رسیدن: 09.11.2012 ؛ نشر : 10.11.2012

اکبر کرگر

ترهه په تنونو کې
 

لنډه کيسه

زه چې ماشوم وم له مارانو به ويريدم . له لړمانانو نه به ويريدم . اوبيا چې لږ په خبره پوه شوم نوپه هوجره کې به مې د مشرانو کيسو ته ښه پوره غوږ ايښی وو . د هغو خبرې به مې اوريدلې . چې کومه کيسه به په کې د ډار او ترهې وه نو ځان به مې راټول کړ . ښه به کوچنی شوم . غونی به مې زيږ شو . اوپه خوله کې به مې لاړې هم وچې شوي .

کله چې به زموږ په هوجره کې د کوم کيسه مار شپه شوه نو گر د گرد به ترې تاويدم او د هغه شيبې په انتظار به ووم چې کله به کيسه پيل کوي . زما کاکا دې خدای وبخښې هغه به د خپلې عسکري خدمت او دا چې خپل ټولې مشر يې «خداې خبر په څپيړه وهلې وو» کيسه په دوه ساعتونو کې خلاصوله ، د رښتيا او نه رښتيا نه يې خدای خبر وو . خو د ډار په کيسو کې به يې ځان ډېر باتور او زړه ور ښوده په اول سر کې به مې د هغه د زړورتوب نه خوند اخيست . خو او س پوهيږم چې هغه هم خپله ويره په دې لاپوکې پټوله .

رښتيا خبره مې د ترهې او ډار کوله . کله چې به مشرانو کيسی کولي نو داسې کيسې به وي چې گوره فلاني چې له غره نه راروان شو ٬ نو په لاره کې پرې توره شپه شوه او په تورتم کې پرې بلا وربرابره شوه . يا دا چې زموږ د کلي شين گل کاکا چې يوه شپه بيل په اوږه وو او په پټو اوبه سمې کړې وې ٬ نو په هديره برابر شو يوه ښځه يې وليده چې د ېوه تازه مړي قبر يې کيندلی او د هغه په گيډه اوړه اغږي . او هغه يعنې شين گل کاکا بيا هغه ښځه چې په بلا بدليدله د شاه له خوا له کوڅيو نيولې او توبه گاره کړې وه . دا کيسه چې به مې واوريدله نو په زړه کې به مې ووېل يره که شين گل کاکا په کلي کې نه وي ٬ نو موږ به څه کوو؟

داسې کيسې هم وې چې کله بازمير شپون په توره شپه گډې کلا ته راوستلې نو په لار ه کې له بلا سره مخامخ شو د هغه په ولې يې لاس کيښود ، او همالته يې زړه ودريد . دې ډول ټولو کيسو به زه هم اوتر کړم . حيران به شوم،  او په کلي کې به مې د زړورو او باتورو کسانو سره مينه پيدا شوه او يا به مې داسې وانگيرله چې کاشکې زه هم داسې زړور وای ، چې له بلا گانو مې خلک ژغورلي وای.

ښه لا دا چې يو وخت ماشوم ووم ،  چې پلار به مې د لويي کلا دروازې ته د دوښمنانو له ډاره غټ کلف اچاوه او کيلي به يې د کوټې په ستنه کې زورڼدوله ، مور مې په هغه شپه څو وارې ماښام مهال له کوټې ووتله او بيا راننوتله او همدا يې ويل : خپل زوی ته ( زما مشر ورور ته) سودا وړې يم. په ځان يې ماښام کړ  او تر اوسه رانغی؟

شپه پخه شوه موږ ټول ويده شو. نيمه شپه د دروازې تنبه په کاڼې ووهل شوه . پلار مې ژر پاڅيد . مور مې د خدايه خير کې !غږ وکه. زه هم را ويښ شوم له ويرې او ډاره مې خولې کړې وې . هغه دروازې ته ورغی . د څوک له غږ سره يې ځواب واوريد :  موږ يو خپل . د اواز په پيژندلو سره دروازه بيرته کړه . زموږ يو خپلوان مې د ورور سره په ملتيا راغی .

