07.2014 .28

اکبر کرگر

 

گوگوشتو

کله چې دسباوون رڼا دتورې شپې پر زړه يرغل وروړي اودشپې په زړه کې لکه دتالندې اوبرښنا چې دوريځو په اسمان کې لاره کوي څړيکه وباسي , نو گوگوشتو هم راشي دناجو داوچتې ونې پر سر کښيني. دناجو ونه دگاونډي په کور کې  دنگه  اواوچته ولاړه ده . دوني لښتې اوڅانگي زموږ دکور دانگړ په لور راماتې دې  ٬گوگوشتو همدلته دونې په جگه څانگه کښيني اوبيا خپله ترانه پيل کړي ۔ترهغو چې لمر څړيکه وهي  نو گوگوشتو هم خپله نذرانه وړاندې کړې  وي .

هغه هر سهار راځي اوما له خواږه خوبه پاڅوي .پام مې رااړوي ټينگار کوي چې لږ څه زما خبرو ته تم شه .هغه کيسه پيل کوي . ديوليرې ملک کيسه کوي . وايي هلته به دچنار پر سر کښيناستم او خپله کيسه به  مې پيل کړه .خو گوره دلته چنارونه نشته ۔ دلته تل اوهميشه شنه ناجوگان دې ۔ناجوگان دچنارونو په څير ډډونه هم  نه لري ۔خو هلته چنارونو ډډ درلود اوموږ په کې په اسانی  ځاله کولای شوه ۔ دچنارونو پر سر مو ترانې اوسندرې ښه ترا ولې شوې ۔

يوه ورځ دهغه دنگ چنار په جگه څانگه ناسته ووم ۔ کتل مې چې له لېرې ځايه يو ملنگ له خپل کچکول سره راغی يوې زړې لرغونې کلا  زړې دروازې  ته ودريده دخير راوړه غږ يې وکه ۔

په کلا کې څوک نه  وو دبيا اوبيا غږ سره  يو تن له ډيره ځنډه وروسته ټوخی وکړ اودروازې  ته راغی يوه لپه جوار يې  په کاسه کې ملنگ ته ونيول . ملنگ وويل زه دجوارو وږي نه يم زه خير غواړم . خو دکور خاوند وويل ۔ موږ  همدا لرو ۔ملنگ وويل : زه خير غواړم ۔

خو دکور خاوند وويل : هغه خير چې ته يې غواړې هغه خير دلته نشته ۔.

ملنگ وويل :  زه دجوارو وږی نه يم . زه  هغه ورکه لتوم چې کلونه کلونه  په دې کليو اوديرو اوهوجرو کې پالل کيدله . خو دکور خاوند ورته وايي ځه ورشه اوهاغه ليرې بزگر ته چې هغه يې درته ووايي. هغه ته به پته وي ۔  

هلته وړاندې په يوه پټي کې بزگر دقلبې  پسی روان دی يوه اوږده چوکه يې په لاس کې ده . کله نا کله تاو شه خړيه , اوچابک شه برگيه غږ وکې۔  په تخرگونو  اومخ يې دخولو سيند را بهيږي .دپټي بر اوکوز سر ته ورځي . دلمر سترگه داسمان منځ ته راځي اوکله هم  داوړې سوځنده لمر ديوې پولۍ  وريځ کې خپل مخ له لاندې خلکو پټ کړ ي اوبيا ښکاره کړي .

ملنگ بزگر ته ورنږدې کيږي ۔ دهل هول اواز کوي ۔ بزگر دښه چارې غږ کوي ۔ ملنگ وايي :

هو زما هم ښې چارې په کار دې ۔ هغه به چېرې وي ۔ بزگر حيرانيږي ۔ وايي :

دښو چارو کليمه هر وخت زموږ په خوله وي ۔ خو ښې چارې له کلونو راهيسې له دې کلي تللي دي ۔ اوس هډو دلته نه بريښي اونه يې څرک لگيږي ۔ ملنگ له ځانه سره بنگيږي ۔  په نااشنا کليمو سره دپټې له پولي ستنيږي ۔ دکلي په لور مخه کوي ۔

