رسیدن: 06.04.2012 ؛ نشر : 13.04.2012

پوهنمل محمود نظری

د پوهاند زیار په شعر کې طنزی توکې

 

پوهاند دوكتور مجاور احمد زيار د افغانستان يو نامتو ژبپوه، لرغونپوه، شاعر، ليکوال او اديب دی. نوموړی په کال( ۱۹۳۷ میلادی) د ننګرهار د مزينې رود په حصارك كې زېږېدلی دی له ابن سینا او دارالمعلمين وروسته يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه بريليك ترلاسه كړى ، بیا یې دسويس له برن پوهنتون څخه د ماسترۍ او ډاكټرۍ بريليكونه ترلاسه كړي دي . هغه د كابل پوهنتون کې ادبیاتو په پوهنځي کې د پښتو ژبې او ادب د ښوونې دنده لرله.

پوهاند زيار د افغانستان د علومو اكادېمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مركز مشری او د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي مشري هم تر سره کړې ده. پوهاند زيار د علامه سيد جمال الدين افغان د فرهنګي ټولنې مشري په غاړه لري.

دپوهاند زيار ځینې مهم اثار: پښتو پښويه ؛ پښتو ويي پوهنه؛ پښتو ليكلار؛ پښتو شعر څنګه جوړېږي؟؛ پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا كې؛  پښتو سيندګى؛  انګرېزي - پښتو سيندګى؛ د ژبپوهنې بنسټونه اوپه لسګونه نور .
د شعر په برخه کې: زنداني نغمې؛ سوزونه او سازونه؛ وينه او مينه؛  ګلولې؛ اند و ژوند؛ اندو واند؛ رزم و بزم ؛ پوهه او ګروهه ؛  د سبرونو نڅا؛ ګلوييونه ؛ څڅواكي؛ زما نړۍ؛ د مرجانونو څانګې ؛ وې پېړۍ او نوې زرۍ؛ اور و وينې؛ ساندې او سندرې ُ او داسی نور.

پوهاند زيار اوس د انګلستان د اکسفورد په ښار کې مهاجر دی.

د زیار صاحب د شعرونو د منځ پانګې یوه برخه طنزي توکي (طنز ، هجو او هزل) جوړوي ، چې هغه ټولنې ته سیاسي شعور ورکوي او یو مهم پيغام لري . زیارصاحب د روانو ناخوالو په لیدو لکه ځینې سترګې نه پټوي او غوږونه نه کاڼه کوي ،د ولس ستونزې، او ناخوالې رابرسیره کوي او سپړې او ولس ته يې ښيي.

زیار صاحب وايي:

ما له تاريخه هېڅ خبره
پټه کړې نه ده
ما ورته هرڅه
ښه په زغرده
مخ پر مخ ويلي:
د بې سهاره تورو شپو د ناتارونو کيسې
د سپينو ورځو د چاودنو
او مرگونو کيسې.
***
ما کله سترگې پټې کړې نه دي
پر هغو گردو ويرژړلو پېښو
چې له نښترو، چنارونو
شنې لوخړې ختې
او د تاکونو له رگو
راڅڅېدې تکې سرې وينې
د شرابو پرځای.

د هر طنز ویونکو د بیان ډول له یوبل سره توپير لري. ځینې په ټولنیزو ناخوالو نظر ورکوي؛ ځینې له ملي او بین المللي شومو او ناروا موخو څخه پرده پورته کوي ؛ ځینې د ناخوالو د قرباني ( بلهاري) سره خواخوږي ښیي؛ ځینې د ناخوالو له کړونکو څخه کرکه او خواتوري ښيي؛  ځینې بیا د طنز لوبغاړي غندي او ملنډي پر وهي ؛ ځینې د وطن د ننه او بهر غولونکو او درواغجنو واکلرونکي د پروړو لاندې د اوبو تیرول برملا کوي او غندي .

زیار صاحب هم د ټولنیزو بدو پدیدو لکه درواغ، ریا، تظاهر، بدبیني، بدخویي، ظلم،خیانت، بد اخلاقي، باندی نیوکې کوي او کوونکي يې غندي.

دا چې طنز له محتوا او د دید د زاویې له مخي په دوو برخو ویشل کیږي : یو سپین یا خوږ طنز چې د خندا او ملنډو اړخ يې غوښن وي او بل تور یا تریخ طنز ، چې د نیوکو اړخ یې تر ملنډو دروند وي. د زیار صاحب طنزونه ډیر تور طنزونه دی دهغه د ملڼدو خوا تر نیوکې لږ ده دا چې نیوکه د طنز اصلي جرړه او لغاز يې مالگه ده، د زیار صاحب دلغاز برخه لږ سپکه ده او د نیوکې برخه يې څه درنه ده ، چې دا کار د رونداندو کار دی. تور  طنز د خلکو ژر پوهیدو او دکړغیړونو ژر د غوسه کیدو لامل ګرځي.

زیار صاحب د طنز په ویلو کې د طنز له اوزارو لکه پرده پورته کوونه ،ملامتونه، کم ښوونه، او ملنډو څخه ډیر کار اخلي او د ترخه وینګ په گذار بد کوونکو ته جټکه ورکوي او ټولنه پرې خبروي .د هغه په شعرونو کي ټوله طنزیه توکي ( طنز ، هجو او هزل) او ټوکې لیدل کیږي .

د زیار صاحب د طنز یوه بیلگه:


د پَوړۍ پُوړۍ


که څوک غواړي چې څوکۍ ته ورسي
ووهي دې يوه ستنه دوه سيسي...
زيات دې شي خو کم دې نه شي له نسخې
دوسي، چاپلوڅي او جاسوسي!!؟

زیار صاحب مقام ته د رسیدو یوه نسخه رسوا کوی هغه دومره غټه نسخه هم نه ده لکه د اوسنیو ډاکټرانو، یو ترکیبي قلم دی، چې یوازې دوه سي سي د دوسي، چاپلوسي او جاسوسي ګډوله ده. دا طنز زموږ دنننۍ ورځي سیاسي حالت تر هر بل وخته ښه بیانوي.