کورته راننوتل ټول کښينستل .زما ورور خبرې نه شوی کولی . په خوله گونگ شوی وو . خپلوان وويل : «د دروازې له درب سره راووتم چې دی په دروازه کې پروت وو.؛راپورته مې کړ ؛ تود مې کړ ژامې يې کړچيدلې ؛ او دا دی رامې ووست» . دې په لاره کې ويريدلی وو. ټوپک هم ورسره وو. خو هغه ويريدلی وو.  خو کله چې پر ځان پوه شو او په خبرو راغی ٬ نو بيا زما ورور کيسه کړه : «زه په توره شپه کې چې سپوږمۍ هم پريوتې وه راروان ووم . د شاه له خوا د پښو کړپهار شو ٬ ما پام وکړ . يو سړی مې مخې ته ودريد،  او بيا اوږود شو ډير دنگ شو او له پاسه يې لاس را کښته کړ . غوښتل يې چې زما ستونی خپه کړي. زه بيا په ځان پوه نه شوم. يوه غټه چيغه مې له خولي ووتله . اوبيا د کاکا دې (راغلي خپلوان ته يې اشاره وه )کلا په مخ کې پريوتم ».

دې کيسې هم زما په روح او روان کې دومره ژوره ناسته او اغيزه کړي وه چې په خپل تصور به مې دبلاگانو بيلا بيل تصويرونه او انځورونه جوړول. په خوب کې به له بلا گانو په چيغو راپاڅيدم . ځان به مې خولې خولي وو . او کله خو به مې خوله هم له ويرې وتلي وه .

*

مور به مې نورو کليوالو ته کيسه کوله چې زما د زوی په تن او وينه کې بلا ننوتې ده . د هغه په رگونو کې يې ځای نيولی دی . نو ځکه ويريدلې وو.  هغې به زما د ورور کيسه په کراتو او په زور و زير دکلي ښځو ته ويله او پلار به مې هم په هوجره کې په شپو شپو دا کيسه کړه او هغه به هم تايدوله چې کله بلا د ده په مخ کې پورته شوی او جگه شوې وه ٬ نو بيا يې په خپل حکمت سره زما د زوی په رگونو او وينه کې ځای نيولی دی ، يا دهغه په زړه ناسته ده،  او دا به يې هم ويل چې او س يې بايد په زيارتونو وگرځوم چې بلا يې د زړه نه پاڅيږي .

*

کلونه واوښتل . زه هم ځلمی شوم . شونډه مې توره شوه . زما د تصور بلا گانې هم ورورو په بدليدو شوې . که پخوا به زما د تصوراتو بلاگانې ببرې تورې اوږدې او د پنجو او بې رقمه غاښونو سره وې ٬ نو هغو بيا خپل ځای زما په تصوراتو کې نورو بلاگانو ته پريښود . ما چا ته د دې بلا گانو کيسه هم نه شوه کولی . داسې نه چې خلک وانگيرې چې گويا زه ډارن يم . زه له بلا ډاريږم .نه داسې نه وه . او ما هغه وخت دا فکر کاوه چې يوازې زه ډاريږم نور خلک نه ډاريږي . د نورو خلکو په ډار مې هډو فکر نه کاوه . فکر مې کاوه چې که شين گل کاکا مړ وي نور شين گلان به را پورته شوي وي او د بلا گانو کار به يي کړی وي خو نه داسې نه وه .

