رسیدن:  نشر : 09.03.2014  ؛ نشر : 14.03.2014 

اکبر کرگر

 

خاورې دوړې  او گردونه

لنډه کيسه
 

نن بيا اسمان گردبادونو ونيو . ځمکه په څو گامونو کې نه بريښي . لمر سترگه داسمان په لويه لمن کې  ورکه شوه لکه ښکلا چې  په چم گاونډ کې ورکه شي اوتودوخه  په يو يتيم کور کې  له منځه ولاړه شي  . هر څه تري تم شول . سخت توفان را الوتی دی .

تېره شپه   هم باد چنگاری کاوه . ددروازې په درزونو کې ېې دلنگې سپۍ اويا ټپي ليوه په څير سنگل اوفرياديې  کاوه . سهار له خوبه په را پاڅېدو سره باد خپلې څپېړې زما مخ ته هم ونيولې . دې خوا اواخوا يې وشړکولم . مخ يې راته سور کړ . بې هوشه يې کړم . فکر کوم چې زما دمخ پورې څه شی مښتي دي .

ناڅاپه مې سترگو برښنا وکړه . دتېرې ليرې ماضي په لور مې ذهن لکه دبرښنا څړيکه لاره وکړه . برښنا اورڼا يې زما دتن اووجود په ورشو خوره اوپلنه شوه . ټوله ماضي اودژوندانه لېرې وختونه مې وليدل په ټول اوږده خو لنډ تنگ زمانې واټن کې دژوند بادونه کله له ما دمخه اوکله هم له ما وروسته شول . لاره رانه ورکه شوه په سختيو درانه گامونه اخلم . داسې نه چې ديو خځلي اوخڅڼي په دود مې يوې کندې ته گوذار کړي . ناڅاپه مې ذهن بيا له هماغه ځايه لېرې ماضې ته ولاړ شي .

ماشوم يم سر مې ببر  دی . دژمي پيتاو ته ناست يم دوچې څلې بادونه مې په تن اووجود لوبې کوي يوه چنډه مې لاس کې نيولي ده . بادراالوزي هغه زما له گوتو تښتوي . دکميس لمن مې يوې اوبلې خواته اړوي . له څيرې لمنې  څخه  مې چې دخپلو همزولو سره په لوبو کې څېرې شوی دی  تخرگونه بريښي . ساړه مې وجود ريږدوي .

دلمر درک خرک نشته . په ټول ماحول توره شپه  لاسبرې ده . په رڼا ورځ شپه ده . ښی لاس اوکيڼ لاس دچا خبره نه پېژندل کيږي . داوږدې شپې په مهال خپل ځان هم نه وينم  . په ناخبرتيا کې مې لاس مخ ته ورځي . نا څاپه احساسوم چې ږيره مي پر مخ راشنه شوېده . مخ مې ښه ببر دی . ژر يې دخريلو تابيا کوم . بريتونه مې هم ډير را ځوړند شوي دي . هنداره هم نشته . لمر هم نشته اودويالې رڼی اوبه هم نشته چې په هغو کې خپله څېره ووينم .

ديوه ديوال چنې ته ځان احساسوم.  خلک په يوه لوی انگړ کې دوره کوي . څوک په چابکو گامونو اوڅوک ورو قدمونه اخلي . څوک خپه اودلگير بريښي اوڅوک خوشحاله . زه غلي ناست يم په يوه لنډ مليشه کميس اولنډ پرتاگه کې ناست يم دخپل ځان سره بوخت يم فکر مې ډېر لېرې تللی دی . يو سړی راځي . ماته يې پام کيږي . له لاسه مي نيسی راته وایی دلته مه کښينه . پورته شه اووگرځه . قدم ووهه چې پښې دې حرکت وکړي . خو پښې مې سختې بډۍ نيولي دي . شخې پاتې دي . ورو پاڅيږم  له هغه سره گوډ گوډ په لار رهي کيږم . له هما غه شيبو راهيسې بيا په مزله بوخت يم ډيره لار مې ووهله . گردونه اوخاورې مې پر تن اووجود کښيناستې . سپيره دبه شوم . خړ پړ واوښتم . خو باد لا هماغسې چنگاری کوي . درڼا څرک نشته . يو وار بيا دروازې ته ورځم . دروازه نيمکښو کوم بهر ددوړو اوخاورو لښکر په ځغاسته روان دی . هر څه چې مخې ته ورشي لاندې کوي يې . خو زه  دکوټې له دروازې دننه پاتي يم  بهر دتللو لار نشته . کلونه په همدې انتظار تيريږي . دژوندانه بادونه دوړې اوگردونه په لارو اوسرکونو لاسبري اوحاکم دي . ماته مجال نه راکوي چې له کوټې بهر شم دروازه خلاصه کړم . اوله کوټې بهر ځمکه اواسمان ته نظر واچوم۔

 

اول دسمبر  ۲۰۱۳