، خو دا چې دغه ژبې څه وخت رامنځ ته شوي، کله ليکل شوي او په کومو سميو يا اثارو کې ليدل کيږي دغه او ډيرو نورو پوښنتو ته پروفيسر ډاکټر نيکولاس سيمز ويلمز چې د برتانيې د کيمبرج په پوهنتون کې  د لرغونو ژبو متخصص دى په يوه مرکه کې ځوابونه وايي.

د ډاکټر ويلمز سره دغه مرکه صفيه حليم په ٢٠٠٧ کال د اگست په مياشت کې کړې ده چې د لومړي ځل لپاره د بي بي سي د " تاريخ او ژوند" په پروگرام کې له راډيو څخه خپره شوه.

د تاريخ او ژوند د پروگرامونو لړۍ

بشپړه مرکه :

 پوښتنه :  د افغانستان لرغونې ليکنې په کوم نوم دي او څومره تر اوسه موندل شوي دي؟

 سيمز ويلم : څنگه چې زه فکر کوم تر اوسه د ١٥٠ نه زيات اسناد لوستل شوي دي چې باختري ژبه ورباندې  پيژندل شويده .له بده مرغه ددې نه علاوه وه بې شميره جملې يا بدل اسناد هم په بازار کې شته ،خو په باختري ژبه چې په کوم يوناني ليک دود ليکل کېده ،د هغې کيلي د ((لوستلو کيلي )) په ډير نږدې وختونو کې موندل شويده ،جعل کوونکي په دې نه پوهيږي چې اصل باختر يوناني ژبه څنگه وليکي.نو همدا ده چې د ژبو د پوه ماهر لپاره اسانه ده چې د نقل اود اصل ترمنځ توپير وکړي .دا اسناد زياتره پر څرمنې او يا د ونو پر پوټکو چې خاص د ليکنو لپاره کاريدل ليکل شوي دي، يو څو پکې په ټوکر او ځينې په لرگيو ليکلي دي .د ډبرو او د سيکو د پاسه کنده شوي او د قيمتي ډبرو د پاسه ليکني چې د مهر لپاره کاريدل .

 پوښتنه  :  په دې اسنادو کې تر ټولو زړه او مهمه ليکنه کومه يوه ده؟

  ځواب  : زه فکر کوم په دې کې تر ټولو مهمه هغه ليکنه ده چې پکې په لومړي ځل د افغان نوم ذکر شوى دى ،دا ليکنه د ٤٦٠ عيسوي کال نه را پاتې ده او دا دهغو ټولو سرچينو نه پخوا ده چې پکې د افغانانو په اړه ليکلي دي. دا ليکنه په اصل کې د افغانانو او د روب د خلکو تر مينځ د يوجگړې په اړه ده ،روب چې اوس د روى په نوم د سمنگانو د ولايت په جنوب کې ولسوالۍ ده ،نو ددې ليکنې موضوع دومره په زړه پورې نه ده خو په دې کې د افغان ټکي کارول شوي دي.

يو بل په زړه پورى سند د ٣٦٠ عيسوي کال ېعنى د څلورمې پيړۍ ليکنه ده ،چې يوه نکاح نامه ده په دې کې يوه ښځه په يو وخت کې د دوو ورونو سره د واده لپاره خپله خوښي ښايي ... افغانستان کې دا رواج وجود نه لري خو دا د څلورمې پيړۍ په افغانستان کې يو دود وو.

