رسیدن به آسمایی :02.2008 .07؛ تاریخ نشر در آسمایی :02.2008 .09

اسد آسمایی

پرولوګ
 

دانته الیګاري په خپل روحاني سفر کی د دوزخ د دروازی په سر دا جمله وینی : تاسو چی دلته داخیلیږی لاس له هر ډول امیده ومنځی یعنی د دانته په نظر جهنم د انسانی فرد هغه روانی حالت دی چی انسان یو ځل او د تل لپاره امید له لاسه ورکوی.
البته دی ته ورته روحانی سفر ډیر وخت مخکی سنایي غزنوي په سیرالعباد نومی اثر کی انځور کړی دی. دی ته ورته انځور ابوعلامعري په رسالتّ الغفران نومی اثر کی و‌ړاندی کوي. په شرقی ادبیاتو کی انکیدو او په غربی ادب کی آشیل د جهنم د تخیلی سفر تجربه کوي.
داستایفسکی دوزخ هغه انسانی روانی حالت ته وایی چی انسانی فرد نور ونه شی کړای له نورو سره مینه وکړی. ژان پل سارتر جهنم د انسانی فرد په وړاندی د نورو انسانی وګړو موجودیت بولی او وایی چی دوزخ یعنی نور. یعنی دا چی انسانی دوزخ د نورو په وړاندی د شرم، ویری او ګناه په شکل ځان څرګندوی.
په شرقی عرفان کی داسی ډیری نمونی شته چه دوزخ د انسانی فرد په نفس، خودخواهی، خودپرستي او ځانځانی کی وینی- مثلا د مولانا جلاالدین دا نظر چی وایی: دوزخ است این نفس و دوزخ اژدهاست.
نو ځکه د عرفاو په نزد پخپل نفس غلبه له دوزخ څخه د خلاصیدو اول قدم دی.
لاندی لیکنه د مرګ د واقعی ویری په وړاندی یو شخصی نه بیانونکی تجربه ده چې تخیلی انځورونو او سمبلونو په وسیله بیان شوې ده. زه له محترم استاد زیار صیب او ګران استاد صدیقی څخه د هغو د مرستو له امله مننه کوم.
خو مخکی له دی چی لیکنه وړاندی کړم غواړم له ګران او خوږ ژبی شاعر پیرمحمد کاروان څخه دیره مننه وکړم چی د دی لیکنی په کره کولو یی هغه د  لستلو وړ ګرځولی ده.
اسد آسمایی

 

دوغسيان



چې تر څو پورې دا ځمکه دا اسمان وي
تل د هر انسان دوزخ به بل انسان وي
سارتر نظریه د بهاءالدین مجروح په نظم کی)

جهنم نه چيرته لرې، دی نه پروت په بل جهان کې
جهنم دهرانسان وي هرانسان ته په خپل ځان کې
(دمولانا جلال الدین بلخی  نظریه د بها والدین مجروح په نظم کی)

 


اوله صحنه

ګرځنده مړی


سپينه واوره وريدلې
د افق په وينو ډوبې
د اسمان لمنې سرې وې
ناببره شور او ځوږ شو
ګونګوسی شو وحشتناکه هيبتناکه
ډک له قهره اوازونه مې ترغوږ شو
د مرګ سيوری، سر خرېيلو تور بوتانو
***

له کلانه چارچاپېر شو
تا ته یی وويل
چې تا غواړي او په تا پسې راغلي
هک حيران وې چې څه وشول څه پېښيږي؟
يو ناڅاپه د مرګ سيوري داسې وويل
قهرجن له کينې ډک غږ مې تر غوږو شو
وې سردار يو راليږلي
په رضا وي که په زور وي
چې تا بوځو
زولنې يې در په پښو کړې
او ولچکې په لاسونو
سخت وهل وو کشول وو
د نېزو پر څوکو څوکو
بس په يبلو  پښو بېول وو
شور ماشور په کور کې جوړ شو
لوی ماتم په ټولوخپورشو
ړندکي دا هيڅ نه ويني
کڼکي دا هيڅ نه وایی
دوی خپلوان د پانډورا(Pandora) دي
چې صندوق ترېنه خلاص  شوی
نو دا ځکه ادميان اوس
په کينو په جنګ او وير دي
مبتلا د دوی استازي
بد چنګاله او خپلوان د مرګ د سيوري
ناکسان دي په وهلو، ټکولو، کشولو
ډک له کين او له نفرته
بوږنوونکي او له قهره ډک سوچونه
کرغېړن او بوږنوونکي اوازونه
چې استازي د غضب وو
بدرګه وو ستا د لارې
بس له وهمه ډک  فکرونه
ته بې وسه او خسته وې له هر چا نه
او ته تږی د تازه نفس ايستلو
خو باران د ناهيليو وريدلو
د خپل فکر آينده او ګذشته ته ځورولې
خو له ځانه تېښته نه شته په دنيا کې
نه امکان د هېرولو
نه د وخت د فکرسوچ او چورت وهلو
لالهانده په زاريو په زګيرويو
***

