رسیدن به آسمایی:12.2007 .31 ؛ تاریخ نشر در آسمایی :01.2008 .01

اکبر کر گر

ملنگ جان له کومې ليدتوگې گورو؟

۱

داسې زماني واټن چې دفکر اوعمل له پاره پکې يو نوی بستر ايجاد شو اوپه هغه کې د يو داسې شاعر دزيږون له پاره زمينه برابره شوه چې د زړې اوفلکلوريکي شاعري اودنوی اومدرنې شاعر ۍ تر منځ دپله دنده تر سره کړي . دا شاعر ملنگ جان وو .

واقعيت دادی چې ددويمې نړيوالي جگړې وروسته دافغانستان په تاريخ اوټولنه کې دسيمه ييزو اونړيوالو شرايطو په پام سره يو نوی حرکت پيل شو .

سياسي بيداري زياته شوه . دويښ زلميانو نهضت په پښتنو سيمو کې پراخه شو . ددې په څنگ کې دپاکستان په نوم يو نوی هيواد دافغانستان په گاونډ کې رامنځ ته شو . دا داسې وخت وو . چې کانگرس هند ازاد کړ . خو دپښتنو حقوق هماغه سې ناليدلي پاتې شول . دپښتنو زيات شمير مشران زندانونو ته ولاړل بنديان شول .دخدايي خدمتگارو غورځنگ او دپښتون زلمي نهضت و ټکول شو . . له دغه سياسي حرکاتو سره په موازاتو کې دشاه محمود خان ځای محمد داوود خان ونيوه . دپخواني شوروي په مرسته يو لړ پروژې پيل شوي له هغه جملي دننگر هار دوادي پروژه . دلويو لارو يا په مجموع کې دلومړني پنځه کلن پلان دتطبيق له پاره کارپيل شو . افغانستان په ۱۳۳۴ کال لويه جرگه راوغوښته اوپه هغه کې يې دپښتونستان اواز پورته کړ اودپخواني شوروي سره يي ددوستۍ تړون وشو .

په همداسي زماني مقطع کې په لږو توپيرونو سره په اولس کې يو خودرويه بوټی يو اولسي شاعر سر راپورته کړ اوپه پگړي يي دشعر عنقا کښيناسته . هغه لومړي دهنرمندانو اوسندربولو ملگرو ته داهنگونو اوشعرونو په ليکلو پيل وکړ اوبيا چې کله دهغه دشهرت اوازه خپره شوه نو بيا کابل ته ۱۳۳۲راوغوښتل شو اودراډيو له لاري يي هم شعر خلکو ته ورسيد .

۲

ملنگ جان دوخت دغوښتنو داواز په توگه مطرح شو . ملنگ جان په معنوي لحاظ دخلکو دژبې ورد شو . دا ځکه چې دهغه شعر دپښتنو دازادۍ دپښتنوالې دکار اوزيار دحريت اوملت پالنې سندره شوه . کومه ژبه چې ملنگ جان دخپل پيغام له پاره کارولې ده هغه هم په دې حکمت کې ډيره اغيزمنه ده . ملنگ جان دخپل شعر له پاره نوی مضمون وموند . دژوندانه اودوخت نوي مضمون ته يي دپښتو په زاړه کلاسيک اوفلکوري فورم کې نوې ساه پوه کړه . دا هغه څه وو چې اولس پري ښه پوهيدای شو . اوداولس دټپې ژبه دملنگ جان ژبه دخدايي خدمتگارو اودپښتنو ازادۍ غوښتونکو ژبه سره يوه شوه .