 پوښتنه  :  دا سندونه د کوم ځاى نه موندل شوي دي ؟

 ځواب  : له بده مرغه زياتره اسناد د بيلا بيلو معامله کوونکو "Dealers" او د بيلا بيلوشخصي زيرمو  “Collection” نه تر لاسه شوي دي ،دا گرانه ده چې په دې اړه مستند معلومات تر لاسه شي ،کله چې څوک وايي چې دا سند  د فلاني ځاى نه موندل شوى وو نو موږ پرې باور نه لرو چې همدغسې به وي ، په سندونو کې چې د کومو ځايونو ذکر راغلى دى ددې  نه قضاوت کيداى شي ، ممکن زياتره د هندوکش د غرونو شمالي برخو نه موندل شوي وي  په دوۍ کې د سمنگان د وادې د ځينو برخو نومونه ليکل شوي دي ،خو دا ضروري نه ده چې اسناد دې هم هلته نه وي، کيداى شي دا په هغه ځاى کې ليکلي وي ، د اسنادو په يوه برخه کې د جوزجان د ځينو سيمو ذکر شته او دا د بلخ او ېا د مزار شريف شاوخوا موندل شوي دي ، نو دا معلومات صحيح وو ځکه  په اسنادو کې ذکر شوي ځايونه د بلخ او د مزار نه ډير لرې نه دي.

 پوښتنه  : ايا په موندل شوو اسنادو کې د بلې کومې ژبې ليکنه هم شته ؟

 ځواب  :  د باختري  ژبه اسنادو سره يو ځاى ځينې په عربي ژبې ليکلي اسناد هم موندل شوي دي  ډيرى پکې د ماليې رسيدونه او د هغه وخت د سر کاري معاملو اسناد دي .موږ خبر يو چې دا دنورو هغو سندونو سره يو ځاى موندل شوى دى ځکه په دوۍ کې د ځينوداسې کسانو نومونه دي چې په باختري اسنادو کې يې هم ذکر شوى دى .ځينې اسناد د داتمي پيړى دي او ډير پکې د يو سړي په کورنۍ پورې اړه لري چې يو د بيک ځوى نوميږي.دا سړى بايد خپله ماليه ورکړي ، نوى عربو واکمنو ته د ماليې ورکول او دوې سره معامله په عربي ژبه کې کيږي .دوې سره په باختري ژبه دا سې ليکنې هم شته چې ددې سړي د کورنۍ پورې تړاو لري ،نو دا ډيره په زړه پورې خبره ده چې په يوه لنډه موده کې د سيمې اداره د باختري ژبې نه عربي ته کډه کوي.

 پوښتنه  : ايا باختري ژبه په کوم بل ليک دود هم ليکل شوي ده ؟

 ځواب  : هو مونږ يوه وړه ټوټه لرو چې اوس په بر لين کې ده. او دا د تيرې (شلمې) پيړۍ په سر کې د المان پلټونکو ډلې په چينې ترکستان کې موندلې وه .دا د ماني مذهب د کتاب يوه پاڼه ده او په ماني ژبه ليکل شوى دى ، دا يواځينۍ باختري ژبې پاڼه ده چې په باختري ليک دود نه ده ليکل شوې

 پوښتنه  : باختري ژبه دري ،پښتو او د سيمې نورو ژوبو سره څه  تړاوو لري ؟

 ځواب  : باختري ژبه دواړو پښتو او دري ژبو سره تړاو لري ،په دې کې ځينې ټکي پيژندل کيږي چې دې دواړو ژبو ته ورته ده ،يو څو مثالونه يې دا سې دي ،د کورنۍ اړيکو لپاره لکه مور، پلار،وروڼه، خويندې، په باختري ژبه کې پلار( پد) او مور (ماد)  لرو (براد) ورور نور ټکي لکه (خواد) خور دري ته نژدې دي اوس (اته) لس (لس)  پښتو ته نږدې دي .خو دا دا مانا نه لري چې درې او پښتو نيغ په نيغه د باختري ژبې نه را زيږيدلي دي ،ځکه دا خويندي ژبې او يا د خاله د لوڼو په شان په خپلو کې تړلي دي په دې. لحاظ باختري ژبه ددې دواړو په منځ کې ولاړه ده . دري او پښتو له يو بله ډير توپير نه لري ،او باختري ژبه دې دواړو سره ورته والى لري نورې هغه ژبې چې باختري ژبې ته نږدې دى د افغانستان د شمال ختيځ ژبې دي دا مونجي يا مونجاني، اشکاشمي او سنگيچي ژبې دي چې ډير کم خلک يې وايي ، دا ژبې داسې ټکي لري چې په باختري ژبه کې يي موندلى شو د بيلگي په توگه د خپلوانو نومونو ته به ورشو دځوى او لور لپاره په باخترې ژبه کې پور او لوښت کاريږي چې په موبخي ژبه کې پور  او لښته ته ورته دي ،په باختري ژبه کې شميرې دوه درې، څلور لو، خرې، سفار دې چې  مونجي ژبه کې پيدا کيږي د لمر  لپاره  په باختري کې مير ټکى کاريږي .او د لرغونې مذهب د ميترا نومې خداى ته نږدې دى ،په مونجي کې لمر ته ميرا وايي .زياتره ايرانۍ ژبه د لمر لپاره خوار ،خور ،خاور ټکى کاروي .
زه بيا وايم چې مونجي يا نورې  ژبې هم د با ختري نه نه دي راوتلى ،خو کيداى شي ددې نږدې خپلوان وي او ددې نظريي سره مرسته کوي چې د افغانستان دغه برخه دهغې سيمې نه لرې ده چې دا ژبه پکې اوس هم ويل کيږي .

