14.12.2014

پوهنوال دوکتور رشید

د استاد زیار د نمانځ غونډې په پلمه

زیار ،  زموږ د عصر  پانیني

 

پر افغانستان باندې خو خدای خپله بده ورځ په خپله ټوله لویي ولوروله  او لایی هم لوروي ، چې لامل یی زموږ په خپله ګروهه کیدای زموږ دهغو ناوړو کړو  وړو سزاوي چې موږ پردغه خاوره ترسره کړي اویاداچي اوس هم  خدای پرسر حاضر نه بولواو لایی هم لړۍ اوږد وو،  یوشمیر مو په غیرشعوري توګه پرته له دې چې په ځان پوه شي ځانونه او ایمانونه خرڅوي او په هر څه کې چې ځاني ګټه وینې بیا نو ژبه خو څه کوئ  چې وطن  هم ارزښت نه ورته لري او دتوت پربیه معامله ورباندې کوي . هرڅوک چې د دوی په وینا رښتیا درواغ ښه سره لړلي شي ، هغه عالم اوپوهاند راته ښکاري او نا چاریږو لکه چې خوشال بابا چي وایي  « هر مغل چي په سوات راشي شهزاده شي »  په وینا ځان تسل کړو. او هرهندو ته ماما ووایو.... ! ځکه چې هر څوک اوس فکر کوي ، افغانستان د کرزي له راتګ سره جوړ شوی پخوا نه په کې مفکر و او نه هم د پوهې او فرهنګ څرک !؟  په هر ډول ، باید ووایو چې   پښتو او فارسي ژبو په ځانګړې ، افغان او افغانستان په ټولیزه توګه یو څو ستر ګور درلودل ، چې هغوي په خپلو څیړنو کې او وینو کې د خپل وخت سرلاري شول ، دوی د خپل هیواد ژبو او فرهنګ ته د نړیوال علمي لید په رڼاکې وکتل او بیا یی دهغو ودې ته ملا وتړله ، دوی نه له درباره راوتلي وو اونه هم له پښتو اوفارسی سره دنا آشنا لاپ ټاپونو په ملتیا دبن دکرغیړنی معاملې په پله افغانستان ته دبیلابیلو ناپاکو اړیکو پربنسټ  د کارپوه  ؟! په نامه راوستل شوي وو. دوی د زمان دتجربي او زده کړې له درنو ژرندو راووتل او بیایی په علمی ډګرکې ځان ته وړتیا ومونده . په دغه برخه کې دوه نسله چې دیوه په استازيتوب یي د علامه حبیبی ، سلجوقی  اورشاد یادونه کوم او له دویم هغه یې  د تږي ، الهام ، شفیق ، روهی ،جاوید، شپون ، رفیع  او تلپاتی زیار نومونه دریادوم  اوبس .موږ چې د دوی شاګردان یو باید په دي اعتراف وکړو او غټه یي باید ونه وایو چې تراوسه مو په علمی ډګرکې لکه دنویو چرګوړو په شان نراوښځه نه دي معلوم باید زمان ته دا امتحان ورکړو څو لکه د دوی په شان ددغه  بهیرسرته ځان په رښتیا نۍ هڅې سره ورسوو ، په موږ کې اوس خدای یی دي لري  دکابلیانوپه وینا یوشمیر ( نوچندکان )  چې غږیی له بی بی سي او آزادۍ   را دیوګانو څخه راوځي آسمان په توپونو ولي ، تیورۍ صادروي او په علمی  او ادبی مسایلو کې سرایله  فتواوي ورکوي ، هغه څه چې په تیره یوه پیړۍ کې هغه ټولي خبرې زموږ دیوشمیر لیکوالو او څیړونکو له خوا ویل شوې او لیکل شوې دي ،له بده مرغه دوی  هغه نه لولي او نه یي څیړي ، یو څه چې په زړه کې ورتیرشي او یا یې له نورو واوري سبا بیا غټ سرلیک ورکړي  او په ویب پاڼوکې دسړي  دسترګو پرځای زړونه  بریښوي . چې هیله ده دوی باید لږ په دغه برخه کې بریک ونیسی ، ځانونه دوپیژني زموږ سترګو ته دې خاورې نه راشني اوعلم په برخه کې د داوسنیو بی موراو پلاره حالاتو نه  تابع کیږي ځکه چې که شپه تیاره ده مړې په شمار دي ... .