ته روان وې د ناشنا کلا په لورې
ته روان وې د راتلونکي مرګ په سيوري
چې د ژوند امکان دې نه وو
ته د مرګ سيوري يو ځای ته کشولې
نه رڼا وه نه تياره وه
خړه پړه روشنايي وه
چې پراته په کې اموات وو لا ژوندي وو
تل تر تله په خپل مرګ باندې راضي وو
***

د مرګ خوني پيره دارهم د مرګ سيوری
څه عجبه يې څېره وه
له تصوير نه تښتېدلې
نه يې خوله وه نه يې سر و
خو لاسونه يې ژوندي وو
چې ژوندي وو او وژونکي
څو منګولې او غاښونه
و ځبېښونکي يې نېشونه
بې له غاښويې خوړل کړل
بې له سترګو يې ليدل کړل
بې له لاسو يې وهل کړل
نه انسان و، نه حيوان و نه ملک و
نه يې زړه نه يې احساس و
نه يې غوږ د چا د وير په اواز څک و
***

ته حيران وې په زنځير په زولنو کې
نه د واک وو د خبرو د اترو
نه دې زور و د خپل ځان د خلاصولو
هک حيران وې دې عجبې نندارې ته
خو د مرګ سيوري ښکنځل او ويرول کړل
مادوزه (Madoza) به په ډبرو بدلول کړل
***

دا کسان چې په باروتو باندې بار وو
وو ملګري د سکروټو د اورونو
د چړو د مردکيو د مرګونو
تا ته غږ کوي د مرګ د غږ په شانې
چې اواز يې د شار دي غږ ته نږدې دی
تا ته وايې او په تا باندې دردانګي
دا له قهر له غضب ډک ساتيري دی
تا تېر باسي او په قهر او مکرونو دې کشکاږي
بې له غږه دې سر ورولي د مړو خونې ته ګوره
***

پيره دار د دروازې يې و مينوس (Minos)
نه کوم رحم نه زړه سوی د ده کردارو
ډېر بې رحمه انځور شوی افسانو کې
ميرغضب او قهرجن دی په کيسو کې
دروازې وې او کولپونه زنځيرونه
چې نمناکه او تک تور و دهليزونه
و وپراته پر هره لاره
د سکروټو انبارونه
چې ناڅاپه دې تر سترګو
استوګن مړاوې ژوندي شول
په تحقير او په بې وسه ژوند ژوندي وو
نه يې هيله د ژوندون و
نه اميد د ازادۍ و
نه ژوندي وو او نه مړه وو
ډېر بې واکه او بې وسه
په تحقير کې دوی پراته و
ته يې بوتلې بس په هغه تروږمۍ کې
نه اميد و نه قدرت و
د ورتګ په هغه لاره
***

دروازه په واويلا او په ژړا شوه
هيبتناکه ويروونکې يې غوغا شوه
شيطاني بوی تر سپږمو شو
ته محکوم وې د مړوشويو په ژوندون کې
حقارت، ګناه او شرم
ستا کوټه کې زنداني و
چې د تندر په څېرغږ شو
ته يې څوک او څه دې کړي لالهانده
خو ستا ژبه په تالو کې وچه شوې
نه امکان و د خبرو د اترو
غوندی شانه کتايي نه شوه اروفه (Orphee)
هغه سترګې چې سکروټوغوندې سرې وې
په خندا خندايې خونې لړزولې
په خندا به يې ويل تا ته چې پام کړه
وې انکار کړه ما ډېرخلک دې وژلي
خو انکار زما ژوندون رانږدې کړی
زر تر زره زه خلاصيږم ازاديږم
مګر زه په تاويريږم
چې خپل ځان به دې په خپله وي ګرم کړی
***