تير کال له کلونو وروسته په خپل کلي برابر شوم . زموږ کلې چې د غرونو او ځنگلونو په منځ کې پروت دی ، په خپله د پيريانو او ديوانو ځاله وه . او ما فکر کاوه چې په خلکو کې به اوس دبلا گانو ډار او ويره نه وي. ډير خلک په مخ راغلل . جومات ته ولاړم . په ديرو وگرځيدم . په هوجرو کې وربرابر شوم . په وستلونو کې مې خلک وليدل . خو دا وار مې ټول غلي او چوپ وليدل . ټولو يو بل ته په شک او تردد کتل . يو بل يې څارل داسي نه چې کومه پيښه وکړي . ميرمنو او پيغلو د پخوا په څير په پټيو کې کار نه کولو او نه هم پيغلې گودرونو ته راتللې . په کليو کې مې له خلکو پوښته وکړه . د شين گل کاکا پوښتنه مې وکړه . يوه بوډا وويل : هغه خپل ځان حق ته سپارلی دی . او له کومې ورځې چې هغه مړ دی . په خلکو کې ډار او ويره ده . ترهه ده . خلک ډاريږي . له خپلو ځانونو ډاريږي . په خپلو هستيو او ژوند ډاريږي . خو په دې سوچونو او فکرونو کې ډوب شوم چې دا ويره خو نو هغه پخوانۍ بلا گانې نه دي دا به څه وي ؟

ما ته د کلي شپو د پخوا په څير خوند رانه کړ . ما يې شين شوبې ونه ليدل . ما د خلکو پينډې او مستې خنداگانې د تماکو چلمونه او په وستل کې د زلمو اينډې ونه ليدلي . دا ځکه چې ټولو ويل چې خلک ډار لري يوله بله ويريږي .

د ډار او ترهې پيړه وريځ ٬بې بارانه او توفاني وريځ د افت او بربادۍ وريځ په پاس اسمان او ځمکه باندې پلنه ده . هر څه خپل خاصيت له لاسه ورکړی دی . ډار او ترهه په هر ځای کې حاضره او ناظره ده .

خو نه داسې نه ده . ډار او ترهې د هر تن او وجود په تن کې ځای نيولی دی . دا ډار او ترهه هغه پخوانۍ او زړه د بلاگانو  ډار نه دی . د بږوو او ښامارانو او ديوانو څخه د خلکو ډار نه دی . بلکې دا ډار ٬ اوس په رگونو او وينه کې ځای نيولی دی . په روان او مغزو کې يې ځای نيولی دی .

د کلي په کوڅو ورسميږم . بلۍگانې لويدلي دي . د خلکو رنگونه زيړ دې . يو د بل په څنگ کې تيريږي خو يو له بله ډاريږي . موټر او گاډۍ ٬ بايسکل او هر څه د ويرې او ترهې جوگه دي .

اوس کلي ټول د ډار فکر اخيستی . کليوال وای له کله چې شين گل کاکا ومړ . د ويرې بڼه هم بدله شوه . پخوا به له بلا وو خلک ډاريدل . خو اوس د هر چا په رگ او تن کې ويرې ځای نيولی دی . اوس هغه د ماشومانو ويره نشته .

کليوال وايي ماشومان اوس نه ډاريږي . مړې هم نه ډاريږي . يوازې هغه کسان په خپل تن او وجود کې ويره لري او دا ويره د هغو له خپلو وجودونو را پورته کيږي او په هغو باندې فشار راوړي .

اوس ډار لکه يوه لويه بلا لکه يوه داسې اژدها چې هم يې اسمان نيولی دی او هم يې ځمکه او هم يې خپلي وزرې په ټول کلي غوړولي دي . او له هرڅه زيات په تنونو او د هر چا په وجودونو کې ډار توپير لري. او د هر چا ډار د هغه د تن نه راپورته کيږي د هغه د سر نه د هغه د زړه له وينو او رگونو نه راپورته کيږي يوازي ماشومان ٬ د دې ډار په باب فکر نه کوي ٬ليونيان هم فکر نه کوي او مړې هم په دې کيسه کې نه دي . خو لويان او بالغه کسان ټول د دې سترې اژدها چې هم د هغو په تن لاسبرې ده او هم د هغو په تن کې يې ځای نيولی دی سخت په ډار کې دي .

نو ځکه خو اوس بلا لويه شوې ستره شوې او پلنه شوې او تر هر څه تيره لا دا چې په تنونو کې ننوتې ده . او په ټول کلې يې قبضه اچولې ده .

لغمان مهترلام ۲۴-۱۰-۲۰۱۲ا