رسیدن: 14.03.2012 ؛ نشر : 14.03.2012

عبدالهادی هادی

دا شعر مې د کندهار د وروستۍ پیښې د مظلومو شهیدانو کورنیو ته لیکلی دی، باور وکړی په دې نه یم پوه چې څه مې لیکلي ، ښه دی که بد خو فقط خپل ویر مې له تاسو سره شریک کړی دی:


ویرنه


۱


اخ جوړه بچي مې نه شته د کور ستنه مې ده ړنګه
وۍ په خپلو وینو لامبي اوس یې وړي زما له څنګه
... زما بچي خو مکتبیان وو، د دوی څه وو ستا له جنګه؟
وۍ جوړه بچي دې ومره، سره کاپره سره پرنګه!

بیګا دواړو رانه غوښتی یو یو ګرم ټیکلی وو
دا یو سره خوله هلکی وو دا بل ګل غوندې زلمی وو
اوس یې بریتې تاوولې پاچاهۍ ته جوړ سړی وو
یو مې سر ته راته پروت وو بل مې پښو ته لکه وری وو

چې په توره نیمه شپه کې سور لیوه پر کاله راغی
لکه سپی چې لیونی شي غوریده پر کاله راغی
هره خوایې اورولې سرې ګولۍ له ماشینګڼې
خوند یې اخیست زموږ له چیغو غړمبیده پر کاله راغی

مسلمانو خویندو ورونو! زما دا څیرې ګریوان ګورئ؟
دا نوکارې زما په مخ کې دا د وینو نښان ګورئ؟
دا چې وینې وینې ژاړي، دا چې مرګ له خدایه غواړي
دا زما د بچو پلار دی، دا مظلومه انسان ګورئ؟

د ده مخکې توره شپه کې ، سره کاپر یم لټولې
پاچا زموږه چیغې واوره! یو خنځیر یم لټولې
پاچا سپي یې راشکارلي،پاچا سر یې راته لوڅ دی!
پاچا بند په بند یې ټوله، ښه په زیر یم لټولې

۲
احمد شاه له خوبه پاڅه ، کندارۍ میرمنه ژاړي!
سره کاپر ده زورولې یوه بله غزا غواړي
احمدشاه د تا په پښو کې یوې ښځې تندی ایښی
چا یې وړې لوپټه ده تا نه خپله حیا غواړي

احمدشاه! د سرو کاپرو ستا په مینه کې غوبل دی
هره شپه په کور را اوړي په سرونو مو اور بل دی
احمدشاه! ککرې ډیرې ، خو د سر سړی مو نه شته
موږ به ټوله ورپسې شو خو کمی د یو اتل دی

احمدشاه! بیګا یې بوره د جوړه زلمیو مور ده
دا کیسه څه نوې نه ده، هره ورځ په یوه کور ده
اخ په ویر یې کینولې د تنکو ژڼکیو خور ده
بیا د غم توره لمنه خوره شوې لور په لور ده

احمد شاه! کیسه مې واوره زما زړه له ژونده تور دی
د کافرو په لاسونو سوځیدلی زما کور دی
احمد شاه! پاچا مې ژاړي، ورته ګوره دا یې زور دی
او د دین په نوم چې جنګ کړي دا هم خدای چې په زړه تور دی

لویه خدایه! زموږ په ملک کې د دستار سړی پیدا کړه
چې مشال غوندې بلیږي یو د کار سړی پیدا کړه!
سفید پوشه بلا ورکه ، ژړندوکی پاچا واخله!
یو هوښیار سړی پیدا کړه د وقار سړی پیدا کړه!

۱۲مارچ۲۰۱۲