08.2014 .19

اسدالله زمری

د زمري د میاشتی د ۲۸ د وطن د سیاسی ازاد ۍ د پاڅون په اړوند:

له خدایه زما غوښتنه

نه می دننه د جهاد د رهبرانو په څیر
دا د پیړۍ د لوټمارانو په څیر،
او د وطن داستقلال د دلالانو په څیر،
اویا دنوروخاینانوپه څیر
دځان، وطن او د وجدان په بیه
او د ایمان په بیه
دغه ناولي او، په وینو لړل شوی ...
مال او دولت دی په کار.
او دسیاسی لولیو تور کرغیړن مخونه، هم راته مه راښیه.

***

او په بهر کی د یانکیانو ځنی،
یا د انسان ددښمانو انګریزانو ځینی،
اویا د نورو ښکيلاکګرو اووحشیانو ځینی،
چی په دنیا باندی دتا پر ځای خدايي لپاره، دشيطان فکر او قدرت خوښوي ....
یم له اوله بیزار.

***

د نیکمرغۍ اوسوکالۍ هیله د ځان لپاره،
له تانه نه غواړمه....
که می وطن کی سوله
او په نړۍ کی امن،
په نس ماړه انسانان ...
په کور میشته مهاجر...
نابوده ظلم او ظالم....
ورکه ژړا، ورک ماتم...
په ژوند کی وليدله،
زه به شم ډیر خوشحاله
او د رښتيني نیکمرغۍاحساس به په ټول وجودکی ښه احساس کړمه زه.
ایمان پوره دی زما،
له تا یی نه غواړمه .
چی شم د نورو په سرووینو او په غوښو څربه،
داسی غاښ مه راکوه.

***
د مرګ اوژوند خاونده
د ډیر اوږده عمر غوښتونکی نه یم
خو دایوه هیله می کړه تر سره
"درنه صرف سل ځلی ژوند ون غواړمه (۱)
چی د وطن په مینه سل ځلی مړ شمه "

۱/پښتو لنډۍ

۲۰۱۴/۸/۱۷