هو، دهمدغې وړاندیز ډوله سریزې په پام کې نیولو سره  استاد زیار ته راګرزم چې ترنیمه پیړې زیاته ګټه وټه یی دپښتوژبې او ادب دپیاوړتیا او اوچتیا په چوپړکې وه ، هغه په جرمني کې زده کړې وکړې ، په کابل پوهنتون کې  استاد شو، په ژبپوهنه کې یې نه یوازی تدرس وکړ بلکې داوسني  پراګماتستي نړیوالې ښوونې اوروزنې داصولوپه رڼاکې یې د افغانستان دژبو دڅیړنو پرعملی پروژه چې دیوې علمی او عملي هڅې اړین توک وه کارپیل کړ. مطبوعاتو ته ورغې او په افغاني جرآت یي داخبارونو چارواکي دي ته اړکړل چې باید دیوه معیار پربنسټ له پښتو ژبی سره د ملي رسالت په چوکاټ کې چلند وشی ، په پوهنتون او پوهنځي کې یې پرخپلو زده کونکو دخپل تدریس په ترڅ کې داپه علمي توګه ومنله چې نورې نو دودیزې ببولالي پای ته رسیدلی باید پردغه لرغوني آریاني ژبه باندې له نړیوالې علمي میتودلوژۍ سره سم علمي کار پیل شي ، چې دغه کار په خپل وخت کې دیوه څرګند پاڅون بڼه درلوده او زیار دا پاڅون وکړ، دنومیاليو پوهانو له خوا یې داهم واوریدې  چې ګواکي  زیار « دپیریانواو جنیانو په ژبه ګړیږي »  ( ۱۳۵۶ کال )  خوپه خپل دغه ستراو ویاړلي کارکې ستړی نه شو،پرمخ لاړ اولاهم مخ په لوړ دی. یومهال علامه رشاد دخوشحال خټک نوم  د ( خوشال  ) په بڼه لیکلي و ، داختر دویمه وه که دریمه زه اوعطایی صاحب  (اروا یي ښاده ) کورته ورغلو ، ارواښاد هاتف صاحب هم راغلی و، ما استاد رشاد ته  دده لیکنه ور وښوده  او ورته ومي ویل چې خوشال مو دزیارصاحب غوندې  لیکلي دی ؟  راته په خندا شو اوپه مانالرونکی خند ا کې راته وویل چې زيار په دغه باره کې ځکه حق په جانب دی  چې « پشتنوتراسلام دمخه دغه نوم پرهمدغه وینګ سره وایه ، دا ډیرلرغوني نوم چې اریايی سټه لري »  هو، کله چې زه هندوستان ته ولاړم او لږ ډیره سانسکریت او هندي  مې ولوسته پوه شوم چې علامه رشاد  پرحقه  استاد زیار حق په جانب باله .همداسې  پرهغه مهال چې زیارپه کابل پوهنتون کې نه و ، وطن  دچا خبره شغالي شو ، کابل جګړو پرسر واخیست  ټولو په څانګه کې دده ځای خالي باله چې تراوسه پورې هم لا خالي دی .

 زموږ پراستادانو برسیره  داستاد زیار ژبپوهنیزې  هڅې دنړۍ دنامتو ژبپوهاند  مارګنسترن له خوا هم منل شوې وې ، مارګنستیرن په ختیزو ژبو کې دلوړعلمی صلاحیت خاوند اروپایی پوه و دپښتو ژبي اوآثاروپه اړه دهغه نظریات په نړیواله کچه لوړعلمي ځای لري ، دهند په ملي آرشیف کې مې ددغه پوهاند په باره کې یولړاسناد چې ډیر پټ ساتل شوي وو ، ولوستل ، په هغوکې دده هغه ربړونه چې ده دهندوستان په شمال ( کشمیر ، چترال او ان زموږ تر کونړ پورې ګاللي)  یاد شوي دي ، انګریزانو ده ته په  (۱۹۲۵ ) کې اوږده موده اجازه نه ورکوله  چې دژبوپه باره کې تحقیق وکړي ، ځکه هغوی فکرکاوه چې دی کیدای شي جرمنیانو دنورو دندو په لامل دلته را استولي وي ، دغه نومیالي ژبپوهاند دهغو سیمنارونو  په ترڅ کې چې د پښتو ژبی او ادب په باره کې په کابل جوړشوي وو د استاد زیار دعلمي کارونو ستاینه کړې اوهغه یې دیوه برلاسي  «  افغان ژبپوهاند»  په توګه منلي  او ستایلی دی .