په ناکړيو ګناهونو په اقرار شې
په عجيبو تهمتو کې به ايسار شې
ته د يوې څېړې غلام او قرباني يې
ته په يوه ګوزارړ اقرار او پښيماني يې
ته نه توان لرې د بل چا دوژلو
نه د واک شته د خپل ځان د خلاصولو
***

زه يې پوه کړم که يو چا څوک وي وژلي
تل محکوم وي په زندان او په دردونو
مګر څوک چې خلک وژني
په سلګونو په زرګونو
بهادرۍ، او مډالونه نښانونه
پرې ځړيږي او بې شانه يې فخرونه
په بدلو په سندرو کې ياديږي
په تاريخ اوعنعنو کې ستايل کيږي
***

سرې سرې سترګې يې د اور په شان ځليږي
مګر رحم يا زړه سوی يې تل پر تا کا
تا ته يې ووې دا خوړه دا نن شپه وخوره
ځکه وروسته دې دوران دی
د شکنجې رنځ او عذاب
ځکه بيا به امکان نه وي
د خوړلو او د څښلو
تا به بوځي هغه ځای ته
چې وهل او ټکول وي
دا رواج دی دروازه به
په مردارو وي لړلې
***

چې واکدار په کې حادس (Hades) دی
غوندی بلا وی خون اشامه کومکيان به شياطين د فورا (Fura)
د مرګ سيوری به داخل شي په هر لوري
به لا ژوندي وي چې کتل دی په رښتيا هم چي ايدرا (Hydrae)
کوټه ټوله الوده وه او ګنده وه
په بويونو او مردارو کې غوټه وه
په يو مترغوندې ځای کې
په پښو ناست وې غرق په هسې اندېښنو کې
***

چې له لمر او روښنايي ځنې محروم وې
او ژوندی تر ځمکه لاندې لا ژوندی وې
ازادي دې فقط توره تروږمۍ وه
چې ناڅاپه دې پام وکړ
و هماغه شبستان ته
غوندی ژوند و ډېرعجيبه سميريانو (Simiryan)
چې له لمر او روښنايي نه ته محروم وې
ازادي دې فقط توره تروږمۍ وه
پام دې شو په شبستان کې
چې  دګورغوندې تياره و
ويروونکی غوندې غږ دی
په ورو ورو رانږدې کيږي
د اغزنو تنکۍ لښتو
يو باران په تا وريږي
ته په څېر د وزرماتې بلبلک يې
زړه دې وينو کې خوټيږي
***

دروازه په ويروونکي غږ خلاصيږي
دا وه نښه چې استازی د مرګ راغی
نه يې شونډې ، نه يې خوله وه خو غاښونه
يې ځبېښونکي ډاروونکي
زه يې لاس نه کلک نيولی
چې په تور تاريک دهلېز کې ور روان شو
چې مطلقه تاريکي وه
او مطلقه بدبويي وه
هر قدم له ويرې ډک و
بس بې شانه ويروونکي تاريکي وه
ننداره ډېره سخته او بې توانه يې ګرمي وه
***

وه په پښو ګوډه اتينا (Athena)
په بند بندي و ارتيموس (Artemis)
زور بې وسي شوه د اتلس (Atlas)
شو ډېر بې وسه چې يې کومک کا د وتليو قهرمان شيغون (Chiron)
او زورور
قهر و قسم په اوبو ډوب شو ديدون (Dedon)
چې مظهره وه د هنر لاس ترزنې هک حيران و داينوسوس (Dionysos)
غونډې جوړيدې اينين(Enee) په خپل غم کې دانه
***

د مړو د خونې توصيف
دومره اسان نه دی
ځکه چا چې په ژوندون ليدلي نه وي
د هغه تصوير هر څوک بېلابېل کاندي
خو رښتيا چې نه توان شته د ويلو اوريدلو
يوه مطلقه نااميدي ده بې وسي ده
چې انسان د انسان رنځ ته هوسيږي
بس له ځان سره غږيږي
او د نورو دښمنۍ ته هوسيږي
***

