رسیدن: 11.03.2012 ؛ نشر : 14.03.2012

امانزی

څــوک لــومړی شهــید شو؟

 

دغه خو یوه څرګنده او جوټه خبره ده چي ټول انسانان یوشان نه وي او نه دي ځني خلګ ترحم عاطفه او وجداني قضاوت لري خوپه ځینوکي دغه غريضه یا نيمګړې وي اويا بیخي نه وي که د اصلي موضوع څخه لېري ولاړ نه شو په کندهارکي د پنجوایي د زنګاوات دکلي غیر انساني غیر بشري او زړه بوږنونکي پیښي سربېره پر دې چي دنړئ د ډیرو انسانانو زړونه یې کباب کړل او انساني عاطفه یې تر پوښتني لاندي راوستل ډیر داسي سوالونه هم په زړونو او فکرونو کي راګرځي چي څوک به لومړئ شهید شوی وي؟

پاکه خدایه ته یې مرستندوی شې دغه څومره ګرانه وي چي مور، پلار، ورور، خور، زوی ،لور، عمه خاله، تره او د تره زامن ټوله یواوبل ته ګوري او یو ځای سره ولاړ وي چي شرموښان پر راشي حمله پر وکړي او یا ظالمان حمله پری وکړي او د مرمیو باران پری جوړ کړي مور، پلار ته ګوري پلار ،مور ته او دوي خپلو نازولو بچیانو ته ګوري او بچیان دوی ته ، ورور، خور ته ګوري او خور ، ورورته چي په نوبت سره د مرمیو په باران کي چپه کیږي د سرو وینو بوژهار ته ګورم خو وروستنئ وار زما وار را رسیږي مخکي له دې چي په مرمۍ ولګېږم زړه مي ودرېدئ نور دي د انساني عاطفې لرونکي انسانان فکر پری وکړي...

 

زه پاک شهید ماشـــوم یم

مور اوپلار ته مي کـــتله

سرې مرمۍ پـر اوریدلې

په خپل سترګومي لیـد له

د سرو وینو بـــوژهار و

په نـــــوبت چپه کېد له

هــلته زما څنګه حالت و

تاسي فکر وکړی خــــپله

دزړګي پیغام مي واوری

چي نسکور به شي په ډله

سرې جنـــډې دشهیـــدانو

ماپر یــــاد کړئ کله کـله

زه پیـــغــام دازادي یــــم

اتحـــاد کـــــړئ یوتر بله

پسله دغـــه تـــورماتم نه

امانــزي ډیـــر وژړلـــه


 ناروي

۱۱فبروري ۲۰۱۲