دملنگ جان اغيزه په ټولنه کې ځکه ستره شوه چې نوموړي دشعر په خوا کې په پښتو موسيقي هم خپله قابو ټينگه کړه . ددغه اغيزمنې وسيلې په لاس کې اخيستلو سره ملنگ جان دپښتون اولس ذهني اوعيني اړتياوی مطرح کړې . دمثال په توگه :

 

نفسونه شول غالب ــ د دې غمه ژړيږم
بې کاره بې تعليمه راته پاتې خپل اولاد شو
پښتون غريب برباد شو
سيد په خپل سيادت ــ د ځان غواړي عزت
قسم دی ما ونه ليد د وطن د خېر طالب
نفسونه شول غالب
څوک ميا او څوک ملا شول ــ د کسب نه ټپراشول
وايي کسب و کمال څه کړم شکرانو باندې مړېږم
د دې غمه ژړېږم
دا خان نه دی خاين دی ــ پخپل ځان چې مين دی
هېڅ غم د وطن نه خوري چې يو ځل يې نس اباد شو
پښتون غريب برباد شو
که حق وايم وېرېږم ــ که نه وايم پړسېږم
د ځينو کارکنانو کاروي وړ د تعجب دي
نفسونه شول غالب
په ځای د عدالت ــ ما ولي تجارت
له غمه شم ترور يو نيم مامور نه چې خبرېږم
د دې غمه ژړېږم

 

۳

ملنگ جان په معاصر دوران کې ديوه بل فرهنگي بحث له پاره هم ښه زمينه کيدای شي . اوهغه دملت جوړونې پروسه ده . دملنگ جان شعر ځينو مفاهيمو ته سراسري اوملي لوری ورکړی دی. اوهغه دوطن اودهيواد مفهوم دی . . په اولس کې دغه مفاهيم دکلي اوسيمي له پاره کاريدل . خو ملنگ جان لکه ديوه ښوونکي په توگه په ديره اواوجره کې دوطن اوهيواد مفهوم مشخص تاريخي اوجغرافيايي مفهوم يا دځمکنۍ بشپړتيا په مفهوم وکارواه .دقوميت درس دهيواد پالنی انگيزې راپارول دترقۍ اوپر مختگ له پاره دخلکو هڅول . دزده کړي اوسواد له پاره دخلکو هڅول دظلم اوتيري غندنه دقومي يووالي غوښتنه دا دهغه نويوالي مظاهر اوعناصر دي چې دامانيه دور په راتلو سره پيل شول خو دمحافظه کارو ځواکونو په بري اوله خنډونو سره دمدرنيزم دمخامخ کيدو په ترڅ کې دملت جوړيدنې پروسه په ټپه ودريده . اويا له زياتو خنډنو اوموانعو سره مخامخ شوه .

۴

پښتنواله دملنگ جان دشعر بله ځانگړنه ده . پښتنواله دپښتنو ددوديز قانون اوکودکس بنسټ دی . دپښتنو سايکالوژي اومعنوي کرکتر په دغه مفهوم کې ډير را برجسته کيږي . اويا په بل عبارت په همدې مفهوم کې تعريف کيږي . دملنگ جان په شعر کې دوه پښتو گانې سره مخامخ کيږي . يوه هغه پښتو چې عنعني قانون دی اوبله هغه پښتو چې دپښتنو ژبه ده . يو ډول رنسانس ته داخليږي . په دې کار کې دپښتنو مشرانو په خاص ډول دپاچاخان دغورځو پرزو ونډه دپام وړ ده . دابهير دديورندپه خوره وهلي ديوال نه بنديږي بلکې دې خوا غځوني کوي اولمن يي دافغانستان لوري ته راکښل کيږي اوديوه واحدخپلواک ملت دجوړيدودظهور اعلاميه گرزي ...ملنگ جان په دې ستر اوعظيم کار کې خپله برخه اداکوي . . زه نه پوهيږم چې په نورو اولسنو کې به څرنگه وي . خو لويديزو څيړونکو هم داخبره منلې ده چې يوه پښتون ته له دې ستره اولويه سکنځله بله نشته چې ورته وويل شي :(( چې مړه ته خو هيڅ پښتون نه يي . ))ملنگ جان ديوه ساده اوبېوزلي افغان په توگه دا سايکولوژي درک کړي وه . ځکه خو کله چې دملي يووالي اوملي احساس دراپارونې پوښتنه مطرح کيږي . نوموړي په دغه ستر ((پيغور)) تکيه کوي اوخپل پيام دويده احساس دراژوندي کولو له پاره دپښتنوالې په پيغور کې نغاړي . .