دروازه چې له رڼا او روښنايي به وريدله
خو د مرګ سيوري په وړاندې خلاصيدله
زړه دې غورځي او په وينو کې تپيږي
چې مطلقه تاريکي وه او کامله بدبويي وه
غوندې چې هر څه يې غوښتلې اميدس (Omides)
مګر ګورئ څښاک او خواړه هم ورته طلا شول
له خوراک څښاک او هر څه محروميږي
***

په دې حال کې نه څښاک شته نه خواړه شته
نه له يو بل سره مينه زړه خواړه شته
نه شي څوک احساسولای
لکه زړه غوندې په وينو کې ژوندون دی
او تېرشوی اينده درځنې تښتي
نه باور شته نه اميد شته نه اسره شته
تنهايي ده خپل ځاني پښيماني ده
***

له مطلقې تاريکۍ ته داخل کړې
و مطلقې روښنايۍ ته
څو لحظې دې ليدای نه شول نه عادت وې
مګر پس له کمه ځنډه
دې تر سترګو شوه څېره د مرګ د سيوري
چې له قهر او کينې ځنې په ډک زړه يې
هم کتل او هم ښکنځل کړل
سرې پټۍ او ملبس ېې يونيفورم
تل تر تله يې رټل کړل او وهل کړل
***

ستا جزا ستا بې ساري بې خوبي وه
د مرګ سيوری درته ناست دا يې خواري وه
چې ويده ته کله نه شې په لحظه کې
نه خوراک و نه څښاک وه بې خودۍ کې
ته یی اووه واره هغه کوټې ته بوتلې
نه دې توان د تلو راتلوو نه د زور و
د خبرو د اترو
بس وهل وو تر هغو چې
نه زمان باندې خبر وې
نه په ځان او په مکان باندې خبر وې
او ته پروت وې بس بې خوبه او بې خوده
تر هغو چې د سکروټو په څېر سترګو
په خندا خندايې خونې لړزولې
دروازه يې په لغته دړې وړې کړه داخل شو
د مرګ سيوری او
څوکيدار د بې خوبيو
***

داسې ورک شو لکه دوګ او بدبويي
د مرګ سيوري پټيدل پټ لړزيدل
او له ويرې به په يو بل پرزيدل
په خندا خندا يې وويل د سرو سترګو خاوند ته
ته يې بوتلې هغه ځای ته
چې خواړه وو چې ګرمي وه
په کرار کرار ويده شوې
په چورتونوکې لاهوشوې
چې په خود شوې د وهلو له اثره
***

په شولښتو يې وهلې
لاس او پښونه يې ايستلې
په لغتو او سوکانو يې تک شين وې ګرځولی
په سکروټو يې داغلی
له نوکانو يې خلاص کړی
په ايينه کې ته ځان ګورې
وې له ځانه پردی شوی
وې مړ شوی روح دې ورک و
او جسد دې پاتې شوی
***

پلار دې وليدپه ژړا ژړا سلګيو
مور دې ساندې کړې په کريغو داسې وايي
چې ته مړيې موږ د روغ په نن سبا کړو
چې ته جوړ او سلامت به راستنيږې
له دوغس هم څوک خلاصيږي؟
مخ دې سرو لمبو سېزلی
نه يې مور او نه يې پلار شې پيژندلی
***

پېشګويي ده تکراريږي د کساندري (Cassandre)
له سکروټونه د اور لمبې جګيږي
هکوبه (Heccube) په ژړا ژاړي
اندروماکي (Androumaki) د خپل زوی مرګ ته ځوريږي
د هلن( Heelan)  ښکلا د جنګ اورته بهانه شو
چې پراته په کې مړ ژواندي يتيمان شول
خو بې وزله کونډې کونډې ورارې وراری
او د تروا  ښار رواقونه
په لمبو کې دي سوځيږي
د مرګ سيوری وهم وهم
و سکروټې پو کړی
ناببره اور ترې بل شو
د مرګ سيوری په باروتو لوبې کاندي
جادوګرو غوندې اور په بليدو کړي
خو د اور په مړه کولو ټول عاجز وو
خو په زړه کې خوشالي او نڅا کاندي
چې په خلکو به حاکم شي
نو دا ځکه په باروتو لوبې کاندي
***
 

