رسیدن:  12.12.2013  ؛ نشر :  01.01.2014

 

اکبر کرگر

 

ناپايه  شيبې  

 

هره ورځ چې گاډی چلوم په نيمايي لار کې دريږي ۔ له کاره ووځي ۔ سلف يې نه وهل کيږي ۔ انجن يې  سوگند خوري چې غږ به ونه باسم ۔ بس له حرکته لوييږي ۔يوازې له کوره تر نيمايي لارې خو ښه په مزه روان وي ۔ خو هلته چې دمطلب ځای وي ۔ اوهدف ته مې بايد ورسوي ۔ نو بيا پر ځای دريږي اوچوپ ولاړ وي  ۔

رښتيا هغه مهال چې له کلي ښار ته راغلم ۔ او سترگې مې په ډيرو نويو شيانو بيرته شوې ۔ اول خو ټول راته عجيبه بريښيدل خو ورور وورسره عادت شوم ۔ دنورو خلکو گاډي مې وليدل ۔ ما سره هم دگاډي دچلولو تنده اوتلوسه پيدا شوه ۔ دې نتيجې ته ورسيدم چې په دې ښار کې خو له گاډي پرته هيڅ کار نه کيږي ۔ بايد گاډې زده کړم اوگاډی بايد ولرم ځکه که اوس يو کار کوم نو هغه مهال به ديو پر ځای دوه درې وکړم ۔

له ډيرو کړاوونو اوربړونو وروسته مې وپتيله چې بايد گاډی زده کړم ۔ دگاډي  په زده کړه مې پيل وکړ ۔ ښی اوکيڼ لاس ته داشترنگ تاوول ٬ په هنداره کې کتل اودشاته گاډې تعقيب ٬ له مخکيني گاډي سره واټن نيول ٬ دښی لاس اوکيڼ لاس هنداره کې کتلو سره مې ځان عادت کړ ۔ پښې مې هم داسې عادت شوې چې پرته له دې چې فکر وکړم دسر اوعقل نه کار واخلم پښو مې پخپله کار روايي پيل کړه ۔ دهر څه سره يې ځان عادت کړ ۔

دموټر په زده کړې سره په واقعيت کې زما ځان اوتن په څو برخو وويشل شو دعقل اوفکري تمرکز کيسه وړيا شوه ۔ اړه نه وه چې عقل حکم وکي چې بريک ونيسه ٬ شاته وگوره ٬ مخ ته وگوره ٬څنگ ته وگوره ٬ بلکې دا ټول کارونه پخپله روان شول ۔

ياره !چې که رښتيا درته ووايم کله چې مې موټر زده کولو هغه هم ډېرې سختې شيبې وې ۔  کله چې به يو چا لارښوونه کوله  نو پر ما به خولې راماتې وې اوداسې ډار اوترهې به نيولی ووم چې فکر به مې کاوه چې له يوې لويي ازموينې سره مخامخ يم دا ځکه چې ټول کارونه مې په فکر کول اوله عقل نه مې کار اخيسته خو دا مهال چې  مې هر څه زده کړل ۔ اوس زما تن لکه ماشين داسی دی خو داداسې ماشين دی چی هر ه پرزه يې په خپله کار کوي اودکوم لارښود امر ونهي ته اړه نه لري ۔

خو ددې زده کړي  نه وروسته مې همدا گاډی واخيست ۔همدا مې خوښ کړ ٬ داځکه چې ډير عصري اونوی ماډل وو۔ څو سيټونه يې شاته هند اري اوهر څه يې برابر وو۔ ډير چليدلی هم نه وو۔

خو په اخيستوسره زما گاډې چې يو څو ورځي مې په راحت وچلاوه ۔ په دې ناروغۍ اخته شو ۔ لکه چې ددې گاډي دريدنگ عادت وو٬ لکه زما دوجود داندامونو چې بې ارادې کارونه عادت کړي وو ۔ داسې دگاډي په هر ځای کې دريدل عادت وو ۔ شپی شپي به يې را باندې واړولي اودې به له دوه قدمونو وروسته ولاړ وو ۔

څو مستريانو اوميخانيکانو ته مې وښوده ۔ هر يو به خپل نظر ويلو ۔ يو به ويل : پرزې يې خرابې دي ۔ بل به ويل ارومرو چې په تيلو کې يې چا څه ورگډ کړي دي ۔ يو چا يو څه اويو چا بل څه ۔

خو زما گاونډی مستري ددې موټر له خاوند نه سر ټکاوه ۔ هغه پوره تجربه درلوده ۔ هغه ويل چا چې له دې مالک نه گاډی اخيستی دی بيا يې ښه ورځ نه ده ليدلې ۔ اراده يې هم له لاسه ورکړې ده ۔ هغه ددوکه بازانو پلار دی اوډريور هم بايد عقل له لاسه ورکړي چې دهغه گاډی وچلوي ۔ خو ددې خبرو سره به زه نور هم سودايي شوم چرتونو به واخيستم چې ښه اوس نو څه وکړم ؟ دېوي انجړ ماشوړې سره به مې ځان مخامخ وليده ۔