 پوښتنه  : داسې امکان شته چې باختري ژبې پخوا خپل ليک دود درلوده او وروسته په يوناني بدل شو ؟

 ځواب  : نه ډيره غير عادي خبره ده چې د يوې ژبې د ليکلو لپاره دې ليک دود جوړ شي ،عادي طريقه داده چې کله يوه ژبه د لومړي ځل لپاره ليکل کيږي نو دا په هغه ليک دود کې ليکې چې ليکوالانو ته معلومه وي او دوى پکې ليکنه کولاى شي ،او دا اکثره يوه بله ژبه وي تر ډيره حده دا ممکنه ده چې باختري ژبه په يو وخت کې په بل ليک دود هم ليکل شوې وي ،ولې موږ داسې ليک دود نه پيژنو ،چې خاص د باختري ژبې د ليکلو لپاره جوړ شوى وي خو زما په فکر دا ويلي شو چې باختري ليکنې يو ډير خپلواکه ليک دود لري ،داسې کس چې يواځې يوناني ژبه يې زده وي نشي کولاى چې دا ليک( باختري) ولوستلاى شي
هغه مجبور دى چې دا ليک دود لوستل زده کړې ځکه دا تر ډېرې مودې پورې کارول شوى دى ،او اوس د باختري ليک دود په توگه پيژندل کيږي .

 پوښتنه  : باختري ژبه د خروشتي ژبې سره څه تړاو لري ؟

 ځواب  :  خروشتي د يوه ليک دود نوم دى چې د ارمينې ژبې نه راويستل شوى او د سامي ژبې ليک دود وو يا لاتينې ليک دود وو.د ليکنې دا ډول لوى سيستمونه يا مزې (پړى) په اخره کې يو لوى سرته رسيږي او ددې پړى سر سامي ليک دود دى. خروشتي اوعربي دواړه له دې سيستمه را وتلي دي .دا يوه بله موضوع ده چې ايا دا ژبې په خپلو کې څه تړاو لري او که نه . موږ سامي ليک دود د ټولو مور گڼلى شو خو ټولې ژبې (چې ويل کيږي) هغه د سامي ژبې نه نه دي راوتلي  باختري ژبه ددې سيمې د ژبو او ايران سره تړاو لري ،او د هند د ژبو سره هم تړلي ده چې د سنسکريت نه راوتلي دي او يقينا چې د هندى اروپايي ژبو سره چې زياتره په اسيا او اروپا کې ويل کيږي.
 
 پوښتنه  : ددې اسنادو په لوستلو تاسې څه نتيجه اخلۍ چې هغه وخت د افغانستان کلتور څنگه وو ؟

 ځواب  : دا ويل گران کار دى او په دې کې هم شک نشته موږ د يوې ډيرې اوږدې مودې خبره کوو،که تاسې اسناد او ډبر ليکونه يو ځاى وگورۍ نو دا د لومړۍ عيسوي پيړۍ د سر نه واخلۍ د اسلام تر لومړۍ دورې غزيدلى وخت دى چې اتمه عيسوي پيړۍ يعنې دوهمه هجري پيړۍ ده .ځکه ډير شيان  په دې وخت کې نه يواځې په سياسي توگه ،بلکه په مذهبي  او کلتوري هم بدل شوي دي .