 


دويم کړاو

د خوبونو يو انځور

د انسان د زړه له تله
يوه چينه ده راخوټيږي
فوارې يې د سرووينو
لاړې پور ته اسمان لورته
دانګي پورته د څپې په څېر هسکيږي
څو باران شي څاڅکي
چې برېښنا شي ووريږي
سرې سکروټې راټوکيږي
په شنو دښتو او صحرا کې
د يوه موج په څېر خپريږي
***

د سکروټو په چمن کې
ښه ښايسته نازک ګلونه
راشنه کيږي او غوړيږي
د افق په رنګ بدليږي
او بې ساري ښايسته کيږي
منظره د مرګ او ژوند شي
د اسمان په کنارو کې
د سخت اور له برکته
ښاپيرۍ ټولې حيرانې
له هيبته پټې پټې شي لرزيږي
***

ليونۍ له ډېره درده
سر ببر جامې يې څيري
تل ځوريږي او لرزيږي
نه په کومه افسانه کې
له يوه بل سره واده کړي
په خندا کې تل ژړيږي
د ليلې په ياد اوسيږي
په هر څه چې دوی مين وو
په يو خوب او يو سراب باندې بدليږي
مينه څه ده ٬ ناکامۍ ده
له ليلې ٬ مجنون ويريږي
***

په بل خوب کې يو نقاش ؤ
ده څېره انځوروله
سر يې ميخ  و په ديوال کې
تن يې مخامخ ولاړو
په تابلو کې خپل ځان ويني
د سخت اور له برکته
منظره د ژوند او مرګ يې
تل په سترګو کې ښکاريږي
هغه سر چې و ميخ شوی په ديوال کې
ځان ته ګوري ورښکاريږي
نقاش هغه څه انځور کړل
چې نه شته دي په دنيا کې
نه په رنګ کې انځوريږي
***

ناببره ور په زړه شو
چې پر ځان باندې مين دی
د نرګس په شان ځوريږي
چې شو ځيرهغه اينوته
له دنيا او له خپل ځان ځنې ويريږي
درنه خوب کې پوښتي دا چې
عاشق څوک دی ٬ معشوق څوک دی؟؟
د درواغوهستوونکي
دوی موسکا په ژړاکاندي
دوی په خپله نه پوهيږي
چې د مينې دروغ ولې ويل کيږي
خو دوی هسې لا خوځيږي نه شرميږي
***

خو د زړه په سترګو وينې
شعر او مينه کنډواله ده چې ورانيږي
ښکلا تلونکی حقيقت دی
چې د مينې اوښکلا سمبول ناڅاپه
ليلا يو وارې بدبوی شي
څومره سخت دا انسانيت دا حقيقت دی
مينه ولې دروغيږي؟
شاعر ولې نه پوهيږي؟
***

تل تر تله ځان ته ګوري هوسيږي
بس خپل ځان باندې مين دی او مستيږي
ناببره ور په ياد شي
چې نه توان شته نه يې تمه
افلاطون خو ډېر هوښيارو
چې په مينه او په شعر يې تمسخر کړ
خو قرنونه دي رنګ شوي
د عاشق په وينو سره دي
مينه څه ده يوه تشه بې وزلي ده
خودخواهي ده ځانځاني ده
او بې ځايه رسوايي ده
***

ځمکه سرو وینو نیولی
چی نا څابه اژدها توری بلا کړی
سر را پورته،
لویتان ( Livetan ) دی سترګی څټ کی
څو یی خولی وی ډیر مخونه
لوی غاشونه او نیښونه او لسکی،
یی څیرونکی چنګالونه
د اسمان له هسکه سره راګذار شی
او د ځمکی تور تالو ته ور ګذار شی
انسانان وی له سکروټو نه جوړ شوی
چی د یخ په منځ کی ژوند کا
لکه اوسپنه چی اور شی
د سکروټو اتشدان کی
لکه اور چی نڅاه کاندی
چی راویش شوی،
یو بی ساری اور بل شوی
په ناپایه توره شپه او ترږمی کی
سخت ساړه وه
ډیر یخونه انبار شوی
چی په منځ کی لیونیان ستا اشنایان دی