۵

په شعر پوهنه کې دا يو بحث تل خپل ځای لري چې شعر بايد شعار نه وي . واقعيت دادی چې دشعر دندې هر اړخيزې دي . زياتې دي . شعر نه يوازې دطبعيت دښکلا دمينې اومحبت انعکاس وي بلکې ټولنيز رسالت هم لري .کله چې يو شعر دداسې يوې ټولنيز ې معرکې اوجگړي تصوير انځوروي چې هم خپله ښکلا ساتي اوهم داوريدونکي په ذهن اوزړه حکومت کوي نو په اورادو بدليږي ياداچې دکوڅي پولې اوپټي غره اوناوورشو اوځنگله ته ووځې اودهر چا په خوله ناڅي . دلته دې چې شعر دخلکو په شعار بدليږي . موږ دملنگ جان له مړينې تر اوسه وينو چې دهغه شعر دخلکو دخولې ورد وو اودی . يوه خبره تداعي کيږي اوهغه داچې کله چې به مو دخوښيو اوخوشاليو په اويا په کليوالو سيمو کې په وادونو کې دسندرغاړو له خولو دملنگ جان يوه چاربيته يا بگتۍ واوريده ارومرو به دټوپک اوتماچو په ډزو بدرگه کيدله . داددې مانا لري چې دملنگ جان شعر دپښتو ټپې په څير محبوبيت پيدا کړ . هغه به زيات فلسفي ژورتيا ونه لري . خو ديوه پښتانه له پاره بس ده چې وايي وري اودهغه په تن ويښته را نيغ کړي .

۶

دملنگ جان دشعر ښکلاييز اواستيتيکې اړخ هم ډير دپام وړ دی . دهغه په ځينو شعرونو کې چې له سياست اوملي سندرو سره واټن لري . تصوير ايماژ خيال اوعاطفه په کې خپل اوج ته رسيږي چې ان دمعاصر و لوستو شاعرانو له هستونو سره سيالي کوي . دشعر يوه نمونه يي دلته رانقلوو : .

مينې دې ستي کړمه راغلې په ايرو

اوس مې په ايرو کې لاس وهه چې باد مې وړينه

ستا دمخ پتنگ يمه

ته به مې نه گوري په سترگو نه له ډيره کبره ځکه چې ايره يم

هغه رنگ مې نشته خاورو کې سپيره يم

ځان مې نښلولی ستا په چنې پورې

بادبه ميم ( مې هم ) يونه سي ستا له دروازو

اوس مې په ايرو کې لاس وهه چې باد مې وړينه

ستا دمخ پتنگ وم .

پايله : په پورته څو ټکو کې موږ دملنگ جان په شعر کومه انتقادي څيړنه نه ده کړي اونه دا هدف و . خو زما په نظر اوس ددې وخت رارسيدلی دی چې دملنگ جان په شعر باندي يوه نوې معياري اوټولنپوهنيزه څيړنه وشي . داسې څيړنه چې ملنگ جان لکه څرنگه چې دی هغه ډول خپل اولس ته وروپيژندل شي . زموږ روايتي څيړني يوازي دزوکړي له نيټې پيل کيږي اودمرگ په نيټه پای ته رسيږي اوددې په خوا کې دشعرونو په کميت اوفورم باندي خبري کيږي . سمه به داوي چې اوس يو اکاډيميکه څيړنه پري وشي .

پای

اکبر کر گر

لندن د دسمبر ۲۶ نيټه