نو موږ يوازې عموميت نشو بيانولې ، ددې اسنادو نه موږ  يو لړې عکسونه تر لاسه کوو يعنې دا د بيلا بيلو وختونو د  ژوند يو څو عکسونه دي .موږ د بيلا بيلو مذهبونو په اړه ډير لږ خبريږو ،د بوديزم په اړه او په اخره کې د اسلام  د لومړيو کلونو په اړه پوهيږو .
موږ د دوى (افغانانو) د دودونو نه يو څه خبريږو لکه چې په يو وخت کې د يوې ښځې د دو وړونو سره واده کول ، موږ د دوى د اقتصادو په اړه پوهيږو چې دوى به څه کرل ، ځمکه به يې څنگه په اجاره ورکوله ،يو بل ته يې په پيسو او مال څنگه خرڅ او لگښت ورکاوه . خو موږ په عمومي توگه نشو ويلى چې دا خلک څنگه و .زما په نظر په ټوله نړۍ کې خلک په هر دور کې يو شان پاتې شوي دي .
 
 پوښتنه  : تاسې د رباطک ډبرليک هم لوستۍ دى دا ډبر ليک د افغانستان د تاريخ لپاره څومره مهم دى ؟

 ځواب  :  تقريبا درې کاله پخوا (٢٠٠٥) زه کابل ته تللى وم او هلته مې په موزيم کې دا ډبر ليک ولېدو ، په يوې اوونۍ کې مې دا ډير په احتياط ولوسته ، ډبره ډيره په ښه حالت کې نه وه،خو دا يو مهم او زبردست ډبر ليک دى ځکه دا د لوى واکمن کنشکا د واکمنۍ د لومړيو کلونو حال  راکوي ،پخوا داسې گومان کيده چې دى د کوشان سلطنت بنسټ ايښودونکى نه و خو يو مهم پاچا وه.

او دده د سلطنت مرکز د افغانستان په شمال کې وو ،خو دده واکمنۍ د هند په ټوله شمالي برخه کې ان تر بنگاله غزيدلې وه .او دا ډبر ليک د ځينو هغو ځايونو نومونه ښيي چې په شمالي هند کې دي .او دده په لاس کې وه .

په دې ډبر ليک کې د کنشکا د پلار او د نيکونو نومونه هم شته او موږ پر لومړي ځل خبريږو چې دده نه وړاندې د کوشان پاچاهانو سره دده څه خپلولې هغه نور پاچاهان مونږ د پخوانيو سيکو له مخې پيژنو ، خو دا معلومه نه وه چې دوى د کنشکا خپلوان وه .

په دې ډبر ليک کې د ځينو هغو خدايانو  (اسطورو) نومونه هم دي چې دده  (کنشکا) له خوا جوړ شوى مذهب په اړه موږ ته  معلومات راکوي . که څه هم د ډبرې ليکنه ډيره لنډه ده ټولې  ٢٣ کرښې دي .خو په دې لنډه ليکنه کې زيات معلومات  شته د افغانستان د لرغونې تاريخ په اړه موږ ډير لږ  نه خبر يو  نو ځکه هم دا ډبرليک مهم دى.

 پوښتنه : د ١٩٥٠  په کلونو کې د بغلان  د سره کوتل ډبر ليک نه دا څومره توپير لري ؟

 ځواب  : دا ډبر ليک هم د کابل په موزيم کې ايښي دي .او ډير ښه ساتل شوى دى .نو ځکه ددې لوستل او په دې پوهيدل اسانه دى، کله چې دا په لومړي ځل ومندل شو  نو هغه وخت ډير مهم و . ځکه په لومړي ځل دومره لويه ډبره په باختري ليک موندل شوى وه . هغه وخت  دا د باختري ژبې د لوست  او د پوهې لپاره لومړنۍ کيلي وه . خو هغه ډبر ليک دومره زيات معلومات نلري څومره چې د رباطک ډبر ليک د کوشان سلطنت ، ددې د تاريخ او مذهب په اړه يې لري . زه به دا ووايم چې د رباطک ډبر ليک په دې وخت کې يو ډير مهم سند دى چې موږ يې لرو .

