نشر : 04.07.2012

محمودنظری

طنز

ورک سوئ وجدان

 

یو افغان و ډیر پرېښان

ډیر حیران او سرګردان

ګرځیددو تر په دوتر

پوښتل یې د هر افسر

وجدان مې ورک سوئ

تا خونه دی لیدلئ؟

یو په هېښتیا و پوښتل

پوه نه سوم تا څه وویل ؟

تانه دی لیدلئ زما وجدان؟

راته مشکل سوئ ګزران

ویل دسپينو و که سرو؟

ول ارزښت لري په زرو

دا څنګه شی دی هغه ؟

اوږد که ګردی دی هغه ؟

ول هغه د ایمان چراغ دی

ځیناورنفس ته کوراغ دی

وجدان دښو اوبدو توپيردی

دانسان شعور اوضمیر دی

ټولو ویل موږنه دی لیدلئ

نه مو له چا دانوم اوریدلئ

د پولیسو ماموریت ته ورغئ

د ورکي راپور یې ولیکئ

خبر ورسیدجنایي آمریت ته

له آمریته په سلسله وزارت ته

داخبر ورسید تر ریاسته

ټول خبر سول له دې غفلته

رییس هم ونه پيژند وجدان

ول میدین دچین و که جاپان

ول ولي دلته راوړي شی ګران

موږ بهر لیږو خپل ګران شیان

یوچاویل ولاړسه منډهي ته

سر ووهه کهنه فروشي ته

یو دوکاندار ویل : څه، وجدان؟

دهغه کاروبار نه چلیږي چندان

پوښتنه وکړه دهغه انساني کباړ

هغه پلوري د موډ لوېدلي ویجاړ

څه غواړې هغه ته ویل بوتاړ

لرودرجنونه چې دی چختاړ

غوړه کولمه لروهم دنفاق ماغزه

دوطنفروشۍ زړه ددیموکراسۍ پزه

ول ورک سوی مي دی وجدان

تا به نه وي رانیولی تر دې ان؟

ول چرت مه وهه له الفه تر یا

وجدانونه لرم په هره ځانګړتیا

غواړې ، خیرن خوسا که میکروبي

ناولی ، بدل، کړغیړن که بلغمي

ځوان ویل زه غواړم خپل وجدان

پاک ،بې درغله، سوچه د افغان

ول پردیان کوي دسمو معامله

موږ نلرو دومره وس اوسرمایه

په ټول ښار کې ځوان وګرځیده

ډیرو ان وجدان نه پيژانده

چا وپوښتل له هغه ځوانه

څه کار اخلي دلته له وجدانه

ول بې وجدانه نه وینم سمه لاره

نه پيژنم د ګلو هار له الغه ماره

له ځانه سره یې ویل هغه ځوان

عجبه !څوک نه پيژني وجدان

پردیان به خود سي دلته ودان

چې څوک نه پیژني وجدان

ول څه تاسو ژغوري له بدکاره

څنګه په تروږمۍ کې موندی لاره

ویل موږ داسې کوم څه نه لرو

څه چې موګټه وي هغه کوو

ول لري لکه وجدان کوم ګردان

ویل هو یخدان سندان او جودان

څه تخته کوو په جودان کې

پاته یې ساتو په یخدان کې

قانون ماتوو په سندان کې

مرداري کوو په نمکدان کې

ځوان بیرته غمجن بهرته ستون سو

ځکه دانشکده نوم د پوهنتون سو

ځوان په هېنداره کې مخ وکاته

نیغ یې پر وږه وجدان ولیده

ار یان یې وپوښتله له وجدانه

یاره زه دي ډیر کړمه پرېښانه

ته چیری ورک سوې یاره

له ما بې درک سوې سرکاره

بې تا زړه راته حرامزاده سو

ځان راته مالوم شهزاده سو

زړه مي غوښت ارګ ته چکر سم

د یو څو بې وجدانو همسنګر سم

ځان ځوړند کړم دارګ په پاییدان

ځان ورته وپړسوم لکه وړۍپهلوان

زړه مې غوښت دا وطن چورکړم

آسمان یې په وینه تک سور کړم

غله دانه ګرانه تر زرو کړم

خپل بالښت ډک دډالرو کړم

دوطن هر ډبره په ډالرو وپلورم

په خلکو کې ترهره واچوم

خلک کړم بې کوره اوبې اوره

د خپلو کورو یې وباسم په زوره

وجدان په موسکا ورته ویل

زه کله پریږدم تادې کار ته یل

بې وجدانو کړي دا ټوله ستا ترمخه

زما په شتون څوک نه کیږي بې مخه

پټ سوی وم پر ځان بیریدمه

در سره په جنجال کې لویدمه

که چا لیدلی وای زه ستاسره

په تا يې دچور لیوني ګمان کاوه

ځای دي علي آباد و یا زندان

هلته وجدان لرل لري تاوان

ځکه لویانو پلورلی وجدان

ایلو یې نوم واړوی په جودان

څو وجدان پرېښې راغله له بهره

له یخداندانو سره له یوه سره

اوس ټوله یوازې پيژني جودان

له جودان کار اخلي د وجدان

بې وجدانه کار ښه تر سره کیږي

بنګه ورته مارغه ښه سره چلیږي

ډیر و په پردو په ګرانه و پلورل

ځینو په تجریو کې پټ وساتل

ډیربې وجدانه سوه لوی امران

نودباوجدانو سخت سوګزران

وجدان لرونکي دی د هګۍچرګه

بې وجدانه ځناوردی کوټه چرګه

که راووت د ولس د عقل دندان

پرخره به چپه سپور کړي هربې وجدان

یل (یوازې)، چختاړ(چخټان).بوتاړ(وران مخی) ، کوراغ( د حیوان د تبق ناروغی )، یخدان( د څرمنې سندوک)