خو نن چې مې بيا له گراچه را وويست چې په چټکۍ ديو کار پسی ولاړ شم ۔ توکل مې په خدای کړ ۔ فکر مې وکړ ۔ چې نن به دا گاډی له ما سره دومره بې ايماني نه کوي ۔ خو ديو څو شيبو تيز تللو نه وروسته گاډی بيا په نيمايي سړک کې ودريد ۔ ډېرې وسې مې وکړي چې په حرکت يې را ولم ۔ خو موټر لکه چې قسم کړي وي چې هرڅه به وخوځي خو دچاخبره چې پهلوان  به له ځايه حرکت ونه کړي ۔

کار خو پر ځای پاتې شو ۔ انډيوالان چې ما ته منتظر وو ۔ په انتظار کې پاتې شول ۔ خو دډيرو  وسو نه وروسته دې ته ورسيدم  چې موټر نو ر حرکت نه کا ۔ له يو څو کسو لارويانو نه مې هيله وکړه  چې دا ميرات مړې راسره دسړک غاړې ته کړي ۔ هغو راسره هو وکړه گاډی مو ټيله کړ ۔ اودسرک په څنډه اونيمايي پلي لار کې ودراوه ۔ لاروي را نه ليرې وتل ۔ بيا مې هم په هڅو پيل وکړ  چې که اوس چالان شي ۔ له ځانه سره مې وپتيله نو ره هڅه هم بايد وکړم ۔ چې که گاډې په حرکت راولم ۔ خو موټر حرکت ونه کړ ۔ په خپل ځای ودريد ۔

بيا مې هم هڅه وکړه گاډې ته وروختم ۔ ورته کښيانستم ۔ پښې مې پخپله خوځيږي ۔ لاس مې پخپله حرکت کوي ۔ سترگې مې بې واره په هندارو کې گوري ۔ خو گاډی حرکت نه کوي ۔

لاروي تيريږي ۔ را تيريږي ۔ يو نيم سر راوړاندې کړي ۔ په هنداره اوپه کړکۍ خپله زنه کيږدي  دموټر دننه پام وکړي ۔ له ځانه سره وايي ۔ دا خو خالې دې ۔ اړ شوم چې زه تري ليرې شم ۔ وړاندی ودريدم ۔

يو څوک يو لاروی را وړاندې کيږي  را ته وايي ۔ ته اوس هم ولاړ يې ۔ ؟

بل دخپل ملگرې سره وايي : هر ه ورځ چې په دې لار ځم دا ښاغلي ددې خالي موټر څوکۍ کوي ۔

بيا تلوسه رالوييږي ۔ گوندې دا وار يې انجن حرکت وکړي ۔ورخيژم کيلي په کې تا ووم ۔ خو انجن څه نښه نښانه نه را کوي ۔سلف نه وهل کيږي ۔ هغه په خپل ځای ولاړ دی ۔

زه نه پوهيږم چې زما دانتظار شيبې دومره اوږدې شوې فکر کوم هم د ااوس مهال گاډی دريدلې دی ۔ ماته منتظر انډيوالان په خپله مخه تللي دي ۔ مياشتې ٬ کلونه اوښتي دي ۔ خو گاډی په خپل ځای ولاړ دی ۔ دموټر نه په رادې خوا کې چې يوازې دوه دري گامه کيږي زما په مخکې دنيمه سويو سگرټو ډيرئ جوړه شوی ده ۔ ځمکه لنده بل ده ۔ واښه راپوریه شوې دي ۔ دموټر ټايرونه نږدې په واښو کې پټيږي ۔ شا وخوا ډير بوټي را شنه شوي دي ۔

هلته وړاندې دلمرسترگه په غرغړه ده دبوډې په تناره کې ورغوپه کيږي ۔ وروستی وړانگی  يې لکه  تنابونه  پر ځمکه ښوييږي اودځان پسی يې را کاږي ۔ وريځي ورو ورو دهغې مخ ورنغاړي ۔ خو په بوټو پرته پرخه مې دپرتاگه پايڅي لندوي ۔ خو واشا چوپه چوپيا ده ۔ هيڅ څوک نه بريښي لاروي هم رنگه شوي دي ۔ ډير څوک نه ليدل کيږي ۔

دوخت اوزمان اټکل را نه وروورو ورکيږي ۔ نه پوهيږم چې له څه وخته دلته ولاړ يم خو دومره پوهيږم چې په نا بلدو لارويانو مې سترگې لگيږي ۔

بيا تلوسه را لويږي ۔ دموټر له ښيښي دننه پام کوم ۔ دموټر کيلي هم زنگ وهلي مالوميږي ۔ گاډي له بهر نه هم ورور رو  په واښو کې اوپه بوټو کې پټيږي ۔ بادونه چې تل يې خپل ځای بل ته پری ايښی دی ٬ ژمی يې په اوړی اړولي اواوړی يې په مني زما له څنگه تيريږي  دماسپښين باد مې په کاليو اوپه تخرگونو کې چنگاری کوي ۔ کله مې وريږدوي ساړه شي اوکله دتودوخې څپه احساس کړم ۔ ورور ورور دخلکو له پاسه لوييږم ۔ لاروی هم ماته نه گوري گاډی ته هم ته حيرت نه کوي ٬ بلکې څنگځني تيږيږي ۔

خو زه هماغه شان ولاړ يم يوازی ولاړ يم دماسپښين بادمې په کاليو کې ننووځي ٬ چنگاری کوي ۔ خوزما دانتظار شيبې هيڅ پای ته نه رسيږي ۔

۶-۱۲-۲۰۱۳ مزار شريف