بل خوا ته ليرې يو بوډا چې دماشومانو لښکر ورپسی روان دې دکلي په وستل را سميږي . دماشامانو له پښو اودهغو له چابکو گامونو سره خاوري اودوړي اسمان ته پورته کيږي .  هغوۍ  په يو اواز وايي . موږ له دې کلي بهر کيږو ۔   ددې کلې ديوالونو ښوره کړي ده۔پيريانو اوديوانو دکورونو په ديوالونو اودرتوازو کې ځاله کړې ۔ کيدای شي چې دا کورونه  ډېر ژر  په بيخ کښيني ۔موږ بايد لاړ شو داسې څوک پيدا کړو چې ددې بلاگانو چاره وکړي ۔۔۔؟؟؟؟؟؟
بوډا مخ رااړوي ۔

شپانه چې غټه رمه يې دغره په تړه کې پلنه اوخوره کړې ده .  په يو جگ کمره  يې خپله وړينه شړۍ  هواره کړې اوناست دی ۔ دډکو تېره تبريې  له ځانه سره په شړۍ ايښی دی  ۔  خپله زړه شپيلۍّ دتړلي ملا نه را باسې ۔هغه په مينه  پوه کوي ۔ ډېره وسه کوي چې شپيلۍّ يې اواز راوبا سي . خو دشپيلۍ اواز نه راووځي . دشپانه شپيلۍ څوک نه اوري ۔شپيلۍ هغه ترانه نه وايي ۔ کومه چې به په دې تړو کې اورېدل کيدله ۔

شپون هلې ځلي کوي چې سندره ووايي اوپه شپيلۍ په اواز کې خپله سندره  سوره کي . خوله  شپيلۍ هغه خوږ اواز نه راوځي ۔

ناڅاپه ددنگې ونې لاندې دکلي بر سر ته گورم هلته مي سترگې په ډيرو خلکو اودهغو په گڼه گوڼه لگيږي . هغوۍ يو بل ته غيږ ورکوي . ديوبل مخ مچوي .له يو بل سره روغبړ کوي ۔
 
زه ورته ښه ځير کيږم . گورم چې ملنگ هم هلته ورروان دی . خلکو ته نږدي کيږي . خلک ټول سپيره اوخړ دي  ټول لمر وهلي اوبر وهلي دي . فکر کوم ژوندي دي . خو بيا چې ښه ځير کيږم گورم چې دوې ژوندي کسان نه بلکي دهديرې دمړو ارواح گاني  دي چې يو بل سره دمينې راز ونياز کوي . دخير په اړه خبرې کوي ۔ ملنگ ورنږدي کيږي  وايي زه تاسو پسې په کلاگانو اوکلي کې گرځيدم . هلته يو هم نه واست . تاسو دلته څه کوی ؟. يو را دمخه کيږي  وايي موږ هلته  په هغه ځای کې يو  چې يو عمر مو ددې له پاره ژوند وکی , اوس دلته يو . موږ دمينې پسې راغلي يو دخير پسې راغلي يو ۔ ځکه خو هلته په کليو کې نه خير شته اونه مينه . اوس  موږ ټول دلته يو . زموږ اراوح گاني اوس  له کليو تللي دي يوازې دماښام په مهال په تروږمۍ کې ليدای شي . بيا له وروستۍ کليمې سره يو ټک واوريدل شو۔ ښکارې له وړاندې واټن نه د کوچنې بادې ټوپک ډز وکړ ۔

زما دپښو ترکه ماته شوه  هغه پورته شوه اوخبرې يې پرې شوې ۔ زه له سهارني خوبه راپاڅيدم  زه دونې له سره په هوا  شوم اوبيا دلمر خاته په لور والوتم ۔

سترگې مې وغړولي ۔ له خوبه پاڅيدم ۔ داسما ن په اوچته څنډه کې گوگوشتو په الوتلو وه ۔

لندن  جولای ۲۴ کال ۲۰۱۴

 خو يو سهار  دهغي غږ اواواز بلي خوا ته بوتلم .