د بېنوا وېب پاڼي نه په مننۍ سره
پنځه دېرش پښتو قاموسونه پر ليکه شوه
دمورنۍ ژبې د نړۍ والې ورځي په ترڅ کي قاموسونه ټکی کام وېب پاڼي شپږدېرش پښتو قاموسونه پر ليکه کړه. په دغو آن لاين قاموسونو کي د پخوانيو قاموسونو لکه د علومو د اکاډمۍ دپښتو پښتو تشريحي قاموس، پښتو دري قاموس اود پښتو انګليسي قاموس ترڅنګ داسي نوي قاموسونه هم پر ليکه سوي دي چي ترمخه په بازار کي نه وه. ددغو قاموسونو د آن لاين کولو وروسته پښتو د نړۍ د هغو سترو ژبو سياله سوه، چي ګڼ شمېر آن لاين قاموسونه لري.
د قاموسونو ټکی کام مسؤل چلوونکي احمدولي اڅکزي بېنوا وېب پاڼي ته وويل چي دی دمفتي حبيب الله قاسمي صېب په ملګري د کابلي تفسير په کمپيوتري کولو هم بوخت دی او ډېر ژر به انشالله د قرآن پاک پښتو ژباړه او تفسير په پښتو ژبه آن لاين کړي.
احمدولي اڅکزي و بېنوا وېب پاڼي ته وويل چي دی د پښتو ژبي د لغتونو په راټولولو بوخت دی او داچي تر اوسه يې تر شپيته زره نه زيات داسي لغتونه راټول کړي دي چي په هيڅ قاموس کي نشته. نوموړي هوډ څرګند کړی چي ډېر ژر به ټوله هغه ويونه راټول کړي چي په قاموسونه کي نشته خوپه ورځنۍ پښتو ژبه او ليکنو کي کارول کيږي . داڅکزي په وينا ښايي ډېر ژر د راټول شوو پښتو ويونو شمېر تر يو نيم لک نه زيات شي چي دا به د پښتو پانګې د راټولولو تر ټولو ستره لاس ته راوړنه وي.
احمدولي اڅکزي چي پخپله په 7 ژبو خبري کوي ددې نه سر وټکاوه چي د پروژې ټوله کارونه يې يوازي ورپه غاړه دي. نوموړي وويل چي که دده سره نور افغانان ملګري سي نو به دغه پروژه لاډېره اغېزمنه سي. ده وويل چي ګڼ شمېر داسي قاموسونه سته چي د پښتو لپاره ډېر ارزښتناکه دي، خو د اقتصادي او نورو ستونزو له وجې تر اوسه ندي کمپيوتري کړل سوي.
په کندهار کي د بېنوا فرهنګي ټولني او بېنوا پاڼي ټول غړي دپښتو په تاریخ کي دغسي ستري لاسته راوړني ته په خورا درنښت قائیل دي او درست پښتانه ټبر ته دپښتوژبي د همدې پرمختګ په اړه مبارکي وایې او دڅښتن تعالی له ستر دربار څخه غوښتنه کوي چي د احمد ولي خان اڅکزي په څير زیارکښه او زیږه پښتانه د پښتنو ابیو په غیږوکي را وزیږوي موږ ویاړو هغه څه چي د افغانستان دولت او د علومو اکاډمۍ باید کړي وائې نن یوه پښتون په یوازي سره چیلنج کړه او دائې په زبات ورسول چي د پښتنو وینه او مینه لا اوس هم د خپل خروښه لوېدلې نه ده .
لاندني پښتو قاموسونه نن د وړيا کارونې لپاره پر ليکه سوي دي:
خالد هادي حیدري