رسیدن: 10.07.2012 ؛ نشر : 12.07.2012

محمودنظری

 

طنز



باټکان

 

په سیند کې دباټک مانا ده منځ خالي
سپک، بې مغزه ، چټي اوخوشي
هر چیري ډسکي ولي هغه سوډر
خلک یې له ډیره نازه بولي آغا ډر
یاران ورته وایي واه واه غټبازه
له غروره واز واز رهي وي لوی بازه
عوام یې بولي پشلا آغا تیزن
ځینې یې ساډو بولي ځینې ډزن
دوستان یې وایي راغئ ټټري
ځان ورته ټینګوئ راغئ بکواسي
کندهاریا ن ورته وایي باټک آغا
ځینې مشران یې بولي کوزک آغا
پارسیبانان ورته وایي لاف زن
لاپوک ورته وايي څوک بادزن
هغه څوک چې خوري شیان بادک
د خبرو پتنګ ته یې څوک سي هک دک
درې ډوله دي داانتیک موجودات
چې لري له ازله داسې ښه عادات
یو یې غریب بې واکه دی باډیمار
بل يې شتمن باواکه دی ډوزمار
بل یې هغه هډور پهلوان دی باټن
دووسي کوي د ښې جولې دی غورتن
***
اول يې له ازله نیستمن دی باټکي
په دنیا یې یوه نه چلیږي دی ډیوالي
په وږي نس تل دپلو ټیغونه باسي
دجاپان سوداګري کوي په تش لاسي
چې پر پچه وخیژي وینې سپینه ماڼۍ
تل په پو پ پر اوبو جوړوي بوکڼۍ
دخوارافغان خواره زاره زويه
خپلي وچې نینې ا و شینې ژويه
***
دویم یې هغه واکداره ډارن دی
ډیر واک لري مګر ډیر دوړن دی
کله ځان کوڼ واچوي کله کودن
له خپلې سایې ویریږي هغه ډزن
خوکله کله خبرې کوي دزمري
په کړوکې دی تاخوري ماخوري
په باد يې ژوند لکه پتنګ دی
بې بارانه یې غړومبېدنګ دی
خبرې یې وي لکه فیشنګ هوایي
په جلسو کې کوي دخبرو آتشبازي
یوګړۍ وي د دې لاپو غړم اوړنايي
هیڅکله یې بڅرکي تر مځکې نه رسي
بهرنیان دا سې امران بولي بوس بادو
خبرې یې راوځي تل له بادکوکلمو
وایی نن پاکستان نیسم سبا ایران
پټوي په دې لاپوپر کنر دراکټو باران
تل خبرې کوي دشیر او ګاوزوري
خو دټک ترمخه لکه هوسۍ تښتي

***
درېیم یې هغه هډور پهلوان دی باټن
دووسي کوي د ښې جولې دی څښتن
ښه مبارکه څیره لري وي لوړ او هډو
په عمل کې بیا بدتره وي تر غانډو
په تنه کې پهلوان لکه هرکولس وي
خو په عمل کې د ټپوسانو دووس وي
هغه دی لکه دژمي غټ ژیړ کډو
له بهره ساټ باټ وي له دننه باډو
***
په دنیا کې موږ په لاپو کې ممتاز یو
په اولمپيک کې سیال نلرو یکه تاز یو
متل دی وایي زموږ پک هم تر پکه
نه چې د ماغزو یې ښکاري مځکه
د سیاست یو اساس سوی تیزني
لو ډبره اخلي له جنګه تښتي ټټري
متل دی چې هرڅوک لوی غاپي
که کړتن وي په عمل کې کوچنی تراپي
دا متل نلري کوم اعتبار فی الحال
د ښمن ته لاپي وهه دوست ته حال
ټولو ته مالوم دی د هرچا لوڅ او پوټ
لاپي شاپي د شخصیت دی سټ وټ
پلن کوناټي ته پراخ پطلون په کاردی
د خپل کوناټي په کچه چلون په کار دی
***
در ښيم د باټک د پيژندلو یوه الباشکه
لکه ښځه کار اخلي تل هغه له کشکه
هغه وي لکه کابلي کریم رول
دننه یې خام کریم د بهر وي ګول
***
هر اړخیزې څیړنې سوي په لاپو
په اوریدونکو ا ویونکو دشاپو
لاپو ک له اصله وي صغیر العقل
غوږ ورته نیونکی وي کم عقل
دغوږ نیونکي اعصاب کړي خازه
په مغز کې یې لاپي ګرځي لکه غالبوزه
یو دا چې لاپي پر ماغزو لري بده اغیزه
بل داچې باټک هغه بولي بې مغزه
لاپي په مغز کې یو هارمون څڅوي زهریله
خوب ته نه پریږدي اوریدونکی ټوله شپه
لاپې دیو غوږننباسه دبله یې باسه
که دي میلمه ساډو وي له کوره یې باسه
که ته سوې دباټک چیري میلمه
د وچو کولمو له غوړیدو تیر سه
د باټک سره ان په کار نه دی جوړ تازه
که هغه لاپي ویشتې پټه کړه پزه
دلته په لندن کې ډیر سوي باټکان
چې ورسره برابر سې کزوي آسمان
ناست دي د خیرات په کاسه ټوله ټبر
دلاپو کوز یې نه ماتیز ي ان په تبر
خدای مو دي وساتې د داسې برتن
ځکه خالي ککرۍ یې نه ارزي په تن
خدایه ور ک کړې دا ویرس له وطنه
زموږ په وطن کې نسته د لاپو درملنه
یوه لاره لري که غواړې وانه ورې لاپي
ورته وایه کونه یې که داځای نه دی دغاپي!!



هډو(هډور)،ساډو(لاپوک)،هک دک(حیران)،ټتري،غورتن،کړتن،ټتو،ډوزن،دوړن، دوزمار، ډزن، ساډو،سوډر( باټک)،تاخوري ماخوري(ډارن لکه ښځه)،ډسکي وېشتل ( درواغ)، سټ وټ (تباه اوبرباد)، لاډو ( کم عقل)،باډو(بې مغزه)، غانډو(مفعول یادلال)