 پوښتنه  : ايا دا ډبر ليک  ديوه تاريخي سند په توګه ليکل شوى وو؟

يقينا چې دا ده ېوه تاريخي سند په توگه ليکل شوۍ وو په دې کې شک نشته چې دا د هغه وخت د خلکو او د راتلوونکو نسلونو لپاره د پاچا د لاسته راوړنو د يوه ريکارډ په توگه ليکل شوۍ وو،  په تيره بيا د معبد د جوړيدو د لمانځنو په وياړ. په رباطک کې يو معبد وو، او په  ډبر ليک ددې د بنسټ د ايښودو، په معبد کې د اسطورو د مجسمو د ودرولو په وياړ او هلته د پاچا د پلار او نيکونو په يادولو دا ډبر ليک وليکل شو .نو ددې لوى هدف هغه وخت ددې ځانگړې موقع لمانځنه وه او ددې ډبر ليک له لارې پاچا خپله ونډه پکې واخيسته.

 پوښتنه  : د رباطک د ډبر ليک په لوستو تاسو د کوشان دورې د مذهب په اړه څه معلوم کړل ؟

 ځواب : د رباطک په ډبر ليک کې د کومو خدايانو اسطورو نومونه ليکل شوي او د دوى مجسمې په هغه معبد کې ودرول شوي وې . په دوۍ کې زياتره په زردشتي دين پورې اړه لري په دې کې شک نشته چې د اسلام نه وړاندې دا د اريايانو مذهب وو . ځينې مجسمې د هندو مذهب وې نو داسې ښکاري چې په هند کې د ځينو ديوتاگانو لمانځنې کيدې .افغانانو هغه پيژندل او منل يې ،خو دوى يې په نورو نومونو يادول . د رباطک په ډبر ليک کي د يوه بودائي معبود ذکر هم نه دى شوۍ .خو د کنشکا سيکې چې له دې وخته را پاتې دي په هغوې کې د اريايي معبودو نه علاوه د بودا او د سيکې پر بل مخ ماتر يا بودا نقشونه جوړ دي .خو داسي ښکاري چې کنشکا او دده پلار نيکونو پخپل لوى سلطنت کې د نورو مذهبونو د خدايانو نه خبر وو. دوى ددې نورو مذهبونو مخالفت نه کاوه نو په دې پوهيدل گران کار دى چې ددوى خپل مذهب څه وه . دوې پر خپلو سيکو دنورو مذهبونو د خدايانو څيرې جوړولې .
 
 پوښتنه  : ددې ټولو اسنادو او ډبرليکونو په لوستلو تاسې د افغانستان په اړه څه ويلى شئ چې په لرغونې وخت کې دا څنگه هيواد وو؟

 ځواب  : موږ په حقيقت کې ويلى شو چې دلته (افغانستان کې) هغه وخت ډير مذهبونه رواج وو . د گڼو نسلونو خلک پکې اوسيدل ،کله کله به دوې پخپلو کې جنگونه سره کول او زياتره ددوى په خاوره بهرنيانو حملې کړي دي .د يو وخت لپاره پکې سخت جنگونه کيده . کله به بهرنيان په کې ميشت شول او ددې ځاى د اصلي وگړو سره به يو ځاى شول . دا په ډاډ سره ويلى شم چې افغانستان هغه وخت هم يو گڼ ميليته، گڼ مذهبه، او گڼ کلتوره وطن و لکه چې اوس دى .   
        
   د افغانستان د لرغوني باختري ژبي په اړه ځانگړې مرکه

((  د سلام فرهنګي ټولني د بريښنا پاڼي له خوا :

))