داچې پوهان او فرهنګیان په هره ټولنه کې په تصادفی او ناڅاپي توګه  د مرخړیو په شان نه رامنځ ته کیږي ، څرګنده ده چې دوی دخپل چاپیریال ، تاریخ او ټولنیز برخلیک په اړه ډیر ژور فکرکوي ، د دوی ژور لید کولای شي د ټولنې د لارښونې په کارکې هم دخپلو رغندو تجربوپه رڼاکې له هیواد اوخلکو سره لویه مرسته وکړي ، په دي ورځو کې د لویدیز دنومیالي ژبپوهاند چامسکي نوم  هلته دلته په یوشمیرلیکنو کې یاد شو ، دا هغه لوی پوهاند دی چې دامریکا دمتحده ایالاتودچارواکوبشري ضد کړه وړه  یی دخپلو تیري کوونکو پلانو له امله  په افغانستان او ټوله نړۍ کې وګواښل اودخونړۍ امریکا اوسني تګلاره یې په نړیواله کچه یوه بی سروپایه غمیزه وبلله ، علامه رشاد کرزي ته په ډاګه وویل چې دامریکا یرغلګر ځواک ته مه  پسخیږه اومه خوشالیږه ، دغه ځواک دافغان وژني په موخه دغه هیواد ته راغلي ، خو دهغه پرهغه مهال  سرپرې خلاص نه شواوس اوس یې دامریکا دخونړۍ تګلارې پرضد ناري سوري پیل کړي دي اوداهغه دریځ و چې هغه علامه پرهغه مهال په دغه اړه فکرکړي و ، کټ مټ خبره اوس زیار هم ښاغلي اشرف غني ته  په غیرمستقیمه توګه ترغوږ ورتیره کړه ، په دي هیله چې دی یی د یوه واکمن په توګه دخپلې واکمنۍ په  تګلاره کې  له پامه ونه غورځوي . ځکه هغه څه چې دی وینې او یایی وایي له هغه څه څخه چې یوعادي  افغان مفکر (نه نړیوال مفکر) یې ویني او وایي ګرد سره توپیرلري .   

یوه خبره چې زه باید هغه داستاد زیار په اړه دده دیوه نا لایق شاګرد په توګه په ناپیلې ډول سره  وکړم داده چې زموږ دغه نومیالی پوهاند نه یوازې په افغانستان کې دیوه منلي ژبپوه او ادیب استاد په توګه وپیژندل شو بلکي خبره یې تردغې جغرافیی هم هغه خوا ولاړه ، زما دتحقیق کار ژبپوهنه نه ده  خو دتیرو دوولسیزو تدریس په ترڅ کې ناچارشوم چې باید دژبپوهنې الفبا دیوشمیر استادانو په آثارو کې دپښتوخارجی زده کونکو لپاره ولولم او هغوی ته یې  وښیم ، همداوه چې دهند په زیاترو پوهنتونو کې مې د استاد زیار له میتود لوژۍ پرته دتدریس کار نیمګړي و ، یومهال می  دمفرد او جمع په باره کې تدریس کاوه ، زما زیاتره زده کونکي په فارسي او اردو پوهیدل ، دهغو پوښتنه داوه چې په پښتو کې مفرد او جمعی ته باید څه ووایو  ؟  له ماسره او زه باورلرم چې له هرچا سره که ځان تیرنه کړو تراوسه پورې بل ځواب نشته پرته له دي چې ووایو ( یوګړی او ډیرګړی ) او که بل څوک  تردي وړانډول ورته لري او یوخارجي پرې قانع کولای شي دا ګز اودامیدان ؟  مانا داچې زیار اوس په ډیرو برخو کې  زموږ لپاره یولوی  لارښود دي هسې چې په نړۍ کې لومړي وایو پوهاند  دمردان  پښتون یوسفزي  (پانیني ) دی او دلومړي ځل لپاره یي دسانسکریت ژبي  (ویي کرڼا )  یا ګرامر ولیکه ، همداسې زیار صاحب په خپل عصرکې پښتو ته یو نوي ویاړ ور په برخه کړ چې باید د معاصر لوی پښتو پوه پانینی په نامه سره یاد شي .

داستاد زیار د عمرداوږدوالي په هیله

نوی ډیلی