سر ببره کالی څیری
د ژړا په څیر خندا کړی
د مړو خونی پیره دار هم
تل دوی رټی او ښکنځا کړی
د مړو کلی لوی برجونه
او مورچلی منارونه
د بریښنا په برق رڼاه شی
د مرګ سیوری تل ناری کړی
با خبره په صدا شی
او له توری تاریکی سره یو ځای شی

د مرګ سیوری ډیر ویریږی،
چی رڼا کی ېې غاښونه بد ځلیږی
د ډبرو غوندی سترګی ېې ښکاریږی،

دا ړانده چی باطنی او مادر زاد وه
بد خلقی ېې په ارواح کی اغښل شوی،
دوی په هسی بد عذاب باندی اخته ووه،

له خپل ځانه او ټول جهانه بیګانه ووه
له ډیر قهره او غضبه ېې خبری بی معنا وی
او سترګی پټی خوله ېې وازه،
فریادونه خوله کی وچ وه
تاته واېې دا څو ورځی ته ژوندی ېې
***

ازادی تر پادشاهیه لا تیری کړی
چی د بل تر حکم لا ندشی زندا ن شی
خوشحال خټک

***


دریم پړوا

ترږمی او ځنځیرونه


چه سهار شو د شپی زړه نه
ته ولا ړ وی د پلرو نیکو په خاوره
چه کاته دی، افلاطون، وه
چی سمبول د عقل او فکر
ستایل شوی افسانو کی
او هوښیاره بلل شوی ده قیصو کی
په نظر یی،
د انسان په یو توره ترږمی کی
کلک تړی مغاره کی
چی یو اور کله بل شوی
که راخلاص شی دی زندان او ترږمی نه
اتکړی ولچکی ماتی کړی راووزی
هغه څه چه دوی تر اوسه وه لیدلی،
ټول وه سیوری تش په ځان باندی
مین وه
او له خپل ځان او حقیقت دوی کرککجن وه


خو هایدګر، زموږ د عصر بل حکیم بیا
داسی وایی ،
که انسان دا اوس راخلاص شی
ځنځرنو تروږمیو نه
نه کوم اور چیرته بل شوی
نه به يي سترګی هیڅ شی ووینی روښانه
هم منطق د عقل پوره سکه دښمن ده
هم د فکر، تخیل هم د سوچونو
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
تّه له ځان سره اخته وی
له عادت سره اغښلی وه فکرونه
هی سوچو او اندیښنو په سر اخستی
زندانیان چی ، د امواتو، به څیر ناست ده
دا زندان او ځولنی یی
په خپل لاس دی جوړی کړی
دا ولچکی اټکری خو
هم انسان تیاری کړی
نو له چا نه شکایت کړی
دغه اور یی په خپل لاس په سر بل کړی
تورو خونو کی خپل ځان دی بندی کړی

چه څه ځیر شوی د مرګ سیوری ،
چی اخته په دی خواری دی
دوی هم داسی انسانان دی او سړی دی
خو د خپل ځان له کینو ډکه نفرته
په خپل نفس او خود خواهی کی الوده دی
د خپل قهر او غضب دوی غلامان دی
نو دوی ځکه بیا به نورو باداران دی

چه سبا شو
هغه چا چی ته وهلی
او بی ساری جزاګانی درکولی
پخوانی بادار یی مړ دی
او دوی تول واک د ځان کړی
هغه چا ته یی چی لاپی د وفا کړی
وه په وینو لمبولی
بی له ځنده در په یاد شو
فاجعه ده هیبتناکه
چی له سره تکرار شوی
د ضحاک د مټ مارانو
چی خوراک یی وه ماغزه
د انسانو په داستان کی
وه په تولو غم پاشلی
فاجعه ده تکراریږی
له سکروټو بیا د اورلمبی جګیږی
د راسکولنیکوف خپلوان دی
او د فاوست پلویان دی
چی قدرت ته هوسیږی
دا بیان ډیر بوږنونکی
چی له سره تکراریږی