نشر در آسمایی :01.2008 .10

 

عبدالغفور لېوال

 

ګاڅونه ( ګاتهونه ګاتونه )

د افغاني فرهنګ يوه لرغونې پانګه



ګاڅونه دپښتون روحاني مشر سپين تمان زردښت دمذهبي سرودونو هغې مجموعې ته ويل کيږي ، چې داوستا تر ټولولرغونې برخه جوړوي ګاڅونه په اوستايي الفبې په بڼه ليکل شوې ده که څه هم دغه سرودونه په زړه پهلوي کې دګاثونو په شکل ليکل شوې خو د ( دګاتهـ له تلفظ څخه ښکاري ، چې دا هماغه د ( ګاڅ ) د اصلي تلفظ اوښتی شکل دی ځکه نوموږ په دغه ليکنه کې له ګات ، ګاتهـ ، ګاث اوګاڅ څخه وروستی هغه غوره کوو ځکه تر ټولو دقيق تلفظ په نظر راځي .

معاصر ژبپوهان او د تاريخي مقايسوي ژبپوهنې متخصصين باور لري ، چې ، پښتو تر ګردو هندو اروپايي ژونديو ژبو څخه ډېره اوستا ته نږدې ژبه ده او مخامخ ورسره ارتباط لري دوی په خپل نظر تردې حده ټينګار کوي ، چې که هر څوک غواړي اوستا زده کړي ، يا يې وڅيړي نو هرو مرو ښايي اول پښتو زده کړي . له همدې امله زموږ په فکر پښتنو ليکوالو او څيړونکو ته دا په زړه پورې او د اشنايي وړ مسله ده ، چې داوستا په يوه خورا مهمه پانګه يعنې ګاڅونو خبر شي . ګاڅونه په ټوله اوستا کې هم هنري ارزښت لري او هم د منځپانګې له نظره فکري او تاريخي بډايه زېرمه ګڼل کيږي .

لکه مخکې ، چې ورته اشاره وشوه ګاڅونه زاړه زردښتي سرودونه دي ، چې خپل ځانګړی وزن لري . ددغوسرودو قطعات په څپيزو خجيزو ټوټو ويشل کيږي ، چې د پښتو ژبې له وزنې سيستم سره پوره ورته والی لري . ټول ګاڅونه ۱۷ هايې ( فصلونه ) ۲۳۸ قطعې ۸۹۶ شعرونه او ۵۵۶۰ کليمې دي ( پور داود - ګاتها - چاپ بمبئ ) .

ګڼ فصلونه پیل او پای نه لري ا و ښکاري ، چې یو شمیر سرودونه دتاريخ له حافظې څخه هير شوي دي .

کلک شواهد وجودلري ، چې ټول ګاڅونه د زردښت خپلې ويناوې دي ، چې دهغه دمريدانو له خوا را غونډ شوي دي ځکه په ګڼو قطعاتو کې دی پخپله دلومړی متکلم شخص په توګه نور مخاطبوي .

دزمان له پلوه دګاڅونو دلیکلو نېټه پخپله دزردښت د ژوند د زمان په څير دابهام په ګردونو کې پټه ده . پور داود څه کم اتيا کاله وړاندې دګاڅونو په هغې مجموعې کې ،چې په بمبئ کې چاپ شوې ده .

له يوناني مورخينو څخه نقل کوي ، چې په يوه روايت ۱۰۸۰ کاله ترميلاد مخکې زردښت ژوندی واو دګاڅونو سرودونه هم په همدې کلونو کې رامنځ ته شوي دي ( ۲۶مخ ) نوموړی داهم رانقلوي ، چې زردښت په بلخ کې زیږيدلی او همالته يې خپل عقيدوي او فلسفي افکار خپاره کړي . نوموړی په پوره انصاف دخپل کتاب په ۲۲ مخ کې ليکي ، چې : زردتشت .... خود را در گاتها زرتشتر مينامد وگاه نيز اسم خانواده را كه سپيتمه باشد افزوده ، ميشود زرتشتر سپیتمه ( ) اين اسم اخير را امروز سپنتمان ويا اسپنتمان گويم ظاهرآ معني آن از نژاد سفيد و يا خاندان سفيد باشد

سپين تومن له دوو پښتوکلماتو څخه جوړشوی صفت دی ،چې دهغه دواړه سپين ( سفيد ) تومن ( نژاد ) اوس هم معمول او ژوندي کلمات دي . ګاڅونه ،چې په پينځه ګونو ګاڅونو هم ويشل شوي دهرګاتا نوم دادی : اهنود ، اشتود ، سپنتمد ، وهو خشتر او وهيشتواشت .

دلته به ښه وي ، چې له ګاڅونو څخه څوقطعې په پښتو راوژباړم ، البته ديادونې وړ ده ،چې دغه څو قطعې په ازاده توګه ژباړل شوي دي او هيڅکله ټکی په ټکی ژباړه نه ده :



اوهاغسې چې دلومړۍ ورځې په ژمنه کې حکم وشو ، څښتن

به له دروغجن اوريښتيا پال سره وړ چلند وکړي

همدا راز له هغه چاسره ، چې کړنې يې دبديو اوښېګڼو

ګډوله وي ،هم حساب کيږي ، چې څومره يې سم

او څومره يې ناسم دي

( اهنود ګاڅ یسنا ۳۳ ۱ )



هغه څوک ، چې له دروغجن سره پخپله ژبه يا فکر يا لاسونو

وجنګيده او يا يې خپل ملګري دنيکۍ دين ته راوبلل

هغه به دمزدا اهورا خوښې دخپلې ژغورنې

لپاره راوپاروي

( اهنود ګاڅ يسنا =۳۳ ۲)



خو هغوی ، چې دبد کرداره واکمنو فرمانونه مني ، د هغوی

کارو خيال وايمان توراو تباه دی ، ارواوې په دوزخي

وهم پردروغجن راځي او د درواغو په دنيا کې به

تر ټولو اول ځای د دوی وی .

سپنتمدګاڅ ۱۱



کومې خاورې ته ورشم ، چیرې ځان پناه کړم ؟ مشران او لارښوونکي دې له ما مخ واړوي او له بزګرانو هم خوشاله نه یم ، د ښار له واکمنو څخه هم خوابدی يم ، چې دروغ پلوي دي نو اې مزدا تا به څنګه خوشاله کړم ؟

اشود ګاڅ يسنا ۴۶- ۱